
ميډيا ( رسنۍ ) د٢١ پيړۍ يواځينۍ وسله ده چې په هغې سره تهذيبونه ( ټولنۍ ) ويجاړيدى شي ، اخلاق برباد ولى شي ، سياستدان اخيستلې او بيا د هغه په خوله کې خپله ژبه ايخوستلى شي ، څوک
چې وغواړى تور او که وغواړى سپين يې کړي ګناه ګار بي ګناه او بي ګناه ګناهګار کړى .
دنن څخه ٨٠ کاله وړاندې د ميډيا د )کارپوريټ ميډيا( اساس کيښودل شو ې او ورته يې دصحافت ښائيسته نوم او د رايه د ازادۍ په نوم نړۍ ته وړاندې شوې ، اول ورته د اشتهاراتو ( د ښودلو ) په وينه خړوب ورکوي اوکله چې دغه خلک دهغوى د فکرونو سره لوبي وکړي لدې وروسته يې په خپل کنترول په وسيله د اتومي انجرژۍ په څيراستعمالوي چې دخلکو په کورونوکې بغيرد مزاحمته ورداخليږې چې دکتنرول وروسته دغه قيصه ډيره په توندۍ په حيرانونکى ډول سره مخ پروړاندې ځې .
په ١٩٨٣ زيږديزکال کې دنړۍ ټولي رسنۍ پروژو کارپوريشونونو ملکيت ؤ يواځې په ١٩ کلنوکې د اخيستلو او خرڅولو وروسته په ٢٠٠٢ کال کې د نهو کارپوريشنونو په لاس کې ولويد د راتلونکو پنځو کلونو وروسته ٢٠٠٧ کال کې يواځى ٥ کمپنيو د نړۍ دټولو رسنيو ( ميډيا) په ملکيت کې شوي او نن د نړۍ د ټولو خطرناکه وسله د دريو لويو کمپنيو ملکيت دى د غه کمپنى چه څه ډول سياسي قيادت وغواړى اوچه څه ډول اخلاقي او معاشرتي اندازې وغواړى څوک چې وغواړى د ذلالت په کنده کې وروغوځوي له چا چې وغواړي دعزت تاج ورپسرکړي ټول په ښکاره ډول د دوى په لاس کې دى او ددغو دريو د جملي څخه يو يې روپرټ مرډوک ( رابرټ مردوخ د نيوز کارپوريشن خاوند دى .
ياد تن په ١١ مارچ ١٩٣١ کال د استراليا په ملبورون ښارکې ديوصحافي سرکيت مرډوک په کورکې زيږيدلي دى د صحافي پلارپه وجي په هغه کې هم دغه عنصر موجود ؤ چې له مخې يې د مکتب د يوى رسالي ايډيټور جوړ شو ، فلسفه سياست او معاشاتوکې يې زده کړي کړي روسته د ډيلي ايکپريس د مشر ايډيټور په بست بآندې يې کار پيل کړ يواځې د ٢٢ کلنو په عمر کې د پلار د مړينې وروسته ددغې ميډيا کمپنۍ نيوز لميټيد خاوند شو په ١٩٥٣ کا ل کې دکارپوريټ ميډيا بنياد کيښودل شو مردوخ د ټولو مخکې د استراليا او نيوزلينډ د اخبآرونو اخيستل پيل کړل او بيا ١٩٦٩ کال کې د برتانيې اخبارونه News af The word ، Sun اخبارونه واخيستل اوددغه ځاي ترټولو پرمختللي اخبارونه يې تري جوړ کړل ، ١٩٧٤ کال کې امريکا ته ولاړ اوددغى بادشاهۍ په لويولو يې پيل لا چټک کړ ، او ١٩٨١ کال کې دټايم رسالي مالک شو په ١٩٨٥ کال کې ورته د امريکا شهريت (تابعيت) اوپه همدغه کال يې Twehtith Century واخيست په ١٩٨٩ کال کې هارپرکولنز اوپه ٢٠٠٧ کال يې وال سټريټ جنرل او مرډوک لدي سربيره خپله دائره په جنوبي امريکا کې هم خپره کړه اولدي وروسته يې د اسيا خوا ته رامخه کړه په ١٩٩٣ کال يې د سټار نومي ټي وى نيټ ورک اخيستي دمرډوک په هکله ګورډن ډف په خپله يوه تازه مرکه کې ويلې چې نوموړى په استرالياکې پيداشوي چې ورته اسرائيلې شهريت هم ورپه برخه دى دايو سخت دريزي يهودى دى چې په وينايې دغه کس د تيرو شلوکلنو راهيسې ، د برتانيې او امريکا پر سياست باندې په مکلمه توګه کنترول لرې ، اوددي خبري اعتراف يې خپله هم کړيدى ، ددغه په هکله د امريکا ايف بي آي اود برتانيې پلټونکو اداري ددغه الزام پلټنى کوي چې نوموړى دعامه وګړو سربيره د لويو لويو سياست دانانو تليفونى خبري سبت کوي او اهمو خلکو ته د رشوت ورکولو وروسته هغوى په خپله ولکه کې اخلي اوپه ډيره چالاکۍ او هنرسره تري خپل کاراخلي ، د مردوخ په هکله داهم وويل کيږې چه په اسرائيلو کې د نتن ياهو هم ډير طاقتور دى ، د فوکس نيوز د مالک په حثيت هغه په اسرائلوکې خپل د جاسوسۍ جال خورکړي دى د خپل همدغه د رسنيو د بادشاهۍ په وسيله هغه يهوديان چه د امريکې په ګانګريس اود برتانيه پارليمان کې دى په خپل کنترول کې د راوستلو زمنه برابره کړي ، د ميډيا ( رسنيو ) د دريو ستنوڅخه يې يوه يې هم پاليسي ( تګلاره ) ده چې دهغي مطابق يې يوهم اسلام اومسلمانانو څخه نفرت دټولو په سرکې دى ، ددوى په اند ټول مسلمانان بددى ، دده په ټولو رسنيوکې مسلمانان ترهګر ،کام چور ، عياش او د نړيوال امن لپاره خطره ياديږې ، هغه خپلو صحافيانو ته داهم وايې د فکرونو او صلاحيت لرونکو مسلمانانو څخه نفرت کوئ او په خاص ډول کوم مسلمان چې پرمختللي زده کړي ولري ، او داهم وايې چې د دوى کردارکشي کوئ دهغه په اند نسل پرستي ترهغي نه پياوړي کيږې تردي پوري چې دهغوى اعتماد د باصلاحيته مسلمان چارواکو پورته نه شي ،
دهغه تګلاري څخه داهم ده چې ادب او فرهنګ په څلورو څيزونو بربادولي شو اول نوى موسيقي دويم په خلکو باندې په دروغو د جنسي اړيکو تورلږول دريم مايل کونکى سختي جنسي اړيکي څلورم په راتلونکى کې خپلو اهدافو ته زمنه برابرول دى چې ورته پروپيګنډه ويلې شو ،
داتو بيليونو ډالرو لرونکى درى ځل په ټايم رساله کې د دنيا په سلو کسانوکې راغلي دى ، دنړۍ په مالدارو خلکو کې په ١١٧ نمبرکې دغه شخص دسکايې نيوز دمالک په حيث د مارګريټ تهچر په واک کې راوستلو واله اود فوکس نيزو په وسيله د باراک ابامه په صدارت کې خپله برخه لري ، د ١١ سپتمبر واقعي وروسته د افغانستان او عراق جګړه په ټوله نړۍ باندى ورتپل او بياهم دغه جګړه د ټولي نړۍ لپاره د بقا جنګ په نوم تراوسه پوري بريالى دى ، نوموړى د وخت سره سره د ګوندونو سرخپل حمايت هم بدلوى ، چې يو ګوند په بل ګوند بريالۍ کړې او خپله تګلاره پري عملي کړي ، د ياد کس کړنې ډيري خطرناکې او اوږدى دى چې ددې د کړنو لپاره کتابونه ليکل اړين دى .
دغه کس د يوويشتمى پيړۍ اتومۍ وسله هروخت عياره ساتى او حيريت پدي دى چې په دغو دوه نيم اربه مسلمانانو کې چې ټول د ددغې وسلې ( ميډيا) هدف دى غلي ناست دى چې په هغوى کې لدي هم ډير مالداره وګړي شتون لري اوپه کورونو باندې هره ورځ پدغه وسلى چې اواز هم نه لري ګذارونه کيږي چې هغوى يې نه محسوسوى ، پاى
م (عصام)
Masihullah_asam@yahoo.com