دواړه نړيوالې جګړې د مسلمانانو لپاره برخليک ټاکونکې وې. لومړۍ جګړې د بالفور اعلاميه (١٩١٧) منځته راوړه چې د برتانيې لخوا په فلسطين کې د يو خپلواک يهودي دولت د جوړولو ژمنه پکې وشوه. همدارنګه دې جګړې د عثماني خلافت په بڼه کې د اسلامي بلاک په نړولو کې عملاً بنسټيز رول ولوباوه. دويمې نړيوالې جګړې د بالفور اعلاميه (Balfour Declaration) عمل ته داخله کړه او د مسلمانانو د لومړنۍ قبلې پر ټاټوبي يې ٢٠٠٠ کاله وروسته لومړنى يهودي دولت جوړ کړ.
له خلافت څخه د عربو د خپلواکۍ هيلې!
په دې توګه له دواړو جګړو څخه تر ټولو زياته ګټه يهودانو واخيسته او تر ټولو زيات زيان مسلمانانو وليد. خو، دا ګټه او تاوان کوم ناڅاپي اوښتون نه وو. له مودو راهيسې خپله مسلمانانو همدغسې خپلې ځوړتيا او د پرديو لوړتيا ته لاره هواروله، ځکه خو د بيت المقدس بايلل يوه طبيعي پايله وه.
هغه په دې توګه چې له کله چې عربانو ته دا فکر ورکړ شو چې عثماني خلافت د دوى د ځمکې نيواک دى، هغوى ورو-ورو د خلافت په ضد پاڅون ته ځانونه چمتو کول. عربانو او نورو ناترکي ولسونو د نولسمې پېړۍ په وروستيو کې چې خلافت مخ پر ټيټه روان وو له لوېديځ څخه د ولسپالنې فکر واخيست. له يوې خوا د خلافت کنترول او اداره کمزورې وه، له بل لورې بېلابېلو ولسونو له مرکز سره د مرستې او د خلافت د اصلاح پر ځاى د هغه په شيندل کېدلو او ټوټه کېدلو کې زياته ونډه درلوده. له بالکانه وروسته، د عربو ناخوښي هم له خلافت څخه زياتېده او له عثماني واکمنۍ څخه د بېلېدو لپاره د لارو چارو په لټه کې شول. همدا کار يې د برتانيې په مټ وکړ. کله چې د سلطان عبد الحميد دويم له پرځېدو او د ځوانو ترکانو له واک ته رسېدو وروسته عثمانيانو له المان سره په لومړۍ نړيواله جګړه کې ايتلاف وکړ، مخالفې جبهې، په تېره بيا برتانيې، په منځتي ختيځ کې له خلافت څخه له شته ناخوښۍ څخه ښه ګټه واخيسته. برتانيه د نشنليستو عرب مشرانو چې په سر کې يې د مکې شريف حسين بن علي وو له لارې په دې لټه کې شوه چې په منځني ختيځ کې د عثماني خلافت پاتې شونې هم له استانبول څخه بېل کړي. فرانسې هم په منځني ختيځ او په ټوله کې په عربي نړۍ کې خپل اغېز غځولى وو، خو برتانيې د خپل اوږد مهال پلان له مخې په سيمه کې تر نورو ښې منګولې خښې کړې وې. برتانيې اويازره عرب ملېشې وروزلې او د مکې د شريف حسين د زوى فيصل په مشرۍ يې ښې په وسلو سمبال کړې چې د عثماني حکومت پر ضد وجنګېږي.
له عربانو سره د برتانيې دوه مخيزه لوبه
هماغه وو چې عرب ملېشو بريدونه پيل کړل، ځينې سيمې يې ونيولې او په مصر کې مېشت برتانوي پوځ ته يې لاره هواره کړه چې فلسطين او سوريې ته وخوځېږي. عرب نيشنليست مشران په يو څرګند او شرموونکي تناقض کې واقع ول. دوى د برتانيې په مټ د اسلامي خلافت رېښې وهلې او د نامسلمانو ځواکونو په ملتيا يې د خپل اسلامي حکومت په مقابل کې بغاوت کاوه – او شعار يې هم دا وو چې خپلواکي اخلي. دوى عملاً د برتانيې په ګټه د خلافت پر ضد وجنګېدل او وروسته بيا د همدغو 'ژغورونکو' په لاس ټوټه ټوټه او بيا د هغوى په لاس ښکېل شول. برتانيې د عربانو په وسيله خپلو اوږدمهالو موخو ته کار کاوه او په دې لار کې قوم پرسته عربانو ښه مرسته ورسره وکړه. برتانيې تر اخره د لاورنس اف اربيا Lawrence of Arabia په څېر د خپلو ماهره استخباراتي لوبغاړو په وسيله له عربو سره دوه مخيزه لوبه ورکوله. برتانيې هم عربانو ته د يو متحد پراخ عربي هېواد جوړولو ژمنه ورکړه، او هم يې په پټه له فرانسې سره د سايکس پيکو Sykes-Picot تړون (١٩١٦) له لارې منځنى ختيځ په خپل منځ کې په وړو برخو ويشه. له يوې خوا يې د مکې شريف حسين او د هغه زوى فيصل ته د لوى، يو موټي او بشپړ عربي هېواد ژمنې ورکولې، له بل لورې يې په پټه يهودانو ته په فلسطين کې د يو ملي يهودي وطن د جوړولو پرېکړه کړې وه. همغه وو چې برتانيې وروسته له دې چې فلسطين په وېش کې ورته ورسېد، هلته يې له ١٩٢٠ نه تر ١٩٤٧ پورې د خپل نيواک پر مهال د يهودانو د دولت جوړولو ته پوره لاره هواره کړه. برتانيې د صهيونيست غورځنګ هغه هيلې په رښتيا واړولې چې په ١٨٨٠ کې يې د ځان لپاره په بيت المقدس کې د يو يهودي دولت د جوړولو په اړه درلودې. د بالفور له اعلاميې وروسته برتانيې او لوېديځې اروپا چې هسې هم له يهودانو په تنګ وو د صهيونيست غورځنګ پلويان وهڅول چې د نړۍ په هر ځاى کې چې وي فلسطين ته مهاجرت وکړي. په همدې مهال کې برتانوي پوځ يهود پوځيان او ترهګرې مليشې وروزلې، او له همدغو ملېشو سره په ګډه يې هر هغه بغاوت وځاپه چې فلسطينيانو به د يهودانو د مېشتېدلو او هلته د ځمکې د اخيستلو په ضد کاوه. تر دې چې په ١٩٤٨ کې برتانيا ووته او تر شا يې يو پياوړى پوځي يهودي حکومت پرېښود چې هم يې د دويمې نړيوالې جګړې له پيل راهيسې خپل سرتېري په ډګر کې ښه روزلي وو او هم ښه په وسلو سمبال وو.
يهودي دولت: له برتانيې سره د مرستې پايله
د برتانيې له وتلو مخکې ملګرو ملتونو د فلسطين تجزيه ومنله چې له مخې يې بايد پکې يو يهودي او يو فلسطيني دولت جوړ شي او بيت المقدس دې د ملګرو ملتونو د ځواکونو تر څارنې لاندې نړيوال ښار وي. يهودانو د اسرائيل په نامه خپل خپلواک دولت اعلان کړ. برتانيې تر شا عرب او يهودي ځواکونه ګوته په ماشه پرېښودل چې له وتلو سره يې سم خونړۍ جګړه پيل شوه چې پنځه عرب هېوادونه له نوي جوړ شوي اسرائيلي پوځ سره پکې ښکېل وو. له هماغه پيله وروسته هرې بلې جګړې د اسرائيل ځمکه لاپسې پراخه کړه.
عربان د هغه حديث مصداق وګرځېدل چې ''هر څوک چې له ظالم سره مرسته وکړي، خداى به يې خپله پر ده باندې مسلط کړي''. له برتانيې سره يې د خلافت په ړنګولو کې لاس يو کړ، خو په پاى کې سربېره پر دې چې خپله يوموټى خپلواک عربي هېواد يې ترلاسه نه کړى شو، همدغې برتانيې ورته په زړه کې د ناسور زخم هم جوړ کړ چې تر ننه پورې ځينې ځورېږي.
تاريخ په خپلو پاڼو کې د سلطان عبد الحميد دويم چې په ١٩٠٨ کې يې د واکمنۍ له پاى ته رسېدو سره سم د عثماني خلافت پاى هم پيل شو هغه خبره ساتلې چې د سياسي صهيونيزم بنسټګر تيودور هرتزل Theodore Herzl د غوښتنې په ځواب کې يې وکړه. په ١٨٩٦ کې چې کله هرتزل له سلطان سره وکتل له هغه نه يې غوښتنه وکړه چې په فلسطين کې د يو وړوکي يهودي دولت جوړولو اجازه ورکړي او يهودان به په بدل کې د عثماني خلافت ټول اروپايي پورونه ورکړي. سره له دې چې عثماني خلافت هغه مهال د پورونو لامله له تر ټولو ستر اقتصادي کړکېچ سره مخامخ وو او ټول نظام ديوالي شوى يو، خو خليفه عبد الحميد هرتزل ته په ځواب کې وويل چې هېڅکله به يهودانو ته په فلسطين کې د دولت جوړولو اجازه ورنه کړي او هېڅکله به د فلسطينيانو ځمکه او ژوند په نورو خرڅ نه کړي. په دې سربېره، په وروستيو کلونو کې يې فلسطين ته د يهودانو په مهاجرت او د هغوى لخوا د ځمکې پر اخيستلو بنديز ولګاوه او هغو يهودانو ته يې چې د زيارت لپاره ورتلل تر درې مياشتې د پاتې کېدلو زياته اجازه ورنه کړه. هماغه وو کله چې د سلطان عبد الحميد خلافت د ټولو مسلمانانو د ساتندوى نظام او يوځاى کوونکي په توګه له منځه ولاړ، او ځوانو ترکانو واک په لاس کې واخيست چې نور تش په نامه خلافت پاتې شو، صهيونيستانو ته لار خلاصه شوه او د لويو ځواکونو په مټ يې خپلو موخو ته د رسېدلو لپاره په ازاد ډګر کې هڅې پيل کړې.
له اسلامه پرته مو په بل څه کې عزت ولټاوه
په ټوليزه توګه په لسګونو ټوټو باندې د يوموټي ستر اسلامي وطن وېشل کېدلو او د منځني ختيځ په منځ کې د سرطان د غُدې په توګه د اسرائيلو د راټوکېدلو لاملونه د مسلمانانو تر منځ خپلمنځي اختلاف (چې بېلګه يې د خلافت په ضد عربو پاڅون دى)، نشنليزم يا توکمپالنه، د مسلمانو روڼ اندو او ځايي مشرانو لخوا د اسلامي ارزښتونو له لاسه ورکول، د خپلو پر ضد له پرديو مرسته او قوت غوښتلو کې راخلاصه کولى شو. عربو ته وويل شول چې عثمانيان په تاسې څه غوره والى لري چې درباندې واکمني کوي؟ هغوى د واکمنۍ مساله توکميزه وبلله او ګمان يې وکړ چې عربان د ترکانو لخوا ښکېل شوي دي. له همدې امله يې په بغاوت لاس پورې کړ. دوى د خلافت په بڼه کې د اسلامي نظام، يووالي او يوموټي حکومت ارزښت هېر کړ او د نورو (لوېديځوالو) په خبرو پسې شول. له بل څخه يې مرسته وغوښته او خپل يې پرې راوپرځاوه. ځواکمنتيا يې د يرغلګرو بهرنيو ځواکونو په ملتيا کې ولټوله او د حضرت عمر رضي الله عنه هغه خبره پرې رښتيا شوه چې 'خداى موږ په اسلام عزتمن او ځواکمن کړي يو، که کله هم موږ له اسلامه پرته په بل څه کې عزت او قوت ولټوو، خداى به مو سپک او ذليل کړي'. وروسته عربانو په خپله وليدل چې برتانيې څه ډول دوى غولولي وو او دوه مخيزه لوبه يې ورسره کړې وه. همدارنګه عربانو ته هغه شعار هم قوت ورنه شو کړى چې دوى پرې د عثمانيانو پر ضد را ټول شول: د عربي نشنليزم شعار. موږ وينو چې د فلسطين له نيواک وروسته عرب نشنليزم ورځ په ورځ زور اخلي، او له اسرائيلو سره جګړې هم تيزېږي، خو په هره جګړه کې عرب پرشا ځي. همدغه د نشنليزم په روحيه را ټول شوي عرب ځواکونو د ١٩٦٧ کال په شپږ ورځنۍ جګړه کې شرموونکې ماتې وخوړه. تر دې چې په ١٩٧٩ کې مصر له لوبې ووت او اسرائيل يې په رسميت وپېژاند، اردن ورسره د سولې تړون لاسليک کړ او تر ټولو وتلې مقاومت کوونکې ډلې، الفتح، هم په ١٩٩٣ کې د اسرائيلو شتون ومانه او اوس يوازې د فلسطين د ځينو برخو ازادولو غوښتنه مطرح وه.
يهودان او مسلمانان د يو بل په رول کې
له دې سربيره په ټوليزه توګه د مسلمانانو له ديني ارزښتونو څخه ليرې کېدلو او په مقابل کې د يهودانو متدين کېدلو په فلسطين کې پر ماتې او سوبې غټ اغېز درلود. مسلمانانو هغه مهال نه يوازې خپل يووالى له لاسه ورکړى وو، بلکې اسلامي هويت او ارزښتونه هم ورته بې ارزښته شوي وو، چې له يو سخت متعصب مذهبي قوم سره په جګړه کې يې د دوى په مورال سخت اغېز وکړ. اسلامي مفکر او بلونکى محمد الغزالي هغه مهال ليکلي وو: ''د فلسطين په اړه زما د اندېښنې لامل دا دى چې وينم له يهودانو سره ديني احساس پياوړى کېږي، خو زما له امت سره کمزورى کېږي. د هغوى د دوشنبې ورځې سپېڅلتيا پسې زياتېږي، خو اسلامي ارزښتونه په بېلابېلو ځايونو کې له پامه غورځېږي. هغوى د تورات له زړۀ څخه غږېږي، خو موږ د قرآن څنډې لا نه پېژنو. يهودي د خپل لمانځه خولۍ په هره پلازمېنه کې پرسروي او د خپل معبد خواته په وياړ سره ځي، خو موږ له خپلو فرضي لمونځونو څخه ځان خلاصوو. کلتوري ميراث هغوى ته خپل اصالت او ارزښت لري، خو موږ ته خپل اسلامي ميراث او هويت شاته پاتې والى ښکاري. اسرائيل د هغوى لپاره يوه ديني قضيه ده، په داسې حال کې چې موږ يې يوه قومي عربي مساله ګڼو. ''
تاريخ اوس دا سپينه کړې چې جګړې تر وسلې مخکې په ايمان او قوي مورال ګټل کېږي. نو که د يهودانو ايمان او معنوي اهداف تر مسلمانانو لوړ وي، طبيعي ده چې هغوى به برلاسي وي، په تېره بيا که هغوى په تخنيکي لحاظ هم تر موږ مخکې وي.
د فلسطين د بايللو يو ستر لامل دا وو چې د مسلمانانو او يهودانو دواړو چلندونه اپوټه (معکوس) واوښتل. يهودان ځکه تل مغلوبه وو چې بې غيرته او بې زړه وو. مسلمانان هم تر هغه پورې بريالي او فاتحين وو چې غيرتمن او زړو وو. خو اوس، هغه يهودان چې د خپل پېغمبر لخوا يې د جهاد بلنې ته ويل: فاذهب انت وربک فقاتلا انا هاهنا قاعدون (اې موسى، ته او خداى دې ولاړ شئ او جګړه وکړئ، موږ پرېږده چې دلته ناست يو)، هغوى دا ځل له مسلمانانو سره په جګړه کې همداسې په شا نه شول، بلکې په زړورتيا يې ميدان ته راودانګل. خو مسلمانان دا ځل په شا شول، او هغوى وو چې د خداى غوښتنې ته يې د انا هاهنان قاعدون ځواب ورکړ. هغه مهال چې مسلمانان لاس پکار شول، يانې د فلسطين له نيواکه وروسته، نور خورا ناوخته وو. يهودانو له ١٨٨٠ راهيسې ٦٠ کاله د فلسطين نيولو ته پلان جوړاوه او په دې لار کې يې هڅې کولې او د سوبې وخت ته يې ځانونه په هر څه سمبال کړي وو، په داسې حال کې چې مسلمانان ويده وو او د خپل خلافت پر ضد يې جګړې جوړولې. ځکه خو طبيعي وه چې يهودانو به ګټله.
ايا سوبه نژدې ده؟
ځکه خو اوس اسلامي امت ته د فلسطين د بېرته اخيستلو لپاره هم په دواړو ډګرونو کې د ځان سمبالول پکار دي: هم په ټينګې اسلامي عقيدې او هم د مټ په زور. د څه شي د نه شتون لامله چې مو فلسطين له لاسه ورکړى په هماغه وسيله به يې بېرته ترلاسه کوو. نه قومي او توکميز مورال دغه جګړه ګټلى شي او نه هم خبرې اترې فلسطين بېرته مسلمانانو ته ورکولى شي. مخکې هم په منځني ختيځ کې سترې جګړې په همدې وسيله نه دي ګټل شوې. مخکې هم بيت المقدس چې په ١٠٩٩ کې صليبيانو ښکېل کړ، عربانو د عربي روحيې په برکت ونه شو ګټلى، بلکي يو ناعربي او کُردي سړي، صلاح الدين ايوبي، وګاټه. همدلته په منځنيو پېړيو کې د چنګيز د يرغل په مقابل کې يواځې يو افريقايي بربر غلام، ببرس، جګړه وګټلى شوه. په دواړو جګړو کې د مسلمانانو د ايماني ځواک لوړتيا تر وسله ييز ځواک مخکې وروستى برخليک وټاکه. د فلسطين په اوسنۍ قضيه کې هم تر هغه مهاله چې نشنليستانو او د فتح په څېر سيکولرو ډلو جګړه پر مخ بيوله، عربان پر شا روان ول. خو کله چې په ١٩٨٧ کې په لومړنۍ انتفاضه کې له دننه څخه خلکو پاڅون وکړ، د قضيې اسلامي اړخ ورو-ورو را سربېره شو. نوي رهبران او نوې روحيه راڅرګنده شوه. پاڅون کوونکو په ښکاره په روانه قضيه کې له عربي نشنليست سياست څخه خپله ناهيلي وښوده. له انتفاضې وروسته د فلسطين قضيې نوې بڼه او نوى تګلورى واخيست چې تر ننه پرې روان دى. همدغه تګلوري وکولاى شول پر اسرائيلو باندې تر يو ځايه فشار هم راوړي. خو، ګټل هم دومره اسان نه دي چې ژر يې توقع وشي. څه ډول کولى شو بې له چمتو والي او منډو ترړو هغه صهيونيستان له فلسطينه وشړو چې ٦٠ کاله يې د همدې لپاره پلان جوړاوه، او دا دى اوس ٦٠ نور کلونه يې د خپل دولت په ټينګتيا او غښتلي کولو تير شول؟ تر هغه چې د صهيونيستانو په مقابل کې مسلمانان په معنوي او مادي سمبالتيا کې پر هغوى برلاسي، يا لږ تر لږه برابر، ونه اوسي د سوبې هيله کول به خورا بې وخته وي. همدارنګه په دې باندې ځان غولول هم ناوړه تېروتنه ده چې ګواکې د خبرو اترو له لارې به فلسطين بېرته خپل شي. فلسطين په زور اخيستل شوى، بېرته به په زور خپلېږي. د خبرو اترو د اغېز لومړنى شرط دا دى چې دواړه لورې بايد لږ تر لږه سره برابر واوسي.
د فلسطين په بايللو نړۍ څه له لاسه ورکړل؟
نړۍ د يهودانو په لاس د فلسطين د ښکېلېدلو په پايله کې ډېر څه له لاسه ورکړل چې تر ټولو مخکې له سولې او ارامتيا څخه بې برخې شوه. دوه نړيوالې جګړې او د هغوى وروستۍ لړزې هم د سړې جګړې په پايله کې پاى ته ورسېدې، خو څه چې لاهم د ټولې نړۍ سوله او ثبات ګواښوي منځنى ختيځ دى. دا په منځني ختيځ کې د لوېديځ په مټ د يهودانو تېرى او بيا په بېلابېلو بڼو د هغوى دوام دى چې تر ننه پورې يې سيمه د جګړې ډګر ګرځولې. اسرائيل په وسله وال ځواک کې تر چا کم نه دي، اټومي وسلې لري. په اقتصاد کې هم د نړۍ مخکښان دي. د ژوند شرايط يې هم تر ډېرو ښه دي. امريکا هم په همدې ډول نن د نړۍ تر ټولو زورور زبرځواک دى، خو بيا هم په منځني ختيځ، او په ټوله اسلامي نړۍ کې، د زياتيو لامله يهودان او د هغوى ملاتړي امريکايان او نور لوېديځوال په خپل کورد امنيت او ارامۍ احساس نه کوي. د دوى ځواک او د ژوند ښه شرايط دوى ته سوکالي نه شي ورکولى. همدارنګه په فلسطين کې اوږدې جګړې ډېرو ته داسې انګيرنه ورکړې چې مسلمانان او نامسلمانان په ګډه نه شي سره اوسيدلى. له همدې ځايه د ډېرو لپاره ګډ اوسېدل ګران شول. موږ وينو چې په اسلامي نړۍ کې امريکايي ضد احساس anti-Americanism مخ پر زياتېدو دى او په لوېديځ کې بيا اسلامفوبيا Islamphobia د متعصبينو لخوا مخ پر لوړه روانه ده. د سولې او ارامتيا احساس په زور نه شي خپلېدى. اسرائيل او امريکا که هر څومره زور او شمتني هم ولري، خو د خپلو ناروا ظلمونو لامله د ارامۍ له احساسه محروم دي ځکه خو کله ايران ته ګواښېږي، کله حزب الله ته او کله حماس ته. القاعده خو يې د نړۍ په هر ګوټ کې د سر دښمن جوړه شوې. د سولې او ګډو اوسېدلو د احساس نشتوالي په وروستيو کې د تمدنونو د ټکر نظريې ته لاره هواره کړه چې هغه هم له لوېديځه او له يهودي کړيو راوټوکېده. دا د مسلمانانو په ضد د دوى د تاريخي جرمونو او له همدې امله د نه پخلاينې احساس دى چې هغوى ځان له اسلام سره په ټکر او تلپاتې دښمنۍ کې اېسوي. پر مسلمانانو باندې له لومړۍ نړيوالې جګړې را په دې خوا او بيا په ځانګړې توګه د فلسطين له نيواک وروسته، د صهيونيستانو او د هغوى د لوېديځوالو ملاتړو روان ظلمونه دي چې هغوى يې په دې وېره کې اچولي چې يو اسلامي بلاک بيا په جوړېدو دى، چې دا به د دوى د پنا کېدلو لپاره د خطر زنګ وي. الهي قانون هم په تاريخ کې ښودلې چې د واک انډول تل په يو حال نه وي. همدغه د سوبو او بايللو درس مسلمانانو د بدر او احد له غزاوو څخه ښه زده کړى.
يادونه: دغه ليکنه په ملي اصلاح اونيزه کې خپره شوې ده .
وروستي