د جعفر هاند پر(نوره دې نه يادوم) شعري ټولګه يو څو خبرې:

نه پوهېږم ،چې شعر ولې دومره خوږلني لري،چې هر څوک ځانته نږدې کوي او پخپله غېږه کې يې کلک نيسي،چې خلاصېدل او له منګولو يې ځان خوشې کول د چا په واک کې نه وي،شعر له درده،له مينې،له اخلاصه،له جفا او له وفا زېږنده ده،دا په دې مانا چې له دغو خوشاليو او ناخوالو له امله به يو سړى شاعر کېږي،هغه يو شاعر وايي چې:څوک له شاعرۍ نه بده ورځ موميڅوک له بدې ورځې شاعران شي نو د شاعر دغه شعر راته همدلته  ثبوت کړه،چې شعر د زړه درد دى.دا چې د شعر په باره کې هر څومره وغږېږ وکمه به وي،ځکه چې د شعر نړۍ يوه جلا او وږميز نسيم نه ډکه نړۍ ده،غواړم په دې برخه کې د يوه ځوان او تکړه شاعر،ليکوال او ژورنالېست ښاغلى جعفر هاند ((نوره دې نه يادوم)) شعري ټولګې په اړه مالومات درکړم،دا يې لومړى شعري غونډ دى. نوره دې نه يادوم دا د ځوان شاعر،ليکوال او ژورنالېست ښاغلي جعفر هاند د لومړۍ شعر ټولګې نوم دى،چې په ١٣٩٨ لمريز کال کې د ١٠٠٠ ټوکو په شمېر د څه دپاسه سل مخونو په لرلو سره په ښکلي صحافت او ښه کاغذ سره د دانش خپرندويه ټولنې له خوا خپره شوې،د کتاب دکمپوز او ډيزاين کارونه تکړه کمپوزر ذبيح الله شفق مخ ته وړي دي.   هاند صاحب دغه شعري ټولګه تکړه ليکوالې،شاعرې او ژورنالېستې صفيه حليم په دغو ټکو کې ډالۍ کوي: ډالۍ: ((صفيه حلم ته،چې ماته يې د ژورنالېزم الفبا را ښودلې ده.)) د هاند په دغه شعري ټولګه باندې تکړه ليکوالې او شاعرې اغلې زينب سالک هر اړخيزه سريزه ليکلې،چې دلته به يې يو څو کرښې د يادونې لپاره راواخلو:اغلې زينب سالک د هاند صيب د شاعرۍ په باب د خپلې سريزې په يوه برخه کې  داسې ليکلي:((د ښاغلي هاند شعرونه ډېر ښکلي دي، روان دي، ساده دي، خو ژور فکر لري، لوړ خيال لري او ټول هغه څه چې د ښکلي او ښه شعر لپاره اړين دي، لري يې.د ښاغلي هاند شاعري د پښتني چاپېريال شاعري ده، کومې پېښې چې په دې چاپېريال کې پېښېږي، دا شاعري يې انځور گري کوي.هاند صاحب په خپلې شاعرۍ کې د پښتني دودونو په اړه ډېرې خبرې لري، د پښتو او پښتنو غرور د هغه لپاره تر ټولو لوړ ارزښت لري. هغه وايي:شملې لکه شمشاد د پښتني غرور پر سر وړيخاونده! موږ له دارنگه ښاغلو خالي مه کړې يا لکه دلته چې له خپلې مينې ځان پوره وړى بولي او ورته  داسې الفاظ جوړويستا د جبين دا تت شين خال مې زړه کې نقش شو ياره!چې پر خړ پړ افغانستان زړه د اسيا مين شوم هاند صاحب چې په کوم چاپېريال کې شاعري کړې ده، هره ورځ په کې بلا ډېرې پېښې راځي؛ کله خوشحالي وي، کله خپگان وي، کله ټول خلک يو له بل سره مينه کوي، کله بيا يو له بله بېزاره وي؛ دغه ټولې خبرې ښاغلي هاند په خپل شعر کې منعکسې کړې او هڅه يې دا ده چې د هغو تر غوږو يې ورسوي چې ترې ناخبره وي، د دې خبرې اثبات لپاره راځئ چې د هاند صاحب د شعر څو بېلابېلې بېلگې ولولو:زه ترېنه کډه بارومه تش زړگى د مينېد نفرتونو دنياگۍ دې نوره ستا شي اشنا!څنگه مې وژنې، څنگه زړه لرې، جانانه! ورک شېآخر انسان يمه، انسان وژنې، انسانه! ورک شېرڼا ته اچوي زندۍ، تيارې په غېږ کې نيسېيه بدنصيبه، بد قسمته، خوار افغانه! ورک شې---دې لوى جهان کې مو يه ربه! يو خواخوږى نشتهزموږ دا ژوند هم سم د خوارو يتيمانو ژوند دى خو له دې هر څه سره- سره بيا هم د دومره لوړ هوډ او ارادې څښتن دى چې نه خو زور ته سر ټيټوي او نه يې د منلو لپاره زړه ((هو)) کوي، بلکې وايي:موږ لا د دار کړۍ کې هم مذهب د مينې ستايوموږ مينان يو، شاگردان يو د منصور ښاماره!دا چې مې خپل د ايمان توغ ستا پر ټټر خښومدا مې رگو کې دى څپاند د توحيد نور ښاماره!   اغلې زينب سالک خپله ليکنه د هاند صاحب په دغه دوه بيتونو سره پاى ته رسولې ده چې:خاونده! ما دومره ژوندى پرېږدهچې دا شلېدلى زوړ گرېوان وگنډمچې مې د روح او تن نه جوړ دى خدايه!       دا پرهر زړه افغانستان وگنډم   هاند صاحب  په اوږدو او هم  په لنډو بحرونوکې دخپلې شاعرۍ مراندې ښې ويښې ځغلولي دي، د هغه په دې شعري ټولګه کې د هر چا د زړه اواز، راز  او نياز ليدل کېږي، د ده په شاعرۍ کې هر څوک کولى شي چې خپله ورکه پيدا کړي  او په شعر يې دخپلې مينې خاطرې خوږې کړي .د هاند صاحب په دې شعري  ټولګه (نوره دې نه يادوم) کې غزل، نظم، قطعه، آزاد شعر او د شعر نور ګڼ ډولونه لوستلى شئ.ښاغلى هاند له خپل جانان سره په لانجه کې دى اورته وايي چې ټول عمر مې ستا د ښکلا  عبادت کړى او ستا د مينې لپاره مې په تورو شپو کې ستا غوندې د اشنا رياضت کړى،ته مې په جومات کې هم ياده کړى يې او ياد دې راسره تر بختانې ملګرى وي،هغه دا خبره په خپله شاعرانه  ژبه داسې راسره شريکوي: دا چې ټول عمر عبادت زه د ښکلا کومهدا خو ټول عمر رياضت د چا اشنا کومهيوازې نه چې په جومات کې دې هر وخت يادومپه بتخانه کې هم جانانه! ذکر ستا کومهلاسونه ښه لرم خو خدايږو وس مې نه رسېږيدا بېوسي ده چې ستا هر وار ته خندا کومههغه ساعت کې مې دې خدای ژبه گونگۍ کړي ياره!چې بې له تا به پرې ستاينه د بل چا کومهدا خو د يار د نامه توري په کې نغښتي هانده!دا چې هر وختې لا اله الا الله کومهپه دغه غزل کې د هاند صيب د غزل خوږلت او هنريت له ورايه څپې وهي،څومره ښکلي تراشلي او صيقل شوي قافيې او رديفونه يې کارولي،چې دا يې په غزل باندې د برلاسي يو ښه بېلګه ګڼلى شو.هاند صيب په ازاد شعر کې  هم طبعه ازمويلې ،چې يوه ښه بېلګه به يې ددې ټولګې (نوره دې نه يادوم) څخه دلته وړاندې کړو، دا ته چې ځې آخر به ﻻړ شې گوره،يوه غوښتنه زما هم ومنهوړاندې له تگه خو يو څو شېبې جانانه! خير دیځان مرور کړه له ماښه مرور جانانه!له قهره شنه ښه په غوسه شه په غوسه جانانه!ما هم ښه ورټه او زما دا زړه هم ښه جانانه!چې بيا دا ستا د بېلتانه له غمه ډکې هغه سختې شېبېيو څه ناڅه جانانه!پر ما اسانې خو شي.د هاند صاحب د ازاد شعر دغه نمونه ډېره زړه وړونکې ده،چې له خپل جانان نه بېرته هغه حالت غواړي چې دې ورنه ځان په سکون کې احساسوي،که څه هم دغه شېبې ډېرې سختې وي،خو دا  ترې تمه لري چې ورځېنې مروره شي،هاند صيب  د هغې د زړه د قرارېدو او سړېدو په خاطر ورځېنې غوښتنه کوي،چې ته خو ځې خو ما لږ ورټه او ته هم له مانه ځان خفه کړه. يو شى چې نغوته بايد ورته وکړم هغه دا چې هاند صيب دې او دې ته ورته نورو  آزادو شعرونو لپاره کوم نوم نه دى ټاکلى؛نو د ازاد شعر لپاره د نوم ټاکل ددې لپاره مهم دي چې کله ستا دشعر مينه وال  ستا شعر ولولي او خوښ يې شي،نو که تاته ووايي چې ستا هغه ازاد شعر مې خوښ شو،نو تاته به حتماً دا پوښتنه پيدا کېږي چې کوم يو؟که چېرې تا خپل آزاد شعر ته نوم ورکړى وي ، نو پوهيږي چې د شعر مينه وال دې کوم ازاد شعر خوښ کړى دى.نو دلته بيا تاته مالومېږي د ازاد شعر لپاره د نوم غوره کول څومره مهم دي،خو بې له دغې ستونزې نه نور د هاند صيب شعر د ازادو شعرونو په ټولو اصولو برابر دي.دلته يې ديوه آزاد شعر  بلې بېلګې ته تم  کېږو،چې څومره اوچت پيغام په کې رانغاړل شوى، دده د نورو شعرونو په څېر دا هم نوم نه لري،خو د پښتني ټولنې يو غټ درد خو حقيقت په کې پروت دى: منم چې خداى غفور، رحيم او مهربانه ذات دىکېداى شي تا هم وبښي، ما هم وبښي، ټول وبښيخو که خبره د پښتنو شوه، نو خدايږو گرانې!که خو زما د خوار مظلوم زړه له ازاره او دردهد جنت مخ وگورې.  ښاغلي هاند په لنډو بحرونو او څپو کې هم ډېره ښه شاعري کړېده،که څه هم دغه هنر ډېر تکړه او ډېر کم شاعران کولى شي،خو هاند په دې کار کې ډېر بريالى بريښي چې په لنډو څپو کې شاعري کوي،دلته به يې يو نظم تم شو:يو عجيبه غوندېد ژوند- ژوند ؤد ماشومتوب همسم د خوند ژوند ؤ مست لېوني غوندېسرشار غوندې ومبس په هرځاى کېد پلار غوندې وم نه مې له ځانه بغيرچېرې بل ځان پېژندهنه مې د سر د پاسهدا شين اسمان پېژنده نه خو مې غم ملگرو!نه مې خپگان پېژندهنه مې دا ښکلي چرېنه مې جانان پېژنده نه مې د پلار منلهنه مې د مور منلهنه مې د مشر لالاسکني ورور منله چې څه به زړه وغوښتلبس ما به هغه وکړهچې څه به زړه نه غوښتلبس ما به هغه نه کړه څه عجيبه وخت ؤڅه عجيبه پرون ؤڅه عجيبه عمر ؤڅه عجيبه ژوندون ؤ کاش واى ټول عمر ماشومکاش چې لوى شوى نه واىکاش چې په سود او په زياند ژوند پوه شوى نه واى  جعفر هاند په خپلوشعرونوکې مینه اومحبت،ښکلا،رازونیاز، سوزوګدا په ډیرو رنګینوتصویرنو، خیالونواو سمبولونو
کې داسې ترسیموي،چې سړى ورته حيران پاتې شي،د بیلګې په توګه دا بیتونه ګورو اوس مې گلاب، اوس مې نرگس، اوس مې غاټول خوښېږيچې ستا پر شونډو، اننگو او پر ښکلا مين شومايله د مينې په مفهوم او فلسفه پوه شومهپه نااشنا سترگو چې کله د اشنا مين شوماوس مې نغمې، ټپې، سندرې اشنا! بدې راځيچې ستا د سپينې خولې د کړس- کړس په خندا مين شوم  ياداچې زما به هغه لمونځ په خداى چې قبول شوى ښکارېدچې به  په هره يوه سجده کې ښکارېدلو جانانشونډې يې ورو خوځېدې، پوه نشوم چې څه يې ويلچې څوک پرې پوه نه شي، ډېر غلى غږېدلو جانان يادا بيتونه بس خو چې کله هم چرسي- بنگي سړي راياد شيد نيمې شپې ټپې، ستار، غږ د منگي راياد شيچې ستا دې خړو اننگو، تتو خالو ته ځير شمقسم چې ما ته د خپل چم خوار پسرلي راياد شي چې بېگناه د لېونو لاسونه او پښې پرې تړيدا زنځيرونه دې خاوند په سمندر لاهو کړياو يا دغه  درې بيتهچې په ټول عمر کې جانانه! ستا له ملا تاو نشولزما دا لاسونه دې خاوند په سمندر لاهو کړيچې په هر ښکلي باندې ځان او جهان دواړه بايليبس دغه زړونه دې خاوند په سمندر لاهو کړيچې په کې ياد د يار د شونډو، زلفو نه وي هانده!هغه شعرونه دې خاوند په سمندر لاهو کړي ښاغلي هاند په خپلو شعرونو کې خپل احساسات او افکار دغریبانو، مظلومانواو یتیمانو په هکله او د دوی  رنځونه  اوغمونه، لوږه اوتنده او د ټولنیزو ناخوالې، کړاوونه او ناامیدې داسې انعکاسوي . د بیلګې په توګه يې دا بیتونه لولو: دې لوى جهان کې مو يه ربه! يو خواخوږى نشتهزموږ دا ژوند هم سم د خوارو يتيمانو ژوند دىد ښکاري تېغ لاندې ټپي غرڅه ساه څنگه اخلي؟خاونده! داسې زموږ د خوارو افغانانو ژوند دىڅنگ چې دا ستوري په اسمان کې خپل ارام ژوند کويداسې بېغمه مو د چم د گاونډيانو ژوند دى اويا دغه بيتچې ته يې کور لوټې او ميندې يې په سپو داړېخود به نو دا زلمي ځانمرگي بريدونه کوي او بيا يوه کونډه،چې د ژوند ملګرى يې ورځېنې تورو خاورو خوړلى،ارمانونه يې په خپلو تورو وېښتانو کې سپين کړي او لا هم په دې تمه ده،چې ګوندې دده د ژوند د ستړو  مزلو نو لاروى به راځي او د خپلې مينې نه ډکه دنيا به بيا له سره پيلوي داسې انځوروي: ها چې شين رنگ به يې د ژېړ مازيگر رنگ جوړاوههغه سالو خو اوس د چا شهيد پر قبر پروت دىکلونه وشول چې د چا د راتلو لارې څارياوس يې پر دنگه غاړه شين تاويز د صبر پروت دى د هاند صيب په دغه ټولګه ( نوره دې نه يادوم) کې داسې يو شعر هم شته چې د يو ټپې نه په اخيستنې سره ليکل شوى دى،لکه دغه بېلګه:زما دې دا سترگې خدای ړندې کړيچې بې له تا به کوم يو بل ښکلي ته هم جانانه!هسې په مينه گوري.چې ټپه يې په دې ډول ده:زما په سترګو کې دې ګل شيکه زه به يې ستا په مينه بل ته غړومهیاهم ددې شعر پیلدا ته چې ځې آخر به ﻻړ شې گوره،يوه غوښتنه زما هم ومنهوړاندې له تگه خو يو څو شېبې جانانه! خير دیچې ددې ټپه دا دهداچې ځې اخر به لاړشېماته ګړۍ په ګړۍ مه وایه چې ځمهدده په ازادو شعرونو کې دټپو اثر زیات او دهر ځای یې په کې دغه رڅرکونه تر سترګو کیږي ، داځکه چې داسې څوک نشو موندلی چې ټپې یې دې خوښې نه شيپه هر صورت کې يو څوک د جعفر هاند صيب شعرونه ته په غور سره پاملرنه وکړي، د ده شعرونه ډېر خواږه، سلیس، روان، په زړه پورې او د لوړو او ژورو هنري، ادبي او علمي مطالبواومفاهیمو نه ډک دي ، همدا وجه ده چې د ده شعرونو د هر چا په زړه کې ځانته ځای جوړ کړې دی، او هر څوک د ده پر شعرونو خپله شعري تنده او ذوق خړوبوي.د کتاب پښتۍ هم ډېره ښکلې ده،په لومړۍ پښتۍ په ښکلي فنټ سره ليکل شوي دي نوره دې نه ياوم.په ټوله کې به همدومره ووايم چې هاند صيب ښه شعر ليکي او کاميابي يې غواړو،په دې هيله چې خپلو هېوادوالو ته د لا ښه چوپړ جوګه شي.