په خوست کې د اداري فساد پرضد مبارزه د ستايلو وړ ده!!

زموږ په هېواد کې د اداري فساد پرضد مبارزه د ډېر وخت څخه راپدېخواء روانه ده، چې ځينې وخت ډېرې مثبتې لاسته راوړنې لري، او حتی هغه لوړپوړي چارواکي چې د وزارتونو، لوی رياستونو، ګمرکاتو ، ښارواليو او نورو ادارو کې يې دندې درلودې او په فساد تورن پيژندل شوي وه،  د اداري فساد پرضد د مبارزې ادارې لخواء عدليي او قضايي ارګانو ته معرفي شوي دي، خو کومه مبارزه چې د خوست ولايت مشرتابه د ياد فساد پرضد شروع کړې، په واقعي شکل سره د ستايلو وړده، د تېر يو نيم کال څخه راپدېخواء په دغه ولايت کې د اداري فساد پرضد کلکه مبارزه روانه ده، چې په پايله کې يې په فساد تورن  اشخاص چې له جملې يې څارنوالان، د ادارو مسوولين او د ښاروالۍ لوړ پوړي چاواکي يادولی شو عدليي او قضايي ارګانونو ته معرفي شوي، دا چې د خوست  ښاريانو او هټۍ والو همېشه د خوست ښاروالۍ د مسوولينو څخه سرټکوه، چې په خپل کارونو کې اخلاصمن نه دي، خپل ځانونه دومره بې احساسه بولي چې ګواکې هېڅ مسووليت ورته متوجه نه دی، یوازې د هغه څه په کولو بوخت دي، چې د خوست او دګران افغانستان دښمن ممالکو ورته په ګوته کړي، د ښار په دننه کې داسې لوړپوړ ودانۍ جوړ شوي چې   ښار ته يې د ښکلا ورکولو پر ځای د ښار ښکلا  اخيستې او د ښار دننه سرکونه يې دومره تنګ کړي، چې د سرک د يوې خواء څخه بلې خواء ته رسېدل پوره يو ساعت وخت اخلي، د ښار پاکۍ ته يې ۱۰فيصده هم توجه نشته، د  ښار په دننه کې چې کومې پروژې ترسره شوي، د کال په اوږدو کې بېرته تخريب شوي، ځکه چې د کار کيفيت يې ښه نه وه، داسې اوريدل کېږي چې تقريباً په ټولو پروژو او قرادادونو کې ښاروال صاحب خپله برخه اخېسته همداء وجه ده چې د کار يې بې کيفته وه، داسې هم اوريدل کېږي، چې د تجاعي په لومړي، دوهم او درېيم قراردونو کې هم لاس درلودل او هغه چا چې به ډېرې پیسې ورکولې،  دهماغه ننګه او ملاتړ به يې کوه، د دې تر څنګ يې نور ډېر داسې خيانتونه کړي چې د خوست ښاريانو به په ژوند کې هم هير نه شي، دخوست ښاروال يوه نمره ځمکه په دوه درې نفرو څو څو ځلي خرڅه کړې، د خپلې بې کفايتۍ او شخصي ګټو پر سر يې د ښار شاوخواء پنځلس زره (۱۵۰۰۰) دوکانه بې کرايه پرېښي وه، چې هر کال يې په لکونه افغانۍ دولتي بوديجې ته زيان رسولی دی، داسې هم شوي، چې د يو کس په عريضې يې د ځمکې امر اخيستی وروسته يې د هغه مستحق شخص نوم دعرض پاڼې څخه د قلم دنوکې په واسطه په بل نوم تبديل کړی، او ځيني اسناد يې په خپل لاس له منځه وړي، دا ټولې هغه خبرې وي چې موږ د تېرو څوکلونو راپدېخواء اورېدې مګر کله چې خبر شو، د ولايتي ادراې لخواء د ښاروالۍ د دوسيو څيړلو او هر اړخيز معلوماتو راټولو لپاره يوه کميسيون ټاکل شوی، ډېر خوشحاله شوم، او هيله مو پیدا شوه، چې که خدای(ج) کول نور به د هغه فساد لمنه ټوله شي، چې د خوست په ښاروالۍ کې يې جريان درلود، خوشبختانه چې ياد کمېسيون خپل کار په ډېر دقت سره پر مخ يوړو پايله يې دا شوه، چې پورته ذکرشوي ټولې خبرې حقيقت وي، سره له دې چې د خوست ښاروالۍ د کارونو د منظمتيا او چټکتيا لپاره څه موده وړاندې د ښاروالۍ معاون چې يو بااستعداده او تکړه انجينر دی وټاکل شوه، خو بيا هم کارونه په هغه اندازه منظم نه شول، څومره چې طمعه ترې کېدای شوه، دا ځکه چې اوس پوهه شوه د ټولو ناکردو جرړه پخپله ښاروال صیب دی، د ښاروالۍ د ځينو مامورينو له خولې مې داسې هم اوريدلي دي چې هر کله به د ولايت مقام لخواء په ښاروال صاحب د کارونو د منظمتيا او شفافيت په خاطر فشار راوستل کېده، نو ښاروال صیب به ځان کابل ته په يوه او بله بهانه ورسوه، او د څو ورځو تېرولو څخه وروسته به بېرته خوست ته راستون شوه، هر کله به چې خوست ته راورسېد نو بیا به یې ويل چې ما په کابل کې خپل کارونه وکړل، زه هلته داسې خلک لرم، چې له ماسره يې ډېرې ژمنې کړي، او ډاډ يې راکړی، که چيرته د رياست جمهوري څخه ستا په اړه مکتوب هم راشي نو تر خوسته به درونه رسېږي، او کله کله به يې داسې هم ويل چې په ما خو نه ده والي، نه د محلي ارګانونو د خپلواکې ادارې د رئيس او نه هم د ريس صاحب جمهور زور رسېږي، ځکه په کابل کې نور ډېر ملګري لرم چې ماته يې په ياد پوست د ډېر وخت د ناستې کلکه ژمنه راسره کړې ده.
پرون مې د مطبوعاتو له لارې واورېدل چې د خوست ښاروالۍ لوړپوړي چارواکي د اداري فساد په تور څارنوالۍ ته معرفي شو ډېر خوشحاله شوم، ځکه چې دغه بې مسووليته ښاروال  د خپل کار په موده کې هېڅ کومه لاسته راوړنه نه لري، د ښار د منځ سرکونه د کال په اوږدو کې تخريب شوه، نورې هغه پروژې چې د ښاروالۍ د بوديجې څخه منظوري شوې او کارونه يې هم پای ته رسېدلي د څو مياشتو په اوږدو کې تخريب شوي او حتی  د ښار په دننه او شاوخواء برخو کې د شنو ونو، بوټو او نيالګيو ته يې اوبه هم نه دي رسولي چې اوس ټولې ونې او بوټې له منځه تللي.
نن مې د همدغه ښاروالۍ د ځينو کارکوونکو له خولې واوريدل چې ښاروال صاحب اوس هم په دې ډاډه دی چې په څارنوالۍ کې به ورسره څوک مرسته وکړي، مګر زه د خوست مشرتابه او نورو مسوولينو څخه د يو خوست مېشتي په صفت غواړم، چې بايد دا ښاروال د خپل کړو عملونو سزاء په خپله وګوري، بايد د هغه څه ورېبي چې پخپله يې کرلي وه، او بايد د هغه مظلومو اولس حساب ورکړي، چې په سرنوشت يې ښاغلي ښاروال لوبې کړي او د خپل شخصي ګټو په خاطر يې د هغوی رهايشي نمرې د بل په نوم خرڅي کړې وې.
په اخير کې د خوست ولايتي ادارې څخه غواړم چې، خپله دغه مبارزه دې نورو رياستونو او ادارو ته هم وغځوي او هغه څوک چې د خوست ولس او خاورې سره جفاء کوي او اداري فساد ته لمن وهي، په سزاء ورسوي ترڅو مو خوستمېشتي همېشه د ارامتيا ساه واخلي او د هغه څه يې زړه بې غمه وي چې ګواکې د کوم کار په خلاصولو به ترې څوک د پيسو غوښتنه وکړي.
په آخير کې زه د خوست ټولو ځوانانو، هټۍ والو، تجارانو او په ټوله کې د ټولو خوستمېشتو په نماینده ګۍ دخوست مشرتابه د دغه کار ستاینه، ننګه او ملاتړ کوم، هيله ده چې په خپل کارونو کې کاميابه وسي.