راځه چې وژاړو په چیغو چیغو
دلته خو نور څه د خندا لپاره پاتې نه دي
**********
دلته رڼې میکدې وسوزیدلې
دلته نشې په ویربدلې شولې
چې دمستیو هنګامې وې پکې ،
لاړې هغه کوڅې، شډلې شولې
دلته، وحشي بادونه ټول ګلونه ورژول
دلته ترخو سېلیوشنه باغونه وسوزول
چې ستا راتلو ته یې شېبې شمېرلې
چې ستا پلونه یې په عطرو وینځل
هغه تنکۍ ،
تنکۍ ،
غوټۍ ،
بهاره، پاتې نه دي
**********
هلته چې ما او تا، د مینې په سپیڅلي نامه،
د زړونو شمې، د قصو په ښار کې بلې کړلې
هلته چې موږ د شپې وزرونه، په لمرینو پلوشو وتړل
هلته چې موږ د مرجاني اوښکو ځلانده غمي
د ارمانونو د ماڼۍ په دیواله وټومبل
تاندې غوټۍ مو د وژمې په لار کې بلې کړلې
کودړي هم اوس د قصو له ښاره پاتې نه دي
**********
دلته د تاک ونه کافره بولي ،
دلته سندرو ته زندۍ اچوي
دلته د پوهې دروازې تړلي
دلته، تخته او تباشیر اوس (شیطاني) توري دي.
قلم، څوک نه پیژني،
کتاب معنا نه لري
دلته په شونډو اوس یوازې د ټوپک قصه ده ،
دالفبې، خوږې نغمې له خونړي ناتاره پاتې نه دي
**********
هغه د کلي سپېدار، او هغه جګې د چنار ونې
چې یې سرونه رسیدل تر شنه اسمانه پورې ،
د مجنون ولې غوندې،
اوس یې سرونه په پښو لګېږي
اوس هغه سبر قامتونه، یاره پاتې نه دي.
راځه چې وژاړو،
په چیغو،
چیغو.
شاعر:صدیق کاوون طوفاني
ترتیب کوونکی : عبدالقادر مسعود
وروستي