
محمداصف صميم
ښه راته ياد نه دي ، چې ورځ اونېټه به څه وه ؛ خود1354 لمريزکال داوړي منځ ؤ ، دکابل پوهنتون دپوهې اوزده کړې په راڼه اونيلي سين کښې زمادﻻمبودرييم کال و، دزرونو نورو ﻻمبوځنوغوندې ماهم ددې ناپوهي پاکوونکي سين نه پوريواتۀ دژونديواځنی ارمان ګاڼه ؛ خوروسره ديوۀ ورک اونااشنابرخليک په لوري روان وم . دکابل له فرهنګي ټولنو، مرکزونو او
رجالونوسره راته راشه درشه دخپل ارمان دترسره کولويو پړاو ښکاريده .
پښتوټولنه هم دغسې يوه اداره اومنځۍ وه ، چې له نيمې پيړۍ راهيسې يې دپښتوادب او فرهنګ په بډايينه کښې په زړۀ پورې ونډه ترسره کړې وه اوزمونږپه څېر_ ځوانانوتنده خوبه په هروخت ورتلوهميشه ماتيده .
يوځل دخپل عادي ورتګ په ترڅ کې په دې نيت ﻻړم ، چې دټولنې نوي چاپ شوي څوکتابونه په بيه واخلم . درسمي دودله مخې مې غوښتنليک وليکه اودټولنې دمشردفترته وختم ، ددويم پوړيوې لويې خونې ته _ چې رياست ، پرې ليکل شوي و _ مې دننوتواجازه واخيسته ، ددفترپه کيڼ ﻻس ته کونج کې کښې يوسورسپين روغمن او ورين تندی پښتون خپل ميزته ناست و، له ورننوتوسره يې دنورو دفترونودچلن پرخلاف په ډېره لوروونکي اومينه ناکه بڼه روغبړراسره وکړ،په ﻻس کښې نيولې پاڼه يې رانه واخيسته اودکيناستويې راته وويل ، هغه پاڼې ته کاته اوماهغه ته . ترلوستووروسته يې راته وويل :
له ژبې اوفرهنګ سره ستاسې غوندې ځوانانومينه خودډېرې ستاينې وړده ، خوکاشکې چې ددې په بدل کښې خوزمونږرسمي ﻻسونه ستاسې دهڅونې له پاره تش نه وای . ګنې اوس به مو دغه يوڅوکتانه وړيادرکړي وای . مايې ددې خالي لورونې هم مننه وکړه . ماويل داخوبه په بيه واخلم او نوربه ګورو .
هغه په خپل ښکلي نستعليق دليک پاڼې په پای وليکل :
(( امين الله خان تحويلداردې دنقدوپيسوپه مقابل کښې پورتني کتابونه ورکړي )) . ﻻسليک .
ماپاڼه ترې واخيسته اودوی ورسره يولورونه هم راباندې ولوروله وويل :
که استادرشاد ستاسې اړتياتاييدکړي ، نوموږ ته به درسره ،دمرستې لپاره ﻻره هواره شي .
زه ترې په مننه اودرناوي کولو راووتم ، کتابونه مې له امين الله خان نه واخيستل اودپوهنځي په پښتوڅانګه کې پوهاندرشاد ته ورغلم ؛ له استاد رشادسره مې هم ړومبی ځل کاته وو، ځان مې ورته دمحصل په توګه وروپېژاند، دپښتوټولنې دمشرپيغام مې ورته واوراوه ، هغه موسکی شو، ويل دا خو خورا ښه کاردی ، خو ﻻربه نشې ؛ ما ورسره ددوی دتاييد ليک دپټ ساتنې لوزوکړ ، استاد راته پرپاڼه خپل تاييداوتصديق وليکه :
دپښتوټولنې ښاغلی رييس !
(( محمداصف )) يوزيارکښ محصل معلوميږي ، که يوڅو ټوکه کتابونه وړياورکړشي ، ګټورکاردی .
ﻻسليک .
زه په جاموکې نه ځاييدم ، يومې کتابونه ګته کول اوبل خپلودوو مشرانواستادانوسره ددوستۍ پلمه په ﻻس راتله ـ
نيغ پښتوټولنې ته ته ﻻړم بياهماغه پروني دفترته وختم ،ترسلام وروسته مې عرض وکړ، ما ويل :
پښتانه متل کوي چې يوپه ست ښه ښکاري اوبل په نه خوراک . خومادمتل پخلی مات کړ، دپوهاندرشادتاييدمې هم راوړ . هغه وخندل ، ويل ډېردې ښه وکړه ، بيايې راته پرپاڼه څه ليکل ؛ خوماته يې وويل :
په دې پاڼه کې لومړی خپل اړتياوړڅلورپنځه ټوکه کتابونه وليکه . ماخپل مطلوب نومونه وليکل او پاڼه مې داحکامولپاره بېرته ورکړه . هغه پرې بياهمغې مخکينۍ مرجعې ته دوړيا راکولووليکل اوترې وﻻړم . په وړياکتابونوکې راته دوه (( پښتوپانګه )) او (( دڅېړنې ﻻرښود)) اوس هم ياد دي .
پرهغې خاطرې دغه دی يوويشت کاله اوړي ، مونږبياسره ونه ليدای شول ، همغه مولومړی او وروستي ليدۀ شول . نه رښتيا دروان عيسوي کال په سرکښې مې په يوه بله بڼه وليد، يعنې نيم کاته مو وشول اوهغه داسې چې دا تيره جنوري راته هېوادمل صاحب يوليک راکړ، ويل :
روهي صاحب درته له جرمني نه ليک راليږلی . زماذهن د روهي صاحب دنامه په اوريدو او بيان زما لپاره دليک په راليږلو، شل يوويشت کاله دمخه يادونه تازه کولوته هپه وکړه او دهيلواونهيلوپه يوه رنګين امتزاج کښې مې ځان نغښتی وليد.
ليک مې وسپړه ، هغه ښکلي ، مينه ناک او لوروونکی هماغسې په تور رنګ ليکلی ليک مې ولوست ، رښتياچې دهغه خبره :
(( زماليک تشريفاتي بڼه نه لري اوزما دخپل ضميراواز دی )) . هغه ته دننګرهارفرهنګي ټولنې مهالنۍ خپرونه ((ګندهارا)) له کومې خوا ورسيدلې وه اوهغې له مخې يې پرفرهنګي ټولنې دخپل ادبي عادت له مخې يوه په زړۀ پورې کره کتنه کړې وه اويوڅه ملي مشورې يې راکړې وې ، خوبيايې هم ورسره ليکلي ووچې :
(( دمجلې په برحه کې قضاوت بل وخت ته پرېږدم )) .
زه دمحترم روهي صاحب ددې لورونې دمننې په تکل کې وم ، نن اوسبامې کول ، چې دثور پر29 سهار( شنبه ) ننګرهارپوهنتون ته ﻻړم ، په پښتوڅانګه کې له کيناستونه مخکې راته وويل شول :
بيګاه دې خبرونه واوريدل ؟
ماپه ((نه )) ځواب ورکړ، ويل روهي صاحب پورلنډکړ.
انالله وانااليه راجعون
ماويل همدا اوس مې داستاذانوسره په بس کې يوه استادته ديوې موضوع په اړه دروهي صاحب حواله ورکړه اوچې څومې يوې ملي اوفرهنګي ضايعې ته پام کيده ځان راته په دې ګرم ښکاره شو، چې په دې پنځومياشتوکې دې هم غاړه ورته دمننليک په ليکلوخلاصه نه کړه ، له مخې يې رڼااو ارمانونه يې پوره شوي اوسه .