
دملي کرښې د ١٦ ګڼې ليکنې
په تېرو څوکلونو کې ،چې په افغانستان کې داساسي قانون او ټاکنو پربنسټ نوى نظام رامنځ ته شوى ، ډېرځلې داسې پېښ شوي ، چې اساسي قانون نقض شوى خو ولمسشر يې بې له نندارې بل څه نه ده کړي . او همدا دقانون پرله پسې ماتونه ددې سبب شوې ، چې ولسواکي ورځ په ورځ څنګ ته او نظام د زورواکۍ خواته لاړ شي . د١٣٨٩ کال ټاکنو کې د پرېمانه درغليو او دخلکو او کانديدانو پراساسي حقونو دتېريو له امله د حقوقي دعوو اختصاصي محکمه رامنځ ته شوه خلکو فکر کاوه ، چې که دامحکمه قانوني اجراات وکړي نو په افغانستان کې به لږترلږه د ولسواکۍ له منځه تللى حيثيت څه ناڅه بېرته اعاده شي . په همدې هيله خلک د ټاکنو دمحکمې پرېکړو ته سترګې په لار وو له څومياشتو انتظار وروسته بالاخره دمحکمې وروستى قرار دا و ، چې ٦٢ کسان دې له ولسي جرګې ووځي او ٦٢ معترض کانديدان د ولسي جرګې دغړيتوب مستحق وګڼل شول او داپرېکړه د قطعي والي له امله ژرترژره د پلي کېدو وړ وبلل شوه خو دکرزي حکومت دا ثابته کړه ، چې يا خو يې حکومت ددې پرېکړې د تطبيق ظرفيت نلري او يا يې هم اراده خو په هرصورت له همدې امله يې دوروستي تصميم نيولو واک بياهم د ټاکنو کميسون ته ، چې دمحکمې په وروستي قرار د عدلي تعقيب او محاکمه کولو وړ ګڼل شوى ورکړل شو دخلکو هغه هيله چې ګنې دمحکمې پرېکړ ه به دولسواکۍ حيثيت اعاده کړي له خاوروسره خاورې شوه او داچې کرزي په خپل حکم کې د ټاکنو داختصاصي محکمې مشروعيت نفى کړ دا بيا دولسواکۍ پرمخ يوه بله درنه څپېړه وه ، چې کرزي دوروستي ځل لپاره ورکړه .
ښاغلي کرزي وښوده، چې نوموړى دافغانستان داساسي قانون ، دقضائيه قوې دخپلواکۍ دخلکود غوښتنواوهيلوپروړاندې بې اعتنايي کوي اوکله هم دولسواکۍ په اصولو او ارزښتونو باورنه لري .په يوه ولسواک نظام کې چارواکي دخپل ملت په غوښتنو اوانګيرنو ښه پوهيږي او دخپل ملک قانون او محکمې ته درناوى لري په تېره بيا له ولسمشرکرزي څخه چې ځان پرولسواکۍ باورمن ښيي داهيله کيداى شوه، چې نوموړى به قانون او دقضائيه قوې خپلواکۍ ته درناوى وکړي خوپه خواشينۍ سره چې کرزى صيب سره له دې چې پوهېده بيايې هم دافغانستان له اساسي قانون سره سم تصميم ونيو . .زه فکرکوم چې که ښاغلى کرزى په خپله پرېکړه له سره کتنه ونه کړي اويا د ولسي جرګې ټاکنې باطلې اعلان نه شي دافغانستان خلک به په ولسواکۍ خپل باورله لاسه ورکړي اوداسې به وانګيري چې ګنې هماغه پخوانۍ زورواکي اوس هم حاکمه ده .ددوى غوښتنې ،نيوکې ، فريادونه اوهڅې ولسمشرته هيڅ ارزښت نه لري .سره له دې چې دولسواکۍ شعارونه ورکول کيږي خو دولس ستونزې ،هيلې ،غوښتنې اووړانديزونوته پاملرنه نه کيږي هماغه څوکسه قومي اوتنظيمي ټيکه داران دي چې له ولسمشر نه راچاپيردي خپل زامن اودتنظيم غړي پرې مقررووي .نه ولسواکي شته نه دې څوک هسې نارې وهي . بس همغه ټيکه داران به وي اوترڅوپورې چې دلويديځ له ملاتړه برخمن دي واک به چلوي . خو په خلکو کې به مشروعيت او منښت ونلر ي .
همدااوس چې ورځ پرورځ دحکومت دواکمنۍ ساحه تنګيږي دليل يې همدادى چې حکومت دخلکوله خوښې سره سم نه دى دټول افغانستان استازي نه شي کولاى،عدالت نه شي راوستلاى او قانون نه شي پلى کولاى له حکومت څخه دخلکونه ملاتړ ددې سبب شوى چې حکومت کمزورى شي او ونه شي کولاى چې د روانوستونزو اوتهديدونوځواب ووايي . له بلې خوا دپېښو ، بغاوتونو او دننه په حکومت اونظام کې د زورواکو ډلو دخپل سريو له امله کوچنۍ ستونزې لويې شوي او د ټول ملت لمنه يې نيولې ده چې بالاخره به همدغه نارضايتۍ دنظام دپاى ته رسېدو سبب هم شي .
ترڅوپورې چې ولسمشرملي رضايت ترلاسه نه کړي همدغه روان حالت به روان وي . اوکه نه نو بيا دې دولسواکۍ نارې نه وهي اودجنګسالارانو استبدادي زورواکي دې اعلان کړي . هسې هم تېراته کاله مونږ وليدل چې کرزى صايب دولسواکۍ په تمرين کې بريالى نه دى .که يې نه مني نو يو ځل دې دبن له کنفرانس څخه ترننه پورې خپل کړه وړه وارزوي اوله ځانه دې وپوښتي چې ؟ دموکراسي همدې ته وايي ؟ اوکه له خپله ځانه نه پوښتي نو دافغانستان دخلکو قضاوت خو بياشته هغه ته دې مراجعه وکړي .