بسم الله الرحمن الرحیم
کتاب : روژه او د رمضا ن مبا رکه میاشت .
لیکونکی : محترم فضل الرحمن فا ضل .
د چاپ نیټه : رمضا ن ا لمبا رک ۱۴۱۷ هق ، جدی ۱۳۷۵ ش ، جنوری ۱۹۹۷ م نوی دهلی
ژبا ړونکۍ : اما ن الله صا فی ــــــ بلجیم .
درنو او خوږو لوستونکو: څرنګه چی تا سی پوهیږی زمونږ خوږاو اسلا می افغانستان د سیا سي نا خوالو او د ګا ونډیو هیو ادونو د لاس و هنی له کبله په دی دری لسیزو کی د بیځا یه جنګ او جګړی له امله وران او ویجاړ شو او د نورو ورانیو تر څنګه د افغانستا ن مظلوم ولس هم دی ته اړ شو چی خپل خوږ وطن افغانستان پریږدی او نوروهیوا دونو ( اسلا می او غیر اسلا می ) ته مها جرت وکړی ، چی اوس په لکا وو خلک په اروپا او امریکا کی د مها جرت شپی او ور ځی سبا کوی مګر هغه تنکي ځوا نان او تنکي انجو نی چی پدی ملکو نو کی او سیږی او د اسلام مقدس دین سره مینه لری اما نه شی کولا ی د یوی اسلا می مو ضوع په هکلکه پدی ملکو کی مواد یا معلو مات تر لاسه کړی ، نو ځکه دغه لاندی مطلب چی ( د روژی د مبا رکی میاشتی په هکله) ما ژباړلی دی لا زم می وګڼه چی د ویب له لاری خپلو وطنوا لو ته چی دنیا په هر ګوت ،ګوت او سییږی دهغوی د معلو ما تو د زیا تیدو په خا طر ولیږم ، نو د محترم فضل الرحمن فا ضل نه چی زما یو نژدی دوست اوپه هند کی د افغانستان په سفارت کی کاری ملګری وو ، مننه کوم چی خپل قیمت بها او ارزښت نا که وخت یی ددی کتا ب په لیکلو کی په مصرف رسولی ، اوهم مخکی د مخکی د ویب پا ڼو نه مننه کوم چی دا مطلب دخپل نت له لاری د خوږو وطنوالود لو ستلو لپاره لیږي .خو اوس به رایشو اصل مطلب ته ،
روژّه
روژه چی په عربی کی ورته صوم یا صیام وایی ، چی لغوی معنی یی ، لری وا لی د یوکار ندی او د شرع په اصطلاح کی د نه خوړلو، چښلو او جماع دلیری والی په خا طرد نیت په تړلو د صبح صا دق نه تر لمر ولید پوری دی .
د رمضان د مبارکی میا شتی روژه د هجرت په دوهم کال د شعبان په میا شتی کی د فرضیت حکم پیدا کړ.
لکه چی تا سی پو هیږی روژه هم د مسلما نۍ له پنځو بناوڅخه دریم بنا دی په هر هوښیار مسلمان با ندی که نر وی یا ښځه چی ځوانۍ ته رسیدلی ، با لغ او جوړوي فرض ده چی د روژی ټوله میاشت روژه ونیسی . لکه څنګه چی الله تعا لی فر ما یی .
یا ایها الذین ا منوا کتب علیکم الصیام کما کتب علی الذین من قبلکم لعلکم تتقون .
ای د ایمان خا وندانو پر تا سو هم روژه درلودل فرض ګرځیدلی ده لکه څنګه چی په تیر امت فرض شوی وه دا دستور ددی دپاره چی د حیوا نی پست شهواتوځینی پاک او پر هیزکار شی .
اوهم داسی رنګه رسوا اکرم صلی الله علیه و سلم فر ما یی .
اذا دخل رمضان فتحت ابواب السماء وفی روایه فتحت ابواب الجنته وغلقت ابواب جهنم و سلسلت الشیاطین و فی روایة فتحت ابوا ب الرحمته .
کله چی د رمضان مبا رکه میاشت دا خل شی نو د اسما نو نو در وازی خلا صی شی او په بل روایت کی را غلی چی د جنتو نو در وا زی خلاصی شی او د دوزخ دروازی وتړل شی او شیطا نان په زنځیرو نو کلک وتړل شی او د رحمت در وازی هم خلاصی شی .
حضرت سهل بن سعد د خدای لیږونکی صلی الله علیه وسلم نه روایت کوی « چی وا یی په جنت کی یو دروازه ده چی هغی ته ریان یعنی سیرا بی وایی چی د قیا مت په ورځ پدی در وازه کی نا ری وهل کیږی چی ای روژه نیونکو چیرته هستی کله چی اخیری روژه لرونکی ددی دروازی نه جنت دا خل شي نو بیا دجنت در وازه بیر ته وتړل شي .
دروژی په میاشت کی ګنا هو نه تو ایږی او ابلیس شیطان پدی میاشت کی په زنځیرو نوتړل کیږی او پیغمبر فر ما یی که څوک پدی میا شت کی د عبا دت دنعمت نه بی برخی شی نو هغه د یو لوی نعمت نه بی برخی شویدی ، د روژی د قدر په شپه عبا دت کول د زر ګنو میاشتو د عبا دت نه بهتره دی. او بل داچی د روژی میاشت د تقوای ، پر هیزګاری ، پر خپل نفس با ندی حا کم کیدل او د غمخوری میا شت ده یعنی پدی معنی هغه څوک چی روژه نیسی د غریبا نو د حال او احوال څخه خبریږی چی په غریبا نو څه حال او احوال تیریږی . او علا وه ددی نه نوری روحي ، معنوی او جسمی ګټی هم لری چی او سنی او نوی طب هم په ثبوت رسولی ده.
د رمضان میاشت .
دقمری کال هره لسمه میا شت درمضان میاشت ده چی وروسته د شعبان او مخکی د شوال د میا شتی نه راځی او قمری میاشتی کله ۲۹ ورځی وی او کله ۳۰ ورځی .
د رمضان په میا شت کی د سپوږ مۍ لیدل .
مسلما نان ډنده لری چی د شعبان د میا شتی په ۲۹ ورځ د سپوږ مۍ د لیدو په لټه کی شي ځکه چی قمری میا شتی کله ۲۹ ورځی وي او کله ۳۰ ورځی ، که چیری میا شت ولیدل شی مسلما نا ن با ید روژه ونیسی او که چیری په اسمان کی وریځ او یا کوم بل خنډ مو جود وی یعنی د میا شتی د لیدو امکا ن نوی نو پدی صورت کی د شعبا ن میا شتی ۳۰ ورځی دی پوره کړی.
خدای بخښلی مو لا نا اشرف علی تهنا وی چی د هند د نیمی وچی د لویو پو ها نو څخه دی ویلی دی ، که چیری سپوږمۍ د رمضان په میا شت کی په یوه ښار کی ولیدل شی نو لا زمه ده چی دبل ښار اوسیدونی کی روژه ونیسی و لو که و اټن هم زیا ت وي . که چیری په غربی ملکو نوکی سپوږمۍ ولیدل شوه او د خبر ورکولو وسیله یی شرقی ملکونو ته د ډاډ وړوه نو په همغه ورځ با ید شرقي ملکو نه روژه ونیسي .
شیخ محمد علی سا یس چی د الازهر دمشهورو او معروف علما وو د جملی نه دی او ډیر زیات کتا بو نه یی د قران کریم په تفسیراوپه ځا نګړی تو ګه د ا یا تونو او حکمو نو په حصه کی لیکلی دی او دی هم دی نتیجی ته رسیدلی دی چی افق د اعتبا ر وړ ندی او ټول اسلا می ملکو نه د فلسطین نه نیولی تر مراکشه پوری ټول یو مشترکه ورځ لری اخیری تو پیر یی ۹ سا عته دی نو که چیری په هر اسلا می هیواد کی سپوږمۍ ولیدل شوه نو د بل ملک مسلما نان مکلف دی چی روژه ونیسی او په خپل ملک کی دی سپوږمۍ لیدو ته انتظار نبا سی .
د میا شتی د لیدو دعاء .
پیغیمبرصلی الله علیه وسلم به کله چی نوی میاشت لیدله نو داسی دعاء به یی ویله .
اللهم اهله علینا بالامن والایمان والسلا مة والاسلام ، ربی وربک ا لله هلال رشد وخیر.
خدایه ! د سپوږمۍ ختل زمونږ د پاره د ارامي او ایمان ، سلا متی او اسلام سبب وګرځیی .
ای سپوږمۍ ! زما خدای او ستا خدای یوالله دی ، هیله مند یم چی دا سپوږمۍ د خیر او هدایت وی.
دروژی د میا شتی فضیلتو نه .
د روژی مبا رکه میا شت ډیر فضیلتو نه لری چی یو د هغو فضیلتو نه دادی چی ا لله تعالی په خپل عظمت او لویی سره قران کریم ، چی دا لویه معجزه د تل لپاره د ټولو وختو او نسلونو د هدایت او رهنما یی په خا طرپدی میا شتی کی یی نا زل کړی دی ، لکه څنګه چی قران عظیم ا لشان ددی میا شتی په عظمت کی فر ما یی .
شهر رمضا ن الذی انزل فیه القرآن هدی للناس و بینات من الهدی والفر قان .
دوهم د اچی دا دخیر او برکت میا شت ده.
دریم دا چی دا د رحمت میا شت ده .
څلورم داچی د بخښنی میا شت ده او داسی نور فضیلتو نه لری چی ژبه یی د ویلو او قلم یی د لیکلو څخه نا تو انه او عا جزه پا تی کیږی .
د روژی حکمو نه د رمضان په مبا رکه میاشت کی.
درمضان په میاشت کی د سپو ږمۍ به لیدو سره په هر انسان مسلمان با ندی که نروي او که ښځه ، که عا قل وی او که با لغ ، صحتمند وي او که مقیم یوه میا شت روژه فرض ګر ځول شویده .
په کو چینیانو ، لیوانیانو ، مریضا نو ، مسا فرانو ، د ښځی دحیض او نفاس په وخت کی ، هغه زاړه خلک که نر وي یا ښځه چی د روژی د نیولو توان نلری ، او هغه ښځه چی حا مله وي او یا شدی ور کوی روژه پری فرض نده .
هغه کچینیا ن چی عمریی ۱۰ کا لو ته ر سیږی او د لوږۍ او تندی توان لری ددی دپا ره چی د روژی د نیولواو دینی احساس سره عا دت پیدا کړی یوه یا څو ورځی روژه نیول د هغوی دپاره مستحب ده .
۱ـ پر لیونی روژه فرض نده ، اما که چیری د رمضان په میاشت کی په کلی تو ګه لیونی وي پر هغی قضا یی نشته . که چیری درمضان په میا شت کی یوڅو ورځی د لیون توب په حا لت کی وی او یو څو ورځی د هوښیاری په حا لت کی نو پدی صورت کی په هغه ورځو کی چی دی هو ښیار دی هغ ورځی دی روژی ونیسی او هغه د لیونتوب ورځی دی بیا قضا یی ونیسی .
۲ـ ښځه د حیض او نفاس مودی د ختمیدو نه وروسته خپلی قضا یی روژی دی ونیسی .
۳ـ هغه زاړه کسان که نروی او که ښځه چی د روژی د نیولو توان نه لری نو روژه دی وخوری او په عوض دی فدیه ورکړي.
۴ - د نا روغ روژه : که د روژی نیولو چا ته ډیر تا وان در لود او نا روغه وو روژه دی نه نیسی . کله چی یی نا روغي ښه شوه او روژی نیول ور ته زیان نه رسا وه ، خوړلی روژی دی ونیسی.
که ناروغ د ښه کیدو امید ونه لری او روژه نیول یی نا روغي زیا توی با ید د هری ورځ روژی فد یه ورکړی او روژه ونه نیسي او که د ښه کیدو امید یی موجود وو نو بیا دی خپلی قضا یی روژی ونسی .
۵ ـ که چیری د روژی نیول یوی بارداری ( حا مله) او یا یوی شدی ورکونکی ښځی ته ضرر رسا وه نوپدی دوا ړه حا لا تو کی دی روژه پریږدی یعنی ودی خوری نو کله چی شرایط ورته پیدا شول بیا دی د خوړل شوو روژو قضایی ونیسی.
۶ـ د مسا فر د پاره د روژی خوړل جواز لری ، اما که چیری په سفر کی ورته کوم مشکل نه وو نو په سفر کی روژه نیول بهتره ده او که چیری ورته په سفر کی کوم مشکل وو نو روژه دی وخوری بیا دی د وخت په پیدا کولو سره قضا یی ونیسی .
۷ ـ د روژی نیت تړل ضروری دی ، اما د نیت هدف د زړه دی نه دژبی .
د روژی نیت په عربی دا سی ویل کیږی ، نویة بصوم غد من شهررمضان .
او په پښتوژبه کی داسی ویل کیږی ، نیت می وکړ زړه د اخلاصه فرض عین قطعی روژه به نیسم سبا تر ما ښا مه بی وا قع د الهی .
فدیه
د فدیه اندازه د صدقه فطر په اندازی سره برا بره ده پدی معنی چی د هری ورځی روژی په مقا بل کی یو نفرمسکین ته دوه وقته په ماړه نس ډوډی ورکړی . یا په بل عبا رت خورد کم یو چا رک غنم یا اوړه چی تقریبآ ۱،۶۶۶ کیلو ګرا مه کیږی یا یی قیمت د ورځی د نرخ سره سم ور کړی.
د روژه ما تی دعاء .
د روژه ما تی نه مخکی با ید دا دعا وویل شی:
اللهم لک صمت وبک ا منت وعلیک تو کلت و علی رزقک افطرت .
یا دا دعا وویل شی :
بسم ا لله والحمد لله اللهم لک صمت وعلی رزقک افطرت و علیک تو کلت سبحا نک وبحمد ک تقبل منی انک انت السمیع العلیم .
دیوه روژه نیونکی د پاره لاندی کا رو نه مباح دي .
۱ ـ دغا ښونو برس یا مسواکول .
۲ـ د زیا تی ګرمی او تندی د لیری کولو په خا طرغسل کول او یا پر سر با ندی سړی او به اچول .
۳ ـ ارایش یا د رنجو استعمالول د ښځو لپاره .
۴ ـ مچی کول خپله ښځه او یا مچی کول خپل خا وند په روژه کی جا یزدی ، پدی شرط چی د مچی کولو حا لت د جماع یا انزال حا لت ته ونه رسیږي پدی صورت کی مکروه وا قع کیږی ،
۵ ـ حجا مت یا د وینی ا خیستل د علاج په منظورد روژی په میا شت جواز لري .
۶ ـ که چیری یو روژه لرونکی جنوب شی کولا ی شی د صبح صا دق نه وروسته غسل وکړی او که چیری په غسل کی ځنډ رای شی د روژه لرونکی سړی روژه نه با طلیږی اما بهتره ده چی د سهار نه مخکی غسل وکړي .
۷ ـ د زخم پا نسمان کول روژه نه با طلوی ، پدی شرط چی زخم ډیر ژور په سر او خیټه کی نه وي چی دوا دماغ او خیټی ته و رسیږي پدی حا لت روژه ما تیږی .
۹ ـ د هیروالی په وخت کی خوړل او څښل روژه نه با طلوي .
۱۰ ـ د ویښتا نو ، د ږیری ، او یا دبریتا نو غوړول او یا د کریمو ا ستعما لول روژه نه باطلوي.
دروژی اداب .
یوروژه نیونکی د رمضان په مبا رکه میا شت کی لاندی کا روته زیا ته پا ملرنه وکړی.
۱ـ چربا نګی یا پیشلمی ، دیو څه شی خوړل یا څښل دی د صبح صا دق نه مخکی وکړی .
پیغیمبر صلی ا لله علیه و سلم فرما یی :
فصل ما بین صیا منا وصیام اهل الکتاب اکلة السحر.
فرق په ما بین د زمونږه روژه او د اهل کتاب د روژی ، پیشلمۍ یا چربا نګي کول دي .
او همداسی رنګه رسول اکرم صلی الله علیه وسلم فر ما یی :
تسحروافان فی السحوربرکة . ډوډی وخوری په پیشلمي کی ځکه چی د پیشلمی په ډوډۍ کی برکت دی ،
۲ـ د روژی ما تول دی ، چی د لمر لویدو( ما ښام ) په وخت کی کیږی او پدی وخت کی با ید ځند رای نشی او تندی کول سنت دی . رسول اکرم صلی الله علیه وسلم د روژی د ما تولو په برخه کی د ا سی ویلي دي : اذا افطراحد کم فلیفطر علی تمرفا نه برکة فا ن لم یجد فلیفطرعلی ماء فا نه طهور.
روژه لرونکی شا ید روژه ما ته کړی ، با ید روژه دي په خر ما ماته کړی ، ځکه د روژی ما تول په خرما سره د ثواب او برکت د زیا توالی سبب ګرزی او که چیری مو خرما پیدا نکړه روژه په ابو ما ته کړی ځکه په اوبو سره روژه ما تول د معدی د پاکوالی سبب ګرزی .
۳ـ د بدو ویلو او ښکنځلو څخه با ید په روژه کی ډ ډه وشي . لکه چی پدی برخه کی رسول اکرم صلی ا لله علیه وسلم ویلي دي : من لم بدع قول الزوروالعمل به فلیس لله حا جة فی آن یدع طعا مه و شرابه . که روژه لرونکی دروغ او تهمت پری نږدی ، نو الله تعا لی ددی د خوړلو او څښلو د پریښو دلو ته کوم احتیاج نه لری .
یعنی د شرعیت مرام او هدف د روژی نه د لوږی او تندی ندی ، بلکه د هغی هدف او مرام د شهوت کموالی او د نفس پاکوا لی دی . لکه چی ویلی دی : کم من صا یم لیس له من صیا مه ا لا الظما وکم من قا یم لیس له من قیا مه الا السهر.
که چیری روژه لرونکی د غیبت ، دروغ ، شکنځل او د بی ځا یه خبرو کولونه ډډه ونکړی ، نو دا لوږه ،تنده ، د ترا ویح لمونځ او نور ټول عبا دت یی کومه ګټه نلری .
۴ـ د ښو او د خیرکا رونه با ید وشی .
۵ـ د قران پاک تلا وت او د الله تعا لی په ذکر کی با ید زیاتو ا لی رایشي .
هغه شیان او کا رونه چی روژه با طلوی په لاندی ډول دي .
۱ـ خوړل .
۲ـ چښل .
۳ـ جماع ، علا وه ددی نه چی روژه ما توی پر سړي قضاء و کفاره هم لا زمیږي .
کفاره دی ته وایی : چی ۶۰ ورځی با ید مسلسل روژی ونیسی اویا د یوی روژی په مقا بل کی ۶۰ مسکینا نو ته دوه وقته په ما ړه نس ډوډی ورکړی او همداسی رنګه د یوی ورځی روژی په مقابل کی با ید یو ورځ قضا یی ونیسی او ۶۰ ورځی مسلسل روژه ونیسی یا ۶۰ مسکینا نو ته دوه وقته په ما ړه نس ډوډی ورکړی چی دی ته کفاره وایی .
۴ـ قصدآ قی کول چی پدی وخت قضا لا زمیږی او که چیری قی خپل په خپله شوی وی روژه نه ماتیږي.
۵- که چیری یو څوک په سهوآ سره د صبح صادق نه وروسته دا سی فکر کوی چی سهار نه دی شوی یا مښام ندی شوی روژه وخوری پدی صورت کی روژه ما تیږی او قضا هم لازمیږی .
۶ـ که چیری دیوی روژه داری ښځی په هر ساعت حیض یا نفاس رای شی روژه یی با طل کیږی .
۷ـ هر شی چی د خولی له لاری معدی ته لاړشی روژه ما تیږی که غذا هم نوی مثلآ کا غذ ، تیږه ، ډبره او داسی نور .
یا دونه : د احنا فو په نزد که چیری یو څوک به غیر د کوم معقول عذر په قصدی توګه روژه وخوری نو پر هغی باندی هم قضا یی او هم کفاره ده ،او که چیری د یو معقول عذر په اساس روژه وخوری ، د بیلګی په توګه ، نه پلان شوی سفر، مریض کیدل ،د ښځی د حیض ر ا تلل ، یا هغه لوږه یا تنده چی د یو کس د لیمنځوړلو سبب ګرځی نو پدی صورت تنها قضا یی ده نه کفاره
هغه ورځی چی په هغی کی روژه نیول حرامه دي .
په ټول کال کی پنځی ورځی روژه نیول حرام دی .
۱ـ د کوچنی اختر په لمړۍ ورځ .
۲ـ د لوی اختر په لمړۍ ورځ.
۳ـ د تشریق په ورځو کی یعنی په ۱۱ ، ۱۲ ، او ۱۳ د ذوالحجه د میا شتی چی د دوهمی ، دریمی او څلورمی ورځی د قربا نی اختر د ورځو سره برابره دی .
د اسلا مي فقه علما وایی چی دیوی ښځی روژه نیول به غیر د روژی د میا شتی په نفلي توګه بدون د خا وند داجازی مکروه ګرځول شویده .
د شک روژه : د شعبان د میا شتی ۳۰ ورځ ته د شک روژه ویل کیږی پدی معنی که چیری د شعبان د میاشتی په ۲۹ د ما ښام سپوږمۍ و نه لیدل شی او په قطعی تو ګه هم معلوم نه وی چی سبا دشعبان ۳۰ دی یا اول د رمضان دی نو پدی ورځ روژه نیول مکروه تحریمی ده .حضرت عمار بن یا سر رضی الله عنه د رسول اکرم صلی ا لله علیه وسلم نه روایت کوی .
هغه څوک چی د شک په ورځ روژه ونیسی هغه د ابوالقا سم نه نا فر ما نی کړی ده .
کله چی یو څوک معمو لا د دوشنبی یا پنجشنبی په ورځواو یا کو مه بله ورځ په هفته کی روژه نیسی او د شک ورځی روژه د هغه ورځی سره برابره یا په ټکر کی راغله و نو د هغی دپاره د نفلی روژی نیول جوازدی .
هغه ورځی چی په هغی کی د روژی نیول ډیر فضلیت لری
۱ـ د عاشورا ورځی یعنی ۹ ، او ۱۰ د محرم الحرام .
۲ـ ۶ ورځی روژه د شوال په میاشت کی ، دروژی دمیا شتی نه وروسته .
۳ـ د عرفی په ورځ .
۴ ـ د شعبان د میاشتی په ۱۵ نیټه .
۵ـ اول ذوالحجه په غیر د ذوالحجی د لسمی ورځی چی د قربا نی اختر او له ورځ ده.
۶ـ د محرم په میاشت کی روژه نیول .
۷ـ د بیض په ورځو کی یعنی ۱۳ ، ۱۴ او ۱۵ د هری قمری میا شت.
۸ـ هر هفته د دوشنبی او پنجشنبی په ورځو کی .
ترا ویح
د ترا ویح لمونځ په نر اوښځه سنت موکده دی، د ترا ویح لمونځ چی د رمضان ستنۍ یی هم بو لی او په دی لمونځ کی ډیر ثوا بو نه نغښتی دی او دا داسی سنت ګرځول شوی دی چی په یو روا یت کی راغلی دی چی وا یی . چی د روژی په او له ورځ رسول د خدای مسجد ته راغی او د اصحا بوو سره یی یو ځای د تراویح لمونځ ادا کړ مګر په دوهمه ورځ رسول د خدای مسجد ته لاړ نشو او اصحا بو رسول د خدای ته ډیر انتظا ر ووییست نو بیا اصحابو لمونځ د تراویح به غیر د رسول وکړ کله چی سبا شپه رسول دخدای مسجد ته د تراویح لمونځ دپاره ورغی نو اصحا بوو ورڅخه تپوس وکړچی و لی پرون شپه د تراویح لمونځ ته را نه غلی نو رسول د خدای په جواب کی ورته وویل پدی خا طر را نه غلم که چیری زه دوه شپی سر په سر راغلی وای نو دا تراویح لمونځ فرض ګرځیدل او زما د امت دپاره ډیره مشکله تما میده .
د تراویح لمونځ ادا کول په جما عت سره سنت کفا یی دی او د هغی ادا کول په جما عت سره مستحب دی
د ترا ویح لمونځ شل رکعته دی چی د ما سخفتن لمونځ ( د څلوررکعته فرض او دوه رکعته سنت ) نه وروسته او د وتر وا جب نه مخکی ادا کیږی او د ادا کولو طریقه یی دوه دوه رکعته ښه والی لری چی د څلور رکعت نه ورو سته با ید یو څه دمه راسته شی نو پدی وخت کی دقران کریم یو ایت یا ذکراو تسبیح ویل کیږی او بیا نور رکعتو نه شروع شي نو په همدی ترتیب تر شلو رکعتوپوری دوام کوی ، د روژی هره شپه په امام پسی شل رکعته ترا ویح لمونځ په جما عت ادا کوي که څوک عذر لري او په جما عت تراویح نشي کولای نو هر ځا ی چی وي هلته دی یوازی اداکړي چی په افغا نستان کی د هر څلور رکعت ترا ویح لمونځ نه دادعا ویل کیږی.
سبحا ن ذی الملک و الملکوت ، سبحا ن ذی العزت و العظمت والقدرت والکبریاء والجبروت ، سبوح ، قدوس ربنا ورب الملا یکت والروح .
د قدر شپه
د قدر شپه یو د هغو مبا رکو شپو نه ده چی قران کریم پدی شپه نا زل شویدی چی دد ی شپی امکان په ۲۷ شپه دروژی کی مو جود دی او پدی شپه ټول مسلما نان د خدای ذکر او وحدانیت کوي، ټول ژوندی مو جودات الله تعا لی ته په سجده پرا ته وی او که چا دا شپه ولیدله نو که هر سوال د الله تعا لی په در با رکی وکړی نو ا لله تعا لی به هغه قبو ل کړی، لکه څنګه چی په قران کریم کی راغلی دی .
وروستي