وړي ترې نه ارام ورته صنم لمنه ویړه ده
زړه مې ورته بیا دخپل حرم لمنه ویړه ده
مونږ نه خو دژوند لاره کې لوټ شوې خندنۍ شیبې
غواړي رانه څه چې راته غم لمنه ویړه ده
ته یې چې لا موړ لکه وریئځې په ژړا نه یې
زه یم چې مې اوس هم لکه یم لمنه ویړه ده
مونږ خو يې ستم زغمل په خپله لوی ستم ګڼو
ځینو لا ظالم ته دکرم لمنه ویړه ده
نه کړي شور جانانه خوبولي ارمانونه مې
بیا مې پرې د سرو اوښکو دنم لمنه ویړه ده
شپه ده پردیسي ده خوګلرنګه تصور کې ستا
سترګو مې ستا رنګ ته دشبنم لمنه ویړه ده
څه وکړو (حسنه ) که را اوري دستم ږلۍ
مونږ هم ورته لاندې دقلم لمنه ویړه ده
ډاکتر حسن
وروستي