پاکستان، ISI او افغانستان

 ليکوال :اکبر شير – جلال آباد
  سريزه : د سياسي ټولنپېژندنې علم د نظره دولت څلور څېرې لري، چې عبارت دي : ١_ قهرجنه څېره. ٢_ عامه څېره. ٤_ خاصه څېره. ٤_ ايډيولوژيکه څېره. اول : قهرجنه څېره : دغه څېره، چې حقوقي يا قانوني څېره هم ورته ويلي شو. دې څېرې سره ټول خلک بلد دي. که چيرې دا څېره په حقيقي ډول قهرجنه نه وي نو دولت د هغو مخالفينو د ډبولو ظرفيت به ونه لري، چې په هيڅ وجه جوړ جاړي ته حاضر نه وي. او هم د هغه جنايي مجرمينو په محاکمه کولو او مجازات کولو کې به بريالى نه وي، چې د ټولنې عامه نظم خرابوي. بناءً د حاکميت د چلولو لپاره دې څېرې ته سخته اړتيا ليدل کيږي. دوه يم : عامه څېره : دغه څېره، چې ورته د عامه خدمتونو څېره ويلي شو. د دولت دغه څېره ډېرې څېړنې ته اړتيا نه لري؛ ځکه د دولت په دې څېره کې هغه څه ښکاري، چې خلک يې د دولت عمومي دندې بولي. لکه د بهرني يرغل په مقابل کې دفاع په کور دننه د امنيت، د هېواد رغونه او د نافذه قوانينو په رڼا کې د اتباعو د حقوقو تامين. او يا په ټولنيزه ډول اتباعو ته د يو هوسا ژوند تامينول دي. درېيم : خاصه څېره : دې څېرې ته د دولت سياسي څېره هم ويلى شو. په دولت کې دننه د ډلو او گروپونو سره اړيکي که هغه اقتصادي ډلې دي که سياسي او يا که ټولنيزې. په دې څېره کې دولت خپل ولسي او وگړنيز قوت ښيي ترڅو دا ثابته کړي، چې ټول قومونه او ډلې په دې نظام کې برخه لري. څلورم : ايډيولوژيکي يا عقيدتي څېره : دا څېره تر ټولو روښانه څېره ده. دا څېره د دولت يوه لويه مجبوري ده. يا په بل عبارت دولت مجبور دى، چې د خپل ولس گروهه (عقيده) د خپل اساسي اصولو په رڼا کې دافع کړه، چې ولس يا دولت کې خپل اعتقادات وگوري، چې زمونږ د دې مقالې اصلي بحث هم د دولت عقيدتي څېره تشکيلوي. اوس پوښتنه پيدا کيږي، چې د دولت دغه څېره بدلون موندلى شي که نه؟ د ځواب لپاره دوه نظره دي : هغه ډله، چې د هو د ځواب پلويان دي وايي : په نړۍ کې پرمختگ د دولت دغه څېره له منځه وړي او دوى د خپلې ادعا لپاره د سيکولريزم د نظريې چټک پرمختگ مشال راوړى. خو دوه يمه ډله وايي : چې سيکولريزم د دولت د عقيدتي، څېره له منځه نه وړي، بلکې د هغې بڼې ته بدلون ورکوي. د دولت د دې څېرې نه، چې څه معلوميږي هغه د دولت اړيکي د مذهب سره، په دولت کې د مذهب رول او د دولت ايجاد د مذهب په اصولو، چې غواړم په همدې درېو ټکو رڼا واچوم. که مونږ د ميلاد نه پخوا دولتونه د څېړنې لاندې ونيسو او له د منځنيو پېړيو دولتونه او که ننني عاصرو دولتونه نو په شکل د اشکالو مذهب په کې ځانگړى رول لري او هيڅوک له دې نه سترگې نه شي پټولې حتى مارکسستان او کمونستي دولتونه، چې مذهب يې هغو مخدره توکو ته ورته بلى، چې حاکمه طبقه يې د محکومې طبقې د لگښت لپاره توليدوي، ولې بيا هم د دولت در و بنا په حيث درول يې منکر نه وو. اديان د ځمکې په مخ د خلکو د خير ښېگڼې او د دوى ترمنځ د مساواتو د تامين لپاره نازل شوي. ترڅو د فساد مخه ونيسي او په خپلو احکامو او اصولو ټولنه يوې سالم لوري ته يوسي. د دولت او سياست سره د دوى اړيکي هغه وخت پېل شوې، چې د ځينو سترو امپراطورانو د مسيح (ع) دين قبول کړو او خپل رعايت يې د دې دين منلو ته مجبور کړو. د دوى دا کار له يوې خوا د مسيح دين په خپرولو کې رول درلود او له بله پلوه په اروپا کې دولتونه د مذهبي کيدو په لور وهڅول. يعنې د دين او سياست اړيکه شروع شوه. کليسايي نظامونه رامنځته شول او د پاپانو قدرت دومره زيات شو، چې شاهانو او امپراطورانو به له دوى نه مشروعيت ترلاسه کولو. د وخت په تېرېدو شاهان کمزوري کيدل؛ ځکه، چې د دوى وظايف پاپانو اجرا کول. لکه سوله، جگړه، د ديپلوماتيکو استازو لېږل او منل.  چې دا کارونه د شاهانو او کليساو ترمنځ اختلاف پيدا کړو او د المان شهزاده گانو د مارتين لوتر د نظريې دفاع وکړه. د لوتر، کولن، اراسموسن او الماني شهزاده گانو اعتراضات د پاپ تر دروازې ورسيد او دغه مذهبي او سياسي ترکيب په لږ وخت کې دومره غوښتلى شو، چې د پاپ قدرت يې کمزورى کړو او د هغه بخشش پاڼې، چې د کليسا لوى عايداتي منبع وه سوزولي ورپسې د اتم هانري په حق کې يې فتوا ورکړه، چې هغه کولي شي چې د خپل د ښحې له خور سره هم واده وکړي، چې تعدد د زوجات په عيسوي دين کې نشته. قابو دوه پېړۍ د دولت او سياست او مذهب جگړه ((شاهانو او پاپانو)) روانه وه، چې د دوى په جگړه کې پاپانو برى حاصل کړو او پادشاهان به د دوى لاس پوڅي گڼل کېدل. خو د ملي حکومتونو په راتگ سره شاهان بيا د کليسا مقابلې ته ووتل. او ١٥ لوى د فرانسې امپراطور پاپ ته په جگړه کې ماته ورکړه او هغه يې زنداني کړو. د فرانسې انقلاب بل گوز او کليسا لپاره، چې دوى يې له پښو وغورځول په فرانسه کې ١٧٩٤ کال ملي کنوانسيون په سياسي چارو کې د کليسا مداخله منع کړو او بالاخره ١٩٠٥ کال کې د سياست نه د مذهب د جلاوالي قانون په رسمي توگه د کليسا رول په دولت کې ختم کړو او يا يې امپراطوري ختم کړو. سره له دې، چې د مذهب رول ختم شو خو اوس هم په اروپا کې په مذهبي خط و سير کار کوي. لکه په هالند کې د کاتوليکو خلکو گوند، تاريخي مسيحي يووالى په بلژيک کې سوسيال مسيحي او په المان کې حاکم گوند ديموکرات مسيحي او پاپ ١٦ بني ديگ دې گوندونو ته دعا کوي. خو د اسلام مقدس دين له پېله د يو نظام په توگه ظهور وکړو او انسانان يې د يوه الله عبادت ته وهڅول او په نړۍ کې خلکو دې ته لبيک ووايه ځکه د اسلام مقدس دين رښتينى مساوات د خلکو په منځ کې غوښتو پرته له قوم، ژبې، رنگ توپيرونه د اسلام دين په خپل قلمرو کې د مذهب آزادۍ ته تر هر څه ډېر پام کولو. د امويانو په دوره کې نظام د سلطنت بڼه غوره کړه او د عباسيانو خلافت د بادشاهۍ بڼه غوره کړه، چې د هارون الرشيد نه وروسته د دې د عربي او عجمي زوي ترمنځ د بغداد جگړه شروع شوه او دې جگړې نه وروسته ځينې سيمې د ښه خدمت په نامه د دې جگړې اتلانو ته بخشش شوى، چې خراسان طاهر ته ورکړل شو، چې د خلافت د چتر لاندې مستقله سيمه وه. يعنې يو ډول فدرال سيستم دې خلافت ته لاره ومونده. کله، چې د خلافت وار ترکانو ته ورسيد دغه جنگيالي قوم خلافت ته د امپراطورۍ بڼه ورکړه او په دې دوره کې اسلامي قلمرو ډېره پراخه شوه. د چنگيزيانو پرمختگ تر نن سلواينې پورې خلافت ته درانه تاوانونه ورسول او بيا د گوټ تيمور حملې په دغه قلمرو کې او بيا په تېره د بايزيد الدرام گوښه کول او د هغه په ځاى د سلطان سليمان د هغه په ځاى کښېنول. اسلامي خلافت ته درانه تاوان ورسوو. په تېره بيا چې د روسيې امپراطور ايوان خونخور سره جگړه د ترکانو د خلافت نظامي بيز کمزورى کړو، خوپه ډېر لږ وخ کې سليمان وشو کولاى، چې خپل قواوې آرايش کړي او په يورپ وخيژي. خو لومړۍ نړيواله جگړه د نړۍ نقشې ته بدلون وکړو او په دغه جگړه کې خلاف په څو ټوټو وويشتل شو، او مواسي حکومتونه مينځته راغلل، خو اسلامي شريعت په دغو هېوادو کې نافذ وو. او اسلامي د يوه حقوقي سيستم په توگه په نړۍ کې منل شوى و. که څه هم د خلافت د بحاله کولو لپاره هڅې کيدلې او د خلافت تحريک په هند کې او ځينو عربي ملکونو کې فعال وو، خو هغه درې سيمې، چې د مسلمانانو د توجه مرکزو د دې کار لپاره جوړ نه وو اول د عربستان هېواد خلاف د مرکز لپاره ځکه آمده نه وو، چې د دوى قبايلي جرگې له يوې خوا او د استعمار نفوذ د بل خوا دا ځاى ناآرامه ساتل وه د ترکيې نظام اوس د دې کار جوگه نه وو. او افغانستان د امان الله خان په وخت کې، چې تازه له جگړې فارغ شوى و او د دې ځوان پادشاه فکر او فلسفه دې کا رته آماده نه وو. تر ټولو زيات هندي مسلمانانو د خلافت د برحاله کولو لپاره کوښښ کولو ولې؟ هند له ډېر پخوا د عربو سره تجارتي اړيکې درلودې. د محمد بن قاسم پرمختگ د هند په لوري يعنې ((سند)) د اسلام دين په دغه جغرافيه کې خپور کړو،، خو د خليفه په امر د هغه غوښتل د هند د سيمې نه بېرته په دې سيمه کې اسلامي فتوحات په ټپه ودرول او مسلمان شوي هنديان ددې جوگه نه وو چې په هندو راجاگانو حکومت وکړي نو دوى د يوه کوچني اقليت په توگه خپل عبادت ته د محمود بت شکن تر راتگه، چې د افغانستان نه ظهور وکړو، دوام ورکاوه. د هند په وچه کې د اسلام په خپرېدو کې په خپل نوبت افغانانو (غزنويانو، غوريانو او ابداليانو) خپلې هڅې وکړې او هلته يې د اسلامي حکومت بنياد کېښود، چې د مسلمانانو په لاس دا نظام د يوه ستر متمدن نظام په حيث پېژندل شوى، چې د هند په تاريخ کې په زرينو کرښو ليکل شوى. هند د خلافت جنوبي وزر و. د يوې خوا د انگريز شرقي کمپنۍ استعماري مائيسن او له بلې خوا د اورنگ زيب سپک چلند چې د سکانو د پنځم گرو ((تېغ بهادر سنگهـ)) په وړاندې دوه غوښتلې ډلې د هند د اسلامي نظام خرابولو پسې پښې لوڅې کړې. د يوې ډډې د انگريزانو نظامي قوت د ټيپو سلطان آخري رياست مات کړو او د بلې ډډې د رنجيت سنگهـ سک شاهي يرغلونه تر پېښوره ورسيدې او د دوى خپل منځي جگړې، چې د کوه نور الماس د تسليمېدو پورې دوام وکړو اسلامي نظام يې ختم کړو او دلته د کامن لا حقوقي ټيم داخل شو. چې له دغه استعماري قوت نه د خلاصون لار هندي مسلمانانو يوازې خلافت بللو. پاکستان : کومې پېښې، چې د پاکستان په منځته راتگ کې مهم رول درلود : په دوسيه کې د اکتوبر د انقلاب نه وروسته سيوسياليستي اقتصادي نظام، چې ملي اقتصاد يې بللو جوړ شو او ورتړلى اقتصادي سياست يې غوره کړو. يعنې سوداگري يوازې دولت کوله، چې د دې کار نه لږکي يهودان، چې په سوداگرۍ بوخت وو زيانمن شول. دوى بايد د سيستم سره سازش کړى واى او خپلې پانگې يې ملي او يا خو بايد د شوروي خاورې پرېښودو ته زړه ښه کړى واى. يهودو دوه يمه لاره غوره کړه او د يهودو د کډوالۍ لړۍ د اروپا په لور پېل شوه او دوى په اروپا کې ميشته شول او خپلې سوداگرۍ ته يې دوام ورکړ. په اروپا کې او په ځانگړې توگه په المان کې، چې د لومړۍ نړيوالې جگړې د جنگ تاوان ورپه غاړه وو ناسيوناليستي او فاشستي نظريات زور واخيست او د ژوند داېره په يهودو تنگه شوه او حتا د دې جگړې په دوران کې دوى ته درانه د سر او مال تاوانونه ورسيدل، چې د هلوکاست د کمپ يادونه کولاى شو. د هتلر، موسوليني او آمر فرانکو نظرياتو او حکومت دارۍ د دې لږکي په ځپلو کې ډېر رول درلود. خو د جگړې نه وروسته د اروپا د جگړې گټوونکي هم په دې فکر کولو، چې له دوى ځان خلاص کړي. نه داسې، چې نازيانو غوښتو، بلکې دوى ته د يو حکومت جوړول په يوه سيمه د نړۍ کې ظاهراً د جگړې گټوونکو دا کار د حسن نيت په خاطر کولو، خو د پردې ترشاه دوى ځان يعنې اروپا د يهودو له جذام نه ژغورلو، ترڅو دغه ويروس د اروپا اقتصادي سيستم ته سرايت ونه کړي. د مذهب د اصولو په اساس دولت جوړولو نظريه لومړۍ المانيانو تر لاس لاندې ونيوه. دوى غوښتل، چې په تبت Tibet کې داسې مذهبي حکومت جوړ کړي، چې هم روحانيون قدرت ته ورسيږي او هم د دوى لپاره اوږد مهاله نظامي اډه وي. دوى درې کاره له ځانه سره په پلان کې ونيول. اول د امان الله خان بيا راوستل، دوه يم په وزيرستان کې حالات گډوډول او درېيم د تبت استخباراتي عمليات، چې دوه يم کار د هينتگ په واسطه د ريتروکواروني په مرسته د آي پي قيصر سره روابط تامين شول، خو د اول کار لپاره د دوى هلې ځلې ناکامې شوې او د دوه يم کار لپاره د دوى عمر لنډ و، يعنې د دوى ماته په دوه يمه نړيواله جگړه کې. دوه يمې نړيوالې جگړې المان او د هغو ملگري له پښو وغورځول، خو په انگريزانو کې هم زور پاتې نه و، ولې چې ټوله اروپا ځپل شوې وه نو د دوى خبره لا هم په اروپا او نړۍ کې د کاڼو کرښه وه. د انگريزانو نظامي ماشين کمزورى شوى و او دوى غوښتل، چې له هنده ووځي، خو درې دولتونه به جوړوي يعنې برما، هند او کلات او هم به د افغانستان ځمکه بېرته دې دولت ته سپاري. چې ولي خان هم په خپل کتاب کې ليکي. "د انگريزانو دې آوازې سره په کوزه پښتونخوا کې د اعليحضرت محمد ظاهر شاه په نوم ملا امامانو خطبې لوستلې." په هند او نني پاکستان کې د مسلم ليگ گوند هغه ټول مسلمانان د خپل چتر لاندې ټول کړي وو، چې د علامه اقبال لاهوري د خوب تعير پسې راوتي وه، چې دې کار انگريزان له دوو ډلو سره مذاکراتو ته کېښنول. يعنې گاندي د کانگرس او جناح د مسلم ليگ. که څه هم مسلم ليگ دومره غښتلى نه و خو د دوى د Bimatien يا دوه قومي نظريه مسلمانان د دوى په خوا راکش کړو. يعنې مسلم ليگ استدلال کولو، چې دوى يعنې هندو او مسلمان نه شي کولاى، چې د يوه بيرغ لاندې ژوند وکړي ځکه چې يوه قهرمان د بل غل دى. او بل دوى انگريزانو ته دا د غوږه تېرول، چې مسلمانان په تاسو دين لري؛ ځکه دلته تاسې له هندو نه حکومت نه دى نيولى، بلکې د مسلمان نه مو نيولى او تاسې مجبور ياستئ، چې يو حکومت مسلمانانو ته ورکړئ. که هغه د هند په تجزيې تماميږي که نه مسلم ليگ به د ځان نه خوابدى کړئ. انگريزانو دې مذاکراتو کې څو ټکو ته پاملرنه وکړه. اول دا، چې د دوى گټې به د هند په پرتله په پاکستان کې ډېرې خوندي وي. دوه يم دا، چې د کانگرس سره بايد په اصولو چلند وشي خو د جناح سره يې اصول هم توافق ته رسيدلى شي. او درېيم دا، چې که چيرې مونږ يو مسلمان دولت د مذهب د اصول په اساس جوړولو ته اجازه ورنکړو نو مونږ د فلسطين په خاوره کې د يهودو دولت نه شو جوړولى يعنې د پاکستان ايجاد د اسرائيل لپاره به يو موډل وي. او همداسې وشول دا دوه دولتونه په ١٩٤٧ او ١٩٤٨ کال کې يو د بل پسې جوړ شول، چې ترننه د غرب د گټو لپاره هلې ځلې کوي. د يادونې په ډول دلته د دوو هغو څېرو يادونه کوم، چې د هند په آزادولو کې خپل خاص رول درلو. اول داکتر بهاش چند د کنگرس يو مشر، چې د دوه يمې نړيوالې جگړې په جريان کې په ناڅاپي ډول ورک شو او بيا په کابل کې وليدل شو. د دې ښاغل رښتينې کيسه، چې د لويې تېښتې په نوم هم ياديږي له هنده شروع شوه دا په دې نظرياتو معتقد شخصيت د بگت رام چې کله به عبدالرحيم شو دوه لوري جاسوس او د ماځوته سازمان موسس او مشر هم و، سره کابل ته راغى او بيا له دې ځاى نه مسکو او بيا جرمني ته لاړل. ځينې اسنادونه دا هم په گوته کوي، چې انگريزي قواوې د دې اوښتل له جرمني اوبتل نه جاپاني اوبتل ته رسيدلي او بيا دى له جاپانه برما ته ورغلى او د هغه راديو له لارې يې د انگريزانو په مقابل کې پروپاگند کولو، چې جاپانيانو د خپلو عسکرو د يوه پښتون روزونکي په لاس په اغلب گمان په جنرال درانى وي، ورکړي وو. دوه يم څېره د هند د گورنر جنرال ماونت باتين ميرمن وو، چې د جوهر لعل نهرو سره يې د مينې اړيکې درلودې او د نهرو خور به تل ويل، چې زما د ورور غټه کمزوري همدا ميرمن بايتن وه. د پاکستان استخباراتي اداره I.S.I : د اگست ١٤ او ١٥ د هغه په لويه وچه کې د دوو دولتونو ايجا د دى نه د دوى آزادي. کله، چې دا دواړه هېوادونه منځته راغلل. د دوى ترمنځ خاوره خزانه اردو اداره وويستل شوه. د هند په مشرتابه کې پخوانى گورنر جنرال بايتن په خپل دنده کې د هندوانو په غوښتنه پاتې شو ترڅو ويجاړه اداره سمبال کړي او پاکستان کې جناح گورنر جنرال شو. دا، چې ولې جناح راغى او گاندي په هند کې رانغلو د دې علت ولي خان داسې ليکي (جناح د سرطان په مرض اخته و او غوښتل يې مخکې له دې، چې مړ شي د پاچايۍ ارمان بايد وباسي.) د پاکستان د مهاجرو واکمنانو لپاره په خاوره کې دننه څو مسئلې په مخ کې پرتې وې. اول د کشمير مسئله : د وېش د اصولو له مخې بايد د هر رياس رئيس ته دا حق خوندي وې، چې د چا سره يوځاى کيږي، چې په دې وخت کې د جمو او کشمير مهاراجه هند ته بيعت ورکړو نو پاکستان قبايل وهڅول، چې په کشمير کې جگړه پېل کړي. هند د امنيت شورا ته شکايت وکړو او د دې شورا په وسيله اوربند ټينگ شو، چې دا معامله لا تراوسه پورې خلاصه نه ده. سره د دې، چې کشمير عملاً وېشل شوى. دوه يم د کلات مسئله : انگريزانو په خپلو ژمنو کې ويلي وو چې کلات ته به د يوه آزاد هېواد په توگه آزادي ورکوي، خو د وېش نه وروسته کلات د پاکستان په حصه کې راغى، چې بلوچانو مخالفت وښود، خو د پاکستان دولت نظامي قواوې په کلات وخېژول او کلات يې په رسمي ډول د پاکستان حصه ورگرځاوه، چې دا مسئله لا تراوسه ختمه نه ښکاري. بلوچ مليت پاله گوندونو لا تراوسه دا داعيه ژوندۍ ساتلې او د حکومت سره تر ننه په جگړه اخته دي، چې د دې جگړې آخري قرباني پخوانى وزيراعلى اکبر بگټي وو، چې نه يې د جناح عکس په خپل دفتر کې اېښود او نه هم د پاکستان ملي سرود ته په پښو اورېده. درېيم د بنگله ديش مسئله : د بنگله ديش په مسئله کې لومړۍ ستونزه د دې سيمې اداره د کراچۍ نه وه. په دې معنا، چې بنگله ديش ته تگ اول بايد تر سريلانکا پورې لاړ شي بيا بېرته بنگله ديش ته راشي او هوايي کرښه د هند له لارې وه، چې هند دې کار ته اجازه نه ورکوله، چې همدې علت د بنگله ديش په آزادۍ کې هم مهم رول درلود. دوه يم د ژبې او رسم الخط مسئله وه، چې بنگاليانو ترجيح ورکولو، چې د اردو رسم الخط په کار خپل خط وکاروي، چې دا کار د کراچۍ نه اداره کول ستونزمن ول. درېيم جغرافيوي ستونزه يعنې بشري ستونزه وه په دې معنا، چې په پاکستان کې ځمکه لويه خو آباده يعنې جنگ لږ وو برعکس په بنگله ديش کې آبادي يعنې خلک ډېر ول او ځمکه لږه. چې دې کار د ټولټاکنو نه وروسته د شيخ مجيب الرحمان او ذوالفقار علي بوټو ترمنځ شخړه ايجاده کړه او بوټو د ټاکنو پايلې نه منل او وړانديز يې وکړو، چې دوه وزيراعظمان دې منځته راشي خو وطن دې موقف سره راضي نه وو د کشمکش د يوې جگړې سبب شو او دا د سيمې خورا ستره جگړه وه چې وژنې، غلا، سوزول او حتى جنسي تيري هم د پاکستان د پوځ په لاس ترسره شول. خو بنگاليانو په مېړانه دفاع وکړه او بنگله ديش د پاکستان نه آزاد شو. مشرف په خپل کتاب کې ليکي : (د پاکستان په پوځ دومره ډېر فشار و، چې د دنيا هيڅ پوځ به دلته ټينگ شوى نه واى). څلورم د پښتونستان مسئله : د هند په وېش باندې پښتانه مشران قانع نه وو. دوى په دې باندې په قهر وو، چې ولې له دوى نه پوښتنه ونه شوه، چې دوى څه غوښتل او په لوى لاس يې د مسلم ليگ په پړو وتړل. دوى اول دا غوښتل، چې د آزادو قبايلو مسئله دې حل شي. دوه يم دا، چې دوى نه د هند سره يو ځاى کېدل غوښتل او نه د پاکستان سره، بلکې د يو آزاد پښتونستان جوړېدل غوښتل، چې دغه ترينگلتيا تراوسه لا وضع شوې نه ده. پنځمه مسئله د مهاجرو مسئله وه، چې له هند نه به دوى راتلل او په پاکستان کې ميشته کېدل او ډېري باندې دا گومان کېده، چې دوى د هند جاسوسان دي او دوى سره به بده وضعه کېده، چې دغه خراب حالت د پاکستان د مهاجرو او ځايي خلکو ترمنځ تاو تريخوالى ايجاداو، چې ترننه م دا مسايل لا حل نه دي. سره د دې، چې MQM په حکومت کې هم داخل شو. خو لا هم دغه غورځنگ د پاکستان لپاره يو سرخوږى دى. نو دغه کورني چيلنجونه په پاکستان کې دننه دومره خطرناکه وو، چې هر وخت يې کولى شول، د پاکستان نقشه بدله کړي؛ نو پاکستان لومړى خپله اردو پياوړې کړه، چې د وضعې د خرابۍ په صورت کې قدرت ترلاسه کړي او داخلي اړدوړ آرام کړي، خو د بنگله ديش په جگړه کې دوى متوجه شول، چې اردو يوزې هر څه نه شي کولې بايد د دې په خوا کې يوه داسې اداره وي، چې د کورني او بهرني دښمنانو په مقابل کې په چټکۍ عمل وکړي او هم د جگړې د خط نه هغه خوا د دښمن ليکې کمزورې کړي او دا اداره که ډېر لگښت هم ولري خو چې ملي گټو ته د وفادارۍ د اصل په اساس په خلاص مټ عمل کړي نو د پاکستان استخباراتي اداره يې جوړه کړه، يعنې په پاکستان کې I.S.I ايجاد شو. د دې ادارې د جوړېدلو نه وروسته سمدلاسه دا درې دندې د دوى په غاړه وې. لومړى : د پاکستان خلاف د هر سازش يا پلان په منطقه کې خنثى کول. دوه يم : گاونډيانو سره د اختلاف په پولو منگولې ټينگول. درېيم : د پاکستان د بقا لپاره د يو استراتيژيک ډيپ جوړول، چې زمونږ په هېواد کې تاوتريخوالى همدې دندې سره اړه لري. د پاکستان د استخباراتي اداره په دې خاطر، چې د دې درېو دندو نه بريالۍ راوځي، ډېر لگښت ته اړتيا درلوده، چې د پاکستان کورني عوايدو دې کارونو ته کفايت نه کولو. نو دوى تشکيلاتي جوړښت داسې عيار کړو، چې د هر کار لپاهر يوه اداره وي او بيا دغه ادارې مرکزي ادارې ته گزارش ورکړي او تصميم پرې ونيول شي. دکشمير لپاره اداره، د بلوچو لپاره اداره، مهاجرو لپاره اداره او يوه هم د لگښتونو د پوره کولو لپاره اداره په نظر کې ونيول شوه. دغې ادارې هڅه کوله، چې عوايد لاسته راوړي نو د C.I.A په خدمت کې يې ځان نږدې کړو، خو د C.I.A نه د افغان جگړې پورې ډېر څه نه ترلاسه کيده. د شوروي د يرغل نه وروسته دوى په خپل درېو دندو کې د امريکا نه سپين چک ترلاسه کړو، چې د دې هېواد د قوي کېدو باعث شو. ١_ په سيمه کې ژاندرامي يا د شين کمربند ساتنه. ٢_ د منځني ختيځ په نفتي منابعو څارنه. ٣_ په افغان جگړه کې د شوروي د ماتولو لپاره د نظامي مرستو وېش. دوى په ډېره کاميابۍ دا دندې ترسره کړې، چې دا برياليتوب دوى د دې جوگه کړل، چې په ډېرو مسايلو کې د C.I.A سره په مشورو کې شريک شي، چې دوى د طالبانو تر سقوطه پورې د امريکا ښه مرستيال پاتې شول. د C.I.A او I.S.I گډې هڅې په دې سيمه کې د سيا او موساد هغه گډې دندې ته ورته دي، چې دوى يې په عربي نړۍ کې ترسره کوي. اوس که د دې ادارې دې اوږدو تلاشونو ته او په مسايلو کې د دوى خلاص لاس ته نظر واچوئ نو دې نتيجې ته رسيږئ، چې د نړۍ هيڅ ځواک دا اداره نه شي مهار کولې، مگر دا، چې له دننه څخه منفي شي.   افغانستان او د پاکستان استخباراتي اداره : د پاکستان موجوديت په ننني قلمرو کې د افغانستان د شاهي نظام لپاره د منلو وړ نه و، ځکه خو د هغه د غړيتوب په حق کې يې د ملگرو ملتونو په سازمان کې مخالفه رايه استعمال کړه. او د پاکستان سره زمونږ د هېواد ديپلوماتيکي اړيکي له پېله خرابې شوې. خو دې اړيکو ته افغان دولت ځکه اهميت نه ورکولو، چې دوى فکر کولو، چې پاکستان به يو مياشت هم د يوه مستقل دولت په توگه دوام ونکړي. خو د جناح خبره، چې (اوس به هندو هندو نه پاتې کيږي او مسلمان به مسلمان هغه څه چې پاتې کيږي هغه به پاکستان وي) دې خبرې د پاکستان د خلکو ارادې مظبوتې کړې او مونږ په خپل ناهمآهنگه ديپلوماسۍ سره نه دا، چې د پاکستان سره اړيکې ښې نه کړې، بلکې هغوى مو دښمنۍ ته ژمن کړل. سربېره پر دې مونږ د يو استخباراتي ادارې په جوړښت کې هڅې ونه کړې، چې په سميه او نړۍ کې زمونږ د گټو ساتنه وکړه او هغه ټولې لاسته راوړنې، چې بايد مونږ يې خاوندان واى په لوى لاس مو د پاکستان استخباراتي ادارې ته پرېښودې. د چنگاښ د کودتا نه وروسته د سردار محمد داود خان ديپلوماتيک اړيکي د شاهي نظام د ديپلوماسۍ ښه بديل نه و، نه دا، چې دې هېواد سره زمونږ اړيکې ښې شوې دوى مو د ځان خلاف مبارزې ته وهڅاوه او دې خرابو اړيکو I.S.I د دې جوگه کړو، چې د داؤد د دولت مخالفين وروزي؛ نو په ځينوسيمو کې يې چريکي عمليات پرې ترسره کړل. د ثور د کودتا نه وروسته چې قدرت نور محمد تره کي ته ورسيد په روابطو کتنه وشوه، خو دا دولت لا دومره ظرفيت نه درلود، چې ديپلوماتيک حل ته نږدې شي. اول د دې نظام پښې راټينگې نه وې. دوه يم دا، چې د داؤد خان د وخت نه دولت ضد استخباراتي چيلنونه پاکستان فعال ساتلي وو ترڅو په خلقي حکومت فشار راوړي او دريم دا، چې په پاکستان کې چپي غورځنگونه واحد دريځ نه درلود ځکه چې هلته ډلې هم چپې وې او هم قوم پرسته او د افغان حکومت نه يې له هغه څه ډېره غوښتله، چې دوى نه شوه ورکولې. د حفيظ الله امين په وخت کې تره ډېره هڅه کېده، چې په پښتنو گوندونو تکيه وشي خو دا سړى د ديپلوماتيک کړکيچ د حل جوگه نه و. لومړى دا، چې دى سړي لا دومره دې کار لپاره وخت نه درلود؛ ځکه د ده دوره په گوند کې دننه په تصفيوي عملياتو کې تېره شوه. دوه يم دا، چې دى نه کمونست و نه هم ليبرال، يعنې شوروي او امريکايانو دواړو ورته په ښه نظر نه کتلو. اگر، چې د پاکستان سره نږدې کېدو ته رسيدلي وو خو د دې عمر دومره اوږد نه وو، چې نتيجې ته ورسيږي. د ببرک کارمل دوره، چې د شوروي اتحاد د يرغل سره سم شروع شو. له تر ډېره د خبرو چانس نه وو. او کارمل هم لکه حامد کرزى په خپله نړيواله پشتيبانۍ باندې مغرور و پاکستان ورته هيڅ هم نه ښکارېده. روسان لا يو څه په حالاتو فکرمند وو. نو ځکه يې د امين د وخت استخبارات غښتلي کړل. پرسونل مسلکي شول، وسايل مدرن خو مهم فکتور د دوى روحيه وه، چې د ملي گټو په ځاى د يو ستر ځواک د نفعې لپاره عياره وه. زمونږ جهاد د پاکستان لپاره څو مليارده لاتري وو، چې خپل جگړه ځپلى اقتصاد يې په پښو ودراوه. دا جگړه يعنې افغان جهاد به ډېر پخوا ختم شوى واى خو که امريکا او پاکستان غوښتي وى. امريکا ولې نه غوښتل؟ لومړى دوى له دې جگړې نه د نړۍ د عامه افکارو د بدلونونو په پروپاگندي بهير کې گټه پورته کول ترڅو د روسيې سياسي موقف نړۍ ته کمزورى کړي. دوه يم دا، چې دوى عربي چپي انقلابيونو ته دا ښودل، چې د شوروي سره نږدې کېدل په خپل هېواد کې د هغوى يرغل ته زمينه برابرول دي. درېيم دا، چې د عربي نړۍ توجه د اسرائيل نه د افغانستان په لور واړوي. يعنې لږ تر لږه وشي کولې، چې عربي انرژي په دوه جبهو کې د جگړې لپاره تشويق کړي. چې دا کار د C.I.A له وسه پوره نه و نو دا دنده يې I.S.I ته پرېښوده يا حواله کړه او پاکستان استخباراتي اداره دا دندې د دې لپاره ومنل، چې : لومړى د نړۍ يا د غربي برخې هغه ټولو استخباراتي ادارو سره گډ کار وکړي او د دوى له سياستونو سره بلدتيا حاصله کړي (روزنيز ورکشاپونه) واخلي. دوه يم دا، چې د عربي نړۍ له هغه بنسټ پاله گوندونو سره اړيکي تامين کړي، چې د خپلو دولتونو سره په زملي لاندې مبارزه کې لگيا دي. که د اوږد مهال لپاره د امريکا گټې په عربي نړۍ کې د دولتونو سره په خط کې واقع شي نو I.S.I به امريکا ته د قيمت په بدل کې له دې ډلو څخه د عربي حکومتونو په ډارولو کې استفاده وکړي. ليکن امريکا يوازې او يوازې غوښتل، چې د موساد او I.S.I فعاليتونه سره نږدې کړل ترڅو دوى دواړه يو بل سره د همکار په ډول پاتې وي، چې ډېري خلک مجاهدينو ته د اسرائيل او پاکستان گډې هڅې د وسلو په تيارولو باندې شاهدي ورکوي. پاکستان ولې جگړه اوږدوله؟ لومړى دا، چې د افغانستان هېواد بايد داسې کمزورى شي، چې د شوروي په شاتگ نه وروسته دلته يو ضعيف حکومت پاتې شي، چې پاکستان هر څه وغواړي وشي. نو د دې لپاره زياتره اقتصادي زيربناوې په نښه کېدل. لکه د اوبو بندونه، د برېښنا بندونه، د فابريکو ورانول، د مکتبونو سوځول او داسې نور. دوه يم دا، چې کومکونه بايد جاري وساتل شي ترڅو دوى خپل نظامي سکتوري ادارې لکه اردو او پوليس او هم همداI.S.I پياوړې کړي. دوه يم ځان په نړۍ کې مطرح کړي او خپل موقف په اسلامي نړۍ کې داسې پياوړى کړي، چې د خلافت مرکز وگرځي او وښايي که چيرې پاکستان نه وى هماغه ورځ به شورويانو جگړه گټلې وه. د ډاکټر نجيب الله دملي مصالحې طرحه بده نه وه خو که جهادي مشرانو په نيمه قناعت کړى واى. دى ډېر کوښښ وکړو، چې د غرب سره اړيکي ټينگې کړي ترڅو په پاکستان فشار راوړي، خو د شورويانو د وتلو نه وروسته امريکا پانگه اچونه په افغانستان کې نه خوښوله. د مجاهدينو د حکومت واک تر ارگه مخوه و او دوى له داخلي جگړو وزگار نه شول حتا دوى دومره د پاکستان د احسان تابع وو، چې د ډيورنډ د کرښې د سلمې کليزې ياده هم ونکړه. د طالبانو وخت کې ديپلوماسۍ سر خوړلى و حتا مونږ نه پوهېدو، چې زمونږ د بهرنيو چارو وزارت په کابل کې وو؟ کندهار کې و؟ او که په اسلام آباد کې. د حامد کرزي ديپلوماتيک روابط له اوله په دوه يم لاس جاري دي. دلته د ډلو او حکومتونو يو پيچلى نظام دى، چې هره ډله خپل نظر په نړيوالو اړيکو کې خپله بيانوي. که هغه ولسوالى دى، والي دى، وزير دى او که کوم قوماندان د مذاکرې واحد کانال نشته او ديپلوماسي په احساساتو ولاړه نه په قانون؛ نو د پاکستان استخباراتو له دې حالت نه گټه پورته کړه او هر ځل نوى دولت پيدا کوي او چې خوښ يې نه شي په بل يې بدلوي او هره ورځ زمونږ دولت او نړيوالو قواو ته ستونزې ايجادوي. نتيجه : اوس پوښتنه پيدا کيږي، چې I.S.I به مهار شي؟ که د دې ادارې د جوړښت نه د دې ادارې فعاليتونه مطالعه کړئ نو د مهار کېدو هيڅ چانس نشته په لاندې دلايلو. ١_ I.S.I يو قوي حکومت دى د پاکستان د حکومت دى د پاکستان د حکومت په منځ کې يعنې که څوک دا مهار کوي اول بايد پاکستان مهار کړي يعنې همزمان بايد له دوه دولتو سره وجنگيږي (پاکستان او I.S.I). ٢_ دوى د غربي نړۍ د اقتصادي مرستو بديل په عربي نړۍ کې ترلاسه کړى. ٣_ دوى په بلوچستان کې ملت پاله ډلې ځپلي او په کشمير يې دومره جنگيالي روزلي، چې د هند لپاره لسگونه کلونه سرخوږي جوړولي شي. ٤_ د چين او روسيې سره اړيکې امريکا دومره ډارولي، چې له دوى سره په زغرده خبره نه شي کولې. ٥_ په دې اداره کې بنسټپاله مسلط دي او اوس دا اداره چندان د خپل بين المللي دوستانو خيال نه ساتي. ٦_ د اتومي توکو د قاچاق او خرڅلاو لپاره دومره ډېر مارکيټ لري، چې هره لحظه امريکا ته يو اتومي دښمن موندلى شي. ٧_ په سيمه او نړۍ کې ټولو ترهگرو سازمانونو سره د دوى اړيکي امريکا مجبور کړې، چې د دوى خلاف قاطع عمل ونه کړي. ٨_ د امريکا يو مجبوريت (عقبى پل) دى يعنې امريکا نه غواړي، چې د عقبى پل يعنې پاکستان ړنگ کړي. د پورته دلايلو په وينا ويلى شم که چيرې امريکا د پاکستان سره لوبه په سادگۍ شروع کړي او ډېر دقت نه کار وانخلي نو د دوى ټول قواوې به په افغانستان او خليج کې له منځه ولاړ شي او د يوه پاکستان سره څو پاکستانه د ځان خلاف وپاروي.   اکبر شېر جلال آباد ١٤ اگست 2008