دسولې معما،څوک به انعطاف وکړي ؟


 دملي کرښې ١٥ ګڼه

 دکرزي حکومت ګڼلې وه ، چې  ناټو به  طالبان  وځپي اوله دې لارې به يې  خبرو اترو او جوړجاړي ته اړباسي، خو وروستيو پېښو وښوده  ،چې طالبان  لاهم دپرمختګ په حال کې دي  او ورځ تربلې دکرزي حکومت او نړيوالو ځواکونوته زيات زيانونه اړوي . دامريکې متحد ايالتونه  هم   په دې پوه شوي چې  له خبرو اترو پرته له پوځي لارې نه شي کولاى طالبان کابو کړي .په همدې دليل خويې دسولې  دعالي شورا په غوښتنه  دتورو ليستونو په سپينولو پيل کړى  او په ظاهره يې منلې ،چې که  دکرزي حکومت له طالبانو سره  خبرې کوي دوى ورسره همغږي دي  خودا وېره هم نه شي پټولى ،چې  ددوى دلاسته راوړنو په نوم  بدلونونه  دخبرو اترو قرباني نه شي .
دکرزي ژمنه هم تل داوه ،چې غواړي له طالبانوسره خبرې وکړي  ، خو له پيله تراوسه يې  دخپل ټول حکومت په استازۍ  داسې کومه طرحه چې دنوموړي دائتلافي ملګرو اوطالبانو دمنلو وړ ګرځېدلې وي نه ده وړاندې کړې  نوځکه  خو تراوسه پورې نه دخبرو لورى معلوم دى اونه هم په دې برخه کې پرمختګ  شوى .
دحکومت اوطالبانو ترمنځ  جوړجاړى دوخت مهمه اړتيا ګڼل کيږي خو ترهغو، چې په دې لاره کې پرتې ستونزې نه وي لرې شوي خبرې اترې مانا نلري  ځکه  دډېرو له انده   کرزى  پخپله دسولې پر وړاندې  يوه ستونزه بلل کيږي . دکرزي په اړه اندېښنه  داده چې نوموړى  په خپل حکومت کې دننه دوړو ستونزو اودسيمه ييزوچارواکو د بغاوتونو  مديريت نه شي کولاى نو  له طالبانوسره دسولې  مديريت به ،چې نړيوال يې له کابوکولو عاجز دي څنګه وکړي .؟
نوموړي څومياشتې وړاندې دسولې عالي شورا جوړه کړه خو دې شورا ثابته کړه ، چې نه يوازې دسولې راوستو اراده نه لري بلکې  زيات غړي يې  له سولې سره مخالف هم دي . دحيرانتيا خبره داده سره نه ده بلکې  دطالب دپخلا کېدو ځاى  د افغانستان کلي ،سيمې او بانډې دي  په دري کې يومتل دى چې (( جنګ شديارسر شديار ))  دسولې دعالي شورا غړي  که ريښتيا هم سوله غواړي نو مرور طالبان دې په افغانستان دننه ولټوي او راپخلادې کړي  خو دوى دسولې له شورا نه هم دسياحت مرکز جوړ کړى کله يوه اوکله هم بل هېواد ته روان وي او همدا دليل دى چې تراوسه پورې هيڅوک باورنه کوي ، چې دکرزي له خوا دسولې جوړه شوې شورا دې سوله وغواړي .
دسولې دشورا ډېرى غړي هغه کسان دي ،چې له طالبانو سره  د دښمنۍ څوکلنه خونړۍ مخينه لري  ګومان کيږي ،چې دکرزي له حکومت سره  دطالبانو دمخالفت يولامل  دکرزي په حکومت کې  دهمدغوکسانو زيات نفوذ دى  . هره هغه شورا يا ټولنه يا جرګه چې ناپيېلې نه وي  ددوو متخاصموډلو په منځ کې منځګړيتوب نه شي کولاى دسولې شورا هغه دولتي ارګان دى ، چې غړي يې يوازې خپله بقا ترهرڅه مهمه ګڼي نو ځکه يې ديوې ناپيېلي مرجع په توګه خپل ځان تثبيت نه کړ .
دسولې دعالي شورا د څومياشتيني کار بې پايلې ثابتېدل  او ددې ترڅنګ دطالبانو وروستۍ حملې چې لمنه يې ان دکابل تر څلورمې کارتې راورسېدله  ددې ښودنه کوي ، چې کرزى  دسولې په برخه کې په خپلو سياستونو له سره کتنه وکړي  له دې پرته  به سوله ديوې معما په توګه  يوازې يوه هيله وي . او د دواړو لوريو له خوا به دهيڅ ډول انعطاف څرک ونه لګيږي .، چې طالب  دهلمند په موسى کلا او يا ارزګان کې  اوسيږي خو ښاغلى رباني په سوله پسې ترکيې او يانورو هېوادو ته ورځي ،دوى له ځانه پوښتنه نه کوي  هغه طالب چې په ترکيه يا کوم بل غربي هېواد کې ليدل کيدلاى شي  خبره له هغه