کرزي او عبدالله په ولسي جرګه کې بیلابیلو ډلو مشران

په ولسی جرګه کې ناستو یوشمیر وکیلانو د اساسی قانون څخه دملاتړ په نوم ایتلاف هغه مهال جوړ کړ چې ځانګړی محکمې د ۶۲ وکیلانو د ویستلو فرمان صادرکړ دغه ایتلاف ۲۰۰ غړي درلودل او خپل رئيس يې حاجي عبدالظاهر قدير ټاكلی و دغه ایتلاف دجوړیدو له پیله  ټولې پریکړی دحکومت پرضد ترسره کولې او دتغییر اوامید ایتلاف هم تري ملاتړ کاوه ترڅو له دی لاری وکولی شی حکومت ترفشارلاندی راولی اوخپلی غوښتنی پرې  ومني
خو د دوشنبی په ورځ دولسمشر پرضد د ولسي جرګې ددویم نایب  احمد بهزاد  څرګندونې ددې لامل شوی چې داساسی قانون څخه دملاتړ ایتلاف په دوه برخووویشل شي. دولسی جرګې غړی سیدحسین عالمي بلخی وایي له دې امله یې په ولسي جرګه د اصلاح غوښتونکوپه نوم نوی ګروپ جوړکړ چې وکولی شی دهیواد ملي ګټې اود شخصیتونو له حقونو څخه ساتنه وکړي ددغه ګروپ نوي غړي وايي له قانون څخه دملاتړ ایتلاف څخه ځکه جلا شوي چې ددغه ایتلاف مشرانو په لومړیو کې د قانون څخه د ملاتړ خبره کوله خواوس د اساسي قانون پر ضد د یو شمیر سیاسي کړیو د موخو لپاره هڅې او  دهېواد د ملی ګټوپرضد ځینې حرکتونه کوي .
 داساسي قانون څخه دملاتړ د ایتلاف څخه ولسي جرګې ۳۳ وکیلان په داسې حال کې جلا او دغه ایتلاف په دوه برخو ویشل کیږي   چې حکومت اومقننه  قوې ترمنیځ کړکیچ روستي پړاو ته رسیدلی ،حکومت دځانګړي محکمې دپریکړو په پلی کیدو ټینګار کوی خو ولسی جرګه بیا خپل روستي زور وهی چې دټاکنو دخپلواک کمسیون  پریکړه پرځای  پاتې او دسترو لاریونونو ګواښونه کوي
دا هم ویل کیږي چې د قانون څخه دملاتړ په نامه ایتلاف د حکومت اپوزسیون ملاتړ او دخپلې سیاسي مبارزي لپاره تری ګټه پورته کوي چې پرون  یې هم  د یوې غونډې په کولو سره حکومت ته بیا ګواښونه تکرار کړل.
دیادونې وړ ده چې د اصلاح غوښتونکو په ګروپ کې د سعادت ، سبا ، د ملي تفاهم ، ملي مشارکت ، اعتماد او ملي متحد ډلو په ګډون  ۱۰۶ غړي شامل دي  .
ویل کیږي چې د ولسمشرکرزي د اصلاح غوښتونکو ډلې څخه په ملاتړاو دتغییر او امید مشر ډاکټر عبدالله داساسي قانون څخه دملاتړ ډلې ملاتړ دي او دواړه ډلې د محکمې او اساسي قانون پرځاي دمظاهرو او لارو په بندولو سره خپل حقوق غواړي او ویره لیدل کیږي چې یاد کړکیچ به دهېواد په وضعیت بده اغیزه وکړي .