مه ژاړه بابا دې درسره دی !!!( داستاد روهي ددولسم تلين په مناسبت )

وګوره!
یو ځل بيا پسرلی راغلو، ونې بيا شنې جامې په تن کړې .ګلان په سلو رنګونو او نخرو په غوړیدو شول .بلبلانود مينې نغمې پيل کړې او هغه ﻻرې هم په ګلانو پوښ شوې چې تا به ګوته په ﻻس راکړي وه او تګ به دې را زده کولو.تا به دې هر ګل نوم راته ښودلو او ما به درپسې ويلو.زما هرې پوښتنې ته دې په ورين تندي ځواب ورکولو او هرې پوښتنې ته دې ځواب پيدا کولو.ما تګ زده کړ په خبرو راغلم او بيا تر ټولوښه د ژوند ملګری شوې . په هره پېچلي ﻻر کې راته د سمې ﻻر وړانګه شوې ﻻربه، به شوې . .کله به چې ﻻره په لړه کې رانه محوه شوه تا به په خپل حسن سره ځلاندې  ډېوې راته بلې کړې او ما ته به هرڅه روښانه شول . .په تیارو شپو کې به لمر شوې او په خپلو پلوشو به دی زما ټول ژوند رڼا کړو.زما هره ناپامي به دې په دومره محبت  سره اصلاح کړي وه چې زه به ﻻ پوه هم نه وم او تا به په سمه روانه کړي وم زما.هره ګېله به دې په مينه اورېده اودژړاپه مهال به دې تل غيږه راته خلاصه وه   .زما هره اوښکه دې په خپلو مهربانو ﻻسونو پاکوله .په  خپل خواږه غږ سره دی افسانې راته اورولې .ته زماد هر غم درمل اود سوالونو ځواب وې  ،ژوند ته مې روح وې زما هر څه وې هو هر څه ...
ايا بې له هر څه ژوند کېدونکی دی؟بې له روح تن ارزښت لري؟
سره له  دې ، چې په  هر څه پوهېدې بيا دې هم زه  يوازې پرېښودم  . ته وﻻړې او زما خو ﻻ ډېرې پوښتنې بې ځوابه پاتې شوې ؛ ډېرې ګېلې مې په زړه کې پټې دي .
ډېرافسوس ، چې نورهغه مهربانه  ﻻسونه  نشته  ،چې زما اوښکې پاکې کړې  او و وايي  :  ِبچۍ مه ژاړه بابا دې درسره دی !!!