يوه جينکۍ د کاليو مينځلو سابونونو په خوړلو روږدې شوې ده!

 
نوراحمد عايل

د امريکا په  فلوريډا ايالت کې يو جينکۍ د کاليو مينځلو د سابون په خوړلو روږدې شوې ده او هر ورځ تقريبا ٥ سابونونه خوري.

که څه هم ډاکټرانو نوموړې ته خبردارى ورکړى دى ،چې دا روږدى توب کېداى شى دا ووژني ،خو دا ١٩ کلنه جينکۍ وايي چې د کاليو مينځلو په پوډرو او سابونونو سخته روږدې ده او پرېښودل يې ورته ناشوني دي .
دا وايي: ما چې کله  لومړى ځل  لاس  د جامو مينځلو پوډرو ته وردننه کړ ، يو څه مې ترې په  ژبه وڅکل ، چې ډېر خوږ او مالگين خوند يې درلود ،چې له هغه را وروسته  د سابون په خوړلو روږدې شوم.
دا نولس کلنه جينکۍ چې د نرسينگ زده کړې کوي وايي  زه پوهېدم چې د سابون خوړل خطرناک دي ، خودا خبردارى مې داسې ناديده نيوه لکه د کاليو  مينځلو د پوډرو په کوتي يې چې ليکلي وي. او زياتره وخت چې له خوب څخه راپاڅېږم د سابون په خوړلو پيل کوم