
دملي کرښې ١٥ ګڼه
محمدالله ارين احمدزي
په افغانستان کې تيرو دريو لسيزو جګړو خلکو ډير عجيب عادت کړي دي. هر افغان نن سبا ځان پوره من بولي او يو هم پکې نيم مني نشته دي. ښه ډير وخت کيږي چې افغانان مفت خواره او د ګاونډيو هيوادونو په وريجو، وړو، غوړيو، رختونو، سيمټو، بسکټو، سابونونو... باندې روږدي دي او ښه خوند ورکوي چې لاړشي له يوې هټۍ څخه يې په لوړه بيه پرته له دې چې کيفيت او کيميت يې وګوري واخلي او کور ته يې يوسي. تل په دې فکر کوي چې څنګه ډيرې پيسې وګټي او څنګه يې ډيرې ډيرې ولګوي، په افغانستان کې به ډير کم داسې کسان پيدا شي ، چې لس، شل او ديرش کاله يې په کوم بهرني هيواد کې نه وي تيرکړي. ننۍ پاکستان، پروني ايران او هغه بله ورځنۍ دوبۍ ټول د افغان کارکونکو د مټو زور و چې نن داسې جوړ دي او په نړۍ کې يې ساري نشته دي، خو افغانانو له دې هيواد څخه يوازې څو روپۍ د دې لپاره خپل هيواد ته راوړي دي چې يو لوي کور پرې جوړ کړي، يو موټر واخلي که يې زلمى زوى وي ورته په ښه لوړه بيه واده وکړي او که يې زوى نه وي سمدستي په خپله دويم واده کوي او بس، خو دوى په دې هيوادونو کې داسې څه نه دي زده کړي چې خپل خوار هيواد ته يوه وړوکې کمپنۍ چې په ډيرو کمو پيسې کيږي او پکې لس، شل کسه کار کوي جوړه کړي او د تل لپاره خپل او د څو نورو بچيان بهرني هيواد ته له تګ، د نورو له ظلمونو بې غمه کړي. اوس اوس په هيواد کې څه ناڅه کمپنۍ جوړې شوي دي چې ځينې يې لکه د کوکاکولا، معدني اوبو.... په لوړه کچه دي خو داسې کمپنۍ هم شته دي چې په شل لکه يانې دوه ميليونو افغانيو باندې جوړيدى شي او ښه ډير کسان پکې کار کولاى شي. ما يې څه ناڅه بيلګې ليدلي دي او هر يو له خپل کار څخه خوښ دي. دا ټول مني چې په تيرو لسو کلونو کې دولت به بنسټيزه برخه کې داسې کوم د پام وړ کار نه دى کړى خو هيواد يوازې د حکومت نه دى او پر نور عام اولس، سوداګر، کسب ګر او نورو باندې هم ځينې مسلم حقونه لري چې بايد ور په ځاى يې کړي. په دې برخه کې افغانان ډير بې پروا دي او هيڅکله دې برخې ته پام نه کوي، همدارنګه وړه له ترکمنستان او پاکستان څخه راوړي خو هيڅکله دې ته پام نه کوي چې افغانستان هم ځمکه، اوبو، دښتې او ښه هوا لري نو ولې په خپله پر خپلو ځمکو ځينې شيان نه کري. په دې پوهيږي چې په خپل هيواد کې د اوسپنې، ميسو، سيمټو، سون توکو، ګازو، او ...... کانونه لري خو ولې ګاډر، انګلارن او نور اوسپنيز آلات په لوړه بيه پرته له دې چې ښه کيفيت ولري له نورو هيوادونو څخه نه اخلي. په پرديو هيوادونو لوى شوي او سپين ږيري افغانان په دې پوهيږي چې بهرنى هيواد پردى کټ دى او تر نيمې شپې وي خو خپلو بچيانو ته دا نه وايي چې دوى بايد تعليم وکړي او په خپله په خپل هيواد کې ژوند وکړي او خپل هيواد د نورو هيوادونو په څير کړي، تر ډيره افغانان لومړۍ په خيلو ويشل شوي دي وروسته تر خيلو په سمتونو او تر سمتونو وروسته په ډلو او ټپلو، چې هر يو يې يوازې خپلې موخې ته د رسيدو لپاره هڅه کوي او د نورو په غم کې نه دي، هغه ورځې د هيواد د يو وتلي شخصيت يو نيژدې خپل په موټر کې را سره يو ځاى ته سفرکاوو ورنه مې ددې وتلي شخصيت چې افغانستان ته يې په مادي او معنوي برخه کې ډير څه کړي دي پوښټنه وکړه چې څنګه دى؟ نو يې سوړ اسويلي وکيښ او ويل يې ورک دې شي چندان سړى نه دى. زه حيران شوم ورته مې وويل ولې ټوله دنيا وايي چې ښه سړى دى خو ته وايې چې نه سړى دى نو ده راته وويل وروره څه به يې کړو موږ ته يې نه کومه لوړه څوکۍ را پيدا کړه نه يې هم کوم بهرني هيواد ته وليږلو. تاسو وګورئ، چې افغانانو ته تر ملي ګټو خپلې ګټې څومره مطرح دي چې ان په خپلو شخصيتونو پورې هم خاندي. يوه بله بوختيا چې اوس اوس افغانان پرې اخته شوي دي هغه ګرم سياسي بحثونه دي هر ځاى کې چې کښينې، که مجلس وي، جومات وي، موټر وي، هوټل او يا هم روغتون وي دوى به سياسي مجلس اچولى وي او ټوله ورځ به وايي دولت داسې دى، ملا صيب داسې دى، قومي مشر داسې دى، ګاونډى هيواد داسې دى، مسلمان داسې او کافر داسې خو په پاى کې يې لاره هم نه وي ورته معلومه چې ما څه وويل او د دې ټولو مثبت لوري کوم دي. دا سياسي بحثونه دومره لوړې کچې ته رسيدلي دي چې ان په ځينو مجلسونو کې جنګونه پرې شوي دي او د ډيرو سر او پښې پکې ماتې شوي دي. يو ځان سمدستي کافر کړي او بل سمدستي ځان وارث الانيبا کړي. هغه دى کافر کړى دى هغه. خو هيڅکله ما له يو افغان څخه چيرې وا نه وريدل چې له يو چا څخه پوښتنه وکړي چې وروره څه کار کوې، له خپل کار څخه راضي يې کنه، که خوښ يې دا کار دې څنګه پيل کړ او څنګه دې تر دې ځايه را ورساوو، زه څنګه کولاى شم داسې شم لکه ته. همدارنګه له مسافر څخه د دې پوښتنه نه کوي چې په دوبۍ، ايران، پاکستان او امريکا کې ته څه کوې، ولې دا هيوادونه داسې اباد شوي دي موږ څنګه کولاى شو داسې شو، سمدستي ورته وايي وروره دې هيوادونو ته څنګه تلى شم يو زوى مې له دولسم ټولګي څخه فارغيږي ډير لايق دى غواړم خواري غريبي ته يې وليږم دى داسې خيال کوي چې دا دولسم ټولګى لکه چې د علم پاى دى او نور يې زوى کولاى شي خپله لار پيدا کړي، په ده تيره وي او په زوى يې هم همداسې تيروي. يو که تعليم وکړ او چيرې يې دنده واخيسته خداى ورته آرام ژوند ورکړ او څه ناڅه په کرار شو بل سمدستي خپل زوى ته وايي چې دا د نه سړي زوى څنګه داسې يو ځلې ورسيد څه لاره ورته جوړه کړه چې يا زموږ په حال شي او يا هم له دې ځاى څخه ورک شي تر څو زه يې ونه وينم. افغانان تل په نورو نيوکې کوي، د نورو عيبونو پسې ګوري خو خپلو ته يې پام نه وي، دا څو مياشتې شوې چې پاکستان زموږ هيواد زموږ له هيواد څخه له پردۍ شوې سيمې کوزې پښتونخوا او ډيورنډ کرښې څخه په راکټونو ولي، سياسي کارپوهان، عام افغانان ټول ټينګ دي چې ژر شي او تاسو هم راکټونه ور وشړئ خو داسې نه وايي چې د راکټونو شړل د ډيورنډ کرښه په رسميت پيژندل او د هغو پښتنو پردي کول دي، که موږ زحمت کښلى وي، درس مو ويلى وي، خپلې فابريکې مو لرلى خپل کار مو لرلى نن به ولې له هند، بنګال او افغانستان څخه جوړ شوي پاکستان موږ ته توغندي را ويشتل خو دا ښيي چې موږ بې همته يو او نه شو کولاى خپل ځانونه په خپله اباد کړو، که ختيځ وران شي لويديځ پرې خوښ شي او که سويل وران شي شمال پرې خوښ دى او همداسې سويل په شمال او ختيځ په لويديځ. په هيواد کې د بيان آزادي، د ټليفوني خدمتونو پراختيا، پاخه سړکونه، ښونځي او پوهنتونونه يو ارمان و، خو چې دا کار څه ناڅه وشو اوس بيا آزادي خلک سياسي ليونيان کړي دي او ټولې رسنۍ منفي لوري ته تيږه اچوي او د خلکو ذهنيتونه يې هم منفي کړي دي، ټلفيوني خدمتونه پراخ شوي خو افغانان د دې پر ځاى چې خپلې ستونزې پرې حل کړي نورې يې هم ستونزې زياتې کړي دي او کله چې درته ټليفون وکړي له پوښتنې ګرويګنې وروسته درنه پوښته کوي چې نور څه حال دى، دا نور څه حال دى يانې څه. سړکونه څه ناڅه جوړ شول خو اوس يې نه څوک ساتلى شي او نه به يې څوک وساتي، پوهنتونونه جوړ شول خو په ځينو کې محصلين نشته او په کومو کې چې محصلين شته دي وړ علمي کدرونه نشته دي او استادان ټول له پرديو کتابونو او کتابچو څخه د څلورو لسيزو وړاندې نصاب تدريسوي، ښونځي جوړ شول ځينې يې سوځول کيږي او ځينو کې يې استادان، کتابونه او زده کونکي نشته دي او که دا ټول پکې وي بيا پکې درسي ميتود او پرمختګ نشته دى. تر هغه چې عام افغانان په خپل ژوند ژور فکر ونکړي هيڅکله به دولت ونه شي کولاى دوى ته ښه ژوند او ښه امکانات ورکړي دا هر څه هغه وخت کيدى ، شي چې ټول افغانان د سياسي خبرو پر ځاى پر کاري خبرو او کار کولو باندې خپل وخت ولګوي او هسې خپل وخت ضايع نکړي. تر هغه چې افغانان يوازې پر ژوند او د ژوند پر ښه والي فکر ونکړي او د وخت له ضياع څخه تير نه شي تر هغه به دوى مصرفي خلک، د نورو تر لاس لاندې او همداسې په فقر، بيکاري او غمونو کې ژوند کوي. عام افغانان که له ځانه سياسي څيرې نه جوړوي بلکې د سياسي څيرو په ټاکلو کې دې دقت وکړي ترڅو داسې نه شي چې د دوى ګټې تر پښو لاندې کړي په ځينو سياسي بهيرونو کې دې برخه واخلي خو داسې برخه چې د دوى تصميم د هيواد ټولې ملي ګټې، ځمکنۍ بشپړتيا ته په ګټه وي. له سمتونو ، قوميت، ډلو او ټپلو دې را تير شي او د يو ملت په نوم دې سره را ټول شي تر څو وکولاى شو د ختيځ، لويديځ،شمال او سويل تصميمونه، سياسي څيرې مو ټولې يو شان او د ټولو لپاره د منلو وړ وي او وکولاي شي د ټولو د ګټو دفاع وکړي.