مخابراتو وزارت په يو لوی خيانت سترګی پټې کړي

 
مخابراتو وزارت تیرکال دحوت پر ۲۸ مه یو راپور خپور کړ چی دهیواد په پلازمنه کابل په یوکورکی مهمی مخابراتی شبکی چی سیم با کس نومیږی د کشفیدو خبرور کړخو د ایی ونه ویل چی داکور د چا و اود دی لوی جرم عاملین څوک اوکومی قانونی مرجع ته یی معرفی کړه څه وه نه ویل اوپه خوله یی لاس راښکه.
د سیم باکس مخابراتی بکس ډیری مهمی کړنی ترسره کوی او داخلی شبکی یی پرکړنونه خبریږی دسیم باکس یو کار دادی چی هغه تیلیفونی اړیکی چی له بهره نیول کیږی هغه اړیکی په داخلی اړیکو بد لوی یعنی کله چی څوک له بهره یوی داخلی شبکی سره اړیکه نیسی دسیم باکس داړیکه په اوتومات ډول په داخلی نمبر اړوی او داخلی تیلفون والا فکرنه کوی چی اړیکه له بهره نیول شوی بلکی داسی فکر کوی له کوم داخلی نمبره ورته زنګ وهل شوی چی داکارهم له امنیتی پلوه داندیښنی وړ دی اوهم له اقتصادی اړخه یولویه اقتصادی ضربه ده اودخبرو یو زیرمه تون چی تبادله شوو خبرو دساتنی اوکشفولو صلاحیت هم لري دا سیم باکس زیات زیانونه لری خو موږیی دلته پریو څو زیانونو رڼا اچو او خپل درانه وطنوال لدی لوی خیانته خبرو .
ترټولوی زیان یی دملک امینتی وضعی ته متوجی دی داافغانستان په څیر یو جنګ ځپلی هیواد کی چی له دیرشو کلونو جګړو په دوران کی پکی د یو زیات شمیر هیوادونو استخباراتی شبکی فعالی او کار کوی اود استخباراتی معلوماتو دراټولولو لپاره له هری وسیلی او نیرنګه کار اخلی خپلو شومو اوګوته شوو اهدافوته ځان رسوی چی داډول اله [سیم باکس ]دی ډول شبکو لپاره ډیر کټور ثابتیدی شی او لدی لاری په اسانی کولای شی معلومات راټول کړی ځکه هغه داخلی امنیتی او مخابراتی شبکی چی غواړی بهرنی شبکی تر خپل پوښښ لاندی راولی چی ده دوی قانونی امنیتی مسئولیت دی په یوډول فریب کی اچوی او هرڅه یې چی خوښه وی دخپلو بهرنیو بادارانو لپاره مخابره کړی اود هغوی له لوری هدایت ترلاسه کړی په خلاص مټ ترسره کوی
بل زیان اقتصادی دی او هغه دا چی دنړی والو مخابراتی شبکو ترمنځ داسی یوتړون موجود دی چی که چیری له یو بهرنی هیواده تلفون کیږی نو همغه شبکه به داخلی شبکی ته یو اندازه مالیه ورکوی چی داتړون دټولو نړی والو مخابراتی شبکواوهیوادو ترمنځ شتون لری چی د دی سیم با کس په وسیله دا مالیه هم له کوربه هیواد په تخنیکی شکل غلا کیږی
زموږ داغریب هیواد چی اوس اوس پکی شخصی مخابرتی شبکی فعالی شوی اویو څه کموتوم مالیه تری لاسته راوړی اودا امیدواری پیداشوی چی د دی نیم ژوانده هیواد په اقتصادی وضعه کی به مرسته وکړی هم ده دداډول داخلی اوخارجی دسیسو ښکاردی خو مخابراتو وزارت چی د دا ډول پیښو دمخنیوی دنده لری پد ی لوی خیانت سترګی پټی کړی اود اجینایتکاره شبکه یی رسوانه کړه همغه وخت داسی ګونګوسی وه چی لکه دنوروسترو خیانتونو په څیر به د دی ترشا هم دلوړپوړو چارواکولاس وی ځکه دلته دهرخیانت ترشا دهغه جنابانو لاسونه وی چی نه یی حکومت لاس نیوی شی اونه پری راغلی ښاغلی غوږ ګروی اونه رسنی ده دوی له خیانته پرده پورته کوی چی ددوی ژورنالیستیک رسالت دی خو زورواکو ا ومافیایی کړی په هره برخه کی لوی لاس لری
دوی په داخلی چور اوتالان ددولتی اوشخصی ځمکو پر غصبولو اونوروجنایتونو بسنه وه نکړه بلکی وړاندی لاړل اودخیانت نړی وال مارکیټ ته یی لار پیداکړه اوس په نړی واله کچه دافغانستان په سراوملی ګټومعاملی کوی داسوداګر زموږله ګرانو هیوادوالو پټ نه دی که هر څومره یی د مخابراتو وزارت پټ کړی دادی پدی وروستیو کی دمخابراتو وزارت د با ایمانه او په خاوره مینو کارکونکو له لوری داسی معلومات ترلاسه شوی چی داسیم باکس دولسی جرګی دنن ورځی ترټولو مطرح وکیل په کورکی کشف اوترلاسه شوی خو وزارت یی هم په ولسی جرګه کی او هم له ولسی جرګی بهر دبدمعاشی اوځینونورو مصلحتونو له کبله نوم افشا نه کړخو دومره باید روښانه شی چی دا ښاغلی په هیروینو اونورو بشری ضد جنایتونوکی نوم لری خو افسوس چی محاکم یی هم په نیولو اومحاکمه کی پاتی راغلی اوس ملت په کور کی د ناست دی اود دی بی چاره اوبی خبره ملت استاځیتوب کوی