
په ختيځ ولايت ننګرهار کې چارواکي وايي په بټي کوټ ولسوالې کې ځانمرګي بريد کوونکي د يو امريکايي سرتېري سربېره لس ولسي وګړي وژلي او تر اويا زيات يې ټپيان کړي دي. ...
د غزني ولايت پوليسو يوه داسې پاکستانۍ ښځه نيولې چې غوښتل يې د هغه ولايت پر والي باندې ځانمرګی بريد وکړي. ...
لومړی خبر په همدې ډول د روانې مياشتې (نومبر) په ۱۳مه د افغانستان د خبرونو غټ سرليک وو او دويم خبر د روان کال د جولای د ۱۸مې نېټې ټاپ خبر وو.
دا مې هسې د مشت نمونه خروار په توګه راوړل.
د بټي کوټ د ځانمرګي بريد راهيسې چې د مالونو يو ګنج ته نژدې شوی وو څو ورځې تېرې شوې دي، او د پاکستانۍ ((ځانمرګۍ ښځې)) له نيول کېدو راهيسې څلور مياشتې تېرې شوې دي. د دواړو پېښو په اړه د مطبوعاتو لخوا ويل شوي حقيقتونه هماغه دي کوم چې د دواړو پېښو په لومړيو شېبو او لومړۍ ورځو کې ورکړل شوي وو. او د دواړو پېښو په راپور ورکولو کې لومړنۍ او وروستنۍ سرچينې حکومتي چارواکي دي چې يا خو په ټيليفون ورڅخه معلومات اخيستل شوي او يا يې مطبوعاتي کنفرانس ورکړی.
د پېښو تحريف: چارواکي يې وايي، خبريالان يې مني
په لومړۍ پېښه کې د چارواکو له خولې ټول تلفات ځانمرګي بريد کوونکي اړولي چې ګواکې د ملکي خلکو په منځ کې يې ځان والوزاوه. په دويمه پېښه کې د ملتان اوسېدونکي ((صالحه)) غزني ته د ډاکتر عثمان د وژنې لپاره راغلې وه او له ځان سره يې بمونه هم راوړي وو، خو پوليسو ونيوله، بيا چې کله امريکايي پلټونکو غوښتل د امنيه قومندانۍ په ودانۍ کې ورڅخه پوښتنې ګروېږنې وکړي، هغې د يوّه امريکايي سرتېرې ټوپک کش کړ او ډز يې وکړ، چې بيا امريکايانو هغه له ځان سره بګرام او بيا امريکا ته د محکمې لپاره بوتله.
زما د دواړو پېښو له ترسره کوونکو سره کار نشته او نه خو دلته پر هغوې د تبصرې کولو په تکل کې يم، بلکې د دې حقيقت موندلو په تکل کې يم چې څنګه زموږ رسنۍ د چارواکو او بهرنيو ځواکونو د خولې لاډسپېکر ګرځېدلي او هر څه چې هغوی ورته ووايي کټ مټ يې نقلوي او پرې باور کوي.
زه به درته د دواړو پېښو په اړه هغه حقايق ووايم چې ما د څو ساعته سفر او مرکو په لړ کې وموندل، خو د چارواکو او اشغالګرو ځواکونو پر خوله د ژر باورکوونکو رسنيو ونه شوای موندلی.
د لومړۍ پېښې په اړه چې مې له دوو داسې عيني شاهدانو سره چې د چاودنې پرمهال د پوځي کاروان تر شا په خپلو ګاډو کې روان وو، څخه واورېدل، ځانمرګي بريد کوونکي د امريکايي ځواکونو کاروان په نښه کړ او د هغوی په منځ کې يې چاودېدونکي توکې والوځول. د ولسي خلکو ګاډي هم په کاروان پسې روان وو، خو هومره نژدې نه چې له چاودنې څخه زيات زيانمن شي. البته ځينې کسان په چاودنه کې ټپيان او يو څو ښايي مړه شوي وي. خو ملکي کسانو ته زياتره مرګ ژوبله د هغو بې پروا ډزو لامله ور واوښته چې امريکايي سرتېرو دوی ته په نژدې ګاډو او خلکو باندې وکړې. د دغو عيني شاهدانو په وينا، له چاودنې سمدستې وروسته قهروړو او ډارېدلو سرتېرو هرې خوا ته ډزې پيل کړې او رمباړې يې وهلې. د همدغو ګوليو لامله وه چې د ټپيانو شمېره هومره لوړه (۷۴) تنه ده.
خو محلي او غربي خبريالانو د بهرنيو ځواکونو او سيمه ييزو چارواکو له خولې هغه کلمې کټ مټ خپرې کړې چې هغوی ورته ويلي وو، او په دې توګه ټولو لوستونکو او اورېدونکو ته همدا غلط معلومات ورسېدل چې ټوله مرګ ژوبله ځانمرګي بريد کوونکي رامنځته کړه او امريکايان هم د قربانيانو په ډله کې ول. سره له دې چې پېښه د خبريالانو د لاسرسي په سيمه کې شوې وه، خو باور بياهم خبريالان ونه توانېدل له خپل دفترونو د لږ بې پرې معلوماتو د موندلو لپاره وخوځېږي.
د عافيه صديقي کيسه به لږ وپلټو
د دويمې پېښې په اړه د رسنيو لخوا ويل شوی ټول حقيقت هماغه دی چې د جولای په ۱۸مه د غزني والي ډاکتر عثمان عثماني خبريالانو ته وويل چې ګواکې دا ښځه له خپل ديارلس کلن زوی سره غزني ته په بمونو بار د ده د وژنې لپاره ورغلې وه. خو کله چې مې له ګڼو نورو عيني شاهدانو سره خبرې وکړې چې ټول پوليس ووو د پېښې تعبير بل را وخوت، لاهم خورا مغشوش.
خو دلته به يوازې د غزني د ترهګرۍ د مبارزې د مشر عبد القدير څو خبرې ستاسې مخې ته کېږدم چې خپله يې له هغې مېرمنې سره خبرې کړې، نيمګړې تحقيق يې ترې کړی او وايي چې د مجرم خصوصيات د خپل شل کلنې پوليسي تجربې له مخې ډېر دقيق پېژندلی شي:
))دا ښځه يې د والي له مېلمستون سره نژدې ونيوله. امنيه قومندانۍ ته چې يې راوسته، يوازې الله اکبر يې وايه او ورسره هلک ته يې ويل چې مه غږېږه. ډېره کمزورې او ناروغه ښکارېده. لکه چې تازه له شکنجې راوتلې وي. نورو مسولينو ورسره خبرې وکړې او يوه ټوله شپه يې په تحقيق تېره کړه، خو چاته يې د خپل زړه حال ونه وايّه. زه چې د سهار خواته ورغلم، ماته يې وويل چې ګوره امريکايانو ته مې په لاس ورنه کړې. هغه له امريکايانو سخته وېرېده. لکه چې ناوړه تجربه يې درلوده. ما ورسره ژمنه وکړه او په خپل ايمان مې قسم ورکړ چې که حقيقت راته ووايې امريکايانو ته به دې نه سپارم. وروسته له هغه يې بيا په ډېره خوشالۍ او په خندا استعلام ډک کړ، خپل نوم يې وليکل او په خوراک يې پيل وکړ. هغې ويل افغانستان ته د خپل مېړه په لټه پسې راغلې چې شاوخوا پنځه کاله کېږي ورک شوی دی. تحقيق بشپړ نه شو، او زه تر اخره هم پوه نه شوم چې اصلا څه کيسه ده او دې ښځې څه غوښتل. له غرمې وروسته هغې کوټې ته چې دا مو پکې ساتلې وه او له کابل څخه راغليو تحقيق کوونکي هم ورسره وو دFBI کسان او وسله وال امريکايي سرتېري راغلل. مخکې له دې چې هغوی کېنيې يو سرتېری نېغ ورغی د پردې شاته چېرته چې مو ښځه ساتلې وه، او سمدستي ډز وشو. موږ پوه نه شوو چې ډز چا وکړ. منډې شروع شوې، موږ ټول له هغې کوټې را وواتو، او ښځه دوی له ځان سره د تداوي لپاره بوتله. متاسفانه چې موږ له هغې څخه تحقيق بشپړ نه کړ او هېڅ پوه نه شوو چې دا له کوم ځايه راغلې وه او څه يې غوښتل.... ټولې هغه نښې نښانې چې ښودل يې دا مجرمه ده دا وې چې څو ځلې يې هڅه وکړه وتښتي، کړکۍ ماته کړي او يو ځل يې ګواښ وکړ چې موږ به ووژني. او الله اکبر يې په موږ وايه. نور نو په دې وطن څوک له چا څه خبرېږي. موږ هېڅ پوه نه شوو چې ډز لومړی چا وکړ.... ښايي ډزې هغوی کړې وي چې زموږ له لاسه يې وباسي... نور بايد په نيمه پوه شې...((
د دې تر څنګ د پوليسو نورو چارواکو چې د ډزو په صحنه کې شاهدان ول وويل چې ډزې پاکستانۍ ښځې نه، بلکې امريکايي سرتېري وکړې...خو والي بيا کټ مټ هماغه کيسه راته وکړه چې امريکايان يې د پېښې په اړه کوي...
بهرنى خبريال چې يې موندلى شي، پر افغان څه شوي؟
نه شم کولی د دې قضيې په اړه چې د يو بهرني خبريال په ملتيا مو وکړې ټول جزيات اوس ورکړم، خو څه چې موږ وموندل او همدا ډول د پېښو له تسلسل څخه را څرګندېږي يو خبريال ته ډېرې جوتې اشارې ورکوي چې حقيقت هغه څه نه دی چې امريکايان او د غزني چارواکو په يوه خبري کنفرانس کې ويلي وو.
دا ښځه وروسته ډاکتره عافيه صديقي را وخته چې پوره پنځه کاله کېږي ورکه ده، او ناڅاپه د باليووډ د فلمونو د صحنې په څېر په غزني کې د والي تر څنګ راڅرګنده شوه، هغه هم په خورا ناروغ او شکنجه شوي حالت کې.
د دې پوښتنې په ځواب کې چې د عافيې روغتيايي حالت څه ډول ښکارېده، عبد القدير وويل چې داسې ښکارېده لکه له سختې شکنجې او زندان څخه چې راوتلې وي. دا نښې نښانې له هغه تعبير سره کټ مټ سر خوري چې مسلمانې شوې برتانوۍ ژورناليستې او د بشر حقونو فعالې اېوان ريډلي د خپل تحقيقي ژورنالېزم په ترڅ کې موندلي. هغه وايي عافيه صديقي پنځه کاله امريکايي استخباراتو په بګرام کې نيولې وه، کله چې د هغې ياد او موضوع په پاکستان کې په وروستيو کې تازه شوه او پاکستانی او امريکايي حکومتونه د هغې د قضيې لامله تر فشار لاندې ونيول شول، ناڅاپه عافيه صديقي په غزني کې د ځانمرګۍ په بڼه وموندل شوه. امريکايان انکار کوي چې په بګرام کې ښځې ورسره بنديانې دي. اوس چې هغې جنايت؟ په افغانستان کې کړی، او تبعه د پاکستان ده، محاکمه کېږي په امريکا کې. د ريډلي ټينګار دادی چې امريکايانو چې عافيه پنځه کاله په بند کې نيولې وه، په پاکستان کې د سياستوالو او عامو خلکو لخوا د هغې د برخليک د سپيناوي د غوښتنې، غوښتل چې د هغې له سرخوږي څخه په يو بل ډول ځان خلاص کړي، په تېره بيا چې پنټاګون انکار کړی وو چې دوی ښځينه بنديانې نه لري. د دې قضيې د پلټنې په ترڅ کې ريډلي لاهم د دغسې شواهدو په لټه کې ده چې عافيه صديقي امريکايانو له بګرام څخه راوړې، په غزني کې يې د والي دفتر ته نژدې له ځينو اسنادو سره غورځولې ده تر څو يې د محاکمې او جرم اسناد ثابت شي. ځکه خو د غزني چارواکو د هغې د نيونې او پلان په اړه ضد او نقيض معلومات ورکول. او د پوليسو يو جګپوړي چارواکي او پلټونکي وويل چې عافيه داسې معلومېده لکه چې تازه له زندانه راوتلې وي.
په دې توګه په حقيقت کې دا پاکستانۍ ښځه په غزني کې په خورا ناروغ حالت کې له ځينې ناپېژانده موادو سره نيول شوې وه، خو په تحقيقاتو کې دا هېڅ نه ده څرګنده شوې چې هغې د کوم بريد پلان درلود او دا چې دا څه ډول او له کومه غزني ته ورغلې وه.
د ميډيا دنده: د حقايقو انعکاس که د چارواکو د ويناوو؟
د دغې پېښې په تفصيلاتو کې به ډېر نه ځو، بېرته به راشو دې خبرې ته چې ولې افغان خبريالان د داسې مهمو خو خورا په اسانه موندل کېدونکو حقايقو په موندلو کې پاتې راځي چې ښايي د يو سفر او څو مرکو په ترڅ کې يې ترلاسه کړی شي؟
دا ځکه چې دلته څوک ژورناليزم څرنګه چې پکار دی نه يې کوي. د خبر وروستۍ او لومړنۍ وسيله ټيليفون دی. که سيمې ته تګ په ډېره اسانه هم کېدای شي خبريالان ځان نه په تکليفوي او له ټيليفون څخه کار اخلي. خو يو والي او قومندان که ټيليفون لري يا خبري کنفرانس جوړولی شي، د پېښې يو قرباني او يو عادي کس بيا نه ټيليفون لري او نه خو کنفرانس ورکولی شي.
ځينې خبريالان او رسنۍ خو د چارواکو پر خوله هومره باور لري چې د خپلو سترګو پر ليدلي حال يې نه لري. ځکه خو به مو ښايي په ځينو رسنيو کې ليدلي وي چې، د بېلګې په توګه، په کوم ځای کې اور لګېدلی، خبريال خپله ورغلی، خو بيا يې هم يو چارواکي ته ټيليفون کړی، فقط د دې لپاره چې هغه يې تاييد کړي. وايي چې په سيمه کې زموږ خبريال د اور چټکې خپرېدونکې لمبې ليدلې، او د هغه ولايت د پوليسو مشر هم د اورلګېدنه تاييد کړې ده. دې ته د حکومت لاډسپېکر ژورنالېزم ويل کېږي چې خبريال پر خپلو حواسو هم باور نه لري.
د حقيقت پټونې ساري ناروغي
له دې سربېره چې خبريال تر خپلواکو او ناپېيلو سرچينو زيات د رسمي چارواکو پر خوله باور کوي، د پېښو د رښتينې بڼې د په موندلو پسې ډېره هڅه هم نه کوي او د ډېرو خبريالانو تکيه پر خپلو موبايلونو او ټيليفونونو وي. په داسې مهال کې چې ټيليفون اوس ډېر عادي خلک هم لري او په مټ يې د پېښو په اړه کره معلومات راټولولی شي، نو ټول ټيليفون لرونکي بالقوه ژورناليستان کيدلی شي او ځينې کنجکاو خلک چې عادت يې وي د پېښو په اړه حتمآ ځان پوه کړي، هغوی خو بالفعل خبريالان دي. په همدغسې مهال کې بايد خبريال تر عادی خلکو پرمخ ولاړ شي او مستند او زيات کره معلومات راټول کړي او د پېښو سيمو ته پسې ولاړ شي. که نه بيا نو د خبريال او يو عادي موبايل لرونکي سړي تر منځ توپير نه دی پاتې.
په موبايل ژورناليزم کې طبيعي ده چې حقايق ورکېږي او د ټيليفون د غوږۍ تر شا پټ پاتې کېږي، يوازې هغه څه د حقايقو په توګه راښکارېږي چې د ټيليفون په هاغه بل طرف يې سرچينې درته وايي، چې هغه ډېری وخت چارواکي او په پېښه يا قضيې کې يو ښکېل لوری وي. تيليفون د خبرېدو او معلوماتو د شرېکولو يوه چابکه وسيله ده، خو هر څه نه ده. د حقيقت موندل دومره اسانه نه دي چې تل يې د ټيليفون په غوږۍ او پر خپله څوکۍ ترلاسه کړی شو.
صميم صاحب تل د خبريالانو په غونډو کې وايي چې شرک ځکه غټه ګناه ده چې د حقايقو پټول دي، نو که ژورناليست هم حقايق پټ کړي په ناوړه ګناه اخته کېږي.
د حقايقو پټول په ميډيا کې نن ورځ يو عادي خبره ده، په تېره بيا په لوېديځ کې، خو دا ناروغۍ د افغانستان نوې ټوکېدلې رسنۍ ته هم په رارسېدو ده. دلته ښايی ډېر په لوی لاس حقايق پټ نه کړي، خو دوی د ژورنالېزم دنده چې د حقايقو موندل دي په سمه توګه نه کوي، چې همدا خاموالی د حقيقتونو د پټ پاتې کېدلو لامل ګرځي.
يو وړ او تکړه ژورناليست له عقيدې، سياسي او ګوندي تړاو پرته تل حقيقت وايي او حقيقت لټوي. همدا ريښتينې زړورتيا او د وينا له ازادۍ څخه سالمه استفاده.