سيد جمال الدين افغان د اروپا څخه په راستنيدو کې ويلې ؤ چې هلته اسلام شته او ايمان نشته او دلته ايمان شته خو اسلام نشته

 دپيرس نه لندن ته په راتلو کې يوه وړه غوندى نظاره وکتله چې په هغې سره تاسود پرمختللو قومونو د اخلاقو اندازه لګه ولى شئ چې دا اولنى زده کړه وه چې ماته په تيرو پنځويشتوکلنوکې په خپلو نړيوالو سفرونوکې وشوه .
دپيرس په اورګاډي کې يوه سپين پوستې کورنۍ سفرکاوه چې د هغوى د کور مشر خپلو غوږنوته لسپيکر(ګوشک ) لګولي وه او موسيقې يې اوريده ، چې دغه مهال هغه ته يوه خبره په ياد کې راغله اوخپلې ښځې ته يې په شاکتلوسره لږه په تيزه خبره وکړه ، چې تا زما هغه توکى په خپل توکوکې له کوره راخيستې دي ، چې دده  اواز د عامو حالاتو څخه يوه اندازه لوړ غږ وو څرنګه چې موږ خلک په عامه وخت کې خبري په تيزه کوو لکه څرنګه چې  زموږ سلام دکور نه بلې کوڅې ته ورسيږې  .
اروپايې وګړى په قلاره خبرې کوى چې اوچتې خبرې هغوى په بداخلاقۍ کې ګڼې اود نورو د حقونو خلاف يې هم ګڼې دياد وګړى اواز اوچت ؤ دهغه ښځه او بچودهغه په خبره باندې خفه شول هغوى ته يې  په برندو وکتل چې ښځې يې د غوږونوڅخه  لسپيکرى لرې کړې او په لاس يې ورته اشاره وکړه ، چې په قلاره خبرې کوه ولې ته د خلکو په مينځ کې ناست يې ، هغه ملامته شوو ، ښې اوچپ خواته يې وکتل ، ماهغه ته  په غورسره کتل ، هغه زما طرف ته وکتل او سملاسې يې وويل :  زه بخنه غواړم چې تاسو زما له لخوا پريشانه شوئ چې زه دهغه په شرمنده ګئ شرمنده شوم .
که زه چيرته د علماء کرامو، دموليانو صاحبانو اود مذهب د ټيکه دارانو څخه نه ويري دى نومابه اروپا ، امريکا اوجاپان سربيره د ټولو پرمختللو ټولنو نړۍ ته يوه اسلامى ټولنه ويلې او ګڼلى به مى وى ،  ولې چې زموږ د اسلام چې څومره اصول پدغو هيوادونو کې ليدل کيږې په يو اسلامى هيواد کې نه هم ليدل کيږې  ، دبيلګې په توګه مسلمانانو ته په ورو د خبروکولو  حکم دى چې دغه حکم په اروپايې نړۍ کې  په عملې توګه ليدل کيږې ، چې په يو هيوادکې يې هم بي د څه وجې څخ ه هارن نه وهل کيږې ، ته پخپله کوڅه کې دکور مخې ته يا د ګاونډي د کورمخې ته هم په  تيزه خبرې نه شې کولې ، په کليو، کالونيواو لويوښارونوکې خاموشې وى ، دسورزليند په ډيرى سيموکې د شپي پرمهال د موټرو په چلولو ناغه وى
دشپي پرمهال په کورنوکې فلش نه شې استعمالولئ ولې چې له وجې يې ګاونډيان له خوبه بي برخې کېږې . مسلمانانو ته حکم شوې چې دنورو په ذاتې ژوند کې مداخلت ونه کړې . تاته به دغه اصول هم په اروپانې ټولنه کې مخې ته درځې ، چې خلک به  يې ته  هيڅلکه هم د نورو په ذاتې ژوندکې په کتلو ونه وينې ، څوک به د بل کورته ونه ګورې او د بل چا د تجارتې امدن په باره کې تپوس کول هم غيرقانونى بلل کيږې ،
دغه راز ته د چاد عقيدې پوښتنه هم نه شي کولې څوک چرچ ته ، څوک په درمسال کې تندې بآندې خال ږدې او څوک جومات ته ځې څوک هم په چاباندې عرض نه کوى ، مسلمانانو ته د معذرت او د تشکر حکم شويدې ، په اروپا کې دغه اصول هم ليدل کېږې پدغه ځاى کې چې څوک هم چاته لږ شان تکليف ورسوى نوهغه سملاسې بخنه غواړى او ( سوري ) وايې او چاته که لږ کارضرورى ورپيښ شې نواشاره ورکړه نو تاته  به لارپريښودل شې اوکه لږ غوندې چاته اوخاندې ( مسکى ) نوپه جواب کې به اووايې ډيره مننه ، او په جواب کې به واورى ( يو آرموسټ ويل کم ) په اروپااو امريکا کې که چيرته يوموټر بل موټر ته لار ورکړې نو د مخکې کيدونکى موټر خاوند روسته موټر واله خاوند په لاس سره شکريه کوى ،
دغه راز مسلمانانو ته د خندا حکم شويدى او ورته وويل شوې مسلمانانو ته وويل شوې که بل مسلمان ورور سره مخامخ کيږې نوپه خندا سره دي مخامخ کيږې ، ياد اصول هم په اروپا ، امريکا او دمشرق بعيد په غيراسلامې هيوادونو په نظر راځې ، ته په تلوتلوکې چاته اوګوره نوهغه به تاته ګورې او لږ مسکى شي ، خلک په هيلو او هاى باندې سره وخاندې او لدې وروسته به ستا دريز اوري ، دغه راز مسلمانانو ته د قانون د پابندۍ حکم شوې دى ، ياد اصول هم په اروپا کې په نظرراځې ،
اوهيڅوک هم د ترافيکو سور بلپ څخه نشې اوښتى ، څوک هم د قطارڅخه د مخکي کيدو کوښښ نه شې کولې ، څوک هم د سکې اچوولو بغير د عوامو بيت الخلا ته نه شې ورتلاى ، څوک هم د ګاونډې د اجازى پرته په خپل کور کې لوي ماشين نه شې فعاله کولې ، ښځې په ګرده اروپاکې برمنډى او نيمه برمنډې ګرځې مګر هغوى ته څوک هم په تريو کتلوجرئت نه شې کولې دغه راز د ماشومانود وهلو او يا هغوى ته د بدو ردو تصور هم نه شې کولې ، او څوک د ماشومانو څخه د هغوى د لوستلوحق نه شې اخيستلاى ، مسلمانانوته  د مساوات ( يوشانوالي ) حکم شوې په اسلام کې څوک هم وړوکې او غټ نشته نه عربي په عجمي باندې غوره والي  لرې اونه ددې برعکس ، ياد اصول هم په اروپا کې ليدل کيږې ، په هغوى کې که سپين پوستى او يا تورپوستى وي نو حقوق يې يوشان دى ، ته د رنګ او نسل پراساس دچا حق دخپولاندې نه شې کولى ، ته بل ګيټس يې اوبل که ته شهزاده يې او که هوم ليس زما او ستا حق په هيواد کې برابر برابر دى ، ستااو دنورو خلکو اولاد په يو شان مکتبونوکې زده کړې کوي ، که له تا کوم يوه  غلطې وشي نو قانون او قاضې ستا رتبه نه ګورې ستا او ستا د خاندان علاج به په هغو روغنتونونوکې کيږې په کوموچې د لومړى وزيرانو او دملکى د خاندان علاج کيږې ، او دواړو ته به دواء له دولت څخه ورکول کيږې ، څه موده وړاندې د برتاينې لومړۍ وزير او مرستيال يې يوه روغتون ته په دورى ورغلي ؤ دغه خلک د حفاظتې انتظامانو څخه علاوه ديو مريض پوښتنى ته ورغلې ؤ ډاکټر د رسنيو پروړاندې هغوى د روغتون څخه باهرکړل ، او هغوى په چپه خوله دځايه څخه ووتل ....
مسلمانانو ته نظافت کول د نيمايې ايمان درجه لرې پدغه اصول کې هم اروپا له موږ څخ مخکې ده ته داروپا يې هيوادونو کې دتفريح لپاره کوم يو بڼ ، ريستوران او يا په عامه ځايونوکې پليس  ( کالونۍ ) نه شې جوړولې ترڅوچې دى لومړۍ  بيت الخلا نه وى جوړه کړې ، ددې علاوه د دولت پټي ادارې دهغه صفائې هم ګورې چې پکې صابن ، تشاب کاغذ او هرو ٣٠ دقيقوکې دهغې صفايې کول لازمى دى ، ددغې ځاي کارونکى ټول عام وګړى لاس په صابون باندې ويځې دغه راز په اسلام کې ويل شوې چې لاس ووينځل شې نو بيا هغه په توليې ( دسپاک ) باندې دپاکولوڅخه منع راغلې ، چې د جراثيمو( مکروباتو) له وجې په ګرده اروپا کې هم دغه اصولو باندې خلک کاربند دى په بيت الخلاو کې د لاس د پاکولو لپاره تشناب کاغد وى او هغه ماشينونه وى چې ګرمه هوا کوى چې په ډيرى ځايونوکې دواړه شيان شتون لرى ، خلک د کاغذ د يوى وړى حيصي  اود سکريټ د ايرې لپاره هم کثافتدانۍ ګورې او په هغې کې اچوي ، کوڅې بازارونه ، پياده رو هم هره ورځ په اوبو سره وينځل کيږې ، د ادارو لوى لوى موټرى دخلکو د کورنو مخې ته کثافات اوچته وى په ګرده اروپا کې د ريستورانونو وګړي ګلوز(   داشپزۍ ځانګړى يونيفارم  ) له اغوستلو بغير دخورا ک څښاک موادو ته لاس هم نشې لګولى ، اسلام حکمرانانو ( چارواکوته ) دعامه خلکو په څير د سهولتونو حکم کړيدى ،دغه اصول هم يواځې په هغو اروپايې ټولنوکې ليدل کيږې ، دغه راز دغه وګړى په ټولوخلکو کې پاکدامن او ډير پاکدامنو خلکولره خپل اميران او چارواکى جوړه وي . او دغه امر دعام وګړى لپاره ( کوالتى اف لائف ) کولو لپاره ډير زيات کوښښونه کوى ، په يادو هيوادونوکې د وخت ترټولو سترچارواکو سره حسابى هم کيږې او هروخت کيږې ، ياد چارواکې د ډيرى وړوکې الزام لګيدو وروسته په استعفا ورکولو مجبوريږې ، او اسلام ټولو مسلمانانو د پاکدامنۍ حکم کړيدى ، دغه اصول هم يواځې په همدغو ټولنوکې په نظرباندې راځې ، يادو هيوادونوکې کوم هټيوال تاجر د لږو تللو، ملاوټ ( ګډول ) ديو څيز په بل څيز کې ) اودهغې دخرڅولو سوچ هم نه شې کولې ، ته يو اخيستل شوې څيزپه سلګونو وارې بدلوى شې اوکه پکې لږ نقصان ښکاره شې نواخيستل يې په دوکاندارباندې لازمى دى .
مطلب داچې که چيرته اروپا ته ولاړى نوهلته ټول اسلام ښکارې ، چې موږ يې په کتابونوکې لولو ، زموږ علماء کرام يې موږ ته اوروي ، مګر کله چې موږ اسلامي ټولنو ته وګورو نوموږ ته دلته په جوماتونوکې ، دايمان واله خلک په سترګو کيږې ، ذکر او تقريرونه خوملاويږې ليکن د صفايې څخه واخله تر ايماندارۍ پورې د اسلام د سپيڅلې دين يو اصول هم نه په سترګوکيږې .
که  اروپا ته ولاړشئ ، امريکا او د مشرق بعيد پرمختللى هيوادونو دوره وکړئ نو په هغوى کې به ته ټول ټول اسلام په خپلو سترګو ووينې که چيرته  ته په هغوى کې څه کمى وينو نو هغه کمى يواځې کلمه ليدلى شې  .
که چيرته  دغه خلکو که نن کلمه ولوستله نو دغه خلک به د څوالسو صديو وړاندې بي ساري مسلمانان جوړشې .
موږ سره کلمه په ډيره اندازه ده مګر اسلام په سم ډول نه ښکارى اوتاسو د الله جل جلاله نظام وګورئ په دغوخلکو کې اسلام شته مګر کلمه نشته او له موږ سره کلمه شته مګر اسلام په صحې توګه  نشته دى ؟
  
مسيح الله (عصام)
masihullah.asam@facebook.com