
زړه کې مې میلمه دعشق دغم شه چیرته ځې رانه
څو شیبې په دې حجره کې تم شه چیرته ځې رانه
ستا چې داحساس په وچ ډګر څړیکې راوټوکي
زما د غریو نیولیو سترګو نم شه چیرته ځې رانه
پورته ترې خپسې کړه په سازد مستانه خندا
مراندو ته دزړه مې زیر وبم شه چیرته ځې رانه
نشم تلی بې څړیکو د دې ژوند په پرهرونوکې
وړاندې لکه غم مې یو قدم شه چیرته ځې رانه
راشه لکه پرخه یې په وړانګو کې در ټولي کړه
نن مې دویرژلو اوښکو زغم شه چیرته ځې رانه
ډیري به لیکو لا د (حسن) د زړه چاودون کیسې
زه به شم هنر ته مې قلم شه چیرته ځې رانه
ډاکتر حسن
””””
ویړ یې کړ شال دپیغلتوب راباندې
چې دځوانۍ دخوب زانګو کې زانګم
جوړیې کړم ځوندی دالفت په ګوتو
کله رباب کله تسپو کې زانګم
ډاکتر حسن