مه کوه په چا، چې وبه شي په تا

پخوا به خلکو ويل، چې متل د هوښيارو او تجربه لرونکو خلکو پوره او کره خبرې دي؛ خو ډېر ځله به عامو خلکو نه منله؛ خو کله چې اکثريتوته زبات شوه، چې رښتيا هم همداسې ده نو بيا يې د هغې په منښتې کې له چا سره ګوتې نه تاوولې او نه يې د هغه په مخالفت کې سور کارت پورته کاوه.
خبره مې د نړۍ والو ځواکونو په ځانګړي توګه امريکايانو پورې کوله، پښتانه متل کوي- مه کوه په چا، چې وبه شي په تا- رښتيا هم همداسې ده، هر هغه څوک، چې د بل په لاره کې کوهي کني هرو مرو به يې خپله د هماغه کوهي پر غاړه لار کېږي او ور لوېږي به.
کله چې نړۍ وال ځواکونه، چې په سر کې يې امريکايي ځواکونه ول افغانستان ته راغلل؛ نو په هماغه لومړي سر کې يې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په نامه د بې ګناه افغانانو په وژنو او زورولو لاس پورې کړ او دې بريد ته يې را ورسول، چې ځينو لا ان خپل کورونه پرېښودل او تر اوسه پورې په غرونو کې اوسي او هغه د چا خبره طالبان شوي دي. اوس که سړى د حقيقيت سترګۍ په سترګو کړي او دغو خبرو ته لږه ځيرنه وکړي؛ نو دې پايلې ته به ورسېږي، چې دا هر څه همدوى » امريکايانو« زېږولي او د امنيت په نامه هره نا امني همدوى پيدا کړې ده؛ ځکه له يوې خوا يې خپلې شخصي ګټې ټېکاو مومي او له بلې خوا يې سياسي موخې ترسره کېږي، چې د هغې له ډلې يوه موخه يې د افغانستان پر لوړو څوکو د چين او ايران او په ټوله کې د ټولو ګاونډيو پر وړاندې يې سنګر نيول او که اړتيا پيدا شوه د افغانستان له خاورې څخه پر هغوى باندې يرغل کول دي، چې په حقيقت کې دا کار ښايي د درېيمې نړۍ والې جګړې پيلامه وي.
په هر حال زموږ يې له هغې اړخ سره ډېر کار نه شته، خبره د افغانستان د امنيت او ټېکاو ده، امريکا او په ټوله کې نړۍ وال ځواکونه او متحدين يې افغانستان ته په دې نامه سر را ښکاره کړ، چې ګواکې په افغانستان کې ترهګري ده او نا امني ده، چې له امله يې نړۍ ته اور اچول شوى دى او بايد د دې کار مخه ونيول شي، چې پر همدې پار تر افغانستانه راوغځېدل؛ خو له بده مرغه کله چې دوى راغلل نو د سم او ناسم تشخيص يې ونه کړاى شو او نه يې هم افغاني تقدسات، ګروېږنې او ثقافت په پام کې ونيو، بس څه يې چې زړه وغوښتل هغه يې ترسره کړل او هر ډول ظلم و جنايت يې چې له لاسه کېده هغه يې وکړ او لا يې کوي، چې ښه بېلګه د امريکايي افسر وينفيلډ خبره ده، چې په خپله خوله يې د امريکې په يوې نظامي محکمه کې اقرار وکړ، چې نوموړي په ډېر وحشت سره ډېر بې ګناه او بې وزله افغانان تر تېغه تېر کړي دي او همداسې څو نور پوځيان يې هم درواخله. د دوى همدغه ډول ظلمونه، وحشت او تېرى وو، چې له جګړې ستړي شوي او له حالاتو وروسته پاتې افغانان يې يو ځل بيا جګړې ته وهڅول او هغه وسله يې پرې بېرته له ېتکو څخه را وويسته، چې دوى کلونه پخوا د وخت د نړۍ وال زبر ځواک پخواني شوروي تر ماتې او په ګونډو کولو څخه وروسته په خپلو کورونو کې خوندي کړې وه.
دوى»امريکايان«  چې کله د افغانستان پر خاوره راننوتل؛ نو بشريت ته د چوپړ تر شعار لاندې يې بشر داسې ځپ ځپ او وتراټه، چې د بشريت په تاريخ کې هم داسې نه و شوي، چې ښې بېلګې تر دا اوسه پورې د ګوانتنامو، بګرام او د دوى يو شمېر شخصي زندانونه دي، چې انسان ته په کې په لسګونه ډوله بې سترۍ او بې عزتۍ ور اوړي، د خداى عزيزان او د انبياوو ورثه، چې هغه عالمان او د دين ستني دي د دوى په وسيله په دغه زندانونو کې اچول شوي او د ترهګرۍ په نامه هغه ناخوالې او تيري ورسره شوي، چې انسان يې په ويلو شرمېږي، لوڅ لغړ د سلګونو خلکو پر وړاندې درول شوي، پاکې او سپېڅلې ږيري پرې خرېل شوي او بيا د دوى پر سپيو او... تلاشي شوي، د الله (ج)کتاب قرآن عظيم شان ته اور اچول شوى او آن تر خپلې ګنده ګۍ پورې يې هم پرې اچولي، چې دا ټول د امنيت او بشريت د حقونو په نامه ترسره شوي او لا دوام لري.
دا او دې ته ورته خبرې د دې لامل شوي، چې د طالبانو او القاعده شبکې تر څنګ يو شمېر بې ګناه انسانانوهم وسله پورته کړې او د دغه زبر ځواک قوت پر وړاندې يې مبارزه پيل کړې او غواړي، چې په دې توګه د تل لپاره له دغو ښکېلاکګرو او... څخه ځان خلاص کړي؛ خو د دوى له دغو سپېڅلو احساساتو څخه هم ځينو کړيو، چې په سر کې يې القاعده او نا افغاني او افراطي طالبان دي، ناسمه ګټنه کړې او د دوى احساسات يې زيانمن کړي او غواړي، چې دوى استعمال کړي، چې له بده مرغه همداسې هم شوي او يو شمېر پاک زړي خلک د دغو مقصدي کړيو ښکار شوي او هېڅ په هېڅه  ټوله نړۍ ته ببو معرفي شوي دي.
په هر حال که امريکا او متحدين يې غواړي، چې نور يې څرخۍ رانسکورې نه شي، بې ځايه يې سرتيري ونه وژل شي او نه هم د خپلو خلکو تر نيوکو لاندې رانشي؛ نو د کومې موخې په نامه چې راغلي همغه دې ترسره کړي او بې ګناه افغانان دې نور نه وژني او مه دې جېلونو ته لېږي، پر ماشومانو او د خوشحاليو په پروګرامونو دې ړندې بمبارۍ نه کوي او نه دې هم په روژه کې چا ته زيان رسوي؛ ځکه د دوى د دغه ډول کړنو پر وړاندې هرو مرو د کومې افغاني او پښتني مور ښېراوې د خداى په دربار کې قبولې شوي، چې هره ورځ يې چورلکې رانسکورېږي او په لسګونو ميراتېږي، نو که د دوى دغه ډول وحشيانه کړنې دوام ولري ښايي د افغانانو د ملي پاڅون لامل هم شي، چې پايله يې ټوله نړۍ ته زبات شوې ده.