اميد خپلواك نه فيس بوك پاتى شو!..

 
زه چي به هروخت خپل كمپيوتر ته كښيناستم سم دستي به مي د هيواد ,د حال احوال لپاره د كمپيوتر او انترنيت پر مټ  رسنۍ راپرانيستي كله چي به مي پوره په هر څه باندي ځان خبر كړو او ستړي به شوم.
بيا به مي خپله ستړيا د فيس بوك او نورو پيغام وړونكو انتر نيټي سايټو باندي بوخت كړ , په سر كي به مي د فيس بوك پاڼه را خلاسه كړه لمړى به مي د خپلو ټولو ملګرو فاعليتونه وه ارزول چي ګواكي دوي په تيرو څو ساعتونو كي څه كړي او يو بل ته يي څه استولي او كوم نظريات يه يو بل سره شريك كړي .
احمد اميد سره كڅه هم زه په دي نږدوكى د فيس بوك ملګري شوى وم دى به  دوهم يا دريم   نفر وه چي ما به يي د فيس بوك پاڼه را خلاسه وله او يو بل سره به مو خپل اندونه شريكول او بيا به مو خپلو نورو ملګرو ته ليږل, اميد به ډيرى وخت دخپل فيس بوك پر وال باندي د هيواد د شاعرانو ځنى شعرونه پريښودل,او كوم نوي خبر چي بيه تر لاسه كړي وه ډير ژر بيه د خپلو ژوناليستكي فعليتونو له مخي د فيس بوك په پاڼه باندي هم د خپلو ملګرو سره شريكاوه .
زما او اميد خپلوا ك او نورو ملګرو ژورناليستانو دا پوره عادت وګرځيده چي يو بل ته به مو هر وخت نوي معلوماتونه پريښودل , اميد به زيات وخت يوه يوه ټوګه هم د فيس بوك پر مخ  مونږ سره شريكوله , چي د شهيد اميد يوه ټوكه به زما هيره نشي او اوس مى ډير ځوروي .
شهيد اميد داسي ليكلي ول << يوسړى په لاره روان وه او دوه نفر يه يو بل سره د غال مغال په حالت كي وليدل او منځ ته ورولويد او يو بل ته يه وويل وروره څه چل دي دواړو نفرو ديو بل شكايت وكړ ا وده يه په خلاسون سره هر يو ته وويل وروره ته هم ټيك وايي او وروره ته هم ټيك وايي ځي يوبل سره جګړه مكوي ، بلاخره دريم ګړي يا خلاسونكي سړى كور ته لاړ او خپلي ميرمني ته يه ټوله كيسه وكړه , ميرمني يه ورته وويل نو تاولي داسي كول ښايي په دوي كي به يو ګرم وه تا بايد ګرم نفر پړ كړاي واي , سړى هك پك شو او ورسته يه خپلي مرمني ته وويل ښځي ته هم ټيك وايي خو اوس اوبه له ورخه تيرى دي >>
نو اوس چي له يوي اونۍ راهيسي هر څومره د خپل فيس بوك پاڼه را خلاسه كړم د اميد لخوا هيڅ كومه تحفه نه معلوميږي او د اميد د فيس بوك پاڼه هر څومره واړوم را واړوم خو اميد پكي هيڅ نوي زيات كړي او هيڅ كوم تغير پكي نوي راغلي او بس هغه اخرني معلومات يه راته مخي ته پراته وي كوم چي د جولاي د مياشتي تر27 نيټي يه مونږ ته پريښودي ول.
خو اوس زه پوهيږم چي شهيد اميد نه نوره د فيس بوك دنيا باتي شوه او داسي معلوميږي چي بيا به د اميد فيس بوك پا ڼه كي كوم تغير رانشي ..