په ځان وياړنه او اعتماد يو ښه صفت دى چې په چا كې وي. دا د يو چا د ځانګړي هويت څرګندونه كوي. د هغه هويت چې مثبتې ځانګړنې لري. كه يو څوك وايي چې زه وياړم چې افغان يم، دلته د وياړ د احساس دليل دا نه دى چې په دې محدوده جغرافيايي سيمه كې پيدا شوى. بلكې مانا يې دا ده چې زه هغه ښه صفتونه او كمالونه لرم چې د افغان ځانګړتيا ده. كه كله يو څوك د كوم ناوړه كار لامله رټو، ورته وايو چې ته څنګه افغان يې يا څنګه مسلمان يې چې دا كار دې كاوه؟ دلته موږ د خطاكار سړي په افغانيت يا اسلام كې شك نه كوو، بلكې د هغه كړنې او اخلاق تر پوښتنې لاندې راولو چې ګواكې له افغانيت او اسلاميت سره برابر نه دي.
دا ځانګړي صفتونه دي چې يو چاته هويت وركوي. هويت، كه قومي وي، كه وطني وي او يا مذهبي، د هغو صفتونو مجموعه ده چې ټول يې په بل چا كې نه شي پيدا كېداى. كه يو چا ته ووايو چې تۀ افغان نه يې يا مسلمان نه يې! هغه يې ځان ته ځكه ښكنځا ګڼي چې په حقيقت كې مو ورته ويلي چې تۀ غيرت نه لرې، خپل ناموس نه ساتې، په مېلمه كې بېكاره يې، ايمان ته وفادار نه يې او پر خپلې عقيدې باور نه لرې. ځكه اسلامي او افغاني هويت له همدغو ځانګړتياوو څخه جوړ دى.
دا جملې اوس كابو كليشه يي ګرځېدلې چې افغانان يو باتور، غيرتمن، په خپلواكۍ مين او نه ښكېلېدونكى ولس دى. خو عملاً ډېر ځله همداسې نه وي. د خپلواكۍ او غليم دښمنۍ دعوه كوو، خو د عملي ژوند په ډېرو برخو كې ښايي تر بل هر ولس په نورو پورې زيات تړلي او د دښمن په لومه كې ګير يو. د غيرت او باتورولۍ مفهوم هم تر ډېره په رواجي او خرافاتي تربگنۍ بدل شوى او زور يې لومړى له خپلو کاږو.
څوک بېلگه کېداى شي؟
د خپلواکۍ په ډگر کې چې له سياست او اقتصاده تېر شو چې په بلواکي کې يې شک نشته، زموږ په عادي ژوند کې يې هم څرک نه لگېږي. دا پړه خو به پر درې لسيزو ناخوالو واچوو چې نه خپل توليد لرو چې ويې کاروو او نه هم خپل کارځايونه چې پکې کار وکړو، نو ځکه به تر يوځايه نورو ته اړ يو. خو، د ژوند په سټايل يا طرز کې چا اړ کړي يو چې بايد د نورو پېښې وکړو. د بېلگې په توگه ايا د پوهنتون يوې زده کوونکې ته د ادارې لخوا ويل شوې چې له چسپ کاوباى پتلون، لنډ جاکټ سره او نيم سر سرتور ټولگې ته راشي؟ يا يو هلک که په کومه موسسه کې کار کوي، ايا خپل مشر يې ورته ويلي چې خپله ږيره فرانسوۍ جوړه کړي، نيکټايي وتړي او وېښتان تېرې نام پرېږدي؟ فکر نه کوم چې له انضباطي ادارو او ځينو ښوونځيو پرته دې هېڅ دفتر خپلو کسانو ته ويلي وي کوم ځانگړې ډول جامه واغوندئ او څرنگه خپله ږيره او وېښتان جوړ کړئ. بلکې دا تل د خلکو د خپلې خوښې کار دى چې څۀ ډول د ژوند سټايل خپلوي. په بازار کې هم کاوباى شته او هم لونگۍ، هم تور حجاب او برقع شته او هم دوه گوتې د غاړې يا سر دسمال. اوس د نجونو او هلکانو کار دى چې کوم اخلي. البته يو يې د خپل اسلامي او افغاني هويت څرگندونه کوي، او بل يې د پردي چې هېڅ مو ورسره گډ نه دي. يو يې پر خپل ځان د اعتماد او پر خپلې هويت د وياړ ښوونه کوي، او بل يې د خپلې اسلامي او افغاني ټولنې څخه د بېزارۍ او پردي والي ښکارندويه ده. ډېر ځله واړۀ شيان غټې ماناوې لري – د هويت د ښوونې او د نورو د تقليد مساله هم همداسې ده.
انسانان خداى هر يو په جلا صفت او جوړښت پيدا کړي، د هر چا شکل، غږ، چلند، استعدادونه او ظروف له بل څخه بېل دي. هېڅ دوه کسان په نړۍ کې کټ مټ يو ډول نه دي. دغه د رنگونو او جوړښتونو بېلوالى په مخلوقاتو کې د خداى د قدرتونو نښې دي، نو له هغو بايد انکار ونه شي. مسلمان ته د اسلامي امت د برخې په توگه د تقليد سرچينې او حدود څرگند دي. يوازې خپل پيغمبر أسوه يا داسې يو څوک چې اخلاق او کارونه يې موږ ته بېلگه وي کېداى شي.
حديث: پېښې کوونکي مه اوسئ
هغه مسلمان چې پر ځان باندې اعتماد ولري او پر خپل اسلامي هويت باندې ووياړي او په خپل شخصي او کورنى ژوند کې يوازې يو سټايل پېژني، که په هر حالت او هر هېواد کې وي، دا سړى رښتينې خپلواکي لري. د مسلمان صفت دا دى چې د زمانې د توپانونو، د باطل د فتنو، د ظروفو د تغيير او د هر ازمويښت پر مهال لکه غر ثابت ولاړ وي، څو ک يې بې لارې کولى نه شي او نه پرې بل څوک د اسوې په توگه تپلى شي. رحمان بابا څۀ ښه ويلي: لکه ونه مستقيم پر خپل مکان يم – که بهار راباندې راشي که خزان
د پيغمبر ص په حديثونو کې د تقليد او د نورو د پېښو څخه د منع په اړه يو له تر ټولو واضحو قولونو څخه دا دى چې: ' لا تكونوا إمَّعَة (تاسې پېښې کوونکي مه اوسئ) چې که خلکو هر څۀ کول يا هر ډول چې رواج وو، تاسې هم همداسې کوئ. په حديث کې وړاندې د إمَّعَة کلمې توضيح داسې کړې چې دود خو دا دى چې که څوک درسره بد کوي، ته به هم ورسره بد کوې، او که ښه درسره کوې، ته به هم ښۀ ورسره کوې. نو پيغمبر ص وايي چې مسلمان بايد خلکو ته ونه گوري چې هغوى څه کوي او څۀ ډول چلند کوي، نو دى هم بايد هماغسې وکړي، بلکې اسلام خپلو پلويانو ته خپله تگلاره او د اخلاقو لارښود لري.
عبد الله ابن مسعود رض هم د إمَّعَة کلمې مانا داسې کړې: 'كنا في الجاهلية نعد الإمَّعَة الذي يتبع الناس إلى الطعام من غير أن يُدعى، وإن الإمَّعَة فيكم اليوم المُحْقِبُ الناسَ دينَه' (موږ به هغه چا ته په جاهليت کې إمَّعَة ويل چې له بلنې پرته به له خلکو سره خيرات يا مېلمستيا ته تۀ او نن په تاسې کې إمَّعَة هغه څوک دى چې په خپل دين کې له هرچا څخه تقليد کوي.) بيا وايي: 'ألا لا يقلّدنّ أحدكم دينه رجلاً؛ إن آمن آمن، وإن كفر كفر؛ فإنه لا أسوة في الشرّ' (پام کوئ چې په دين کې د هيچا پېښې ونه کړئ چې که هغه مسلمان و، تاسې به هم مسلمان ياست، که هغه کافر شو تاسې به هم کافر شئ ځکه په شر او ناوړه کار کې څوک بېلگه نه شي گرځېداى.)
بدمرغي دا ده چې زموږ ځوانان له نورو خلکو څخه شر راخلي، او ښېگڼې نه را اخلي. د هغو پېښې کوي چې نه مو دين ورسره گډ دى او نه کلتور. نن ورځ زموږ د هلکانوأسوة يا نمونه يي شخصيت سلمان خان او د نجونو اشوريا راى او يا تولسي ده. د واکمنانو اسوه مو جورج بوش او ټوني بلېير دي. په موسسه يا حکومت کې د کار کوونکو اسوه مو خپل کافر مشر يا د ادارې رئيس دى. دلته رښتيا خلک د خپلو مشرانو په دين دي، لکه په يوه جاهلي ټولنه کې چې خلک د خپلو واکمنانو په دين وي. (الناس على دين ملوکهم).
اسلامي ژوند نيمگړى دى که پرې باور نه لرو؟
کله چې يو مسلمان ځوان د نامسلمانو خلکو پېښې کوي او د هغوى د ژوند طرز خپلوي، دا مانا چې د ژوند کولو هغه لاره چې اسلام ورته ټاکلې يا نيمگړې ده او يا يې هېڅ نه مني. که دا دوه دليلونه نه وي، بل څۀ کېداى شي؟ که يو څوک په شخصي ژوند کې خپلواک نه وي او نورو ته گوري چې هغوى څۀ کوي دى به هم همغه کوي، هغه که کله د هېواد يا کومې ډلې مشر هم شي هېڅکله خپلواک نه شي کېداى.
که يو څوک اسلامي او قرآني ژوند کول غواړي، لارښوونې ډېرې څرگندې دي. يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا عَلَيْكُمْ أَنفُسَكُمْ لا يَضُرُّكُمْ مَنْ ضَلَّ إِذَا اهْتَدَيْتُمْ إِلَى اللَّهِ مَرْجِعُكُمْ جَمِيعًا فَيُنَبِّئُكُمْ بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ (اې مسلمانانو ځان وساتئ يا په ځان پام وکړئ. کله چې مو لار ومونده هغه کسان مو بيا زيانمن نه کړي چې بې لارې شوي دي...)
يو مسلمان د ژوند يو سټايل پېژني او قرآن او سنت چې څۀ ورته ښوولې هماغسې ژوند کوي، د بل چا په کېسه کې بيا نه وي. بيا دې ته نه گوري چې نور څه کوي، تلوېزيونه څۀ خپروي او په دې اداره کې زما مشر څه کوي. اسلامي ژوند او رنگ په ټولو زمانو او هېوادونو کې يو ډول دى، او تر ټولو غوره دى. لکه قرآن چې وايي: صِبْغَةَ اللَّهِ وَمَنْ أَحْسَنُ مِنْ اللَّهِ صِبْغَةً وَنَحْنُ لَهُ عَابِدُونَ. (د خداى رنگ يانې اسلامي ژوند خپل کړئ، او له خداى پرته به بل څوک بيا د ښۀ رنگ ژوند ورکولى شي او موږ يوازې د هغۀ عبادت کوو. )
که غواړو چې د نورو ټولنو پېښې وکړو، ولې د علم په تر لاسه کولو او د صنعت او تکنالوژي په سياليو کې د هغوى تقليد نه کوو؟ ولې د رښتينولي، پر وعده وفا، ښۀ چلند په څېر چې اصلا د مسلمانانو کار دى، خو اوس يې هغوى لري او موږ يې نه لرو، په دغسې صفتونو کې ولې د هغوى تقليد نه کوو؟ دا به تقليد نه وي، بلکې د خپلو له لاسه ورکړل شويو اخلاقو بېرته ترلاسه کول به وي.
خو موږ په دې عادت شوي يو چې يوازې ناوړه له نورو واخلو او خپله ښۀ له لاسه ورکړو. يو مسلمان دومره د کمزورې ارادې او هوډ خاوند نه وي چې له نورو څخه به د خپل ژوند جوړولو طريقه اخلي. مسلمان خپله لارښود دى، پېښې کوونکى نه دى، تغيير راوستونکى دى، تغيير منونکى نه دى، ثابت قدم دى، څپڅاندى نه دى. د اسلامي نړۍ ستر مفکر او شاعر علامه اقبال لاهوري د مسلمان د خپلواکۍ او ټينگ هوډ په اړه څۀ ښه ويلي:
مسلمانی که دانَد رمزِ دين را --- نسايد پيشِ غير اَللّهْ جبين را
اگر گردون به کامِ او نگردد ---- به کام خود بگردانَد زمين را
با زمانه ستيز
ړوند تقليد سړى کوم ځاى ته نه شي رسولى. تر دې بل ستر ساده توب به څۀ وي، چې يو څوک د ژوند کولو د طريقې په خپلولو کې تصميم نورو ته پرېږدي. دا نو د کومې هوښيارې کورنۍ کار دى چې د جامو اغوستلو، يو له بل سره چلند کولو او آن خبرو کولو لارښوونه دې يو فلم يا سريال وکړي. دا په دې مانا چې ړوند تقليد کوونکى په خپل ژوند کې هېڅکله هم ثابت نه وي. که په هند کې سبا کوم بل نوى ماډل جامې او ژوند سټايل راوځي، نو هغه به بې له کوم دليله د تقليد کوونکي هم وي. يوازېنى دليل يې دا کېداى شي چې پوهه او علم په خلکو کې مخ په کمېدو او جهل په ډېرېدو دى، پوهان پکې مړۀ شوي او يا د مړو په څېر گڼل شوي او ناپوهان واکمنان شوي. بل دليل يې دا دى چې مطبوعات په تېره بيا تلوېزيونونه ، زموږ په ټولنه کې پرېکړه کوونکي او قانون جوړوونکي دي او مطبوعاتيان فقيهيان شوي دي. خلک کوم ديني سرچينې او مرجعيت نه پېژني او نه پر بل کوم ژوند جوړوونکى قانون باور لري، آن د دين له اړخه د ژوند د طريقې جوړولو خبره اوس خلکو ته شاته پاتې والى ښکاري.
دا خبر به مو زياته اورېدلې وې چې بايد له مکان او زمان سره ځان جوړ کړو. اگر خواهي نشوي رسوا همرنگ جماعت باش. د دې ځواب بياهم علامه اقبال په ښۀ ډول ويلى چې:
حديث بي خبران است با زمانه بساز
زمانه با تو نسازد با زمانه ستيز
او د علامه اقبال په يوۀ بل شعر به يې پاى ته ورسوو چې پکې هغو ته ښه لارښوونه ده چې فکر کوي چې د نامسلمانو پېښې کول کمال دى:
شرق را از خود برد تقليد غرب
بايد اين اقوام را تقييد غرب
قوت مغرب نه از چنگ و رباب
ني ز رقص دختران بي حجاب
ني ز سحر ساحران لاله دوست
ني ز عريان ساق و ني از قطع موست
محکمي او را نه از لاديني است
نه فروغش از خط لاتيني است
قوت افرنگ از علم و فن است
از همين آتش چراغش روشن است
حکمت از قطع و بريد جامه نيست
مانع علم و هنر عمامه نيست
علم و فن را اي جوان شوخ و شنگ
مغز مي بايد، نه ملبوس فرنگ
وروستي