
داود موسی
دبشر د تاریخ په شهادت په یوه کلتور و خاصتاً ژبه کی تغییرات په څو شکلو راتلای سی: اول د مهاجرت په نتیجه کی چی د ملتو ژبی یو پر بل اغیزه اچوی. دوهم د همسایګۍ په اثر لکه چی په پښتو ژبه کی د فارسی ژبی د تاثیر مثالونه په لاندنۍ برخه کی ښول سوی دی. دریم د جنګ او فتوحاتو له کبله. څلورم د تجارتی معاملاتو او تګ او راتګ په نتیجه کی هم عین نتیجه لاس ته راځی. پنځم د تکنالوجی د شریکولو یا صدور له امله. مثلاً په افغانستان کی د برق د راتلو سره زموږ په ژبه کی داسی کلماتو لکه ګروپ، هولدر، وال ساکت، پلګ، کیبل، فیوز او نورو لار پیدا کړه. هم دا رنګه د موټر او کمپیوتر او بانک دارۍ د راتلو سره سم داسی کلمات لکه انجن، تیر، تیوپ، سلندر، پشتن، سلنسر، پرینتر، موس، سکرین، سکانر، آویز، کریدت، دبت، تکت پولی چه حساب یی زرو ته رسیږی زموږ به ژبه کی ځایګیره سول. خو کله کله په یوه جامعه کی داسی شخصیتونه هم پیدا کیږی چه په وچ لاس او د خپل قلم او ګفتار په زور پخپله ژبه کی تغییر او بدلون راولی. ددی آخری مثال د انګریز د مشهور شاعر شکسپیر دی چی وایی دده په آثارو کی هغه کلمات چی استعمال سوی دی، په سلو کی لس یی دده خپله اختراع ده. دوه بل مثالونه یی د انګلستان د پخوانی صدراعظم چرچل دی چی د (منځنی شرق) او د (اوسپنی پردی) لغات یی په انګریزی ژبه کی رواج کړی ده. د (انټرنشنل) کلمه بیا د انګلستان د مشهور فیلسوف برتراند رسل تحفه ده چی انګریزی او نورو ژبو ته یی ورکړی ده.
لکه چی ګرانو ویونکو ته پوره معلومه ده، د پښتو ژبی په لهجو او کلماتو کی هم لر او بر سته. زما په دی لیکنه کی کمی تبصری چی لیدل کیږی هغه د برو پشتنو پر ژبه، او مخصوصاً د کندهار (۱) د منطقی د خلکو پر ژبه باندی دی. په لاندی ډول:
اول: په دنیا داسی ژبه نسته چی هغه دی د نورو ژبو د تاثیر څخه په امان وی. بلکه د ژبی پوهان وایی چی هر کله چی یوه ژبه د بلی ژبی څخه کمه کلمه یا اصطلاح په پور اخلی، دا داسی یو پور دی چی پور اخیستونکې بډایوی خو پور ورکوونکی ته تاوان نه رسوی.
اوس نو که پر خپله ژبه باندی د همسایه کلتور (چی ژبه هم د کلتور یوه برخه ده) آثار و څیړو، نو لاندنی مثالونه به حقیقت را ته څرګند کی:
اول د فارسی ژبی اثرات لکه سرپوزه، سرده، باغ پل، ده خواجه، فیل کوه، هر یکی او هردو (د مردکو په بازې کی)، کشک نخود، کلچه آباد (قلیچ آباد)، دوګانه (د تاک نهال)، اړیسه (هریسه)، ادوه (ادویه)، ارغونجکی. بر غونچکی. اوتاد (افتاد) به یک کنجکی. سیلا به سیلا بور. بګو چند؟ (د کوچنیانو په بازی کی)، شولای (شله) زرد، دیګچه، میر آخور، دل آرام، یخچال، ناګهان، بیابان دره، منزل باغ، چار باغ، انبار، روغانې، عروس کشک، شیر برنج، ناغه، نیم سری، چار عرق، نبات داغ، دلبند، آیینه مصحف، کوهک، چرخ فلک، خواجه ملک، جوی لاهور، ارغنداب، پنجوایی، کوه کران، شیر سرخ، سنګ حصار، آخند زاده، چار ښاخه، ګرمسیر، قلعه شاه میر، سیاه جوی، بند تیمور، چارده، پنج ده، شاه جوی، نوش جان، دامان، شور آبک، شور اندام، سوزنی، خامک دوزی، یک لنګه، بلدی (بالا ده)، کلانتر کاریز، خاکریز، چار کنج، رخشند (ریشخند)، سنګین او ډیر نور. پر دی سربیره، زموږ په ژبه کی هغه پوچ کلمات (ښکنځل) چی دلته د تکرار وړ نه دی هم اکثراً فارسی کلمات دی.
دوهم د هندی او اردو ژبی اثرات: لکه باجه، بجه، لنګۍ، لنګوته، لک، لک پتی، کرور، کرور پتی، چُپ، چانواری (چاند ماری)، کوټې، چوک، جالې، بیر و بار (بهیړ بهاړ)، چوکره، ګړې، ګوړه، ګول، ګولایی، چړایی، اترایی، ګړونج، مالټه، سنټره، کیله، نارنج، مټر، بیندې، مټه، امروت، چکوتره، لیمبو، چکوُ چپراسی، کاټ، چالان، انګړ، پاټک او داسی نور.
د ذکر وړه موضوع داده چی د عربو کلتور چی اصلاً د اسلام د سپیڅلی دین سره سم د اسلامی عالم شرقی علاقی ته راغۍ، نو ددی باعث وګرځید چی په زرهاوو عربی کلمات او اصطلاحات په فارسی، پښتو، ترکی، اردو، ازبکی، حتی د چین شرقی، اندونیزیایی او مالیزیایی ژبو کی د محلی ژبو د کلماتو په حیث قبول سی. حتی په پښتو ژبه کی موږ د عربی کلمی څخه د (رقصیدل) او (قبولول) او د هندی ژبی څخه د (چلول) مصدرونه هم جوړ کرۍ دی. همدا رنګه د هند د لاری د پرتګالی ژبی څخه (چه پرتګالیانو ډیر کاله په هند کی حکومت کړی وو)، بعضی کلمات لکه (مستری)، (کرتۍ) او (پیسه) زموږ ژبی ته لار پیدا کری ده. (چای) ، (سیمیان) او (ختایی) کلچی هم د چینی ژبی ارمغان دۍ. (ختا)، (ختن) او (کیتا) د چین تاریخی نومونه دی.
د انګریز د امپراتورۍ په تاریخ کی چی دوی د صلیبی جنګو را په دی خوا د دنیا پنځمه برخه د ځان کړی وه، نو دوی د هری ژبی څخه بی له تبعیضه لغات پخبله ژبه کی مشمول کړل چي په پای کی نن ورځ ددوی ژبه د تقریباً یو ملیون لغاتو په لرلوسره د دنیا بډای ترینه ژبه ده. که په دی حساب کی علمی او طبی لغات هم ونیسو، نو تعداد یی و دوه نیم ملیونو کلماتو څخه هم اوړی. نور دا چی د هم دی کلماتو د بډایۍ له خیراته په دی آخرو یو سل او څو کلو کی چی د ادبیاتو کلنی جایزی د سویدن د نوبل د موسسی د خوا ورکول کیږی، تقریباً په سلو کی څلویښت یی انګلیسی ژبو ګټلی دی. په اوسنی حال کی په انګلیسی ژبه کی د کاله د ۱۵ تر ۲۰ زره پوری کلمات علاوه کیږی چه اکثره یی علمی او تخنیکی لغات دی.
د لغاتو د غنا په حیث د دنیا دوهمه ژبه فرانسوی ده چه صرف دری لکه کلمات لری. عربی، روسی، پښتو، فارسی او داسی نور ټوله د یوه لک کلماتو په شا او خوا کی موقعیت لری.
نو په داسی حالت کی که زموږ د کندهار پشتو د نور افغانستان او پاکستان د پښتنو د ژبو سره مقایسه کو، هغه حقیقت چی لاس ته راځی دادی چه د کندهار په ژبه کی د ایران د صفویانو د سلطی سره سم یو زیات تعداد فارسی او هندی کلمات مدغم سوی دی چی مثالونه یی دمخه ورکړل سوه.
شک نسته چی د پورتنی ذکر سوی عواملو له کبله. د کندهار په پښتو کی، د پښتو د نورو لهجو په مقایسه، د خارجی کلماتو د وجود په لحاظ بعضی جملات ډیر فرق کوی. مثلاً که دا جمله په نظر کی ونیسو: په ښونځۍ کی چی ښوونکی هلوکانو ته لوست ورکاوه، د ټولګۍ د پاسه یوه الوتکه او دوی چورلکی تیری شوی. دغه جمله زموږ د کندهار په پښتو کی داسی راځی: په مکتب کی چه معلم هلوکانو ته درس ورکاوه، یوه طیاره او دوه هلیکوپتره د صنف پر سر تیر سوه. یو څو نور مثالونه هم لطفاً په نظر کی ونیسی: خوشی کیدل (ایله کیدل)، تودوخه (حرارت) ، سر تیری (عسکر، لښکر، سپاهی، فوج)، اړیکه (تعلق)، یون (حرکت)، خوشی (بی ځایه، بی معنی)، ټول ټاکنه (انتخابات)، سیالی (رقابت)، ماشوم (کچنی)، لوبه (بازی)، لوب سیالی (مسابقه)، ګوښی (یوازی)، کړکیچن (مغلق)، سلنی (په سلو کی یا فیصده)، پرتله (حساب، لحاظ)، ګوټ (کنج)، ورڅپاڼه (اخبار)، اورپکی (توپکیان)، روغتون (شفاخانه)، مڼه (سیب)، ونه (درخته)، ګواښ، پرخیدل او په زرو داسی نور. حتی موږ د ولیکه پر ځای (نوشته که) هم وایو.
دا فرقونه په تاریخی ډول، ګاهی د جغرافیایی لیریتوب او ارتباطاتو او مناسباتو د کمبود له امله منځ ته راغلی دی، او په حاضره زمانه کی بیا زموږ مطبوعاتی، رادیو او تلیویزیون د چلوونکو او نطاقانو د سر د خیراته د لغت جوړولو یه سخته مسابقه روانه ده. ددی مسابقی مشمولین باید دوه خاصیته ولری: اول داچی یا کلمه د څانه جوړه کی. لکه چورلکه او رسنۍ. حتی یوه د بی بی سی نطاق د خولی می د (پنڅکی) کلمه د (پنجشنبی) به معنی واوریدل. دوهم دا چه که دوی د مثال په توګه یوه کلمه چه یوازی د کنړو د لایت په یوه کلی کی مروجه وی پیدا کی، نو سبا به یی ټوله دنیا ته د پښتو د ژبی د یوه عام لغت په بڼه ور اوروی.
د بدی مرغی دی مشکل په فارسی ژبه کی یوه سیاسی بڼه پیدا کړی ده او هغه کسان چی ددی مردار پلان په چلولو کی مؤظف سوی دی، کوښښ کوی چی ایرانی او عربی اصطلاحات حتی د هغه سوچه فارسی کلماتو بر ځای چه په افغانستان کی د پیړیو را په دی خوا رواج لری په کار واچوی. مثالونه یی (پسر عمو) د بچه کاکا پرځای، (بازداشتګاه) د (محبس)، (بندی خانی)، (توقیف) او (نظارت خانی) پر ځای، (ارتش) د (عسکر)، (لشکر)، (سپاهی)، نظام او (فوجی) پر ځای، (کولی) د (جت) بر ځای، (لوله) د (نل) او(پیب) پر خای، (مجلس) د (ولسی جرګی) پر ځای (به داسی حال کی چی هم د (ولس) او هم د (جرګی) کلمات په فارسی ژبه کی موجود دی او داسی نور په سوو.
ددوی و دی حقیقت ته پام نسته چه د الکترونیکی میدیا (لکه رادیو، فلم، او تلویزیون) او چاپی میدیا (اخبارونه، مجلی او کتاب) په منځ کی یو عمده فرق سته، او هغه دا چی چاپی میدیا یوازی د جامعی د باسواده طبقی د پاره ده، او په هغه کی لغت پرانی تر یوی اندازی پوری ګنجایش او ځای لری. لیکن په الکترونیکی میدیا کی د بی سوادو لیدونکو او اوریدونکو برخه ډیره ده. نو دا ښایی چه د عوامو او عوام فهمه ژبه خبری وسی. که داسی نه وی، نو د داسی خبرو څخه څه فایده لاس ته راځی چه عوام یی په معنی نه پوهیږی؟
اوس به نو راسو ددی مضمون د پای ټکی ته: دغه اوسنی د کندهارد پښتو ژبه او لهجه که ټوله فارسی ده او که نیمایی هندی ده، خو بیا هم زموږ مورنۍ او د پلرو او نیکه ګانو را پاته ژبه ده او هم موږ ددی ژبی پر دغو خصوصیاتو باندی افتخار کوو. خو زه ګورم او اورم د کندهار په موجوده میدیا کی په یوه ژبه خبری او لیکنه کیږی چی زما د ژبی سره سر نه خوری.
نو بنیادی سوال دادۍ چی آیا موږ ته ښایی چی د خپلی ژبی خصوصیات (که څه هم بیګانه دی) وساتو، او یا کوښښ وکوچی ده ټوله پښتونخوا کی یو قاموس او یوه لهجه رایجه سی؟
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
(۱ ) دلته مطلب د کندهار د پښتو څخه هغه پښتو ده چی لمن یی د زابله څخه را نیولی، بیا تر کندهار، هلمند، ارزګان، فراه او حتی کوټی پوری رسیږی.