
هغه ورځ چی له هیروشیما جهنم جوړ وو!
په هیروشیما له اتومي بریده شپږ شپیته کاله وروسته کیجیرو ماتسوشیما، د پيښی څخه روغ وتلی د تباهی او بربادی کیسه کوي
کجسا ویکسټرام
منبع:الجزیره
ژباړن: وسیم سجاد، کابل
اګست۲۰۱۱،۰۹
شپږ شپیته کاله مخکی، امریکی د جاپان په هیروشیما اتومی بم وغورځاوه.
کیجیرو ماتسوشیما چی د اتومی بم د استعمال پرمهال ۱۶ کلن وو د ۱۰۰،۰۰۰کسانو د له منځه تلو او تلف کیدو شاهد دی. ماتسوشیما ته دا مهال هم د ۱۹۴۵ز د اګست ۶ یاد دی. د ۱۹۴۵ د اګست ۶ وه، اسمان شین وو، ښکلی ورځ وه، ماتسوشیما سره له نورو انډیوالانو ښوونځی ته ستون شوی وو هغه هم وروسته له یوه کاله له هغی چی دوی په یوه کارخانه کی چی نظامي یونیفورم یی ګنډه په دنده پیل وکړ.
۸:۱۵ سهار مهال د ماتسوشیما درسي ساعت هماغه پیل شوی وو. ماتسوشیما خپل ښوونکی ته چی د انټیګرال په اړه یی کومی پوښتنی ته ځواب ورکاوه غوږ وو.
″ما د ټولګی کړکی لوری ته کتل،دوه امریکایی
B-29
الوتکی می ولیدی. ما ګومان کاوه چی دوی به د خپل عادي او روزمره کوم کار لپاره هوا ته الوتي وي، څنګه می چی شاته ولیدل چی ګړز شو.
ډیره سخته او ویرونکی غټه رڼا منځ ته راغله. ټوله دونیا د نارنج غوندی شوه. ما داسی ګومان کاوه لکه چی په تنور کی پریوتی یم.″
وروسته دی پوی شو چی هایپوسنټر کی چی ددوی له ښوونځي دوه کیلومتره لری وو د تودوخی درجه ۳،۰۰۰سانتی ګراډو ته رسیدلی دی.
بودا، ته می مل شی!
داور سره یو زورو غږ هم وو. ماټسوشیما تر اوسه نه پوهیږي چی دا غږ د بلډنګونو د غورځیدو وو او که د اتومی بم. ″ما خپل غوږونه او سترګی پټی نیولی وی او د میز لاندی پټ وم.″
″سخته تیاره وه؛ هیڅ شی می نه لیده؛ په ټولګي کی زښت زیات هلکان وو؛ خو هیچا چغی نه وهلی.″
″مرګونی خاموشي وه؛ زه په خاپوړو وم او له موره می مرسته غوښته؛ بودا ته می فریاد کاوه چی راسره مرسته وکړي؛ اول ځل وو چی له بودا می مرسته غوښته.″
ماټسوشیما ځان خوشبخت بولي؛ لږ څه خوږ شوی وو؛ په شیشو لګیدلی وو؛ خو داسی یو زخم چی سړی یی جدي وبولي، په بدن یی نه وو.
″ما فکر کاوه چی دا به یو بم وي، خو کله چی باندی راووته، سخت حیران شوم؛ ټول تعمیرات چپه وو. دوه الوتکی او دومره تباهي!!! دوی څه وکړل؟″
د ماټسوشیما د یو انډیوال په سر کی غټ درز وو. ماټسوشیما دده سر په یوی ټوټی وتاړه او دسری میاشتی نږدی روغتون ته لاړ.
د ارواوو قطار:
په تعمیراتو کی اور وو، دوه (ماټسوشیما او انډیوال یی) د زخمی کسانو له یوه قطار سره مخامخ شول چی د برقی موټر د پاټلی خواته روان وو په یو ګډ وډ انداز کی روان وو.
ماټسوشیما وایی:″ د دغو کسانو د ځینو ویښته نیغ ولاړ وو او ځينی یی بیخی بی ویښتو وو. ځینی خو سخت له سره تر پښو سوځیدلي وو، پوستکي ورڅخه سپین شوي وو، جامی یی سوځیدلی وی، دوی بیخي لوڅ وو. ما خپل ځان سره فکر کاوه چی هیروشیما نوره لاړه. ما ددوی د پوستکي لاندی سری غوښی لیدی؛ ټولو خپل لاسونه مخکی نیولی وو؛ دوی ټول ورو، ورو روان وو تا به ویل چی د ارواوو یو قطار دی. ″
خو ځینی کسان بیا هیڅ لاړل نه.
″خلک په خاپوړو د سیند خواته روان وو؛ دوی ټول اوبو پسی لالهانده وو چی د زخمونو لپاره یی دارو شي. خو زیاتره یی یا په اوبو کی غرق شول او یا هم د سیند په غاړه کی مړه شول.″
ماټسوشیما وایی چی د سره صلیب روغتون هم په چاودنی کی له منځه تللی وو، او کوم څو ډاکټره یی چی وو هم چی له خلکو سره مرسته وکړي، پخپله پرهرژلي وو.
هیڅ څوک نه وو چی له دوی سره یی مرسته کړی وای؛ ماټسوشیما له خپل انډیوال سره د سره صلیب له روغتونه د باندی ووت. په دوی کوم ټرک پیښ شو او له ښاره باندی یی کوم روغتون ته ورسول.
د پیښی په دوه کیلومیتری کی ټول تعمیرات وران ویجاړ پراته وو.
ستراتیجیک ښار:
ددویمی نړیوالی جګړی پرمهال، هیروشیما ستراتیجیک موقعیت درلود او دلیل یی داوو چی زیاتره نظامي مرکزونه دلته وو او بله داچی له دی ځایه د نظامیانو ټول تجهیزات او لوجیسټیک کیده. د اتومي بم د استعمال پرمهال، دلته ۴۰۰،۰۰۰ خلک وو. ددوی زیاترو له نظامي قواتو سره ، سره له کوریا څخه په زور راوستلو مزدورانو سره یو ځای کار کاوه.
د ماټسوشیما مور کال وړاندی کله یی چی میړه مړ شو، ښار پریښودلی وو. هغه لیلی کی چی ماټسوشیما اوسیده هم له منځه لاړه وه.
ماټسوشیما پیاده له هیروشیما ووت او په څه ستونزو یی کوم اور ګاډی پیدا کړ چی ځان د خپلی مور کور چی څو کیلومیتره لری وو ورسوي.
مور یی چی له کوره د هیروشیما ننداره کوله نو یواځي او یواځي یی مرخیړي ته ورته ګرد، او دوړه د هیروشیما په فضا کی لیدله
او دی داسی فکر کاوه چی ځوی یی نور په دی دونیا کی نشته.
بله ورځ بیا ماټسوشیما سخت ناروغ شو: تبه یی وه او پیچ(اسهال) وو خو اونی وروسته بیا روغ شو. دیی په دی ګومان دی چی له ښاره وتلی وو نو اتومی وړانګو ورباندی ډیر اثر نه دی کړی.
بله خوا په بی خبری کی هیروشیما ته لاړ وو او له زخمیانو او نورو سره یی انساني مرسته کوله. ماټسوشیما وایی:″وخت نا وخت ناروغیدم خو شُکر بودا ته چی ژوندی پاتی شوم او مړ نشوم او دغه دی تراوسه ژوندی یم.″
ښار بیا جوړ شو:
داچی په هیروشیما بم د ګرمی په موسم کی استعمال شوی وو نو د پرهر ژلو جوړیدل هم وخت اخیستونکي وو.
ماټسوشیما چی افسوس یی کاوه او سریی خوراوه وایی: د پرهرژلو په بدن کی حتی چینجي وشول، چی بیا به یی تری د خلو(ډکو) په واسطه لری کول.
دری ورځی وروسته له هغی چی د هیروشیما پیښه رامنځ ته شوه؛ امریکی په نګاساکي بم وغورځاوه. هماغه وو چی جاپان د اګست په پنځلسمه تسلیم شو. د کال تر پایه پوری مړه شوي کسان ۱۴۰،۰۰۰ زره حساب شول دوی کی څه د چاودنی او څه د اتومي وړانګو له امله وژل شوي وو.
اتومي بم په نګاساکي کی ۸۰،۰۰۰ ووژل. نن سبا هیروشیما یو عصري ښار دی، په بشپړه توګه نوی جوړ شویدی؛ یو ملیون اوسیدونکي لري.خو د هیروشیما په یاد کی یواځی او یواځی یوه ګنبذه لا تراوسه روغه پاتی دی. دغه ګنبذی ته ورته تعمیر د مخکی یو نمایش هال وو خو داچی غښتلی ډانچه یی لرله نو هماغه وو چی بیا هم په بشپړه توګه ویجاړ نه شو.
ددومره دردونو، وژنو او کړاونو باوجود ماسټوشیما د امریکی خلاف بد نیت نه لري:″ په جنګونو کی خلک لیوني کیږي؛ هرڅوک هڅه کوي چی خپل دوښمن ووژني؛ که مونږ(جاپان) هم بم درلودای، نو استعمالاوی یی. د پرون په اړه بحث بی ځایه دی. باید یو بل ته سره لاسونه ورکړو چی اتومی وسلی له منځه ویسو.″
leekwal@yahoo.com