
دزمري ٢٨ مه نيټه دګران هېواد افغانستان دخپلواکۍ دبېرته اخيستلو له (٩٢) کاليزې سره برابره ده.
دوه نوي کاله پخوا دافغانستان آزادي غوښتونکي اومجاهد ولس د اعليحضرت غازي امان الله په مدبرانه لارښوونه دخپلې آزادۍ دبېرته اخيستلو په کلکه اوپولادې اراده دهغه وخت دښکيلاک ترټولو لوى ځواک دبريتانيا امپراتورۍ ته چې په قلمرو کې يې لمر نه ډوبېده دجګړې اعلان وکړ. دانګريزي ښکيلاک په وړاندې دافغاني آزادي خواهانو په دې اعلان سره دجنګ داور لمبې له چترال څخه تربلوچستان پورې دکرښې په ټولو محاذونوکې پورته شوې افغاني غازيانو دجګړې په ټولو جبهوکې د دښمن پرپوځونو ځپنده ګوزارونه وکړ خو دپکتيا او وزيرستان په جبهه کې دپکتيا او وزيرستان جنګيالو ځوانانو انګريزي پوځ ته ماتې ورکړه چې په ډېر لنډ وخت کې يې دانګريزانو دکلکو اومحکمو پوځي مرکزونو، ټل او واڼه په فتحې اونيولو سره وکړاى شول ددغه استعمار له شره ځان خلاص کړي مطلب داچې افغان ولس له يوې لنډې تودې اوسختې جګړې وروسته دکرښې په اوږدوکې په ټولو قبايلي سيموکې دپښتنو په بې دريغه ملاتړ سره په دې بريال شول چې له انګريزانو خپله خپلواکي په ١٢٨٩ کال کې بېرته واخلي دخپلواکۍ دګټلو په جګړه کې دغه پوځي کسان اوملي مبارزين شامل وو:
دپکتيا په محاذکې: سپه سالار سردار محمد نادرخان، سردار شاه ولي خان، نائب سالار سردار شاه محمودخان، غنډمشر مبارک شاه خان، غنډمشرمحمدعلم خان، غنډمشر پنين بيګ خان، دتوپچي کنډک مشرعبدالقيوم خان پغمانى، لوګرى کنډک مشرمحمديونس خان، کنډک مشرمحمدعظيم خان، کنډک مشرمحمدقاسم خان، کنډک مشردادمحمدخان لنډۍ، هوت خيل کنډک مشرنورمحمدخان، کميدان کنډک مشرګل احمدخان، عبدالطيف خان، کميدان محمدابراهيم خان، اميرمحمدخان، نواب خان پنجشيرى احمدجان خان کابلى، ټولى مشرشهيد شيراحمدخان، ټولى مشرشهيد فقيرمحمدخان، لوګرى ټولى مشرجلات خان، ګرديزى ميجرمحمديارخان، ميجرخيرمحمدخان، توپچي صافى عبدالحميدخان، لوګرى ياور آقامحمدخان، مشهور روحاني شمس المشايخ فضل محمدخان مجددى.
دټل په محاذکې : مشهور نورالمشايخ فضل عمرمجددي، د وزيرستان په محاذکې : اخوند زاده صاحب موسهي، حاجي عبدالرزاق خان اندړي، ملاحمزة الله خان، ملامحمدجان خان، قاضي عبدالرحمن خان پغمانى، داوتمانځيو ملاصاحب، ملاعبدالرشيدخان، ملاعبدالحميدصاحب غزنوي، اوصاحب زاده غلام رسول خان.
د وزيرستان سرحدي نامتومشران: :
دسترمجاهد ملاپيونده صاحب زوى اوځاى ناستى شهزاده فضل الدين، په مسعودي مشهور مجاهد ملک موسى خان، زرخان وزيري، زرين خان شهيد. دپکتيا له ځايي مشرانو څخه: عبدالسلام خان ستانکزى، ملک محمداکبرخان منګلي، لالا پيرخان خوستى، شاداولاخان، ببرک خان ځدراڼ، او زوى يې شيرک خان، مهتريعقوب خان.
له کسبګرو څخه: : سليمان خيل، محمدعلم خان اندړي، شيرمحمدخان ګرديزى، حاجي عبدالغفورخان، ميراجان خان، عبدالکريم، محمد رفيق خان، عبدالوهاب خان اوعصمت الله خان زرمتي.
دتڼيو اوځدراڼ له مخکښانوڅخه: : جهانګيرخان، جانورخان، ميراسلم خان، ميرعلم خان، نقيم الدين خان، شمل خان، دولت خان، بلن خان، ګل صاحب خان، ګلبدين خان، جمعه ګل خان، عبدالکريم خان، سرکي خان، امين ګل خان، ګل دام خان، شيرجان خان، اميرجان خان، اعظم شاه خان، ګل محمدخان، سلطان محمدخان، عبدالله خان، تاج محمدخان، رضاء خان، مخى خان، شيرمحمدخان، ناصرخان، سدوخان، اکرم خان، پيت خان او ارسلاخان.
داحمدزي قوم له مخکښانوڅخه: : مهربان خان، ګل محمدخان، شهبازخان، صاحب خان، نورخان، ګلبدين خان، نصرالله خان، پيروزخان، ګلدارخان، عبدالوهاب خان، حکيم خان، آدم خان، سروازخان، ګلالم خان، خان محمدخان، ميربازخان، وزيرخان، شاميرخان، نامدارخان اومحمدشاه خان اوپه زرګونوتنه نور نوم ورکي وسله وال اتلان چې تاريخ يې دنومونو په ثبتولو نه دې توانيدلي بيرغونه وتړل او دجګړې ميدانونوته ئې ودانګل.مطلب داچې دافغانستان داستقلال دبېرته اخيستلوجګړه زموږ دميړنيو جنګيالانو دملي افتخار اوددغه مجاهد اوباشهامته ملت دمېړانې اونه ماتيدونکي ارادې له شاندارو کارنامو اوسترو شهکاريوڅخه ګڼل کيږي.
تل دې وي خپلواکي ودان، آباد اوسمسور دې وي افغانستان!. ( محمدضياء آرمان)