ليکوال: استاد دکتور وهبه الزحيلي
ژباړن: زاهد جلالي
د ديني مسوليتونو په برخه کې الله تعالى د ښځو عقل د نر په څېر پيدا کړى او د دوي فکري او د شيانو ذهني درک او پېژندنه په هېڅ صورت له نر څخه لږ نه ده.
د دې په اساس کله چې الله جل جلاله ښځو ته د ځنو معلومو ورځو لمونځونه پرې ايښي دي، د دوي د تکليف د پوره کولو لپاره يې دا کار کړى او د نرانو هماغه اجر او ثواب به ترلاسه کوي.
کله داسې اورېدل کيږي ځنې خلک وايي (متاسفانه داسې مسايل په ځنو کتابونو کې ليدل کيږي) چې د ښځو دين او عقل ناقص دى، په داسې حال کې چې دوي له حديث څخه ناسم او غلطه معنى اخېستې ده، دا حديث امام مسلم روايت کړى چې داسې دى:
له عبدالله بن عمر رضي الله عنه څخه روايت شوى چې : (( ... د ښځو په منځ کې چې عقل او دين يې ناقص دى ستا په اندازې هوښياره او عاقله ښځه ما نه ده ليدلې. ښځې وويلې: د دين او عقل نقصان څنګه وي؟ ځواب يې ورکړ:
د عقل د نقصان دليل يې دا دى چې: د دوو ښځو شاهدي له يوه سړي سره مساوي ده او د دين د نقص دليل يې دا دى: چې ښځې په مياشت کې څو ورځې لمونځونه نه کوي او کله داسې هم کيږي چې د روژې په مياشت کې هم روژه نه نيسي)).
دا حديث وضاحت ته اړتيا لري داسې سطحي مطلب بايد ترېنه وانه خېستل شي. دا موضوع د خداي جل جلاله خلقت پورې اړه لري چې ښځې يې څنګه پيدا کړي دي او د ښځو هېڅ قصور او ګناه په دې کې نشته ، ځکه الله خپله دوي ته داسې يو خلقت ورکړى چې په مياشت کې له داسې مرض سره مخ کيږي او هرکله چې ښځې له داسې کوم مشکل سره مخې شي دا ورڅخه د شريعت غوښتنه ده چې لمونځ به نه کوي او روژه به نه نيسي. او د شهادت او ګواهي ورکولو په اړه په دې دليل د دوو ښځو او يوه سړي شهادت سره مساوي دى چې غالبا ښځې د نر په نسبت عاطفه او احساسات ډېر لري او ټولنيزې او اقتصادي تجربې يې د نر په نسبت لږې دي.
له بلې لورې د ښځو د عقل نقصان د دوي په مادي، جسمي او خلقتي نقص نه دى، مګر لکه څنګه چې مو مخکې يادونه وکړه د ښځو د احساساتو او د عاطفې د غلبې په خاطر دى او د ښځو د تجربې د کمښت او په اجتماعي مسائلو کې د هغوي د ناپوهۍ علت دى، الله تعالى فرمايي:
(ان تضل احداهما فتذکر احداهما الاخرى) البقره آيت ٢٨٢.
ژباړه: که چېرته يوې له هغو غلطي کوله يوه دې ورته ورپه يادوي.
مګر په دې ځاى کې د دين له نقصان څخه موخه په حېض او نفاس باندې د دوي اخته کېدل دي چې په دې وخت کې ښځې نه شي کولى د سړيو په څېر عبادت وکړي، په حقيقت کې دغه نقص او کمبود د هغه شې نه دى لکه ځنو چې ليکلي ځکه چې دا د الله تعالى غوښتنه ده او په دې کې ښځې هېڅ تقصير نه لري.
په حقيقت کې پورتنى حديث ښځې دېته هڅوي چې په دغو ورځو کې دې هسې وخت نه تېروي مګر د الله تعالى ذکر او عبادت دې کوي، دوي دې په دغه ورځو کې د خير کارونه کوي او د عبادت نه کول دې په دعا او اذکارو باندې جبرانوي. په حقيقت کې د ښځو د مرض موده چې روزه پکې نه نيسي او لمونځ پکې نه اداء کوي له مسافرو او ناروغانو سره تشبېح کړو. له بلې لورې ښځې د شرعي تکليف پر اساس په دغو ورځو کې روژه نه نيسي او لمونځ نه اداء کوي چې په دې ورځو کې په دوي باندې روژه نيول حرام دي داسې نه ده چې دوي خپله دا په خپل شوق نه تر سره کوي.
وروستي