
ظهرالدين کمال
سهار وختي چې کله دکایناتو په دې لویه نړۍ قدم ږدم ،دپروردیګارټول کاینات راته خاندي دمینې په انداز راته ګوري ، ښکلوي مې اومینه راکوي.
زه هم خدای شته ډېر خوش شم ددې خوښیو په لویو شنو اوزرغونه دروکې مې دخیال شاهین ډېر اوچت پرواز وکړي ځي هیڅ تم کیږي نه ، کله ناکله یې چې دزړه ښاپرۍ پرې زوره شي دمینې په هغه نړۍ وزرونه مړاوي کړي چې هلته دګلابو دحسن اوښکلا وږمو په هر انساني زړه دمینې قبضه کړې ده.
اودګلابو په وږمو کې تم شي په دې ګلابي اورنګینه چاپریال کې دیوه سرکي ګلاب څنګه ته ځان ورورسوي .
ګلاب دډېره خیاله دپردېس شاهین سلام هم نه اخلي خو شاهین ددې تاند اورنګین ګلاب دښایست په سمندر کې تل ډوب اوغوټې وهي.
نوای دنړۍ په کایناتو کې رپانده ګله ! کله له ځان سره داسې سوچ هم کوې، یوڅوک به داسې هم وي چې له ماښامه ترسهاره ستا دنامه له تورو دمرغلرو یو امیل جوړوي ،بیایې په ډېره مینه
په خپلو اوښکو او دزړه په وینو پاک ومینځي او تر ابده دخپل ژوند په خزانه کې خپله ساه ورکوي.
کابل اراکوزیا راډیو