
درخو ته ګوره د ادم په نظرنه د دنيا ، نه د عالم په نظر
جام به دا بيا درته هر څه وښائيکــــــه ورته و ګورې د جم په نظر
دی خالي ډول کښې ده،دنيا د مستۍلږ ورته ځير شه، بس د ډم په نظر
زرينو وړانګو ته د لمر دې کلهکتلي هم دي د شبنم پـــه نظر؟
ها ،چې پرون ئې شوکولی وو يارنن ورته ګوري د همـــــــدم په نظر
دا ځـــــــــورېدلي، کړېدلي يارانهر څه ته ګوري اوس د غم په نظر
نورو ته بت اوسه د کاڼي،مګرمئين ته ګوره ، د صنم په نظر
پېښور ٨/٨/٢٠١١ م.ق. مئين