محترم ډاکتر صاحب٠
سلامونه او ښې هيلې٠ په دی هيله چې دا توره شپه مو سحر شي او سحر مو بختور، د \" تورې شپې \"ترعنوان لاندې يو
ازاد نظم در لېږم که مو خوښ شي٠ په درناوي
توره شپه
-------------
د تورې شپې توره لمن کښې
د تورو تيا رو تر څنګ
د خپل تور تقدير
د تور کتا ب
د تورو کرښو په مېنځ کښی
د تورو تورېو تر شا
د تورو ايرو لاندې
د اور
د هغه سپرغۍ
د موندلو په هيله چې
له تر اوسه هم
د مرګ سره
په جنګ ده
او پدې هيله چې
د کوم بختور سحر
د بختور باد
بختوره څپه به ئې
د مخ نه
تورې ايرې
ليرې کړي
او
دغه سپرغۍ به
لکه د سبا د ستوري
د يوه نوي سحر
زيرۍ اوړي
د داسې سحر چې،
د زرين لمر
زرينې وړانګې به ئې
زما د کلي
تورې تيارې کوڅې
رڼا کړي
او په دې رڼا کښې به
زۀ
يو ځل بيا
ستا د ښکلي مخ
ننداره وکړم
١٦/٦/٢٠١١ پېښور م٠ق٠مئېن
وروستي