د بنګله ديش بېستري (٣٨برخه)

 غلام محمد زرملوال
په چاندپور، اګارتله، چتکانګ څخه پرته نور ټول ښارونه خالي او لوڅ وو. اوسيدونکي يې د هيواد نورو سيمو ته تښتيدلي و او له هغو ځايو څخه هندوستان ته پناه وړې وه. د پوځي بربريت په بهير کې پاکستاني خبريالان هغه څوک چې د حکومت له خوا په ګوتو ټول کړل شوي وو په اوضاع باندې د "رپوټ!" لپاره ختيځ بنګال ته استول کيدل. بنګالي ژورنالستانو ګډون نه شو کولاى ځکه چې هغوى "د باور وړ!" نه وو. حتى هغه بنګاليان چې په پاکستان کې د ورځپاڼو لوى مديران وو هم د اعتماد وړ نه وو او اجازه يې نه درلودله چې فعاليت وکړي. د هغوى په هکله ما ته وويل شول چې ګوندې عوامي ليګ بنګاليان دومره تر اغيزې لاندې راوستلي چې د  حکومت لپاره ګټور نه دي! "زموږ په کار نشي راتلاى!"  ما هيڅکله نه دي اوريدلي چې يو ولس به دومره تعجيز شوى وي.
دا چې مطبوعات د دولت له خوا اداره کيدل په پاکستان کې نوى کار نه دى. له ١٩٥٨ کال څخه را پديخوا کله چې مارشال ايوب خان قدرت ته ورسيد مطبوعات د اطلاعاتو وزارت په لاس کې وو. په پاکستان کې يواځې ازاده انګريزي ورځپاڼه (پاکستان ټايمز) د حکومت له خوا وتړل شوه. نورې ورځپاڼې کوم پرابلم نه و ځکه چې د هغوى د چلوونکو ډيېرو لپاره دا ګټوره وه چې له حکومت سره غاړه يوسي تر څو پدې تجارت! او نورو تجارتونو کې بريالي وي. د ايډيترانو هم دا لاره وه. که چيرې به په ځينو کارروائيو باندې ډير کوچنى انتقاد هم وشو نو پنجابي ډلې به غاښونه چيچل. په پاى کې داسې مرحله رارسيدلې وه چې د دې ورځپاڼو چلوونکي په پروپيګنډ کې د اطلاعاتو له وزارت څخه ډير په مخ کې وو!
ښه مې په زړه دي چې د يوې لويې ورځپاڼې د مشر دفتر ته يوه راجستر شووې کاپي راورسيده. د دې کاپي په يوه څنډه کې د "حکومت ملاتړ کوونکى" رپوټونه ليکل شوى و چې د مخالفو ګوندونو د مشرانو غندنه يې کوله. بوټهو د ورځپاڼې په دويمه کې و او زما د ملګري له خوا پوره ډير ځاى د هغه د غندنې په قيصو تور شوى و. دا راجستر شوې کاپي د مياشتني رپوټ په ډول د مطابعو رئيس ته "د مالوماتو لپاره" وليږل شوه. نوموړي هم په خپل وار د "حکومت ملاتړ کونکي" قيصې هلته دله وليږلې. دا ښاغلى چې اوس په حکومتي تلويزيون کې پياوړي سياسي مبصر دى، کله  چې بوټهو په انتخاباتو کې پياوړى موقعيت وموند نو د خپل راجستر او "مياشتني راپور" په هکله يې ځان په لړزيدو شو او سړې خولې ورباندې روانې وې.
عوامي ليګ هم په خپل وار د پنجابي روپيګنډې په پياوړي کيدو کې برخه درلوده او موکه يې ورکړه چې رښتيني بڼه بدله کړي. له يوې خوا شيخ مجيب له انتخاباتو وروسته دا خبره نه منله چې پاکستان ته لاړ شي. نو پاکستاني ژبې لا پسې اوږدې شوې او په مجيب باندې يې کله د "ضد پاکستانى" او کله يې د "تجزيه غوښتونکي" نوم کيښود. که چيرې نوموړى پاکستان ته تللى واى نو د خلکو له خوا به يې ضرور تود هرکلى شوى واى او د پنجابي پروپيګنډې ژبې به يې لنډې کړې واى. دويم دا چې عوامي ليګ د ختيځ بنګال د ملي قيام په موده کې مخابراتي چنلونه وتړل او له نورې نړۍ څخه بيل پاتې شول چې دې خبرې د "تجزيه غوښتلو" نوم په بنګال باندې د تور لګولو په ترځ کې اغيزناک کړ.
د پوځ د عملياتو په ړومبنيو څو مياشتو کې د حکومت پروپيګنډ دومره پياوړى او واقعيتونه يې دومره خړپړ کړي وو چې کله چې رښتيا بڼه هم خلکو ته څرګنده شوه باور يې نه شو کولاى او په همدې مفکوره وو چې له هغو چا څخه چې د هيواد تجزيه يې غوښتله په همدې ډول کسات اخستل پرځاى وو. دوى ټولو په دې باور درلود چې هرڅه شوي وو د وطنپالنې په اساس او د هيواد د اتحاد او ښيګڼې لپاره وو. هر څه چې شوي وو د "هندي اجنټانو" او "خراپ کارانو" په ضد وو. د مثال په ډول به زه دلته د يوې پنجابي ميرمنې انعکاس چې زموږ د کورنۍ ملګرې ده ووايم. کله چې ما په ختيځ بنګال کې د پوځ د کاروائيو په هکله قيصه کوله دا ډيره په غصه شوه:"ډير ښه وشول! که ازادي غواړي نو بايد دې ته هم چمتو وي چې مړه شي"! زما ځينو نورو ډيرو ګرانو ملګرو هم زه په کلکه غندلى يم او د "هندي اجنټ" نوم يې راکړى دى.
کله چې ما د جينوسايد (نطفه وژنې – تُکموژنې) قيصه په سنډې ټايمزکې وليکله نو وروستني ليکونه يې ما ته راوليږل او خپله کلکه کرکه يې ښودلې وه. دوى پدې هکله چې په څه يې باور درلود مخلص وو. مګر انعکاس يې ډير ويروونکى و. څنګه زه د ختيځ بنګال په عام قتل (ډلوژنه) سترګې پټولى شم.ايا زه له نورو پاکستانيانو څخه د کوم ښه شي هيله کولى شم؟ ګويبلس به هم، غواړم چې تکرار کړم، له هغه څه څخه چې د پنجابي حکومت پروپاګنډچيانو وکړل، زيات څه نه واى کړي... حتى که په پاکستان کې داسې څوک هم وي چې له بنګالي ولس سره زړه سوى ولري زه باور لرم چې داسې خلک شته، مګر نه شي کولاى چې رښتيا وويلاى شي. ځکه د پنجاب د ډلې په هکله که هغوى ډير کوچنى انتقاد هم وکړي بيله درنګه به اسماني تندر ورباندې ولويږي. نو په داسې شرايطو کې بايد پاکستانى ولس په پټه خوله ننداره وکړي. که څه هم زه خو پخپله د هغوى دا پټه خوله ګناه بولم، مګر په سبب يې هم پوره پوهيږم.