محمد يعقوب شرافت
"يا ايها الذين امنوا كتب عليكم الصيام كما كتب على الذين من قبلكم لعلكم تتقون"
كه په روژه څه تفصيلي بحث وليكل شي نو دي کې شك نشته چي ډير پاڼي به ونيسي خو په دي ليكنه كي مو يوازي دقرانكريم په رڼا كي دروژي په فرضيت، فضيلت او څه نورو مهمو مسئلو لنډي خبري، دپوره تفصيلاتو لپاره لوستونكي كولاى شي چي دتفاسيرو، احاديثو او فقهي كتابونو څخه استفاده وكړي.
دروژي دفرضيت سره دصوم اصطلاح او دغه عمل دمسلمانانو لپاره كومه نوي او دتعجب خبره نه وه دا ځکه چي داسلام دسپيڅلي دين دراتگ نه دمخه هم لوى خداى "ج" وخت په وخت پخپلو بندگانو روژي فرض کړي وي.
كه څه هم دتيرو ټولو قومونو دروژو دكيفيت او كميت په هكله بشپړ معلومات نشته خو مفسرين په دي عقيده دي چي د روژي عبادت دنوح عليه السلام دوخت نه را په ديخوا راروان دي.
په هر حال،دي كي به شك د ناپوهى خبره وي چي الهي پيغمبران ع دتوحيد دلوړ او عالي مرام دتبليغ ، تفهيم او ترزيق لپاره مبعوث شوي او طبيعي ده چي ددي ستر او بي مثله هدف دتحقق لپاره ډيرو كلكو هلو ځلو ته ضرورت ليدل كيږي او داسي ښكاري چي په هغو امتونو چي جهاد فرض شوي روژه هم پري فرض شوي وه لكه چي شهيد سيد قطب پخپل تفسير "فى ظلال القراّن" كي په دي هكله وايى ( ولقد كان من الطبيعى ان يفرض على الامه التى يفرض عليها الجهاد فى سبيل الله )
داطبيعي خبره ده چي روژه په هغه امت فرض شي په كوم چي جهاد فرض شوى وي. ددي مطلب دادى چي روژه مسلمان دجهاد دفريضي ادا كولو ته په ښه توگه تيارولاى شي لكه چي مونږ افغانانو ته روژي د روسي وحشي امپراطورى په ضد جهاد كي دكلك مقاومت روحيه را په برخه كؤه.
دتيروقومونو روژي
په تيرو قومونو دروژو د فرضيت په هكله په خپله حكيم ذات "ج" په قرانكريم كي د (.... كما كتب على الذين من قبلكم) ارشاد فرمايلى دى دا چي دوي څنگه او كله روژي نيولي مفسرينو پكي ډير څه ليكلي خو ډير په دي خبره متفق دي چي تيرو وختونو كي هره مياشت دري دري روژي نيول فرض شوي وه لكه چي مختصر ابن كثير په دي هكله ليكي:
"روژه لومړى دتيرو امتونو په څير وه چي هره مياشت دري روژي نيول كيدي او دا شرعي حكم د حضرت نوح ع دزماني نه پيل شوى و چي دغه طريقه د رمضان دمياشتي په فرضيت سره پاى ته ورسيده."
همدا راز حسن بصري رح وايى لكه څرنګه چي په مونږ پوره مياشت او معلوم شمير روژي فرض شوي همدارنگه په تيرو امتونو هم فرض شوي دي په اهل كتابو هم روژه فرض وه خو له دي امله چي كله به روژه په يخنى او كله به گرمى كي راتله روژي ته يي په ټاكلي وخت كي ډډه نه ليګيده او په خپل سر يي دروژي لپاره دسپرلي موسم چي معتدله او نرمه هوا لري وټاكه.
دمسلمانانو روژه
مخكي لدي چي دهجرت په دوهم كال روژه په مسلمانانو فرض شي رسول كريم صلى الله عليه وسلم به هره مياشت دري ورځي او دعاشوري د ورځي روژه نيوله خو د لوى خداى "ج" لخوا د روژي دفرضيت په هكله كوم صريح حكم د وحي په توگه نه و راغلى چي بيا لوى خداى "ج" دهجرت په دوهم كال دبدر دغزا نه لږ مخکې دا مبارك اياتونه نازل كړل (يا ايها الذين امنوا كتب عليكم الصيام كما كتب على الذين من قبلكم ...... وعلى الذين يطيقونه فديه طعام مسكين)دپورتنيو مباركو اّيتونو په نازليدو سره روژه په مسلمانانو فرض شوه خو شمير او ټاكلى وخت يي معلوم نه و.
د (على الذين يطيقونه ....) مبارك ايت په تفسير كي عموماً دوه رايى موجودي دي.
1_ ددي نه مطلب يوازي هغه خلك دي چي په زيات تكليف سره دروژي نيولو توان لري.
2_ هر مسلمان اختيار درلود چي روژه نيسي او كه په مقابل كي يي فديه وركوي په هر حال دا چي مسلمانانو ددي حكم نه وروسته څه ډول روژه نيوله په دي حديث شريف كي يي كتلاى شو:
روى ابن جرير عن معاذ بن جبل رض انه قال (ان رسول الله صلى الله عليه وسلم قدم المدينه فصام يوم عاشورا وثلاثه ايام من كل شهر ثم انزل الله عزوجل فرض شهر رمضان فانزل الله تعالى ذكر (يا ايهاالذين امنوا كتب عليكم الصيام) حتى بلغ (و على الذين يطيقونه فديه طعام مسكين ) فكان من شاء صام و من شاء افطر واطعم مسكينا ثم انزل الله عزوجل اوجب الصيام على الصحيح المقيم وثبت الاطعام لكبير الذى لا يستطيع الصوم....)
په دي حديث شريف كي دروژي دفرضيت نه مخكي درسول الله ص روژه هم وښودل شوه او د روژي د فرضيت نه وروسته دمسلمانانو دروژي ډول هم را په گوته شو او هغه دا چي كه دچا خوښه وه روژه به يى نيوله او كه دچا خوښه وه روژه به يي نه نيوله او مسكين ته به يي خواړه وركول د پورتني حديث شريف راوي وايى بيا لوى خداى ج نور اياتونه نازل كړل او روژه يي په روغ مقيم فرض كړه او دفديى حكم د هغه زړو په برخه كي چي روژه نشي نيولى ثابت پاتي شو بيا كم او زيات يو كال وروسته لوى خداى ج دروژي دشمير دتعين او دروژي دمياشتي (رمضان المبارك) دروژي دفرضيت په هكله دا اياتونه نازل كړل.
(شهر رمضان الذى انزل فيه القراّن هدى للناس وبينات من الهدى والفرقان فمن شهد منكم الشهر فليصمه ... لعلهم يتقون)
په دي مباركو اياتونوكي دروژي شمير چي يوه مياشت دى او هم ټاكلى وخت چي درمضان المبارك مياشت ده تعين او وټاكل شو لكه چي دمخه وويل شول وعلى الذين يطيقونه... دحكم په هكله مفسرين عموما دوه ډوله راى لري همدا راز ځيني مفسرين (فمن شهد منكم الشهر فليصمه...) دهمدي تير حكم (وعلى الذين يطيقونه...) دحكم لپاره ناسخ ګڼي او وايى چي دغه حكم ددي ايت (فمن شهد منكم الشهر فليصمه) په نزول سره منسوخ شواو له دي وروسته مسلمانان بايد. روژي ونيسي . او دفديي حكم همدلته له منحه لاړ)
عبدالله بن عباس رض چي دتفسير په هكله يى رايه تر نورو معتبره ده دا ايات په بشپړه توگه دتير حكم ناسخ نه ګڼي بلکي يواځي د هغه اختيار نسخه يي بولي کوم چې د فديي ورکولو او روژي نيولو تر منځ موجود ؤ او وايى دفديي حكم اوس دشيخ فاني په هكله په ځاي پاتي شو چي اوس هم همدغه رايه معتبره ګڼل كيږي. دپوره وضاحت لپاره دي تفاسير وكتل شي.. معاصر مفسر محمد علي صابوني په دي هكله د (يطيقونه) نه مراد هغه خلك دي چي دروژي نيولو توان يي ډير مشقت او تكليف سره درلود چي زاړه او داسي نور په اسانى سره دروژي نيولو توان لري.
دى زياتوي او ليكي عرب وايى (اطاق الشيئ) داهغه وخت وايى چي قدرت يي په نهايت ضعف او وروستۍ كمزوري درجه كي وي نو دشيخ صابوني په نظر د (يطيقونه) څخه هم ضعفاء او كمزوري خلك مطلوب وه.
ده دتفسير جلالين د "لا" قيد چي د (يطيقونه) سره يى ايښې په همدي دليل چي د (يطيقونه) نه په خپله مطلب ضعفاء دى ضرور نه ګڼي.
دقران كريم په حكم كي مريض او مسافر ته دروژي دنه نيولو رخصت وركړل شوى دى. په اوسني وخت كي د مريض او مسافر مسئله خورا اهميت لري داځكه چي شارع د مرض او په دي هكله دسفر كوم حد نه دى ټاكلى.
موږ ګورو اوس زمونږ په عصر كي ډير هغه خلك چي ځانونو ته ښه چاندي مسلمانان هم وايى په دي بهانه چي مريض يم يا ډ اکتر راته ويلي او يا مسافر يم روژه خوري او په دي ډول ځانته د روژي نه د تيښتې يوه لار برابروي په دي هكله علماؤ ډير څه ليكلى (دوائع البيان فى تفسير ايات الاحكام) دتحقيق او څيړني په پاى كي ليكي:
كوم مرض چي په واقعي توگه بدن ته ضرر رسوي يا دمرض علت نور هم زياتوي او يا دمريض جوړوالي ځنډوي هغه مرض ګڼل كيږي چي مسلمان ته دروژي خوړلو اجازت وركوي.
مريض ته خو دروژي دخوړلو اجازت ددي لپاره وركول شوى چي دى په سختى كي ونه لويږي نو دمعاصر مفسر محمد علي صابوني په الفاظو د ګوتي په درد كي څه مشكل دى؟ او يا سرسري سردرد چي ډير سخت نه وي څه تكليف لري؟
همدا راز كچيرته مريض دروژي دنيولو توان لري په سختۍ او ډير زور سره يي دنيوني كوښښ كوي نو مستحبه "ښه" خبره داده چي روژه وخوري ( ځکه چې لوى خداى ج فرمايى : يريد الله بكم اليسر ولا يريد بكم العسر) دسفر په برخه كي مفسر محمد علي صابوني د د ټولو اړخونو د رايو او دلايلونه وروسته دامام ابو حنيفه قول ته ترجيح وركوي او په دي ډول نتيجه اخلي.!
( لدي امله چي په عبادتي امورو كي داحتياط نه كار اخيستل په كار دى او ددري شپو اوورځو نه كمه موده په خپله په دري شپو او ورځو كي شامله ده نو ښه خبره داده چي ددري شپو او ورځو د پياده برابر مزل اندازه معتبره وګڼل شي.
نتيجه دپورتني بحث نه لاندي مطالب په لاس راځي:
1_ روژه داسلام نه مخكي هم په نورو امتونو فرض وه.
2_ دفرضي روژي موده يوه مياشت او وخت يي درمضان المبارك مياشت ده.
3_ دمريض او مسافر لپاره د روژي خوړل روا دي چي بيا به يي قضا راوړي.
4_ هغه ضعيف كسان ( ز اړه او کمزوري) چي روژي نشي نيولاى دروژي دخوړلو اختيار لري بلكي ښه داده چي ويي خوري، او فديه به وركوي.
5_ قران كريم دروژي په مباركه مياشت كي نازل شوى دى.
البته دروژي د ډولونو او نورو احكامو په څير نور هم ډير احكام شته چي دلته پري بحث نه كوو.
رمضان يعني څه؟ رمضان دعربي ژبي لفظ دى چي درمض نه اخيستل شوى او رمض دلمر تيزوالي ته وايى دروژي مياشتي ته هم رمضان لدي امله وايى (يرمض الذنوب) يعني گناهونه سوزوي مطلب دا چي گناهونه دروژي په نيكو اعمالو سوزي او له منځه ځي.
"زمخشري" وايى كله چي دپخوانيو مياشتو نومونه د زړو ژبو نه نويو ته په ترتيب سره رابدليدل نو ددي مياشتي نوبت او وار په داسي موسم كي راغلو چي خورا سخته گرمي وه نو په همدي اساس ورته درمضان نوم كيښودل شو.
درمضان دمياشتي فضيلت
كه هر څومره ددي مياشتي دفضيلت په هكله څه وليكل شي خو زما په نظر له دي نه په زيات شرف، فضيلت او عزت چرته وي چي رب كريم ذات "ج" دغه مياشت دقران كريم په نازلولوسره تر نورو مياشتو غوره كړي او دا لا څه بيا ددي مياشتي دليلة القدر شپه يى د زرو مياشتو نه غوره ګڼلى خداى "ج"په دي مياشت كي د قران كريم د نزول په هكله صراحتاً وايى "شهررمضان الذى انزل فيه القران هدى للناس وبينت من الهدى والفرقان" رمضان كي د داسي يو (مومن به) كتاب نزول ثابت شو چي هغه گرد بشريت ته هدايت او لار ښوونه كوي او همدغه كتاب دبشري ټولني د ټولو غورزو پرزو، منډو ترړو، جګړو او لانجو په هكله غوڅ او قاطع فيصله كوونكي دى او بالاخره همدغه كتاب د حق او باطل ترمنځ توپير كوي.
مطلب دا چي كه دانسانانو عقل هر څومره ښه او بد سره جلا كړي دحق او باطل ترمنځ توپير وكړي خو دقرانى احكاموو دفيصلو په تله چي برابر نه وي هغه سمي فيصلي ندي بلكه دښه او بد ، حق او باطل سم او ناسم ترمنځ توپير او فرق ګر دي بشري ټولنې ته يوازي او يوازي همدغه كتاب "قراّن" ښودلاى شي او په مقابل كي نور ټول اسماني كتابونه صحيفي منسوخي او ټول بشري قوانين باطل او مردود دي.
مختصر ابن كثير د درمضان المبارك د فضيلت په هكله ليكي رمضان هغه مياشت ده چي الهى كتابونه به په دي مياشت كي په انبياء عليهم السلام نازليدل.
احمد دواثله بن اسقع نه په يوه روايت كي داخبره ښودلي چي په ابراهيم عليه السلام صحيفي، توارت او انجيل هم په رمضان كي نازل شوي. لنډه دا چي زمونږ په نظر درمضان المبارك همدومره لوى، شرف او عزت بس دى چي قران كريم ټول اسماني كتابونه او صحيفي په همدي مياشت كي نازلي شوي دي.
ليله القدر چي دكال دگردو شپو نه او حتى دزرو مياشتو نه بهتره ده په همدغه مباركه مياشت كي وجود لري لوى خداى ج دليله القدر ذكر داسي فرمايى:
"انا انزلنه فى ليله القدر وما ادراك ما ليله القدر ، ليله القدر خير من الف شهر.... حتى مطلع الفجر"
دليله القدر دشپي په هكله مفسرين وايى چي دغه شپه درمضان المبارك په وروستيولسو ورځو كي پټه ده چي هغي كي هم طاقو شپو يعني يويشتمي، درويشتمي، پنحه ويشتمي اووه ويشتمي او نهه ويشتمي كي يي احتمال ډير ليدل كيږي او بيا په دي شپو كي مفسرينو او محدثينو درمضان المبارك اوه ويشتمي شپي ته په ډير احتمال دليله القدر شپه ويلي ده په هر حال رمضان المبارك دكال د دولسو مياشتو سرداره او ليله القدر خو په دي ټولو شپو دومره فضيلت او بهتري لري چي دستايني لپاره يي دنړى په يو قاموس كي هم مناسب الفاظ نه وينم.
دليله القدر دفضائلو په هكله ډير احاديث او اقوال رانقل شوي خو دلته په همدي يو حديث اكتفا كوو چي عايشه رض فرمايى كله به چي درمضان المبارك اخري لس شپي داخلي شوي نو رسول الله صلى الله عليه وسلم به پرتوګاښ كلك كړو شپه به يي ژوندى كوله او خپل اهل به يي رابيدارولو يعني درمضان المبارك په اخرو لسو شپو كي به رسول كريم ص دښه عبادت لپاره پرتوګاښ كلك كړو ( دايوه داسي اصطلاح ده لكه مونږ پښتانه چي وايو بډي مي را ووهلي) مطلب ترينه يو كار ته جدي اقدام وي دلته هم مطلب دادى چي ځان يي ورته ښه چمتو كړ دشپي به يي تهجد او لمونځونه كول او يوازي په دي يي اكتفا نه كوله بلكي د خپل كور نور غړي به يي هم دشپي دلمونځ دعاگانو او خداى ج څخه دبخښني غوښتني لپاره رابيدارول ، ځيني علماوْ دپرتوګاښ دكلكولو نه د"كورواله" څخه دځان ساتلو مطلب هم اخلى ،
همدا راز درمضان المبارك د ټولي مياشتي دفضيلت او ښيګڼو په هكله زيات احاديث رانقل شوي چي دابو هريره ديو روايت شوي حديث په يوه برخه كي راځي ( والذي نقسي بيده لخلوف فم الصائم ... الحديث) قسم مي دي په هغه خداى ج وي چي زما روح دهغه په واك دى چي روژه دار دخولي وإم او بوى لوى خدا جى ته دمشكو دبوى نه هم بهتره دى روژتي خوراك څښاك او شهواني كاروبار دخداى ج لپاره پريږدي او لوى خداى ج وايى روژه زما لپاره ده او زه به يي جزاء (ثواب) وركوم همدا راز په يو بل حديث شريف كي رسول كريم ص فرمائى :
"روژه ډال دى، مسلمان د بدو كارونونه منع كوي او كه دچاسره څوک جګړه وکړي او يا ورته کنځلي وکړي نو هغه دي ورته ووايى زه روژه يم"
قسم په خداى ج چي د روژتي د خولي بوى خداى ج ته دمشكو د بوى نه هم بهتره دى ځكه چي دي روژه كي خوراك څښاك او خپل شهوات دخداى ج لپاره پريږدي.
دروژي ګټي دي كي شك نشته چي دحكيم ذات لوى خداى ج لخوا فرض شوى هر حكم كي بي شميره حكمتونه پراته دي او دا گرد د بشريت دخير او ښيګڼي تضمين كوي په همدي ډول روژه هم داخروي ګټو تر څنګ زياتي د نياوي ګټي لري خو مونږ مسلمانان بايد دنياوي ګټو په اميد نه بلكي په دي اميد چي روژه دلوى خداى ج لخوا فرض شوى او دده حكم عملي كوو روژي ونيسو كه هر څوك يي له شرعي ملحوظاتو ددنياوي صحي او يا نورو ګټو په منظور خوله وتړي او ځانته روژتي وايى په حقيقت كي نه يي رژه روژه ده او نه خو داسلام په نظر هغه روژتي دى.
حتى ځيني خلك دروژي دنياوي ګټو نن سبا يوازي په مادياتو كي خلاصه كوي مثلا كه دروژي هغه ګتي بيان شي چي صحت پري وده كوي نو دداسي خلكو په نظر دا ريښتيني دنياوي ګټه ده خو زمونږ په نظر روژه كي داسي ډير ښيګڼي شته چي انسان په دنياوي ټولنه كي د انسانيت لوړ معيار ته رسولاى شي او انسان ته په حقيقي توگه دنورو سره د همدردي رشښتيني درس وركوي علماوْ او پوهانو دروژي ډيري زياتي فايد داسي فايدي ښودلى چي مونږ يي په لنډه توګه دلته ديو څو يادونه كوو.
1_ روژه يومسلمان دلوى خداى ج سره داسي اړيكو ته متوجه كوي چي له هر چا پرته يوازي روژتي او خداى ج يي پري خبريږي.
2_ روژه يو مسلمان ته دصبر او استقامت درس وركوي چي له همدي امله نه يوازي دا چي مسلمان د هر ډول سختيو او مشكلاتو دمقابلي توان پيدا كوي بلکي د يو مسلمان نفس داسي تربيه كوي چي دخپل ځان دخواهشاتو دبندگى او اطاعت نه يي دلوى خداى ج عبوديت ته رابلي.
3_ روژه په مسلمان كي دميني، محبت او همدردۍ روح را ژوندي كوي په خپله لوږه اوتنده دبي وزلو، خوارو كونډو او يتيمانو دحال نه خبريږي كه دي هر څومره ددي حال نه د څنګ ته كيدو كوښښ وكړي خو په هيڅ صورت كي نشي كولاى چي لوږه او تنده محسوسه نكړي او دا كم وكيف يي دنورو مرستي ته هڅوي.
4_ اوله ټولو نه خو لويه خبره داده چي روژه مسلمان دلوى خداى ج نه په په ډاګه او پټه کې داسي ويري ته متوجه كوي چي د د ګردي نړۍ پوليس دداسي حس دپيدا كولو توان نلري استاد محمد علي صابوني په دي هكله ليكي : رب العلمين ذات ج دروژي دفرضيت په وخت كي فرمايلي "لعلكم تتقون" دويري او تقوى لپاره يي دروژي فرضيت ښودلى داسي يي نه دى ويلى چي "لعلكم تتالمون" چي ودريږي او يا "لعلكم تجوعون" چي وږي شي يعني د روژي فرضيت ددي لپاره راغلى چي مسلمانان دخپل رب نه وډار شي نه دا چي دروژي په لوږه سره درد من او يا وږي شي همدا راز په روژه كي داسي نوري ډيري زياتي ګټي ليدل كيږي چي په ورځني ژوند كي دمسلمانانو ترمنځ دميني محبت دپيدا كولو او ډيرو ستونزو د ليري كيدلو سبب كيږي.
ددي تر خوا ننى طب په طبي لحاظ هم روژه بد ن ته ګټوره بولي دمعدي، ويني او زړه ډيرو مرضونو ته يي دعلاج په توګه ښيې.
دمثال په توگه زه په خپله د زړه يو مريض يم زما په وينه كي كولسترول زيات دى او ددي لپاره يو ډول دوا په پرله پسي توگه خورم خو روژه كي دغه دوا د پخوا په نسبت څوچنده كموم او نه يوازي دا چي كولسترول مي دنورمال حالت څخه نه لوړيږي بلكي په نور صحت مي هم مثبت تاثير كوي.
او ددي ترخوا دمطلقي روژي يوه بله ګټه د يو ريښتيني مسلمان لپاره داده چي روژه دهغه سربخوده شهواني قوي ته دمهار حيثيت لري لكه چي رسول كريم ص يوه ځل وويل "يا معشر الشباب من استطاع منكم الباه فليتزوج..... ومن لم يستطع فعليه بالصوم فانه له وجاء" يعني كه څوك دنكاح توان لري نو نكاح دي وكړي او كه وسه يي نلري نو روژه دي ونيسي ځكه چي روژه شهواني قوه ماتوي.
تراويح او اعتكاف تراويح درمضان المبارك د ځانګړي عبادت څخه شميرل كيږي چي په مسلمانانو يي ادا كول سنت دى.
خو دا نن سبا چي عموما ً زمونږ په ټولنه كي په كوم ډول تراويح ادا كيږي سم او په ځاى نه بريښي ځکه خلك كوښښ كوي چي ژر ژر يي ادا كړي او په دومره ژر ژر كولو سره اكثره وخت د قران كريم الفاظ لاندي باندي كيږي او معنى دومره غلطه راوځي چي دنفي نه اثبات او د اثبات نه نفي جوړيږي .
مسلمانان بايد تروايح هم دسنت لمونځ په توګه وپيژني او په خورا احتياط ، توجه، خضوع او خشوع سره دا لمونځ هم سرته ورسوي اعتكاف هم يو داسي عبادت دى چي په روژه كي سرته رسيږي كه څه هم ځيني فقهاء وايى چي اعتكاف دروژي نه پرته هم كيږي خو امام ابو حنيفه رح د اعتكاف لپاره روژه شرط ګرځولي په هر حال ځيني فقهاء وايى چي اعتكاف د (مسجد حرام مسجد نبوي او مسجد اقصى) پوري خاص دى خو جمهور فقهاء وايى اعتكاف په هر مسجد كي روا دى ځكه چي لوى خداى ج فرمايلى (وانتم عاكفون فى المساجد) دلته دمسجد لفظ مطلق ذكر شوى او دكوم خاص مسجد قيد ورسره نشته بايد وويل شي چي دمسجد نه پرته بل ځاي کې اعتكاف روا ندى (داعتكاف شرايط او وخت دي دفقهي په كتابونو كي وكتل شي)
دليكني په وروستى برخه كي بايد ووايو چي صدقه فطر هم درمضان المبارك دخاصو احكامو څخه شميرل كيږي هر بالغ او غني مسلمان مكلف دى چي دكور د ټولو غړيو صدقه الفطر (سرسايه) غريب مسكين او فقير ته وركړي.
ځيني خلك گمان كوي چي د صدقه الفطر وركولو ته ضرورت نشته دوي يي يا اهمه نه بولي او ياوايى چي مونږ هر وخت صدقات وركوو خو لازمه خبره داده چي د صدقه الفطر په نيت يي وركړي. دا ځكه چي دصدقه الفطر وركول واجب دى او دا صدقه دروژي د نيمګړتياوو دپوره كيدلو او ښه قبول سبب ګرځي.
ددي لنډ بحث په پاى كي درب العمين ذات ج ددربار نه هيله كوم چي زمونږ روژه واقعي روژه وګرځي او دغه ليكنه دخپلي رضا په كارونو كي حساب كړي.
امين