په افغانستان کې دنړيوالې ټولنې لس کلن شتون ، څه مانا ؟

\"\"

دملي کرښې  ١٤مه ګڼه    

د محمدالله ارين احمدزي ليکنه
نيږدې يوه لسيزه وړاندې د طالبانو د واکمنۍ وروستۍ شپې ورځې وې چې په هيواد کې نوې ډنډوره خپره شوه. او عامو خلکو به ويل چې په امريکا شوی بريد اسامه بن لادن کړی دی. ماته د اسامه نوم داسې نوی و ځکه د طالبانو په دې څو کلنه واکمني کې مې کله داسې نوم نه و اوريدلی، ملا، آخند، مولوي، مشر....... نومونو سره اشنا ووم خو دا نوم نوی و.
څو شپې نه وې تيرې شوې چې په راډيو ګانو کې رپوټ خپور شو چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر په يوولسمه نيټه القاعدې ډلې د امريکا له سوداګريز برجونو سره الوتکې وجنګولې چې امريکا هم ژر غبرګون وښود او  د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر په مياشت کې د هيواد په اسمان کې امريکايي الوتکې وليدل شوې او د شپې نيږدې نهه بجې به وې چې لومړنۍ امريکايي الوتکې په کابل لومړنۍ بم را خوشې کړ. موږ هم چې د نورو کليوالو په شان په کور کې يوه راډيو درلوده ومو ليدل چې د کابل د وخت د راډيو نشرات پرې شول. دا لړۍ همداسې دوام وکړ او په پای کې په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو واکمنۍ نسکوره شوه، زه د دې پيښې تر ډيره ډير عيني شاهد وم او دا هرڅه مې د راډيو له لارې تعقيبول، له دې سره سره چې د سياست په ابجدو مې سر نه خلاصيده، خو مجبوري به کله يو ډُول او کله بل ډُول ته ګډولم، په لومړي سرکې د طالبانو د را نسکوريدو کلک مخالف وم او زړه مې غوښتل چې د امريکا په وړاندې کلک ودريږم. په هيواد د بمباريو لړۍ روانه وه نوې کليمې، نوي نومونه مې په راډيو کې تر غوږه کيدل. لا به د بمباريو څو روځې نه وې تيرې شوې چې  د لوګر په ازره  ولسوالۍ کې له پاکستان څخه افغانستان ته را دننه شوی عبدالحق چې په اس سپور و د طالبانو لخوا په نښه او ووژل شو. څو ورځې وروسته مې له راډيو څخه واوريدل  چې د هيواد په سويلي ولايت کې يو بل تن چې هغه وخت لا د افغانستان ولسمشر نه و خو په همدې هيله راغلی و د قومي مشرانو سره يو ځای د طالب وسله والو په وړاندې تبيلغ پيل کړی يو ځلې يې طالبانو د نيولو هڅه هم کړې وه خو د خاصو امريکايي ځواکونو لخوا ژغورل شوی و. تبيلغات دومره ډير شول چې د سولې په نوم يوې راډيو چې ټوله ورځ به يې موسيقي او د امريکا په ګټه اعلانونه خپرول نشرات پيل کړل. له دې سره سره چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال موسيقي بنده وه د دې راډيو نشرات د ډيرو ځوانانو او له سياسي لوبو څخه د ناخبرو افغانانو لپاره ډير زړه راښکونکي و دې راډيو ۲۴ ساعته خپرونې لرلې. څو ورځې وروسته په همدې ۲۰۰۱ کال کې د جرمني په بن ښار کې د جهادي مشرانو يوه ناسته جوړه شوه چې   د خپل هيواد په اړه وروستۍ فيصله وکړي. همداسې وشول د ۱۳۸۰ کال په ترڅ کې د طالبانو واکمني سقوط وکړ او   حامد کرزی کابل ته د موقتي ولسمشر په توګه راغی او په هيواد کې يوه نوې واکمنۍ پيل شوه، له دې سره سره چې د هيواد په ډيرو سيمو کې نا امني، غلا چور چپاول شوی و څه ناڅه کراري شوه. پخواني تښتيدلي قومندانان بيرته خپلو سيمو ته ستانه شول څوک واليان او څوک ولسوالان شول. د ولسمشر کرزي دا موقته دوره ډيره ژر پاي ته ورسيده او لويې جرګې اتنقالي دولت جوړ کړ چې بيا يې هم حامد کرزی مشر شو. خدای شته د طالبانو تر تګ وروسته له يوې خوا که خلکو د امريکا راتګ ته د شک په سترګه کتل بل لوري ته څه ناڅه هيله من وو، ځکه چې د وخت امريکايي ولسمشر جورج ډبليو بوش ژمنه کړې وه چې افغانستان به د سويس په شانې جوړوي. په موقته اداره کې د هيواد په ډيرو سيمو کې سمبوليک کارونه پيل شول او څه ناڅه لويې لارې پخې شوې. او په هيواد کې د غرب لخوا راغلې ډموکراسي ته زمينه مساعده شوه. خو هيواد همداسې پاتې نه شو په لومړي ځل امريکايي سرتيرو د هيواد په ځينو سيمو کې په ملکي سيمو بمبارۍ وکړې او ان په ودونو يې د بمونو د اورولو په ترڅ کې ډير بې ګناه افغانان و وژل. دا لړۍ همداسې روانه پاتې شوه. د انتقالي ادارې تر پای ته رسيدو وړاندې د ولسمشرۍ او ملي شورا  د ټاکنو ډنډورې هر لوري ته وغږول شوې، اساسي قانون جوړ شو........... وروسته تر هغه د ولسمشرۍ او ملي شورا ټاکنې وشوې چې په ۲۰۰۴ کال کې يو ځل بيا حامدکرزی د افغانستان ولسمشر شو، له دې سره سره چې دی ولسمشر شو او په هيواد کې ټاکنې وشوې خو د خلکو هيلې په نا هيلۍ بدلې شوې ځکه دوی وليدل چې امريکا او د دوی نور ملګري څه غواړي، په هيواد کې په ډيرو سيمو کې وسله وال بيرته فعال شوي وو او د دوی خال خال بريدونه په هر ځای په ځانګړې توګه سويل کې پيل شوي وو. په سوداګريز مرکز د ور جنګول شويو الوتکو بلک بکسونه ورک شول او څيړنې ونه شوې چې څه شوي و او څه کيږي، د امريکا دا خلي څارګرې ادارې اف بي آی د امريکا داخلي ګټې ساتلې او بهرنۍ څارګرې ادارې سي آی اې په افغانستان، سيمه او نړۍ کې لاسونه اچولي و. د ولسمشر کرزي دا دوره له امنيتي ستونزو، اداري فساد، جوړجاړي، ملکي تلفاتو، د طالبانو د پياوړتيا، د ځينې مشرانو له ترور.......... سره سره پای ته ورسيده.
په دې دوره کې ځينې نوې څيرې هم له امريکا، اروپا او نورو هيوادونو څخه افغانستان ته راغلې  د دوی په منځ کې افغاني الاصله امريکايي زلمی خليل زاد د ډيرې پاملرنې وړ دی ځکه چې تر نورو د امريکا ګټو ته ډير ژمن و او په افغانستان کې يې د امريکا د سفير، ځانګړي استازي په توګه دندې سر ته رسولې دي. دی به تل د ولسمشر پر وړاندې د يو ګواښ په توګه د امريکا لخوا کارول کيده.
همدارنګه په هيواد کې اداري فساد، سياسي جوړجاړۍ هم خپل اوج ته ورسيد، ترهګريز بريدونه پيل شول، وسله وال ډير ځواکمن شول، ګاونډيو هيوادونو په افغانستان کې بيا ځلې لاسوهنه پيل کړه، اسامه ته د دې موقع پيدا شوه چې يو ځل بيا ويډيويي پيغامونه ثبت کړي او ميډيا ته يې ورکړي. په افغانستان کې شته بهرني ځواکونه هم په خپلو موخو پسې روان شول، بريټانيا په هلمند کې خپل تاريخي غچ اخيستل پيل کړل، امريکا پر پښتنو باندې خپل ظلمونه جاري وساتل، المان د هيواد شمال ته ولاړ او هلته يې متعصب مشران د يو بل په وړاندې وهڅول، فرانسه د پلازمينې په ګاونډي ولايت کاپيسا کې ځای پر ځای شوه او څه موده وړاندې تاسو ټولو واوريدل چې دوی د ځان ساتنې په موخه طالب وسله والو ته ډالۍ او پيسې ورکوي. دا نور ټول يې همداسې در واخله.
په هيواد کې بل ډير د پام وړ ټکى، چې و هغه د رسنيو ازادي وه چې اوس داده نيژدې ۲۲ ټلويزونه او نيژدې ۹۰ راډيو ګانې يوازې په پلازمينه کې نشرات لري. دوی ته ورکړل شوي حقوق د غرب او اروپا تر حدودو هم تيری کوي ځکه دوی پرته له دې چې ټولنيز، مذهبي او سيمه ايز  کړه وړه په پام کې ونيسي نشرات کوي او دې حقوقو ته هيڅ درناوى پکې شتون نه لري، سياسي موخې لري، مذهبي موخې لري او ان دا چې د خپل تجارت لپاره هندويزم او بوديزم هم تبيلغوي که چيرې لږ ځير وکتل شي د دوى بحثونه، سريالونه او نورې خپرونې کتل يوازې د وخت له ضياع څخه پرته پکې بل څه نشته دي يوه موضوع را ونيسي ښه يې ګرمه کړي خو هر څه په خپل ځای پرته له کومې پايلې پريږدي.، همدارنګه په هيواد کې د اخلاقي فساد په تور څو ځلې ډلې ډلې بهرنيان ونيول شول او له هيواد څخه و ويستل شول، د عيسويت تبليغ دومره عام شو چې ان د کليسا و انځورونه يې هم د رسنيو له لارې خپاره شول، يو تن د عبدالرحمن په نوم چې عيسوي شوى و افغان دولت ونيو خو د نړيوالې ټولنې سخت غبرګون يې له ځان سره درلود اوپه پای کې پرته له دې چې اسلامي احکام پرې جاري شي له بنديخانې  و ويستل شو او ايټاليا ته د پاپ بنډيکټ سلام ته ورسيد او هلته ورته پناه ورکول شوه. په حکومت کې د ننې ټول جوړښتونه سياسي، مذهبي، سيمه ييز او ژبنى پړاو طی کوي او دا ټول جوړوښتونه همداسې شوي پرته له دې چې وړتيا، اهليت، وطن دوستي او علمي سابقه په پام کې ونيول شي. د بيارغونې کارونه په ټپه ودريدل او اوس هيڅوک په دې غم کې نه دي چې افغانستان يا سويس شي او يا هم د يو ګاونډي هيواد ساری. دلته تر ډيره ټول پکې خپلې موخې لټوي. له دې سره سره چې د امريکا لخوا پر ملکي وګړو بريدونه بسنه نه کوي نو ځانمرګي بريدونه دومره ډير شول چې جوماتونه، عامه ځايونه، ښونځي، او ان روغتونونه او مارکيټونه هم پکې په نښه شول او لا هم په نښه کيږي. عام خلک په اوس حال کې د پاڼ او پړانګ تر منځ دي. دا ټولې سلسلې همداسې روانې دي. د ولسمشرۍ لومړۍ پړاو له دې ټولو ننګونو سره سره پای ته ورسيد او په ۲۰۰۸ کال کې يو ځل بيا د دويم ځل ولسمشرۍ ټاکنو ته ډنډورې وغږول شوې او د ولسمشر کرزي په ګډون ډيرو نورو هم پکې ځانونه دې څوکۍ ته ونومول، د تيرو ټاکنو په پرتله د دې ټاکنو توپير بيخي ډير و چې ځينې به يې زه په لنډو ټکو کې درته و وايم:
۱-په تير ځل ټاکنو کې  څه ناڅه امنيت ښه و او هر نوماند وکولای شول،  چې خپل غږ تر ډير لرې پراته کلي پورې ورسوي. خو په دويم ځل کې يو نوماند هم له کابل او ځينې محدودو ولايتونو څخه د باندې و نه ووت په ولايتونو کې يې هم يوازې په مرکز کې څه ناڅه وويل او بيرته مرکز ته را ستون شو.
۲-په تير ځل ټاکنو کې د خلکو هيلې بيخي ډيرې وې، نا لوستو کسانو د کار تمه لرله او څه ناڅه لوستو  د زده کړو او ښو دندو، خو په دويم ځل لوستي تر نا لوستو او نا لوستي تر لوستو ډير نا هيلي وو ځکه تير څو کلن فساد او ناسمې موخې نورې د دوی لپاره د منلو وړ نه وې.
۳-په تير ځل ټاکنوکې، بيارغونه، پاخه سړکونه ، ښونځي، مجهز روغتونونه د افغانانو لپاره يوه هيله وه خو اوس دا هر څه يو خوب و
۴-په تير ځل افغانانو ويل چې ځه که افغان حکومت نه وي نړيواله تش په نوم ټولنه به د دوی لاس ونيسي خو دا ځل پوه شول چې په افغانستان کې د نړيوالې ټولنې نوم يوازې تش نوم دی او عملي بڼه نه لري او نه هم نړيوال د دوی له غمه مړه دي، نړيوال د دې لپاره دا ټاکنې کوي چې يوازې افغانان بوخت وساتي.
 په هر حال ټاکنيزې هڅې يوازې په پلازمينه او محدودو ولايتونو کې روانې وې ولسمشر يو لوري ته و او واليان، ولسوالان او نور چارواکي بل لوري ته. خو په هر حال ټاکنې وشوې خو د ټاکنو کميسون اعلان وکړ چې هيڅ يو نوماند ونه شو کولای ۵۰+۱ رايې پوره کړي خو تر ټولو مخکې نوماندان ښاغلی کرزی او د ولسمشر کرزي د انتقالي دورې پر مهال د بهرنيو چارو وزير او د ټلوالې پخوانۍ غړى عبدالله و،چې ټاکنې به دا ځلې د دې دواړو تر منځه کيږي. خو عبدالله له خپلو کورنيو او بهرنيو همکارانو سره تر سلا مشورې وروسته له ټاکنو تير شو او ولسمشر کرزی رسما ګټونکى وبلل شو . د حامد کرزي د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې د خلکو هيلې دا وې چې امنيت ټينګ، قانون حاکم، د زورواکو وزرونه مات، د بې کارۍ لمنه ټوله، دپلازمينې په ګډون د هيواد ټولې ويجاړې فابريکې بيرته فعالې، د تيارو کوټو څراغونه روښانه او د لسګونو داسې بنسټيزو پروژو چارې عملا پيل او ترسره شي، خو لکه څنګه چې وليدل شول د هغوې دا هيلې د کلونو په تيريدو اوس هم نه دي پوره شوې. او زور واکان نور هم  د ده په دوره کې پياوړي شوي دي.
ټول وزارتونه د کورنيو او بهرنيو مصلحتونو سره سم  جنګسالارانو او قومي ټېکه دارانو ته ورکړل شوي، په ولايتونو کې د دولت شته استازي يانې واليان ټول د پخوانيو جهادي او غيرجهادي مشرانو د ګوندونو، ډلو او ټپلو غړي دي. تر اوسه نيږدې شپږ وزارتونونه سرپرست وزيران لري چې دا هم د ځينې مصلحتونو لپاره همداسې پاتې دي اوله قانوني صلاحيت پرته کارکوي . همدارنکه په لومړي سرکې د ډي ډي آر په نوم د وسله والو د بې وسلې کولو پروګرام پيل شو خو دې هم کومه خاصه پايله ورنکړه وروسته يې د ډاياګ په نوم نوي پروګرام تر لاس لاندې ونيوی، چې تر اوسه دوام لري ولې دا هم د نورو په څير، د سياسي، حزبي، سمتي لو بو ښکار ښکاري او داسې بربنډ څرکونه يې نه ليدل کيږي. افغانان له ډيرو نويو کليمو، نومونو سره اشنا شول خو دې تش په نامو نومونو د دوی په ژوند کې هيڅ  تغير نه دی راوستی. څه موده  وړاندې دمارچ اتمه د ښځو نړيواله ورځ لمانځل کيده ما يې په اړه مفصله ليکنه کړې خو دلته يې يوازې دومره يادونه کوم چې ايا دا په کابل کې پتلوني، قيچي کړې ويښته، او په غرب او اروپا کې لوبيدلې ښځې به په لرې پرتو ولايتونو کې د درديدلو، کونډو، رنډو دردونه دوا کړاى شي کنه ايا دوی په ريښتيا د هغو ښځو استازيتوب کوي چې زامن، خاوندان او وروڼه يې د بهرنيو او وسله والو په بريدونو کې وژل کيږي نيول کيږي او کنه.؟  . په غربي نايټ کلبونو کې نڅيدلې ميرمنې به چې ورته نه افغانيت او نه هم اسلاميت کوم ارزښت لري څنګه د يوې مسلمانې او افغانې استازيتوب وکړي. زما په اند دا يوازې سياسي لوبې دي ، دوی ازادي، رسنۍ، بيارغونه، ښونځي، ښه ژوند، اسانتياوې، روغتونونه، منظمه ملي اردو، پوليس، او د دولتي ادارې پياوړتياغواړي ؟   . اوس بهرنيانو د دې ډنډورې هم پيل کړي چې تر ۲۰۱۴ کال پورې به له هيواد څخه وځي او واک به افغان ځواکونو ته سپاري، خو پوښتنه داده چې کومو افغان ځواکونو ته دغه افغان ځواکونه چې نشه يان، نا لوستي، د ښې وسلې نه لرونکي دي اوکه نه کوم نور يې روزلي دي. دوی له دې سره سره چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کوي تر اوسه په دې ځان نه پوهوي چې ترهګري يانې څه؟ په افغانستان کې تر اوسه د ترهګر لپاره يو جامع افغاني پيژند شتون نه لري. خو اصل کې يې موخه داده؛ دوى غواړي د دې لپاره افغانستان خوشې کړي چې په افغانستان کې افغانان يو ځل بيا وروڼه، وروڼه وژلی شي، کورنۍ جګړه ګرميدی شي او ګاونډي هيوادونه هم لاسوهنه کولای شي، نو دوی به يې يو ځل بيا سيل کوي که يې د سيمې کوم هيواد ته يو ځل بيا لکه عراق او افغانستان ته يې چې زړه تنګ شو دا اور به نيږدې هم هغه هيواد ته واستوي او هلته به يې بل کړي او دوی به پکې خپلې موخې ولټوي. افغانستان د سياسي، مذهبي، اقتصادي او ډول ډول يرغلونو لاندې ژوند کړی و، ژوند کوي او ژوند به وکړي، ځکه د دې هيواد ډيری سياسي  بچيان د هيواد پالنې په سپيڅله مينه نه دي روزل شوي که روزل شوي وای يو عادي افغان چې په دې پوهيږي چې هيواد، ازادي، عقيده تر هر څه مهمه او سپيڅلې ده داسې پيښې به نه کيدې، زه دې ته حيران يم چې د خدای په لويه ورځ او لويه شپه هم له موږ سره امريکا شريکه نه ده نو څنګه دوی ته له دې ځايه دومره لوی ګواښ متوجه کيدی شي حال دا چې د نړۍ تر ټولو ښه ټيکنالوژي او ښه وسله د دوی په لاس کې ده، دوی وايي چې په ځمکه پنځه انچه شی ليدلی شو، خو بيا هم زموږ په ودونو، کورونو او ماشومانو بمبارۍ کوي او په پای کې يې وايي چې دا ماشومان موږ نه بلکه خپلې کورنۍ وژلي دي که يو کور داسې وکړي کيدی شي رواني ناروغي به ولري خو که يو کلي يوه سيمه کې داسې وشي بيا به دا کوم انساني عواطف ومني چې داسې دې شوي وي. څو ځلې داسې پيښې وشوې خو په تشه بخښنه و بخښل شول، د افغانانو ګوتې پرې شوې ترې کليکسونونه جوړ شول هيڅ چا يې په اړه غبرګون ونه ښود. دا به کومه داسې لوبه وي چې يوازې د دې ځوريدلي قوم په وژنه، نيونه، ټپي کيدنه، کور ورانونه وګټل شي، اوس به ټول نړيوال دا مني چې د دې هيواد هر يو تن تن او سر سر څه غواړي. وسله وال ځانونه د دين سپيڅلي خادمان بولي خو ملکي خلک په ډله ييزه توګه په داسې بې رحمۍ وژني چې اټکل يې ناشونی دی، او دا راز افغانانو ته هغه مهال څرګند شو چې دوى لخوا د شوي ظلم ويډيو د رسنيو له لارې نندارې ته کيښودل شوه. د بهرنيو ځواکونو لخوا داسې وسلې په افغانانو وکارول شوې چې ان سوء شکل ماشومان په لرې پرتو سيمو کې له ميندو پيدا شول او دا وسلې تر دې دمه هم کارول کيږي. يو امريکايي جنرال ويلي و چې مخکې د ملکي وګړو تلفات ځکه کم و چې موږ پر مختللې ټکنالوژي کاروله او اوس د ملکي وګړو تلفات ځکه زيات شوي دي چې موږ نور نه شو کولاي دا ټيکنالوژي وکاروو. زما په اند به يې موخه دا وي چې دوی نور نو خپلې ټولې نوې جوړې شوې وسلې دلته وازمويلې او نور نو داسې کوم نوی شی تر لاس لاندې نه لري چې دلته يې وازمايي.