د(اسلام اوادب)په نامه ځانګړې غونډه وشوه!

فرهاد الله حسېب
جلالکوټ ادبي خوځښت دروان لمريزکال د زمري پر٢١مه دتېرې جمعې پرورځ داسلام اوادب په نامه ځانګړې اونيزه غونډه وکړه.
غونډه سهارنېږدې نهه بجې پيل شوه چې لومړى پکې دغونډې چلوونکي ايمل خان غيورمېلمنوته ترښه راغلاست ويلو وروسته فضل الرحمان زيارمل دقرآنکريم دڅومبارکو ايتونو تلاوت ته وباله.
بيا ليکوال اوديني عالم استادمحمدغني فاروقي دګردي مېز په بڼه دغونډې دچلوونکي اوګډونوالو هغه پوښتنې ځوابې کړې چې داسلام له نظره دادب داصولو اومعيارونو په اړه وې.
استادفاروقي دخبروپه يوه برخه کې يې وويل،ځينې شاعران په شعرونوکې يې  پرخداى(ج)،جانان،مينې اويوشمېر نورونومونوقسم يادوي چې ښه کارنه دى اواسلام جوازنه ورکوي.
په يوه بله برخه کې يې هغه شاعران داسلام له نظره ترنيوکې لاندې وګڼل چې په وينايې درباري شاعري کوي اودالله تعالى(ج)لخوا پرې لورول کېدونکى الهام دزروزور په واک کې کوي.

 
په دغه غونډه کې دجلالکوټ ادبي خوځښت پرنېږدې دېرشو غړوسربېره ليکوال اودسياسي چارو کارپوه استادشېرعلم امله وال اوځوانو ليکوالو:عطامحمد هيله من،.مبارز ځيرمن،شيرين آغاجهانګير ،هارون ناصري اوفېروزخاموش  هم برخه لرله.

 
دغه راز په ننګرهارکې دملي راډيو ټلويزون،اباسين،شرق او ځينو نورو سيمه ييزو رسنيو خبريالانو غونډه ترخبري پوښښ لاندې راوسته.
پراسلام اوادب تربحث وروسته دغونډې وروستۍ برخه کې  دحضرت يوسف يوسفزي په وياندويۍ حمديه اونعتيه مشاعره وشوه چې له کابله راغلي ځوان شاعرمطيع الله صالح،عطامحمدهيله من،الله محمدحسنزي، محمودخزان، فرهادالله حسيب،  سميع الله تندر ،ارشادرغاند،ايمل خان غيور،رحيم الله همراز،جانان زمري، ،سمندرساحل، اميديار،امرالله څپاند،انورالحق يرغل،   فريدملاتړ،صابرشاه ساپي،منصورخزان ،حضرت يوسف يوسفزي اوصيام الدين پسرلي پکې خپل شعرونه واورول.

 
جلالکوټ ادبي خوځښت دهرې جمعې ورځې پرسهاردننګرهارټولنيزمرکزمېديوتيک په انګړکې اونيزه ادبي غونډه کوي چې پکې دادبي درس،کره کتنې اونورو برخوترڅنګ ازاده مشاعره هم شامله وي.
داځانګړې غونډه دجلالکوټ ادبي خوځښت پرله پسې دريڅلوېښتمه اونيزه غونډه راځي.