حضورته دې په رپ کې دبڼو ځم و راځم
یو خوب دسودایي شم په راتلو ځم و راځم
هر څو مې که په برخه څو ګړۍ یې وي په غیږ کېساحل ته دې دحسن په څپو ځم و راځم
راستون له بې دردي دې شم چې درمې ولي غریو بس اوښکه پښتنه شم په لیمو ځم و راځم بدل که مې وي شکل خو همیش دغي دنیا تههم دې فطرت سره له زمانو ځم و راځم
مشعل چې دتاریخ مې دی په لاس کې نن نیولیسباته دپرون په پلوشو ځم و راځم
وهمه که (حسنه) له دنیاسره ډغرېیو چاته په جرګو مې دسلګو ځم و راځم
ډاکتر حسن
وروستي