
نبي خيل
د ليکنې عنوان د يو ((يا)) د توري
په بدلون سره د هيواد د يو ستر جهادي
لارښود ، ديني عالم ، مبارز مشر ، پياوړي ليکوال او اديب ، پيژندل شوې څيرى او منل
شوي شخصيت مرحوم مولوي محمد يونس \"خالص\" بابا رحمة الله عليه د يوې
ليکنې سرليک دى چې څو کاله وړاندې د يوې رسالې په بڼه چاپ او نشر شوى وه .
د مرحوم بابا دغه ليکنه خورا
مشهوره او ډيرو خلکو ليدلې او لوستلې ده او که چيرته چا نه وي لوستلي نو د دې
رسالې په هکله خامخا معلومات لري او په محتوى او موضوع يې خبر دي.
ليکنه د ديرش مخونو درلودونکى
کوچنۍ رسالې په توګه چاپ شوې وه په کومه کې چې ښاغلي بابا د ښاغلي انجنير ګلبدين
\"حکمتيار\" د يوې ليکنې په اړه ديني او علمي وضاحتونه کړي دي ، د ښاغلي
حکمتيار صاحب يو شمير تيروتنو ته يې د هغه پام را اړولې دې او په عامو خلکو يې د
يو ځانګړي نظر په هکله روښانه کړې چې ريښتيا څه دي او د نوموړى ليکنې په پاى کې يې
داسې يوه لنډه فقره ليکلې ده:
(((نوټ: مونږ دغه تنقيد ښاغلي حکمتيار صاحب ته
شفاهاً عرض کړ خو چې تصحيح يې نه کړ ځکه مو دفاعاً عن الدين دا څو کرښې خپرې کړې.و
ما علينا الا البلاغ ، والسلام علي من اتبع الهدى))).
خو زه د نوموړى ليکنې په هکله ډير
څه ويل نه غواړم.
دا چې زما دغه کرښې هم د حکمتيار
صاحب او شهيد مولوي صاحب سره نيغ په نيغه
اړيکه لري ځکه مې د يوې ((يا)) په بدلون سره هماغه عنوان ورته غوره کړ پدې ډول چې
د مولوي صاحب د ليکنې عنوان دى ((حکمتيار صاحب څه وايي؟)) او ما وليکل چې ((حکمتيار صاحب څه وايې؟)).
سره لدې چې د افغانستان په معاصر
تاريخ کې د مرحوم مولوي محمد يونس \"خالص\" په څير يو لارښود او رهبر د
افغانستان په ځمکه ندې پيدا شوې او همدا علت دى چې ټولې خواوې ورته احترام لري ځکه
چې په کورنيو جنګونو کې ښکيل نه شو ، د ملت وينې يې نه تويې کړې او نه يې وچښلې ، د
افغانستان پر سر يې د هيچا سره سودا ونه کړه ، ختيځ او لويديځ د هغه په اړه د
ليکلو پر مهال ليکي (بابا يواځينې قايد ؤ چې پخپله د جنګ سنګر ته تللو ، د روسانو
او د هغوى د ګوډاګيانو پر ضد د عادي مجاهدينو په څير جنګيدلو او په جهاد کې يې
فعاله ونډه اخيستله ).
هغه يو رند او حاضر ځوابه
سياستوال او مولوي ؤ چې هيچا ته يې پر دين او هيواد د يرغل اجازه نه ورکوله او پدې
لار کې يې د ګټې د جلبولو هيڅ يوه موقع له لاسه نه ورکوله همدا علت ؤ چې د شوروي
اتحاد پر مهال د امريکا د جمهور رئيس سره د ليدنې لپاره واشنګټن ته د تګ کلک مخالف
ؤ خو چې بيا د ځانګړيو مصلحتونو پر اساس ولاړ نو د امريکا جمهور رئيس ته يې د
هماغه په کور کې د اسلام بلنه ورکړه ، د اسلام او افغانستان په تاريخ کې يې يو
داسې باب رقم کړ چې ډير په ځان مين دا ډول
جرآت نه شي کولاى.
هيره دې نه وي چې د هغه باشهامته
او نر پلار ځوى مولوي انوار الحق مجاهد د خپل پلار پر پل قدم کيښود او په سپينه
ماڼۍ کې ميشت تور اوباما ته يې د اسلامي بلنه ورکړه.
که ريښتيا ووايم نو پر افغانستان
د امريکايي يرغل څخه وروسته مې د حزب اسلامي د امير انجنير صاحب حکمتيار پر سر
ډيرې لانجې کړې ، د صليبي يرغل پر ضد مې د هغه د جهاد اعلان او دريځ ستايلې او
دفاع مې ورڅخه کړې ده خو هر کله چې د ښاغلي بابا موضوع مخ ته راځي نو احساسات مو
راپاريږي او له څه ليکلو او ما في الضمير د اظهار څخه نه شو تم کيدلاى.
پدې ليکنه کې زه په ښاغلي حکمتيار
صاحب کوم ډول تنقيد او يا نيوکه نه کوم بلکه ځان ته دا حق هم نه ورکوم او نه ځان د
هغه سره برابروم خو د هغه څخه د هماغه د يو لړ څرګندونو د وضاحت غوښتونکى يم.
څو ورځې وړاندې مې په يو شمير
پښتو ويباڼو کې تر دې عنوان لاندې چې (ايا طالبان پر حزب اسلامي د انتقاد حق لري؟ )
يوه اوږده او سوروره ليکنه وليدله چې ښاغلي حکمتيار د يو پوښتونکي پوښتنو ته
ځوابونه ويلي .
په ليکنه کې د پوښتونکي نوم نشته
خو ښاغلى ليکوال يې د ناقد په نوم يادوي ، داسې بريښي چې هرې پوښتنې ته پداسې توګه
ځواب وايي چې ليکنه يې ټکې په ټکې لولي ، فکر پکې کوي او بيا يې ځواب ورچمتو کوي.
پوښتنې او ځوابونه ډول ډول دي چې
يادول به يې بې خوندي رامنځته او بې ځايه اوږدوالى به پيښ شي نو له همدې کبله
غواړم په لنډه توګه خپله مدعا څرګنده کړم.
ښاغلي حکمتيار صاحب د دې ځوابونو
د ورکولو په ترڅ کې د ښاغلي مولوي محمد يونس خالص بابا رحمة الله عليه دوه ځايه
يادونه کړى ده چې پدې ډول ده .
لمړى:
د ليکنې د دريمې پوښتنې په ځواب
کې داسې ليکي :
(بايد دا هم درته واضح كړو چي د
كابل په اوسني حكومت كي د هغو ډلو ونډه چي ځان ته مسلمان وايي په دې توگه ده:
شوراى نظار او جمعيت تر پرچميانو وروسته تر ټولو زيات، خلقيان، ورپسې، وحدت، بيا
جبهه نجات او محاذ ملي، بيا اتحاد، بيا د مرحوم مولوي خالص او مرحوم محمد نبي
محمدي ډلي، بيا ځيني مخكني حزبيان، بيا طالبان، د افغان ملتيانو او شعله يانو ونډه
له جمعيت او شوراى نظار وروسته تر نورو ډلو زياته ده، د طالبانو ځيني پخواني
قومندانان اوس د مجاهدينو په ضد د امريكايانو ملگرتيا كوي، ملاراكټي ئې يوه بېلگه
ده، خو الحمد لله د حزب اسلامي داسي پخوانى غړى او قومندان به څوك ونه ښودى شي چي
له صليبي ځواكونو سره ئې په جنگ كي ملگرتيا كړې وي.)
تاسې ويلي دي چې د کابل په حکومت
کې ((چې مطلب مو ورځخه دحامد کرزي په مشرۍ اوسنى رژيم دى)) د مولوي خالص د تنظيم د
پلويانو ونډه په نهمه درجه کې راځي يعنى
چې هغوى ډيرې دندې لري او چوکۍ يې اشغال کړي دي .
بيا مو په يوولسمه درجه کې پدې
ډول چې (بيا ځيني مخكني حزبيان) حزب اسلامي راوستى دى چې شايد مطلب به مو ځينې د حزب اسلامي پلويان
او د دى ګوند غړي وي.
زما استيضاح دا ده چې تاسې څه ډول
د اسلامي حزب پلويان اوس هم د دې حزب غړي بولئ او د حزب اسلامي د پلويانو سره د
((پخواني)) قيد ږدئ؟
زما له سوچ څخه لدې امله پورته ده
کله چې حضرت خالص بابا د جهاد اعلان وکړ نو د خپل تنظيم مشري يې خپل ځوى حافظ
مولوي انوار الحق \"مجاهد\" ته وسپارله او هغه د تنظيم د اعلان پر مهال د
امريکايانو سره جهاد فرض وباله ، هغه کسان چې د کرزي د حکومت او مريکايانو حمايت
کوي يې د خپل تنظيم څخه ايستلي اعلان کړل او ويې ويل لکه څرنګه چې ښاغلي بابا د جهاد
اعلان وکړ نو پدې ډول بايد د هغه ټول پلويان جهاد ته راووځي او کنه نو د تنظيم غړي
ندي چې ښايي تاسې به هم ورڅخه خبر ياستئ
خو اوس نه پوهيږو چې د حزب اسلامي غړي ولې ((پخواني)) شول او د نورو
تنظيمونو غړي اوس هم ((پخواني)) ندي بلکه ستاسې په اند د همدې تنظيمونو استازيتوب
کوي.
د يادې فقرې يوه برخه دا ډول ده (خو
الحمد لله د حزب اسلامي داسي پخوانى غړى او قومندان به څوك ونه ښودى شي چي له
صليبي ځواكونو سره ئې په جنگ كي ملگرتيا كړې وي) .
سره لدې چې دا دوه نيمې کرښې زما
د موضوع سره سر نه لګوي خو ډير ليرې به نه ځم او يواځې همدمره يادونه کوم چې نن د
يکشنبې په ورځ 2011-08-21 د افغانستان د انتخاباتو کميسيون د حزب
اسلامي دوه پياوړي قوماندان وولسي جرګې ته
بريالي اعلان کړل چې يو يې د هلمند څخه معلم مير ولي او د زابل څخه حميد الله توخي
دي چې تاسې به يې ځکه ډير ښه پيژنۍ چې د حزب اسلامي لپاره به خورا زيات جنګيدلي وي
او حزب اسلامي به د کلونو لپاره تمويل کړي وي.
دوهم:
شايد د نهه ويشتمې او يا ديرشمې
پوښتنې په ځواب کې (شک لدې امله دى چې ځينې ځاى دوه پوښتنو ته يو ځواب ويل شوې) يو
ځل بيا د مولوي صاحب يادونه شوې ده پدې ډول:
(حقيقت دا دئ چي له حزب اسلامي څخه
څو كاله وړاندي يوه ډله د مرحوم مولوي صاحب خالص په مشرۍ او د هغو كسانو د هڅو له
كبله بېله شوه چي نن د امريكايانو په خدمت كي دي، د اسلام او د جهاد د دښمنانو هم
په دې كي لوى لاس وو، بيا نو تر نن پوري بل داسي چا له حزب اسلامي د بېلېدو او بېل
تنظيم د جوړولو ادعاء او اعلان نه دئ كړى).
تر ټولو لمړى بايد يادونه وکړم چې کيدلاى شي د نوموړي
پوښتونکى اشاره هم په کابل کې د عبد الهادي ارغنديوال په مشرۍ څوک چې ستاسې نژدې
ملګرى ؤ د يو نوي حزب اسلامي رامنځته کيدل ، حامد کرزي څخه ملاتړ ، په انتخاباتو
کې برخه اخيستل او بيا پکې د حزب اسلامي د برجسته برجسته غړيو او قوماندانانو
غړيتوب تر لاسه کولو ته وي خو تاسې د دې نوي زيږيدلي يا په اطلاح د ((بچي)) حزب
اسلامي هيڅ يادونه نده کړي نه پوهيږم ولې؟
د حزب اسلامي څخه د حضرت مرحوم خالص بابا رحمة الله عليه د بيليدا په اړه بايد
دومره ووايم چې حقايق نه پټيږي ، مرحوم بابا هيڅکله هم د ښاغلي حکمتيار په مشرۍ د
حزب اسلامي رسمي غړيتوب ندې تر لاسه کړى او نه دا څوک ثابتولاى شي ، د شوروي اتحاد
پر مهال د تنظيمونو رامنځته کيدل يو داسې داستان دى چې ډيرې اغماض او ابهامات پکې
دي او که چيرته حضرت خالص بابا د انجنير ګلبدين حکمتيار د حزب اسلامي غړيتوب
اخيستې وې نو مهرباني وکړئ وخت راوښيي؟ د هغه خبرې راوښيي؟ د هغه کارت راوښيي؟ د
هغه کار راوښيي ؟ هغه ځاى راوښيي چې هغه د خپلې درندې شملې سره ستاسې په لاس بيعت
وکړ؟؟؟؟ بلکه زه لا دا درته په زبات رسوم چې عبد رب الرسول سياف د حضرت خالص بابا
په اسلامي حزب کې غړيتوب اخيستې ؤ خو بيا د اتحاد اسلامي د رامنځته کيدو او په هغى
کې د ګډوډوۍ د پيدا کيدو څخه وروسته د يو تنظيم څښتن شو.
خالص بابا پخپله يو متحرک ، مدبر
، د سياسي بصيرت ، ځانګړي نظر او دريځ او فکر څښتن ؤ ، هغه لا په کابل کې د ظاهر
شاهۍ پر ضد مبارزه پيل کړې وه ، حقايق يې درک کړي وه او (حزب التوابين) خو ګرد
افغانستان ته معلوم دى چې خالص بابا يې بنياد ايښې ؤ د دې لپاره چې د ځوانانو
ذهنونه تنوير او خپله اسلامي وجيبه اداء کړي.
خالص بابا چې کله د شوروي اتحاد
پر ضد وسله اوږې ته کړه نو هغه مهال يې عمر خوړلى خو د ډيرو ځوانانو څخه غوره ؤ ،
هغه مهال د وروسته زيږيدونکو تنظيمونو اوسني مشران يا کشران هلکان وه ، يا زده
کوونکي وه ، يا په هيڅ هم نه ؤ خبر او يا د هيواد څخه بهر وه .
تاسې ته به څرګنده او ياده وي (که
تيروتې يم راهنمايي مې کړئ په پراخه ټنډه به يې قبول کړم)) چې د ديارلس سوه او اوه
پنځوس هجري شمسي کال څخه مخکې د حزب اسلامي په نوم د يو ګوند مشر قاضي امين وقاد ؤ
، ډير خلک پکې راټول شوي وه چې داسې رسمي بڼه يې نه درلودله او نه يې داسې د
غړيتوب اخيستلو لپاره کومه ځانګړې تګلاره ، حکمتيار صاحب د قاضي امين سره اختلافات درلودل ،
انتخابات وشول او حکمتيار صاحب د تنظيم مشر شو ، مرحوم خالص بابا نه د انتخاباتو
ګډونوال شو او نه يې د مشرۍ دعوه وکړه ځکه هغه جهاد غوښت نه مشري او چوکۍ.
لدې پيښې وروسته مرحوم خالص بابا په
يوه غونډه کې پاڅيد او د عملي جهاد غوښتنه يې وکړه ، د مجاهدينو او مهاجرينو څخه
يې وغوښتل چې بايد په افغانستان کې عملي جهاد پيل شي خو کله چې په همدې غونډه کې
انجنير صاحب حکمتيار پاڅيد نو ويې ويل (دا زمونږ خوښه ده چې کله جهاد پيل کوو او
څه ډول يې کوو) هماغه ؤ چې ښاغلي بابا خپل ملګري راټول کړل او د خپلو يو شمير
ملګرو مجاهدينو سره افغانستان ته واوښت او بيا يې په افغانستان کې د سپين غره په
سپينو واورو کې د تورې بوړې هغه مرکز جوړ کړ چې د کريميلين زاره هم ورڅخه چاوده وه
او دا دې د سپينې ماڼۍ زاره هم ځينې چاوده ده .
اوس نو تاسې دا راپه ډاګه کړئ چې کله
هغه د انجنير صاحب په مشرۍ د يو حزب اسلامي غړى ؤ چې بيا ځينې بيل شو.
په همدې ځاى کې د ليکنې يوه برخه
دا ډول ده :
(يوه ډله د مرحوم مولوي صاحب خالص
په مشرۍ او د هغو كسانو د هڅو له كبله بېله شوه چي نن د امريكايانو په خدمت كي دي،
د اسلام او د جهاد د دښمنانو هم په دې كي لوى لاس وو).
که پدې اړه وضاحت وکړئ ښه به وي
چې اسلامي حزب د چا په هلو ځلو رامنځته شوې دى ؟ او که چيرته ستاسې خبرې ومنو نو
ايا مطلب مو همدا دې چې د خالص بابا په څير يو زيرک او پوه انسان د څو تنو لخو
غولول شوى؟ او که چيرته دا هم ومنو نو بيا هغه کسان چې هغه يې د مشر په توګه ټاکلو
ولې خپله نه مشران کيدلا؟ ايا کيدلاى شي
نومونه يې راوښيي؟ دغه د اسلامي او جهاد دښمنان څوک دي؟
ايا دا د منلو ده چې يو خالص او
مخلص قايد دى د نورو د غولوونکو خبرو تر تاثير لاندې راشي ، هغه څوک چې په لاس يې
زرګونه شاګردان روزل شوي وي او د نورو تيروتنې ورسموي دى پخپله تيروځي؟ لږ تر لږه
زما ذهن او عقل يې نه مني.
که حقيقت ته نظر وکړو نو د
افغانستان په جهاد کې د مولوي صاحب په مشرۍ اسلامي حزب تر هر بل تنظيم او حزب پاک
او روڼ دى ، د هغه خپله لمن بې داغه پاتې شوې او کومې پريکړې چې د تنظيم په کچه
شوي هغه بيخي سپيڅلې دي ، نور فکر وکړئ چې په افغانستان کې د نورو ډلو ټپلو حالت
څه دى ، همدا اوس هم د ځينيو داسې ډلو چې ځانونو ته جهادي وايي د افغانستان په
بيلو سيمو لکه ننګرهار ، کندز ، بغلان او .........کې د اربکيانو په ليکو کې کار
نه کوي او د ريښتينو مجاهدينو پر ضد نه جنګيږي؟؟؟
د ښاغلي بابا په ګډون هيڅ انسان
ته په عصمت قانع نه يو او نه هم دا دعوه کوو چې په اسلامي حزب کې راټول شوي ټول
وګړي پاک او سپيڅلي وه ، بلکه په زغرده وايو چې د همدې تنظيم د منځ څخه وروسته
داسې خلک هم راووتل لکه حضرت علي خو خپله د بابا په هکله د ځينيو نظريات شايد ډيرو
ته د منلو وړ نه وي.
د ښاغلي بابا په تقليد د ليکنې تر
لوستلو وروسته په همدې هلو ځلو او تلاش کې يم چې ستاسې ايميل تر لاسه کړم ، ځينو
ملګرو ته مې ليکونه هم واستول څو تاسې ته نيغ په نيغه يو څه وليکم خو بريالى نه
شوم نو ځکه مې د دې کرښو ښکلو ته زړه ښه کړ.
په پاى کې که ګستاخي شوي وي بخښنه
يې غواړم او که تيروتنه شوې وي راته يې اصلاح کړئ .
په درنښت
2011-08-21