خدای دنیا د ټولو (انسانانو،پیریانو،حیواناتو..) لپاره پیدا کړې او هیڅوک حق
نه لري،چې له هیڅ شي او هیچا څخه دغه خدای ور کړی نعمت (طبیعت) واخلي او تسخیر
یې کړي.خو په ډیرې خواشینۍ سره چې اوس دا یوه عامه شوې خبره ده، په هر ځای کې په
یو ډول نه په یو ډول له خلکو، په ځانګړې توګه له بیوزلو او خوارانو څخه د دوی حقونه اخستل کېږي او د دوی په برخه نور مزې، چړچې او
عیشونه کوي. په بیلا بیلا لاملونو، خو تر ټولو لویه او ځورونکې یې لا دا، چې په
تقدیر سره یې ځینې له ډیرو حقونو محروم کړي او ځینې نورو یې په همدې نامه د هرڅه
خاوندان جوړ کړي دي. خدای خبر! له کومې خلکو ته داسې فکر ورکړل شوی، چې ګواکې دا
ټوله بې انصافه وېشه د ازل او د خدای ده.
که موږ د نړۍ د تاریخ له دروغو او رښتیا
ډکې، څو پاڼې را واړوو، نو دا به په کې په روښانه ټکو کې وګورو، چې روحانیونو او
یو شمیر دروغجنو مذهبي مشرانو په خورا بې ایمانۍ او بې شرمۍ سره د دغسې غاصبو او
تومتګرو کسانو ملاتړلې او په خپلو فتواګانو سره یې د دوی د بقا بنسټ پوخ کړی دی. دا
د مذهبي روحانیونو ګنا ده،چې الله تعالی دغه مقدس او مهربان ذات، په دومره لویې بې
انصافۍ او ګناه باندې تورنه وي. خو خلک لا هم ورپسې روان دي.څه وکړي بیچاره ګان یې
دمره ویرولي چې اند خپل حق هم ترېنه پاتې دی.
په هر دلیل، که موږ الهي کلام ته په
پوره عقل او غور مراجعه وکړو نو هلته، به ټکی په ټکی د جمعیت(ډېرکیو) له نوم سره
مخ شو او دا به هم وګورو، چې وعتصمو بحبل الله جمیعآ+.نو له دې مالومېږي، چې خدای
هم په جمیعت خوشاله دی نه په فردیت. نو په دې اساس یو کس نه شي کولای چې ټوله
ټولنه تر خپل تسخیر لاندې راولي. ګورﺉ!!!موږ چې لږ هم له ټولنېزې بې عدالتۍ څخه
شکایت شروع کړو، نو بس که ملا ده که امیر ټول راته دا وایي، چې:صبر کوه! دا د خدای
کار دی، چاته یې ورکوي او چاته نه. د چا برخه خواره وي او چا ارامه، د چابه دا
دنیا وي او د چا به (هغه) دنیا. په دې سره مو خوله چوپه کړي. په ایمان وواییء!! همداسې
ده او کنه ؟؟ خو نه دا هسې تیر ایستل او صبر ته رابلل دي. سمه ده صبر ښه شی دی، خو
د څه لپاره او تر کومه!!! موږ یو ځل هم مالدارو ته ونه ویل، چې ته ولې لکه خلفای
راشدین خپل مال بیت المال ته نه سپارې؟ ولې یې د ټولنې خدمت ته نه وړاندې کوي، چې
موږ صبر ته رابولې؟ د هغوی ځواب به بیا څه وي؟ ایا هغوی به تاسو ته ځواب ولري؟ ایا
ستاسو وجدان به د هغوی په دروغو باندې شاهدي ور نه کړي؟ هرڅه به په ډاګه شي. هم
دروغ او هم رښتیا. وګوری!
زموږ په اوسنۍ ټولنه کې هغه کسان چې فتواوې صادروي او
ډیر مال او بې حده خوندونه حرام ګڼي، په خپله هم تر ټولو ډیرشته لري، هم ډیرې ښځې
او هم په ښو ښو ځایونو کې ژوند کوي. ولې موږ یو وار دا فکر ونه کړ، چې دوی خو دا
حرام ګڼي، نو په خپله یې ولې بیا کوي اولري یې؟ ځوانې ځوانې پېغلې پرته له دې، چې
د هغوی رضایت په پام کې ونیول شي، په ډیر ویاړ سره، یا د پلار یا د مور او یا د
ورور له خوا بوډا جناب ته په واک کې ور کړل شي. موږ کله په دې اړه فکر کړی؟ موږ د
هغې مظلومې د ژوند او حق په اړه غږ اوچت کړی، چې د دغه شان بې احساسو او بې وجدانو
وحشیانو د حوسو خوراک شوې ده؟ نه! هیڅ کله هم نه. تاریخ موږ ته وایي، هغو کسانو چې
دا مېړانه کړې پر هغوی د بیغیرتۍ او تکفیر ټاپه لګېدلې، په دار شوي دي. د دې چوپتیا
ځواب به اخر خدای ته وایو. خبره د حق ده. حق مو پر خدای نه ده پاتې حق مو پر بنده
ده او بنده (هغه) چې لکه موږه غوندې دی، هغه زموږ حق خوړلی او خوري یې. هغه موږ ته
دوکې راکوي او هغه بنده ده، چې زموږ د خولې مړۍ تښتوي، زموږ ماشومان کړوي او میندې
مو بوروي. خدای خو موږ ته طبیعت را کړ، موږ ته یې د کارکولو توان را کړ، عقل یې را
کړ، وجدان یې را ژوندی کړ او حق یې را وپیژانده. د حق اخستل یې پرموږ فرض کړل، افراط
او تفریط دواړه یې پر بنده ګانو حرام وګرځول. پر هغه مو نور څه حق پاتې دی؟ آیا
موږ تر اوسه خپل حق پیژندلی دی؟ ایا موږ د ظالم پر وړاندې را پاڅیدلي یو؟ راځیء !
چې د ټولنېزې بې عدالتۍ او خانخانۍ پر وړاندې خپله انساني وجیبه تر سره او د
دروغجنو د دروغو لومې د خپلې مظلومې ټولنې له غاړې لرې کړو.
وروستي