دومره مې ژر د زړه درزا ولې شوې
راسره مل لکه سودا ولې شوې
په نه راتلودې خطا کار ګڼلم
چې لاس مې در وړ وارخطا ولې شوې
دا خو هندارې وې زما داوښکو
پکې ښکاره څیرې د تا ولې شوې
دتندر پړک دې کړو رسوا اسمانه
دومره بخیل په مونږ بیګا ولې شوې
لا مې حواسو کې نغښتلی نه وې
زړه کې مې خور لکه اروا ولې شوې
راپسې بلې دې وې شمعې اوښکې
چې درته راغلم په ژړا ولې شوې
په دې خبره مرور شوې رانه
په دې خبره را پخلا ولې شوې
ستا په ګنا مې زبیښي ویني دتن
پښتونولۍ راته بلا ولې شوې
دا خو یو بیت وو د (حسن) دغزل
په نه خبره مې اشنا ولې شوې
ډاکتر حسن
وروستي