سايمون ګس په خوست کې دبنسټيزوپرمختګونولپاره ترسره شوې ټولې اغيزمنې کړنې وستايلې:

 په افغانستان کې دناټولوى ملکي استازي اوسفيرسايمون ګس او ورسره دناټو نورو لوړپوړو نظامي اوملکي مسوولينو دخوست ولايت څخه ليدنه وکړه ،په دغه ليدنه کې په خوست کې دولايتي بيارغونې دډلې مشراونورو استازوهم ګډون درلود،دناټو راغلي لوړ پوړي پلاوي نن  ورځ دخوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي سره دولايت دمقام دجرګوپه کور کې دخوست ولايت دبنسټيزوپرمختګونو،اقتصادي ،سياسي ،امنيتي اونورو هراړخيزه موضوعاتوپه اړه ګټورې اوږدې خبرې وکړې .په سرکې خوست والي دناټودغه راغلي لوړ پوړي پلاوي ته ښه راغلاست وويلو.ورپسې خوست والي په خوست کې دمثبتونوبدلونونو ،بنسټيزوپروژو،پوهنيزوپرمختګونو،دامنيتي ارګانونوپه منځ کې دښې همغږۍ ،غوره حکومتوالۍ ،روانو لويوګټورو پروژو په اړه رڼا واچوله ،خوست والي  دخپلو خبروپه ترڅ کې په دغه ولايت کې دلوى ملکي هوايي ډګردجوړيدودکار،دعدلي اوقضايي ارګانونوپرپياوړتيا ،دسولې دټنيګښت ،ډاډمن امنيت ،دافغان امنيتي ځواکونوپرپياوړتيا،دخوست –ګرديزدلويې لارې دجوړيدودکارپرچټکتيا،له دولت سره دولسونوپرهمکارۍ ،په ولسواليو کې ددولتي حاکميت دځواکمنتيا اوپه ځانګړې توګه سره دخوست ولايت په سترايتژيک موقعيت باندې راغلي پلاوي ته بشپړ معلومات ورکړل ،سربيره پردې  يې پرټولو پرمختګونو،لاسته راوړنواوستونزو يې دراغلي  لوړ پوړيي پلاوي څخه وغوښتل چې په خوست کې دې د هوايي ډګرپه جوړيدوکې چې دکارلومړني پړاوونه يې بشپړشوي دي ځانګړې مرسته وشي ددې ترڅنګ په ادارو کې دوړتياوو دلواړوي   ،دعدلي اوقضايي ارګانونودپياوړتيا ، سمون ،دخوست ولايت دټولوولسونو ديوې اساسي غوښتنې چې هغه برېښنا ده دنړيوالې ټولنې په چوکاټ کې مرسته وشي ترڅو په دې سره ددغه ولايت  دخلکو په مخه کې پرتې ستونزې ټولې   حل شي .ورپسې سايمون چې په افغانستا ن کې دناټو لوى سفير او استازى دى دپورته ټولو مثبوتو،اوبنسټيزوپرمختګونوپه اړه دمعلوماتو په اوريدسره خوښي څرګنده کړه ،نوموړي وويل چې دا خوست ولايت ته زما لومړى سفردى ،چې زه يې دغه په سرحدکې پروت ولايت ترسره کوم .سايمون زياته کړه ،چې په خوست کې ټول بنسټيزپرمختګونه اودخلکوپه ګټه سرته رسيدلې اغيزمنې کړنې دخوست والي ښاغلي نعيمي دفعالې ،کاري ،ځواکمنې ادارې اواغيزمنې مشرۍ څرګندويي کوي ،چې په کم وخت يې په دغه ولايت کې دسالمې ادارې ،دامنيتي ارګانونوپه منځ کې دهمغږۍ ،غوره حکومتوالۍ ،دقومونوترمنځ دشخړو دهواري ،لويواو بسټيزو پروژو په پلي کولو کې دټول خوست دولسونولپاره  ښې  لاسته راوړنې لري ،
\"\"
نوموړي داهم وويل چې مونږ به دخوست داقتصادي پرمختګ په ډګرکې دلويواواغيزمنو پروژوپه پلي کولو کې چې په هره برخه کې وي مرسته وکړو ترڅو ددغه سرحدي ولايت چې يومهم اواستراتيژيک اهميت لري دټولو خلکوستونزې حل شي .ښاغلي سايمون زياتوله چې اوس مهال خوست دپانګونې لپاره مناسب فرصتونه لري ځکه له يوې خوا په دغه ولايت کې دامنيت په برخه کې ښه والى راغلى دى
 
،ولايتي اداره په ډول سره دخپل ولس لپاره په خدمت لګياده اوله بله اړخه  ددغه ولايت ډيروګړي په بهرنيوهېوادنوکې په کارونواوپانګه اچونوباندې بوخت دي ،دوى بايد ټول په خپل ولايت کې په هرډګرکې پانګه اچونه وکړي ،ترڅو خلکوته دکارزمينه مساعده اودخپل هېواد دجوړولو لپاره په ښه ډول سره همکاري وکړي ،په پاى کې خوست والي ښاغلي نعيمي له راغلي پلاوي څخه دخوست ولسونوستونزو ته په پام سره په ډير ټينګار وغوښتل چې نړيواله ټولنه بايد ددغه ولايت سره په هره برخه کې دپام وړمرستې وکړي ترڅو په دې سره دخلکو ستونز حل او دددې هېواد په وړاندې دراتلونکوستونزو اوخنډونوسره مبارزه نوره هم ګړندۍ شي .ديادونې وړده چې دناټوددغه لوړپوړي  پلاوي ليدنه په داسې حال کې ترسره کيږي چې په دې وروستيوکې خوست ولايت ته ته دکورنيو اوبهرنيو ملکي اونظامي چارواکو سفرونه زيات شوي دي .


بريالى روان
ورځ :سه شنبه
نېټه :۱۳۹۰/۵/۱۱