د کوچني اختر په رارسېدو سره د خوراکي او مصرفي توکو بیې ډېرې لوړې شوې

په ټوله نړۍ کې مسلمانان دا دوه اخترونه چې یو یې کوچنی اختر دی او بل یې لوی اختر. دا دوه ورځ یې په ټوله نړۍ کې په ولولو او خوښیو سره لمانځي، او په دې دوو ورځو کې مسلمانان ډېر لګښتونه کوي، نویې جامې د کور او ودانۍ رنګول، د کور د کالیو نوي کول، د ډول ډول خوړو برابرول په ټوله نړۍ کې ددې اخترونو د لمانځلو لپاره رواج کرځېدلی، دا چې په نوره نړۍ ددې دوو ورځو په رارسېدلو سره د خوراکي توکو په بیو کې څومره بدلون راځي، په دقیق ډول معلومه نده، خو تر ډېره بریده په دې هېوادونو کې د اختر په رارسېدلو سره دولت تصمیم نیسي چې په نرخونو کې زیاتوالی رانشي، او خپله سوداګر هم له ډېرې ګټې کولو څخه ډډه کوي او ددې کار په کولو سره ثواب کمايي کوي، خو بد بختانه زموږ هېواد کې دا پېښه بیخي سرچپه ده، دلته کله چې د اختر لپاره تیاری پیل کیږي نو په پراخه ډول د هر ډول مصرفي توکو په بیوکې څو چنده بدلون راځي.
دا په بهانه چې په هېواد کې ازاد بازار دی او دولت نشي کولای چې په ازاد بازار کې مداخله وکړي، یا هم نرخونه کنټرول کړي، خو ازاد بازار په دې مانا ندی چې بس هر څوک د خپله کوي، یا دولت د هېڅ ډول مداخلې حق نلري، ددې بهانې سره سره دولت ددې توان هم نلري چې دا ذکر شوي توکي برابر او له سوداګرو څخه یې په ټیټه بیه د خلکو په واک کې ورکړي.
له بلې خوا زموږ د هېواد با انصافه سوداګر او تجاران هم له دې شپو او ورځو داسې استفاده کوي چې په هېڅ ډول خپله مذهبي او ملي مسؤلیت ته نه متوجه کیږي.
دا په داسې حال کې ده چې ټول مصرفي توکي له بهره واردیږي . د تاسف وړ خبره خو داده، چې زموږ د ‌طبیعي او ګټورو کرهڼیزو محصولاتو او مېوو سره سره چې هېواد پرې ډک دی بیا هم زموږ هېواد ته له ګاونډیو هېوادو څخه داسې کرهڼیز محصولات او مېوې راځي، چې ډېر بې کیفیته او زموږ د اقتصاد او پرمختګ لپاره یې تاوان ډېر دی او زموږ پر مارکېټ یې خورا منفي اغېزه کړېده، دا کار ورځ په ورځ زیاتېږي او پدې شپو او ورځو کې په ملیونونه ډالره له هېواد بهر وځي.
همدارنګه هېواد هم له بې شمېره ستونزو سره لاس او ګریوان دي، ان تردې چې د هېواد د ټول نفوس له دریو برخو دوې برخې د فقر او غربت تر لیکې لاندې ژوند لري.
له دولت او د هېواد له تجارانو څخه مو هیله دا ده چې دې مقدسو ورځو ته په پام سره د مصرفي او خوراکو توکو د بیو په کمښت کې خپل مسؤلیت ادا کړي. په همدې هیله!!!
ر.وفا