ذبيح الله مجاهد ته !! سيداباد : دوحشي اشغالګروپه بمبارکي 4 تنه ماشومان شهيدان شوي


وخت  نا وخته دطالبانو دالاماره ويب پاڼه راخلاصوم او ګورم چه دوي بيا څه نادري ليکلي دي، البته ددوي ليکني اوراپورونه هم ټوله سره ورته وي خو په دي مبارکه مياشت کي  مي يوه ليکنه ډيره ترسترګو بده وايسيده او زړه مي په حقيقت کي ډير درد وکړ
ستاسو دلاښه  فهمولو په خاطر ليکنه لاندي په کټ مټ ږدم :
 
دميدان وردګ ولايت نه دترلاسه شوي خواشينونکي خبرترمخه تېره شپه دسيدابادولسوالۍ داونخي درې اوسالاروپه سيموکي دبې رحمه يرغګروله خوادرنه بمباري شوي چې له امله يې ملکي خلکوته درانه تلفات اوښتي.
له سيمي نه راکړل شوي خبروايي ددې ړندې اوبې رحمه بمباري له امله په سيمه کي 4 تنه ماشومان چې دخبرله قراره په غره کي يې بوټي ټولول شهيدان شوي اويوټپي شوي دي.
له سيمي عيني شاهدان وايي چې ديرغلګروبمبارپه سيمه کي يوکورپه بشپړه توګه نړولي اويوجمات يې هم شهيدکړي دي.
سيمه ييزخلک وايي چې له دې بمبارمخکي په سيمه کي نه کومه جګړه شوي اونه هم په سيمه کي مجاهدينوشتون درلود.
دوئ وايي تراوسه نه ده معلومه چې يرغلګروعسکرولي په ياده سيمه داډول بې رحمه بمباري وکړه.
................
پورته ليکنه ده چه خلص يي په لاندي ډول سره دي
۱: په بمباري کي ۴ ماشومان شهيدان شول
۲: يو کور په بشپر ډول سره نړيدلي
۳: يو جومات شهيد شوي دي
 
راځم اوس خپل اصلي خبري ته: طالبانو خو پورته تلفات وښودل او يرغلګر يي بي رحمه ونومول زه هم وايم چه هغه بي رحمه، بي دينه او بي ايمانه خلګ دي خداي دي تباه لري
نو اي تش په نامه مجاهده، تاسي څه بلا وهلي ياست چه په هره حمله کي ستاسو دلاسه چه زموږ وخوار اولس ته تلفات اوړي ديرغلګرو دتلفاتو په پرتله لس چنده هم زيات وي، هر ځانمرګي چه کوي صرف دګوتي په شمار عسکر وژني ترڅنګ يي په لسګونه زناني، ماشومان اوعام خلګ وژني تاسي دغه کار ته جهاد واياست؟
 
هر دحکومت پرضد کار اويا پټاو چه وشي بعضي وخت تاسي په خبر هم نه ياست مګر بيا هم دځان دکريډيټ دلوړلو لپاره هغه کار پرځان تاوانوي ولي؟
 
مګر څه وخت چه بيا ستاسو دناپوهانو لخوا ايښودل شوي ماين پرکوم ملکی ماشوم، ملکی کس، ملکي موټر اويا هم ملکي بس باندي پټاو شي نو بيا لکه مورزاده ګونګيان هيڅ هم نه واياست او پټه خوله پاته ياست، حد اقل خوبايد دخپل داسي يو غير اسلامي اوغير وجداني کار په مقابل کي دخلګو څخه بخښه وغواړي مګر نه تاسو خو صرف هغه کوي کوم چه همسايه باداران مو امر درته کړي وي
 
ښه مثالونه يي په تيرو څو مياشتو کي په لسګونه ماينونه دي چه پرعامو خلګو پټاويږي دهغو څخه يومثال يي هغه موټر درکولاي شم کوم چه په کندهار کي وشاه اغا ته روان وه او ستاسو ناپوهان دلاسه يي دخپل يوي کورني پوره شپاړس کسه ووژل شول، په دي کي ولي خپل ځان نه يادوي چه بي رحمه ياست
 
پاته شوه خبره دمسجد دشهيديدلو: هغه خو کفار دي نه زموږ قران مني، نه مو رب مني او نه هم مسجد، نو هغه خومسجد ته هيڅ احترام هم نه لري، مګر تاسو څه بلا وهلي ياست چه زياتره پټاوونه په مساجدو کي کوي؟
 
هغو خو زموږ مسجد شهيد کړ دخداي لعنت دي وي ورباندي، تاسو چه په مسجد کي پټاو وکړي نو تاسو ته بايد سړي څه ووايي؟

په سلګونو وارو مو داسي کسان وژلي وي چه په همدا مسجد کي خداي پاک ته پرسجده پراته وي او ستاسو بزدله غلامان ورشي او پرهمهغه سجده يي وژني؟
 
نور د ستاسو او ديرغلګرو ترمنځ فرق و کتونکو او ويونکو ته پريږدم
 
ژوندی دی وی افغانستان، ژوندی دی داسلام حقيقي ساتونکی
تباه اوبرباد دی وی دهمسايه ملکونو غلامان، تباه اوبرباد دی وی دافغانستان خرابونکی
 
دکندهار ددريدلي اولس ږغ