په ولاياتو کې د شته ستونزو اساسي نقطې!!

ناوړه تبلیغ او په شخصیتونو پسې بې بنسټه او د حقیقت څخه لیرې خبرې کول هغه څه دي، چې زمونږ ډیری هېوادوال یې ښکار شوي دي، او ياد دود په افغانستان کې اوج ته د رسېدو په حال دی، خپل صفت او د بل غيبت هغه څه دي، چې زموږ ځيني هېوادوال ترې ډېر خوند اخلي او همېشه يې کوښښ داوي چې د يو بل پسې خبرې او ناوړه تبليغاتو ته دوام ورکړي، دا خبره مې ځکه ياده کړه، چې د تېرې څه مودې راهيسې زه متوجه يم، چې د انټرنيټ په صفحو او د ځنيو چاپي رسنيو له لارې زموږ يو شمېر والي صاحبانو پسې د حقيقته لرې او بې بنسټه خبرې کېږي، د هغه والي صاحبانو پسې چې داناوړه تبليغات روان دي له جملې يې د هلمند، لغمان، لوګر، ميدان وردګ، پکتيکا، غزني، کندهار او ځيني نور ولايتونه يادولی شوه، زه پدې اند یم. چې د يادو ليکنو او انتقادونو تر شا لوی لاسونه شته، چې غواړي د خپل ولايت مشرتابه په هر نوم بدنامول غواړي او کوښښ کوي چې، پر ځای یې خپل خپلوان او يا له نږدې دوستانو څوک مقرر کړي. داسې اشخاص چې غواړي خپل شوم هدفونه ترسره کړي، لمړی دوی په يوې ډله جوړولو کارکوي، او غواړي چې په خپل ډله کې ځیني قومي مشران، د مدني ټولنو استازي، په پارلمان کې د ولس منتخب وکيلان او ځيني ژورنالستانو ته ځای ورکړي او بيا د همدې ډلې په مټ وکولای شي په مرکز کې ځانونه مطرح کړي، او غواړي چې د ځینو لوړپوړو چارواکو او د پارلمان د غړو سره ليده کاته وکړي، او د خپل عدت له مخې دځان ښه او د والي غيبت ته لاس واچوي، او غوښتنه ترې کوي چې د اوسني والي د لري کولو او ده سره کومک او مرسته وکړي ترڅو  چې په ياد پوست اشغال کړي، بيا په خپلو ليدنو کتنو کې ځيني داسې خبرې هم کوي، چې د داسې لویو لویو کارونه به ترسره کړي چې په پايله کې به یې ولايت کې امنيت تاءمین شي، د غلو شوکمارانو به خلاصی ومومي او د ولايت په سطحه به د بې کارۍ کچه راټیټه کړي، او داسې نور ډېر کارونه به وکړي چې ولس ته یې خیر ورسي،  سره له دي چې دوی پوهېږي، چې د دوی منډې ترړې ځکه نتيجه نه ورکوي، چې د يو ولايت لپاره رهبر ټاکل د سيمه ایيزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د پيشنهاد او د ولسمشر په حکم ورکولو سره ترسره کېږي، د سيمه اييزو ارګانونو دخپلواکې ادارې رئيس او ولسمشر د يو والي په ټاکلو کې له ډېر دقت څخه کار اخلي، او له سلاء مشورو وروسته  د والي په ټاکلو اقدام کوي او دا ځکه چې د يو ولايت والي د ولسمشر او د کابينی د غړو خاص استازی وي، چې وظيفه يې په ولايت کې د اقتصادي پیاوړتيا، د ولايت په سطحه د ښې همغږئ رامنځته کول، د ټولو کړنو څخه نظارت  او د هغه ټولو فرامينو او احکامو په عملي کولو کې رغنده رول لوبول کوم چې د ولسمشر لخواء ورلېږل کېږي، دا به ومنو چې په ځينو ولاياتو کې امنيت ټکنی دی، مهمې پروژې نه پلي کېږي، زور ظلم شتون لري، يو څه خودسري هم شته، مګر په ټټر لګيدلي او زخمي زړه لرونکي هېواد په زخمونو د مرحم پټۍ لګولو او د هېواد زخمي زړه ته د سکون ورکولو په خاطر د صادقت او ایماندرۍ په چوکاټ کې باید  تحليل وکړو او هغه حقيقت پیداکړو چې په ولاياتو کې د مشکلاتو اساسي نقطې کومې دي.
لمړی:- د واليانو سره کومه خاصه قوه نشته، چې پرې د امر کولو بعد يې اطاعت وشي او امر يې پر ځای شي، نه په امنيتي برخه کې کومه قوه لري، نه په اداري، نه په اقتصادي او نه هم په قضايي برخه کې، ځکه کله چې هم په کوم ولايت کې امنيه قومندان، د څارګرې ادارې رئیس او حتی د نورو ادارو مسوولين مقررېږي د ولايت والي سره تفاهم نه کېږي، او نه ترې په جريان کې وي چې څوک مقرر شول.
دوهم:-  هغه اوتراتيفي بودیجه چې امنيتي ارګانونو ته ورکول کېږي، د هغه څخه د ولايت رهبري حتی خبر هم نه لري، چې په کومو کومو لارو يې په مصرف ورسولې، په امنيتي ارګانونو کې بله د پام وړ خبره د عامو خلکو بې ځايه نیونه او زورونه ده، بې له دې، چې د چا په مقابل کې کره اسناد ولري، د يو او بل په لمسون او راپورونو يې بندي کوي، او په میاشتو میاشتو پراته وي څوک يې پوښتنه هم نه کوي، د عامو خلکو بېځايه زورونه يو د هغه عواملو څخه دی چې د دولت او ولس تر منځ فاصله زیاتولی شي.
درېيم:- ملي اردو خپل ځانته خپله بادشاهي لري، د فرقې، لواء او د کنډک قومندانان او منسوبین یې ځانونه د دفاع وزارت اړونده بولي سره لدې چې دوی په ولاياتو کې دندې لري، مګر بیا هم وايي چې موږ له ولاياتو سره هېڅ تړاو نه لرو، یاد مسوولين چې په ځینو امنيتي مجالسو کې ګډون کوي، په هغه تړونونو چې پرېکړه پرې وشي لاسليک نه کوي، او که يې وکړي هم پابند يې نه وي، همداشان د ولايت مقام دملي اردو، ملي پوليسو، ملي امنيت او سرحدي پوليسو له تشکیلاتو څخه معلومات نه لري، او نه پوهېږي، چې ياد ارګانونو تشکيل څومره دی؟ کومې وظيفې يې په غاړه اخيستې؟ او کوم کوم کارونه ترسره کوي.
څلورم:- دڅارنوالۍ او قضاياوو برخه کې هم ډېرې ستونزو سره لاس او ګریوان دي، قضيانو او څارنوالانو اکثره وخت شخصي موقف ته وفاداري ښکاره کړې، او هېڅکله يې هغه څوک چې د روب او  دبدبې خاوند وي، د قضاوت مېز ته نه دی حاضر کړی، او په يادو ادارو هېڅ قسم نظارت نشته.
پنځم:- د بیارغاونې ځيني پروژې چې د اړونده وزارتونو لخواء تمويليږي، ټول مراحل يې په داخل د وزارتونو کې ترسره کېږي، هر کله چې د ولايت والي پرې خبرېږي، نو قراردادي خپل کار شروع کړی وي، د وزارتونو لخواء په خپل سر او بې له دې چې د ولايت رهبرۍ سره په تفاهم يوه پروژه پلي کړي، ناوړه عواقب لري، ځکه هر ولايت د يو خاص ستراتيژيک پلان له مخې خپلې پروژې پلي کول غواړي مګر کله چې په ناليدلي ډول په کوم ولايت کې پروژه پلي شي او رهبري يې په جریان کې نه وي، ډېر امکانات د  دې شته چې ياده پروژه دې د ستراتيژيک پلان خلاف وي، چې موږ او تاسو ډېر د داسې د پروژو شاهد يو، سره له دې چې د پروژو ټول مراحل په اړونده وزارتونو کې ترسره کېږي او يو شرکت ګټونکی اعلانېږي، د اعلان شوي شرکتونو په اړه داسې هم ويل کېږي، چې ډیری وخت د پيسو په مقابل کې يوه  پروژه ګټي، هرکله چې د پروژې د پلي کولو اصلي مستحق وپيژندل شي، مخکې له دې چې ياد ګټونکی د پروژې ساحې ته ولاړشي، پروژه په بل چا د څو پیسو د ګټې په مقابل کې خرڅوي، او همداء لړۍ تر هغه دوام کوي، چې تر اخيره يوه پروژه په څلور پنځه لاسو خرڅه شوي وي، اخيري شرکت يې چې اخلي،  د پروژې نيمې پیسې د یادې پروسې (لاس په لاس خرڅولو) له لارې مصرف شوي وي، همداء وجه ده، چې زياتره پروژو د کار کيفيت د ۸۰٪ څخه کم وي، پرځای د دې چې د پروژو په پلي کولو خپل کړيدلی او زورېدلی اولس خوشحاله  کړو، د هغوی کرکه او نفرت نور هم زیاتېږي، او په دولت یې اعتماد کمېږي، ځکه چې د کار کیفيت په خپله کلیوال هم ګوري، د ياد پروژو د پلي کولو يو ناوړه کار دا هم دی چې ولايتي اداره يې په اړه هېڅ کوم اسناد نه لري، چې په ارشيف کې یې وساتي، هر کله چې د ولايت رهبرۍ لخواء د وزارت د ځینو مسوولینو سره د همدغې اندېښنې په اړه خبرې کوي، د هغوی له اړخه ورته د اخطار په ډول ويل کېږي، چې بايد د اسناد په اړه پوښتنه ونه کړي، که نه نو په آینده کې به له نورو پروژو محروم پاتې شې.
شپږم:- اداري تشکيلات: ډېری ولايتونه د اداري تشکيلاتو مشکل سره مخامخ دي.
اووم:- شخصي روابط: د ځینو ادارو مسوولينو په مرکز کابل کې د ځینو وزارتونو او مستقل رياستونو د دفتر ريسانو، سکرترانو او مشاورينو سره تماسونه پیداکړي، د ادارو مسوولينو لخواء خوشحاله ساتل کېږي، او بیا د ريس صاحبانو، سکرترانو او مشاورينو لخواء داسې ډاډګیرنې ورکول کېږي، چې تاسو هېڅوک هم نه شي تبديلاوی، په خپله خوښه کار کوه، چې همداء شخصي روابطو ځیني ولايتي ادارو ته مشکلات پیدا کړي او ولايتي ادارې يې د يو چلنج سره مخامخ کړي.
اتم:- د وزارتونو او مستقیل ادارو د ځینو مسوولينو لخواء د ولايت مقام رهبرۍ ته د يو ناقانونه کار د کولو په اړه ويل کېږي، چې بايد ژر ترژره يې خلاص کړي، چې داسې فشارونو هم د ولايتي ادارې د پرمختګونو مخه نيولې.
په هره ولايت کې والي د سیمه اییزو ارګانونو د مستقلې ادارې د مشرتابه لخواء ولسمشر ته پيشنهاد کېږي، او د ولسمشر په حکم د والي په حیث مقررېږي، کله چې ولايت ته ولاړ شي  په هغه مراسمو کې چې په کې د ادارو ريیسان، قومي مشران، د مدني ټولنو استازي او ژورنالستان موجود وي، د سیمه اییزو ارګانونو د ادارې او د ځینو وزارتونو د مسوولينو لخواء یادې غونډې ته ورپيژندل کېږي، او د همدغه پروګرام په يوه برخه کې د ولسمشر هغه حکم لوستل کېږي، د کوم له مخې چې والي صاحب د مقررﺉ امر یې ورکړی وي، چې وروسته والي ته د مبارکۍ ويلو لړۍ پیلېږي او د خوشحالۍ اتڼوڼه ورته کوي، هرکله چې والي د خپل دفتر پر لور روانېږي، او د دفتر په چوکۍ کېښنې نو داسې انګيرې چې ګواکې، له ده سره ټول اقتصادي، ملکي، نظامي، او قومي او نورو ټولو چارو کې مسووليت او صلاحيت لري، مګر حقيقت داسې نه وي، د والي سره هېڅ کومه خاصه قوه نه وي، چې د والي د امر څخه بعد دې فوراً عملي شي، خو په هر حال د څه مودې وروسته پورته ياد شوي اشخاص يې په خلاف تبلیغات شروع کوي، کله کله خو داسې هم شوي، چې ځيني واليان د طرحه شوي پلان له مخې له دندو ګوښه شوي او وجهه یې داده چې پورته ذکر شوي اشخاص په مرکز کې د والي په مقابل کې داسې قوي جبهې جوړوي چې بیا د والي د بقاء امکان نه وي، هر کله چې والي د دندې کوښه شي او له ولايت څخه دباندې قدم کېږدي، بې سرنوشته پاتي کېږي، که تر پرونه د دولت لومړی سړی وه مګر نن يې سرنوشت نه دی معلوم، چې موږ او تاسو ډېر داسې والي صاحبان ليدلي وي چې همداسې حالاتو سره مخامخ شوي دي، دا نه چې دوی به د قانون ماتولو په خاطر له دندو ګوښه شوي وي مګر دوی د هغه پلانونو او شومو اهدافو ښکار شوي چې پورته ذکر شويو اشخاصو طرحه رېزي کړې وي.
په اوس وخت پورته ذکر شوي عملونه ځکه ډېر تکرارېږي، چې د سیمه اییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې ريس نوی دی، او ذکر شوي اشخاص غواړي د همدې موقع څخه په استفادې يو والي لري او پر ځای یې د خپل خوښې کس د ولايت د رهبرۍ په پوست وګماري، له بلې خواء څخه زموږ د پارلمان موضوع څخه هم د بسوګۍ واده جوړ دی، ورځ تر ورځې يې مسله کشاله مومي، چې د دې مسلې تر شاه هم ډېر ناوړه  لاسونه موجود دي، او په لوی لاس غواړي چې د ولسمشر د تېرو لسو کلونو په لاسته راوړنو سترګې پټې او کوښښ کوي چې یادې لاسته راوړنې  د خاوروسره خاورې کړي، د افغانستان پرستيژ کم معرفي او نړيوالو ته وښايي چې هېڅ پرمختګ نه دی شوی، همداء کړئ غواړي چې ولسمشر په ځينو کارونو کې بوخت وساتي ترڅو سولې پروسې او نورو کارونو ته يې شاه شي، ځکه دوی پدې پوهه دي چې د سولې په راتګ سره به هېواد د پرمختګ پر لور روان شي، جګړه به پای ومومي، امنيتي او اقتصادي مشکلات به ختم شي، او عام وګړي به خپل ورزنيز کارونه په نورمال شکل مخ ته وړي چې دوی ته هېڅکله دا د منلو نه ده ځکه، چې بیا د دوی شخصي ګټې د خطر سره مواجه کېږي. دا اشخاص همېشه غواړي چې دولسمشر لاسته راوړنې، کامیابي او د نړيوالو سره اوسنۍ ښې اړيکې زيانمنې کړي او نه غواړي چې افغانستان دې روښانه نوم ولري.
په آخیر کې د مسوولو چارواکو څخه غوښتنه کوم چې ولاياتو کې بايد د همغږۍ مرکزونه ډېر فعال شي، ولايتونو ته دې ټول صلاحيتونه او مسووليتونه ورکړل شي، د اړونده وزارتونو څخه دې د خپل رياستونو جدي څارنه وشي، او  د کابيني غړي دې همېشه د هر ولايت رهبر څخه کلک ملاتړ وکړي ځکه چې دولايت مقام رهبري د دوی خاص استازی وي.
په همدې هيله.
احمدالله فرمان