کامه او ساپيان

 د انټرنېټ په نړۍ کې مې (په کامه کې مېشت ساپيان) پر سر ليک سترګې ولګېدې، دغه وړه لنډه او ګنډه ليکنه ښايي د ښاغلي عبدالمالک کونړي ساپي (د ساپيانو پېژندګلوي) له کتاب څخه اخستل شوي وي
دغه لنډه ګنډه ليکنه مې په ډېر تلوار تلوار ولوسته، که څه هم د افغانستان په دغه حساسو او ترينګليو شېبو کې د افغان او پښتون تر سرليک پرته د ځي ځي او خېل خېل څېړل او چېړل ښايي مناسب کار نه وي، خو بيا هم هر سړى تر خپلې وسې فکر او خياله پورې پړ دى، کېدى شي چې د ښاغلي کونړي ساپي همدا پر وس پوره ول، خو يوه خبره چې زه او ښايي زما په شان ډېر نور لوستونکي هم وځوروي، هغه د کونړي ساپي د کمزورې  څېړنه او نيمګړې  ليکوالي ده. د بېلګې په توګه کونړى صېب د پورتني سر ليک لاندې د کامې د ولسوالۍ په اړ ه ليکي... د پښتونستان د سيمو ترمينځ سرحدي سيمه ده... تاسو وګورئ چې پښتونستان منځ چېرته او کامه چېرته؟ بله دا چې کامه سرحدي نه ده او ... په تاريخي، سياسي او جغرافيايي لحاظ دومره غټه خطا هغه هم بيا په يو څېړنيز کتاب کې؟  دوېم ښاغلى کونړى د کامې د ساپيانو په اړه ليکي ... د درې سو څخه زيات دي او هغه يو بل کلى چې ده  غلځي نومېږي... اوس نو ته راځه او په کامه کې ده غلځي کلى لټوه چې چېرته دى... مونږ په کامه کې د ده  غازي په نوم پوره کلى لرو، خو دده  غلځي په نوم يوه بانډګۍ هم په کامه کې نشته. درېم:  بل ځاى ليکي... د بلې خوا ساپي د سدې او اريايانو په کلي کې... زه چې څلوېښت کاله په کامه کې اوسېږم دا لومړى ځل دى چې د اريايانو نوم مې واورېدو، د ولسوالۍ د سجل او سوانحو ټول کتابونه مې ولټول خو په کامه کې مې د اريايانو په نوم کوم کلى يا ناحيه پېدا نکړل. د اربابانو په نوم خورا لوى او دروند کلى لرو، چې مېشت يې ټول خليل مومند دي، خو زه نه پوهېږم چې کونړي صاحب د اريايانو کلى د کامې په کوم ځاى کې کشف کړى. د اربابانو او اريايانو ترمينځ خو ځمکه او اسمان توپير دى. د ښاغلي کونړي وروستي ټکي چې زه په زړه ژوبل کړم هغه دا چې د ارواښاد مولانا امان الله سېلاب ساپي يادونه وه، چې ډېره په بې غورۍ او د ليکوالۍ د ټولو اصولو پرته يې ليکلي... په دې سيمه کې په ديارلس سوه نهه پنځوس کال کې وژل شوى، امان الله سېلاب ساپى اولسي خوږ ژبى شاعر تېر شوى... هر لوستونکى دې په دې وروستۍ کرښه په خپله قضاوت وکړي، چې د يو شهيد او وژل شوي ترمينځ په ادبي او اخلاقي لحاظ څومره ستر توپير دى، ښايي ښاغلى کونړي  دا له ډېرې مينې او اخلاصه ليکلي وي، خو خبره داده چې اول يې زده کړه بيا يې ووايه او، لومړى د ليکوالۍ اصول زده کړه   او بيا يې ليکل. خداى خبر چې ښاغلي کونړي به نورې څومره تاريخي او ادبي تېروتنې کړې وي، ما خو فقط تصادفي د کامې لنډه ګنډه ليکنه لوستې ده. د انټرنېټ په نړۍ کې مې (په کامه کې مېشت ساپيان) پر سر ليک سترګې ولګېدې، دغه وړه لنډه او ګنډه ليکنه ښايي د ښاغلي عبدالمالک کونړي ساپي (د ساپيانو پېژندګلوي) له کتاب څخه اخستل شوي وي دغه لنډه ګنډه ليکنه مې په ډېر تلوار تلوار ولوسته، که څه هم د افغانستان په دغه حساسو او ترينګليو شېبو کې د افغان او پښتون تر سرليک پرته د ځي ځي او خېل خېل څېړل او چېړل ښايي مناسب کار نه وي، خو بيا هم هر سړى تر خپلې وسې فکر او خياله پورې پړ دى، کېدى شي چې د ښاغلي کونړي ساپي همدا پر وس پوره ول، خو يوه خبره چې زه او ښايي زما په شان ډېر نور لوستونکي هم وځوروي، هغه د کونړي ساپي د کمزورې  څېړنه او نيمګړې  ليکوالي ده. د بېلګې په توګه کونړى صېب د پورتني سر ليک لاندې د کامې د ولسوالۍ په اړ ه ليکي... د پښتونستان د سيمو ترمينځ سرحدي سيمه ده... تاسو وګورئ چې پښتونستان منځ چېرته او کامه چېرته؟ بله دا چې کامه سرحدي نه ده او ... په تاريخي، سياسي او جغرافيايي لحاظ دومره غټه خطا هغه هم بيا په يو څېړنيز کتاب کې؟  دوېم ښاغلى کونړى د کامې د ساپيانو په اړه ليکي ... د درې سو څخه زيات دي او هغه يو بل کلى چې ده  غلځي نومېږي... اوس نو ته راځه او په کامه کې ده غلځي کلى لټوه چې چېرته دى... مونږ په کامه کې د ده  غازي په نوم پوره کلى لرو، خو دده  غلځي په نوم يوه بانډګۍ هم په کامه کې نشته. درېم:  بل ځاى ليکي... د بلې خوا ساپي د سدې او اريايانو په کلي کې... زه چې څلوېښت کاله په کامه کې اوسېږم دا لومړى ځل دى چې د اريايانو نوم مې واورېدو، د ولسوالۍ د سجل او سوانحو ټول کتابونه مې ولټول خو په کامه کې مې د اريايانو په نوم کوم کلى يا ناحيه پېدا نکړل. د اربابانو په نوم خورا لوى او دروند کلى لرو، چې مېشت يې ټول خليل مومند دي، خو زه نه پوهېږم چې کونړي صاحب د اريايانو کلى د کامې په کوم ځاى کې کشف کړى. د اربابانو او اريايانو ترمينځ خو ځمکه او اسمان توپير دى. د ښاغلي کونړي وروستي ټکي چې زه په زړه ژوبل کړم هغه دا چې د ارواښاد مولانا امان الله سېلاب ساپي يادونه وه، چې ډېره په بې غورۍ او د ليکوالۍ د ټولو اصولو پرته يې ليکلي... په دې سيمه کې په ديارلس سوه نهه پنځوس کال کې وژل شوى، امان الله سېلاب ساپى اولسي خوږ ژبى شاعر تېر شوى... هر لوستونکى دې په دې وروستۍ کرښه په خپله قضاوت وکړي، چې د يو شهيد او وژل شوي ترمينځ په ادبي او اخلاقي لحاظ څومره ستر توپير دى، ښايي ښاغلى کونړي  دا له ډېرې مينې او اخلاصه ليکلي وي، خو خبره داده چې اول يې زده کړه بيا يې ووايه او، لومړى د ليکوالۍ اصول زده کړه   او بيا يې ليکل. خداى خبر چې ښاغلي کونړي به نورې څومره تاريخي او ادبي تېروتنې کړې وي، ما خو فقط تصادفي د کامې لنډه ګنډه ليکنه لوستې ده.