
د متقاعد ډگــــــروال
محمد جان سرروضه وال
لـــــیــــــــکـــنــــــــه
دا هغه
جمله ده چه هر انسان باالخصوص افغانانو ته ډیره خوشونکی ده او هر افغان ددی جملی
ډیر ستایش حتی پرستش کوی.
اوکه هر
افغان ددی جملی ضد څه وا وری نو دهغه غبرګون به له کرکی څخه ډک وی. او په دی کښی
شک نشته چه یو د بل په مرګ به هم تمامه شی.
دا جمله چه
په ظاهر کښی دومره قیمتی ده چه افغانان ئی د سر په
بدله ساتی حقیقت ئی څه ده؟ او د څه لپاره؟
په رښتیا
چه خپلواکی هغه حقیقت ده چه خدای پاک (ج) د هر انسان حق بللی ده او هر چاچه دغه حق
تر لاسه کړی وی د خدای پاک (ج) له نعمت او رحمت څخه بر خور داره وی.
خو پوښتنه
داده چې ؟
کله چې یوه
ټولنه د خدای پاک (ج) له نعمت او رحمت څخه برخمنه وی نو هغه بیا هم زموژ په شان
وژی او ناداره وی؟
کله چې
خدای پاک (ج) یوه ټولنه له خپل نعمت او خپل رحمت څخه برخمنه کړی وی بیا هم د هغی
ټولنی و ګړی په پردیو هیوادو کښی د مهاجرت شپی ورځی سبا کوی او په پردیو هديرو کښی
خشیږی او د خپل وطن او خپلو وطنوالو او خپلو عزیزانو او خپلو کورنیو د لیدو
ارمانونه له ځان سره تورو خاورو ته وړی؟
کله چې
خدای پاک (ج) په یوه ټولنه خپل نعمت او خپل رحمت لورولی وی بیا هم دهغو سپين
سری، تور سری، پیغلی، او ناوی ښځی په پردیو هیوادو کښی د سرکو په غاړه د درویزی
لاسونه وړاندی کوی؟
کله چې
خدای پاک (ج) خپل نعمت او خپل رحمت په کومه ټولنه لورولی وی بیا هم به هغو کښی جنګ
نه ختمیږی او یو د بل په ځورولو، وژلو، بی کوره کولو، او بالاخره په خپل منځی وژلو
نه ستړیږی؟
کله چې
خدای پاک (ج) خپل نعمت او خپل رحمت په چا لورولی وی بیا هم په هغو کښی د زور
حکمتونه، د برچی حکمتونه، د کودتاګانو حکمتونه او بالاخره له بهر څخه په وسلو
سمبال شوی تپل شوی حکمتونه حکومت کوی لکه په موژ کښی چې کیږی؟
کله چې
خدای پاک (ج) یوه ټولنه له خپل نعمت او خپل رحمت څخه برخمنه کړی وی په هغو کښی بیا
هم د ولسمشریو په ټاکنو کښی د برخی اخستلو په صورت کښی د یوی ډلی لخوا ولس د ګوتو
په پریکولو ډارول کیږی لکه چې په موژ کیږی؟
نه خیر!
پورتنی او داسی نور ډیر سوالونه د هر چا په فکر کښی شته خو حقیقت داده چې ! هر چاچې
د خپلواکی لوی نعمت ترلاسه کړی وی او د خپلواکی په حقیقی معنی او مفهوم پوهیدلی وی
د خپلواکی له ساتلو څخه یی د استفادی لاری چاری هم تر لاسه کړی وی.
بیا نو په
هغه ټولنه کښی د ناداری او بی وسی ځای شتمنی ته د مهاجرت ځای کور او کهول ته د جنګ
جګړو ځای سولی، ارامی او ورورولی ته پاتی کیږی.
په هغه
ټولنه کښی د برچی حکمتونه، د زور حکمتونه، خپل ځایونه ولسواکی او دخپلی خوشی
حکمتونه ته پریږدی.
په هغه
ټولنه کښی د انتخاباتو (ټولټاکنو) ورځی د ګوتو په پریکو لونه بلکه په ملی اټنو
لمانځل کیږی.
سوال داده چې
په دغه 90 کلو خپلواکی کښی د خدای پاک (ج) له نعمت او رحمت سره سره بیا هم موژ له
لویو لویو عذابو سره مخامخ کړی یو ؟ دا ولی ؟
د دغه سوال
ځواب داده چې :
موژ که له
یوه قدرت څخه خپلواکی تر لاسه کړی بدبختانه د بل قدرت په لمن کښی مو ځان اچولی.
چې دا کړه
وړه د داسی هیواد لپاره چې په مادی او معنی لحاظ (پرته د خپلواکی له کلیمی څخه)
هیڅ هم ونه لری او په یوه خاص جغرافیایی موقعیت کښی ځای ولری له خپلواکی څخه
نیمګړی استفاده ده.
په دی معنی
چې که خپلواکی شه ده خو ساتل یی تر شو شه کار ده.
چې
بدبختانه که افغانان د خپلواکی په اخستلو کښی د تاریخ په ټول دوران کښی قهرمانان
دی خو د خپلواکی په ساتلو کښی د تاریخ په ټول دوران کښی پاتی راغلی دی.
د مثال په
توګه:
راځی د
افغانستان د اوسنۍ پیړۍ تاریخ ته مخ ور واړوو.
تاریخ یو
حقیقت ده خو د هغه څیړنه او تفسیر د هر چاله نظره په هغه وخت او زمان کښی فرق لری.
زما له
نظره کله چې غازی امان الله خان په افغانستان کښی د پلار له مرګه ورسته پاچا شو او
بالاخره د افغانستان خپلواکی یی تر لاسه کړه د غازی امان الله خان د ترقی،
پرمختیایی، مخنیوی او بالاخره خپله د امان الله خان د ورکی سبب دا وو چې : که موژ
له انګریزانو څخه خپلواکی تر لاسه کړی وه (چې انګریزان په منطقه کښی هم موجودول)
خو امان الله خان له روسانو سره دومره اړیکی نژدی کړی چې انګریزانو ته د زغملو
وړنه وی.
چې په
پایلو کښی په رنګ ارنګ بهانو خاصتآ د کفر او اسلام تر عنوان لاندی انګریزانو نتجه
هغه ځای ته ورسوله چې د حبیب الله په واسطه چې د بچې سقاو په نامه مشهور وو یو ډیر
ابتدائی او دهقان
سړی وو امان الله خان یی د وطن پریشودو ته مجبور کړ.
د بچې سقاو
په نامه مشهور حبیب الله له نو میاشتو پاچایی ورسته د نادر خان له خوا و نیول شوو
او په دار وځړول شو او دنادرخان د سلطنت ټوله دوره د مخالفیو په ټکولو تیره شوه او
په نتجه کښی نادرخان هم د یوه شاګرد لخوا د غازی لیسی په هنګر کښی ووژل شو.
له هغه
ورسته کله چې اعلحضرت محمد ظاهر شاه ته د واکمنی وار ورسیدو دا دوره په یقین سره
وایم چې د امنیت په لحاظ یوه ګلالی دوره وه او علت یی دا وه چې ظاهرشاه په خپل
دوران کښی د شرق اوغرب تله په خپل لاس کښی د افغانستان د موقعیت په تناسب برابره و
ساتله او د نړی له دواړو قدرتو څخه یی د هیواد د ګټو لپاره کومکو نه تر لاسه کول.
حتی په
سیمه کښی یی هم خپله بی طرفی ساتلی وه چنانچې د هند او پاکستان په ټولو جنګو کښی
یی د بهرنیانو له فشار سره سره خپله بی طرفی تر لاسه کړی وه او دهغه په د وره کښی
په افغانستان کښی پوهنه، کرنه، روغتیا هم تر یوه اندازی وده کړی وه .
خو کله چې
د 1352 کال د سرطان د میاشتی په 26 نیټه سردار محمد داود خان د یوی کودتا له لاری چې
په هغه کښی هم د چپي ګوندو برخه ډیره وه سیاسی قدرت ترلاسه کوی او په افغانستان
کښی جمهوری نظام اعلانوی د افغانستان لپاره لنډ مهاله او اوژد مهاله ډیر شه
پلانونه تر نظر لاندی نیسی د افغانانو لخوا پوره ملاتړ تر لاسه کوی.
خو سردار
محمد دادو خان د شوروی اتحاد د هغو غوشتنو ته چې شورویانو له سردار محمد داودخان
څخه لرل مثبت ځواب نه ورکوی اوله بلی خوا د افغانستان په شمالی کښی کله چې سردارد
محمد داود خان د تیلو د تصفیه خانی کار فرانسویانو ته په نظر کښی نیسی نو په مکمله
توګه د شورویانو اعتماد له لاسه ورکوی او د هغی لفظی مشاجری په ترځ کښی چې د سردار
محمد داود خان د افغانستان ریس جمهور او پژنف د شوروی اتحاد د صدراعظم تر منځ په مسکو کښی
تر سره شوه
سردار محمد
داود خان له مسکو څخه افغانستان ته له را رسیدو سره سم په ډیره بیړه خپل نماینده
ګان غرب ته واستول او خپله ایران او سعودی عربستان ته ولاړ چې د کومکو ډیری وعدی
یی هم تر لاسه کړی.
چې شوروی
اتحاد ته د سردار محمد داود خان دغه کړه وړه د زغملو وړنه ول چې په پایلو کښی د
خلق دیموکراتیک ګوند د یوه نامتو غړی (علی احمد خیبر) مړینه هغه هم د نامعلومو
کسانو له خوا ددی سبب شوه چې دغه ګوند د شوروی په اشاره په یوه نظامی ګودتا لاس
پوری کړی او په نتجه کښی سردار محمد داود خان په شهادت ورسیوی او دخلق دیموکراتیک
ګوند د نورمحمد ترکی په مشری د دولت واکی په لاس کښی ونیولی او د افغانستان د دولت
بی طرفی په ټوله معنی تر سوال لاندی شوه.
د دغه
شوروی پلوه ګوند غړی لکه چې په نظامی محیط کښی ټول واړه ظابطان ول په ملکی ساحه
کښی هم ټول بی نامه مجهوالهویته خلک ول.د دولتی چارو د اداری کفایت یی نه دالود.
په ټولنه
کښی اکثرآ له ټولنی سره حسود او په خشونت کښی ول. په اخلاقی او مذهبی امورو کښی
اکثرآ بی بندو باره. لوبالی ضعیف النفسه او بعضی یی په ټوله معنی بی دینه ول.
په سیاسی
لحاظ د دغه ګوند غړو ډیرو سیاسی شعورنه در لود او په ټولنه کښی یی د هغو تربیتی
غوشتنو سره سم لکه بی نامی، بی کفایتی، حسادت، بد اخلاقی او بی دینی له مخی یی په
ټولنه کښی هغسی کړه وړه تر سره کول چې خلکو ته د منلو وړنه ول.
بالاخره د
دوی په مقابل کښی خلکو قیامونه شروع کړل چې له هغو څخه د بعضی قیامونه ځرګند شول
لکه د هرات د خلکو او نظامیانو ګډ قیام دبالا حصار د غند قیام د کابل د خلکو د 1358 کال د حوت
د میاشتی د 3 ورځی قیام
د جنداول قیام د ریشخور د فرقی قیام د حسین کوت د غند قیام خو ډیر قیامونه د شوروی
اتحاد د استخباراتی شبکو لخوا کشف او خنثی کیدل. چې په نتجه کښی دخلق دیموکراتیک
ګوند کښی هم بی اتفاقی رونما شوه
او د پرچم څانګی د خلق له څانکی سره علاقه قطع کړه او دخلق په څانګه کښی هم جلا
والی پیدا شو چې حفیظ الله امین نورمحمد ترکی و واژو او خپله د قدرت په چوکی
کیناست د خلکو فشار په حکومت دومره ډیر شو چې شوروی اتحاد مجبور شو چې که خپله
باالقوه (مخامخ) باالفعل په
افغانستان کښی مداخله ونه کړی نو د کلو کلو هلی ځلی بی یی په اوبو لاهو شی.
بالاخره د
1358 کال دجدی د میاشتی په 6 نیټه شوروی اتحاد په افغانستان د نړی د ټولو نورمو په
مخالفت یرغل وکا ؤ په نتجه کښی یی حفیظ الله امین او دهغه بعضی وزیران و وژل او
بابرک کارم یی له تاجکستان څخه په داریو کښی را وغفاوو.
نوموړی
(بابرک کارمل) د دوهم شاشجاع په شکل د شوروی اتحاد به ټانکو سپور به کابل کښی د
ارګ چوکی ته تعین بست شو.
او د
افغانستان خپلواکی په ټوله معنی له خاورو سره خاوری شوه.
د
افغانستان د خلق دیموکرایتک ګوند په ټولو کړو وړو نوشتی کول خونه تنها داچې موژ به
له اصلی موضوع څخه لیری کړی. خو دافغانانو به زخمو به موله سره مالګی شیندلی وی او
په اخیر کښی به مو د قلم له قد سیت سره جفا کړی وی خو دومره باید ولیکو چې:
دغه ګوند
دافغانستان له خپلواکی سره لوبی کړی او د افغانانو عزت یی په پشتونستان وات کښی
لیلام کړی. په افغانستان کښی یی د بی استماره ټولنۍ تر عنوان لاندی د بد اخلاقیو،
بی بندوباریو، شراب خوریو، بی دینیو او غلامیو بنسټ ایشی.
او تر اوسه
په هغو بدمرغیو کښی چې موژ ورسره مخامخ کیږو که د هر چاله خوا وی د دوی سهم پکشی
شته.
په هر صورت
:
د 2001
میلادی کال د سپټمبر د 11 نیټی څخه ورسته د افغانانو او نړیوالی ټولنی له هر
اړخیزه مرکو او جرګو ورسته د بن خاصی پریکړی له مخی چې حامد کرزی یی د عبوری حکومت
د رئیس په توګه
او بیا ئی د استراری جرګی لخوا د انتقالی حکومت رئیس په حیث و ټاکل شو.
بالاخره د
1383 کال بیا هم حامد کرزی د عام ولس لخوا د عامو خلکو په خوشه د ولسمشر په حیث و
ټاکل شو چې دا ټاکنی د افغانستان په ټول تاریخ کښی بی ساری ټاکنې وی چې د
افغانستان د خلکو د خپلواکی او د ارادیت تمثیل یی کاوو.
دا هغه
خپلواکی ده چې د حامد کرزی په دوهم ځل کاندیتوری د نړۍ بعضی هیوادو چې د خپلو
هیواد خودسری او ګټی یی د حامد کرزی په ولسمشری کښی له ګواښ سره مخامخ کیدی د حامد
کرزی په ولسمشری خوشحال نه ول.
چې د حامد
کرزی رقیبانو هم دا خوب لیدلی وو چې حامد کرزی د نړۍ له بعضی هیوادو سره همغږی نه
ده نو خامخا به ولسمشری دوی ته پاتی کیږی.
خوشبختانه
نړیواله ټولنه په دی پوه شوه چې د خلکو زور د خدای پاک (ج) زور ده او د حامد کرزی
دوهم ځل ولسمشری ته یی د افغانانو د خوشی او را یو له مخی مبارکی وویله.
نوددی
لپاره چې له دغی خپلواکی څخه مناسبه ګټه واخستلای شو شه خبره ده چې :
1 د نړیوالو
قوتو راتګ افغانستان ته لکه څرنګه چې په نړیواله ټولنه کښی په رسمیت پیژندل شوی او
افغانستان ته راغلی په افغانستان کښی هم د ولسی جرګی لخوا رسمیت ورکړای شی.
2 دغه قوتونه
ددی لپاره چې د خپلو هیواد د ستراتیژیک اهدافو په خاطر زموژ دهیواد ګټی، خپلواکی،
امنیت او داسی نور له خطر سره مخامخ نکړی نو دوی باید په خپلو ټولو عملیاتو کښی
زموژ له امنیتی قوتو سره په مفاهمه کښی عملیات وکړی.
3 په باندنیو
چارو کښی زموژ کړنلاره باید په بی طرفی ولاړه وی د سیمی او نړۍ له ټولو هیواد سره
(دروسیی په شمول) دوستانه او د ملی منافعو په چوکات کښی اړیکی ټینګی شی. او که
زموژباند یی پالیسی د انتقام اخستلو په بنسټ جوړه شوی وی نو جنګ به په جنګ نه
خلاصیږی او زموژ دا نازکه خپلواکی به هم خامخا له سوال سره مخامخ کیږی.
4 دا یو منل
شوی حقیقت ده چې هغه ټولنه چې په اقتصادی لحاظ په خپلو پښو نه وی دریدلی د هغی
ټولنۍ خپلواکی به خامخا له ستونزو سره مخامخ کیږی .
نو ددی
لپاره چې د دغو
ستونزو د حل لاره مو پيدا کړی وی لازمه ده چې د افغانستان د ولسی جرګی او یاد
نړیوالو کنفرانسو له لیاری افغانان په دی وتوانیزی چې د هغو کومکو ډیره برخه چې
نړیواله حکومتونه یی په افغانستان کښی کوی په خپل لاس کښی واخلی او له هغو کومکو
څخه په بنسټیزو پروژو کښی ګټه واخلی او د افغانستان حکومت به له پوره حساب ورکولو
څخه افغانی او نړیوالی ټولنۍ ته ژمن وی.
5 که موژ په
واقعیت سره خپل جغرافیایی موقعیت و پیژنو او له هغه څخه د ملی منافعو په چوکات کښی
لکه ځرنګه چې شاید او باید دی ګټه واخلو ( له ګاونډیانو سره د سیمی او نړۍ له غټو
قدرتو سره دوستانه اړیکی وساتو او هغو ته دا باور ورکړو چې افغانان او د افغانانو
موقیعت به د هیچا په ضد نه استعمالیږی) نو موژ ته خپل جغرافیایی موقعیت د کار له
لاری کور-کالی-ډوډوی را کوی.
او که موژ
له پورتنی فرمول څخه پوره ګټه تر لاسه نه کړه نو بیا به موژافغانان یو له بل سره
په مختلفو بهانو جنګیژو او زموژ د جنګیدو ګټه به بهرنیان تر لاسه کوی.
بالا خره
که موژ په پورتنی او بعضی نورو مواردو لاس بری تر لاسه کړو بیابه نو موژ د خپلواکی
په حقیقت او د خپلواکی په خوندو پوهیږو.
په درناوی
محمدجان