د ملت چيغه

عدا لت
مطبوعا ت،ژورنا لستا ن  او ټو لنیزی خپرونی د ملت ژبه ګڼل کیږی . د ژبی سا تنه په وجود کی د هر زیروح موجود  لپا ره ډیره ضروری خبره دی . د ژبی پرته هیڅ  افها م او تفهیم   مکمل نه کڼل کیږی. اجرا یه ، مقننه او د  قضا یه قو ی   تر څنګ نن په یو یشتمه پیـړی کی مطبوعا ت د دی دریو اصلی قواوو مکمله بلل شوی دی . که چیری په یو ه ټو لنه کی  دغه دری اصلی قواوی موجود وی خو مطبو عا ت پکی ژوندی  نه وی هغه ټو لنه د ا ستبداد ، زورواکی او بی عدا لتی په لور روانیږی. هغه ټو لنه چی مطبو عا ت ونه لری هغه د یو جلا شوی ټو لنی په حیث زندا ن ته ورته ما حو ل غوره کوی .
مطبو عا ت د ملتو نو تر مینځ د یو ه پله معنی ورکوی که چیرته د ملت او دولت تر مینځ دغه رابطه تينګول ضروری خبر وی نو هلته با ید مطبو عا ت موجود وی . خپرونی که په هر شکل کی مینځ ته راسی د ژبی حیثیت غوره کوی . هیڅ داسی ټو لته  د هو سا ینی خوا ته نشی تللی تر هغه چی مطبو عا ت د هغو لارویا نو د لاری سر کښ نه وی . نو پکا ر دا دی چی ددی  مهم اورګا نیزم په صحیح تو ګه سا تنه ، پا لنه او روزنه وشی .
ولی په ډیری خوا شینی سره مو بیا خبر تر لا سه کړ چی د مطبو عا تو په اسما ن کی یو بل ځلا نده ستوری د ځوا نی په موجونو کی ډوپ د ملت په چوپړ سټړلی او ستو ما نه و لی زړوی او و فا داره شخص خدا ی بښلی احمد امید خپلوا ک د اورزګا ن په ولا یت کی په ډیره نا ځوا نمر دا نه حمله کی د شها دت  با وقا ره او با غزت جا م په سر واړا وه او د خپل مظلوم ملت ، کورنی او د مطبو عا تو له بهیر سره یی د تل لپا ره خدای پا ما نی وکړ او له د ی نړی یی سترګی په داسی   حا ل پټی شوی چی د خپلی مظلومی کورنی ، خوږ او لا د او ما ندینی سره تر ابد ه د لیدو په انتظا ر په خو ب و یده      پا تی شو .
زه فکر کوم چی  مطبو عا ت ، خپرونی او ژورنا لستا ن په اوسنی نظا م کی یو له هغو متضررو طبقا تو څخه شمیرل کیږی چی  ډیر سخت زیا ن ورته اوښتی  دی . دغه طبقه د سختو شرا یطو سره مخ او چلینچونو سره لاس او ګریوا ن دی . هیڅ دا سی اورګا ن، نظام ، ټو لنیز ، حکومتی او بین ا لمللی  بنسټو نه وجود نه لری چی په ژوند او یا پس له مرګه  د دغی خواری طبقی پا لنه و کړی. صر ف او صرف ژورنا لست تر هغه ژوندی دی چی قلم په لاس او ما یک یا        ما یکروفو ن یی خو له ویلو ته مجبوروی . چا د غو د قلم خا وندا نو  ته مرسته کړی او چیرته دغی مرستی د دوی پا تی کورنیو ته رسیدلی دی . بس ژورنا لست یا د مطبو عا تو کورنی د خپل قلم په زور د ځمکی پر مخ یو عنصر دی چی ډیر خلک یی د حقا یقو د ویلو په سبب نه منی او ډیر ځله  همد غه زوروا کا ن او د قدرت لیونی د دغه مظلومی طبقی مخ ته خنډونه جوړوی.
د اورزګا ن د راډیو ټلویزیون چی یو بی وسلی ،غیر نظا می ، ملکی او عا م المنفعه اورګا ن دی هیڅوک د حملی او تجاوز حق نه لری و لی متا سفا نه زمونږ د وطن دوښمنا نو یوځل بیا و ښو دله چی دوی هیڅکله قوا نینو ته پا بند نه دی او زمونږ په بیچا ره او مظلوم ولس هیڅکه خوا به بدوی.
ای د افغا نستا ن مظلوم او کړید لی ملت ، ای د افغا نستا ن زورید لی او محروم ملت ، ای د افغانستا ن بیچا ره او په وینو کی لمبید لی ملت : را پا څی د خپلو بچیا نو ، کورنیو ، خپلوا نو ، دوستا نو ، کلیوا لو او و طنوا لو د د فا ع او     سا تنی قسم وکړی او مه پریږدی چی نور مو بیګا نه ګا ن او پردی  ، د افغا نستا ن د ملت او خاوری د ښمنا ن، زمونږ د کلتور او فرهنګ بیرحمه متجا وزین  زمونږ  په ثمر رسیدلی ګلا ن په ځوا نی کی ځوا نی مرګ کړی او زمونږ د پر مختګ مخه و نیسی . زه په یقین سره دا ولی شم چی د شهید احمد امید خپلوا ک شها دت یو ه نه جبرا نیدونکی ضا یعه ده او دا به د اوزګا ن مظلوم ملت او شا ته پا تی و لس نور هم شا ته کړی او د افغانستا ن د پرمختګونو کا روان یو څه ستړلی او ستوما نه کړی.
د افغا نستا ن د مطبو عا تو کورنی به د احمد امید خپلواک په شا نی فدا کاره بچیا نو یا د او سر ښیند نی د تل لپا ره د   هیوا د په زرینو کرښو کی په یا د و سا تی  او د دوی بی سا ری ویاړونه به د افتخا رونو او ویا ړونو  په نوم لړ کی      و لیکل شی .
ولی د هیوا د  د امنیتی چارو مسوولینو او ټیکه دارانو نه دا هیله لرو چی د خبریا لانو د ژوند او کا ر د ما حول امنیت ټینګ وسا تی او له خپلی مرستی د دغه مجزا قشر چی د ملت د ګویا ژبی حیثیت لری سا تنه ، پا لنه او ستا ینه وکړی.
مونږ ټو ل افغا نا ن  د  دولت او په خا صه ټو ګه د حا مد کرزی نه دا غو ښتنه لرو چی  ټو ل هغه مجرمین چـــــــــی    د ژورنا لستا نو او د مطبو عا تو د کورنی  د غړو د شها دت سبب شوی دی د خپل اصلی تعقیــــب لاندی راولـــی او      د محا کمی میز ته یی را کش کړی تر څو عدا لت تا مین او جنا یتکا ران د خپلو اعما لو سزا وګوری.
ولی  د ډیر تا سف  ځای دی چی په افغا نستا ن او د سیمی هیوادونو کی له مطبو عا تو او د هغه اړوندو کا رکونکو سره څه پیښیږی. دا ستر نا ورین د پرا خیدو په حا ل کی دی او نږدی دی چی ملت ګونګی سی . خدا ی دی نه کوی که چیرته د مطبو عا تو دغه ستر ځواک د زبرځوا کونو او مستبدونو د ګوڼدو لا ندی شول نور لیری به نوی چی زمونږ مظلوم ، خوا ر او په انتظار کی نا ست ملت  ګنګ،ړوند او ګون سی . هغه وخت بیا ظا لما ن ، لوټما ران ، ټو پکسا لاران ، غله ، وینی زبښونکی ډلی د دغه فقیر او بی وسی ملت  بدن سوری سوری کړی او د بد ن غو ښی یی په زهرینو غا ښو نو   و داړل شی . مطبو عا ت چی د هر کور، کلی، جوما ت، با نډار ، سیمه او خلکو حا ل  او احوا ل سره په خپلو مینځونو کی تبا دلی ته تیا روی د ژوند له اړینو  عنا صرو څخه شمیر ل کیږی . بدون له مطبو عا تو هیڅ ټو لنه پرمختګ نه کوی . همدغه مطبو عا ت دی چی اړیکی مینځته راوړی او د ژوند له ترخو او خوږو مونږ خبروی .
همدارنګه مطبو عا ت د ټو لنی ايینه بلل کیږی او هغه څه روښا نه  کوی چی خپله شخص یی د لیدو توا ن نه لری . په   سا ده ډول ویلی شو چی مطبو عا ت د ملت او دولت تر مینځ یو دریم کړی مقا م لری چی د غو ښتنو ، انتقا دونو ، ارزونو او خدمتونو وړاند ویینی د همد غه پر مټ د یو بل غو ږونو ته رسیږی.
بنآ یو ځل بیا مونږ خپل قسم تا زه کوو و وا یو چی تر هغه چی ژوندی یو د دغه مظلوم ملت سا تنه ، سمبا لنه او چوپړ ته تیا رو ، تیا ر وه او تیا ر به اوسو . زمونږ پر مخ به هیڅ داسی شی خنډ و نه کر ځی چی د مطبو عا تو او رسنیو سا لمه کورنی او فضآ  ککړه شی . مونږ به تل د غه سپیڅلی مبا رزی ته دوام ورکو او د خپلو هیوادوالو غږونه د نړی کو ټ کوټ ته رسوه او د خپلوا کی چیغی به وهو . زمونږ په ستو نی کی که هر ښکیلا کګر پیښه ايښی  شړ او شوټ شوی دی او د تاریخ تورو کندو ته تللی دی .
په اخیر کی زه له لوی خدای (ج) نه شهید میرویس جلیل ، شهید ا جمل نقشبندی ، شهید روحا نی ، شهید منا دی ........، شهید احمد امید خپلوا ک او د مطبو عا تو د کورنی ټولو شهیدانو  ته د جنت فردوس دعا کوم او له لوی خدای (ج) نه د دوی کورنیو ، خپلوانو او دوستا نو ته د جمیل صبر غو ښتنه کوم.
روح د ټولو شهیدا نو ښا د او دوښمنا ن دی بر با د وی
د یو با ثبا ته افغا نستا ن په هیله
عدا لت
کا بل ـ نو ی ښا ر
افغا نستا ن
۳۰ جو لای کا ل ۲۰۱۱