دملي کرښې ١٥ ګڼه
سرمقاله
نږدې يوکال وړاندې په ټول افغانستان کې نږدې دوه زره او پنځه سوه کسانوخپل ځانونه دولسي جرګې څوکيو ته کانديدان کړي وو .دوه کاله وړاندې بيا څلويښتو تنو دافغانستان دولسمشرۍ دڅوکۍ پرسر سيالۍ کولې، همدارنګه د ولسمشرۍ ،ولسي جرګې او ولايتي شورا ګانو دڅوکيو دنيولو لپاره په تېرو لسوکلونو کې دسياليو نورې تجربې هم لرو. دمعلوماتو له مخې يوکال وړاندې دعدليې په وزارت کې دثبت شويو سياسي ګوندو شمېرهم له سلو اوښتى و دا ګوندونه هم د هغوسياليو يوه برخه وه ، چې مخکې يې يادونه وشوه .
کله چې حالات څه ناڅه سم و هرچا هڅه وکړه چې په دې اوبل نوم دخلکو کورونو اوکليو ته ورشي او څوکۍ ته دځان درسولو لپاره درايې سوال ورځنې وکړي ، ځينې خو بيا دخلکو کورونو او کليوته دورتګ پرځاى خلک خپل ځان ته رابلل لويې لويې غونډې به يې جوړولې او په درواغجنو شعارونو به يې دخلکو دخدمتګارانو تمثيل کاو ، ددې لپاره چې دخلکو پام ور واوړي په هره خبره کې به يې خبره کوله خونن چې دهېواد وضعيت له سياسي ، امنيتي او اقتصادي پلوه ترټولو پخوانيو کلونو سخت او ګډوډ دى او افغانان دخپل ژوندانه تر ټولو بدې ورځې تېروي هيڅ څوک نشته چې ددې ملت په درد وژاړي ، ددې ملت په غم کې ورشريک شي او يا له دې خوار اومظلوم ملته دفاع وکړي .
په دې وروستيو مياشتو کې داسې ورځ نشته ، چې له لس ګونو نيولې ترسلهاوو پورې افغانان يا دائتلاف او يا هم دمخالفينو په بريدونو کې ونه وژل شي اويا ټپيان نه شي. داسې ورځ نشته ، چې دهېواد په ګوټ ګوټ کې دې څوک له دولتي چارواکوشکايت ونه کړي اوهره ورځ وينو چې دخلکو دکورونو مصئونيت ، دخلکو شخصى ازادۍ ، ملکيتونه او نورحقوق ترپښولاندې کيږي خو له يوڅو ليکوالو او ژروناليستانو پرته چې دخپل زړه بړاس په رسنيو کې باسي بل هېڅ څوک نشته ، چې ددې ولس غږ اوچت کړي .
کله چې په هېواد کې سم سمکى او سوله وي دټاکنو لپاره کمپاينونه روان وي دڅوکيو او دولتي امتيازونو دوېش نغرى تود وي په داسې شرايطوکې خو هرڅوک کولاى شي دهرچا کورته ورشي اويايې خپل کورته راوغواړي اويا لويې غونډې جوړې کړي او رايې ترې وغواړي خو په داسې سختوحالاتوکې چې چاړه دولس له هډوکو ورتېره ده بيا هيڅ څو ک نشته ، چې دخلکو پوښتنه وکړي .
په خواشينۍ سره ، چې په تېرو لسو کلونو کې دسياسي او مدني بنسټونو تهدابونه يوازې اويوازې دشخصي ګټو دمعيارونوله مخې کېښودل شول ، دسياسي او مدني مبارزې د ډګر لوب غاړو ونه شول کړاى اويايې نه غوښتل چې خپلې هڅې دولس اوهېواد دژغورنې لپاره متمرکزې کړي . اوښايي په تېرو لسو کلونو کې دافغانستان په قضيه کې ښکېلو بهرنيوهېوادونو او کورنيو قومي ټېکه دارانو هم نه غوښتل ، چې دملي ارزښتونو او ملي ګټو پربنسټ ملي سياسي حرکتونه اوسازمانونه په پښو ودريږي ځينې يې د تهديد او ځينې يې په امتيازونو اوتطميع له خپلو کارونو را وګرځول . دکاذبې ولسواکۍ ترنامه لاندې دڅو ډلو اويا څو کسو مستبدانه واکمني ددې سبب شوه ، چې په نورو افغانانو کې دهېوا د دمالکيت احساس او دوطنپالنې روحيه کمزوري شي خو دعاموافغانانو په وړاندې دمالکيت داحساس او د وطنپالنې دروحيې کمزوري کېدل بيا ددې سبب شول ،چې د قومي ټېکه دارانو واکمني لاپسې ټينګه شي خلکو چې دبدلون هيلې يې له لاسه ورکړي خپله نارضايتي نه څرګندوي هغه دچا خبره هرڅوک خپله پرده کوي د چاپه ښو او بدو کارنلري ،چې دابيا ديونه ملت لپاره ترټولو بدې پايلې لري .
د څومعلوم الحالو کورنيو سياسي تسلط په نورو افغانانو کې دسياسي مبارزې احساس او انګيزه کمزورې کړه اويوشمېر خو لا له پيله دافغانستان ملي ګټو ته ژمن نه وو او همدا دليل دى ، چې هرڅو ک په هرڅه سکوت کوي . وژل کيږو ، بې عزته کيږو ،رټل کيږو ، په قومونو وېشل کيږو ، ژبه له ژبې سره او دقوم له قوم سره په جګړې اخته کيږو ، انساني کرامت او ملي حيثيت مو ترپښو لاندې کيږي ، دايران اوپاکستان پېغورونه اورو ، دخپل حکومت فساد ، بې کفايتۍ او د دروغو ژمنو دتباهۍ ترکچې رسولي يو خو بياهم يو څوک په موږ کې نشته چې پوښتنه وکړي ، چې ولې ؟
په داسې يوه حالت کې، چې نن سبا افغانستان ورسره لاس اوګرېوان او افغانان ورسره مخامخ دي هغو ته چې غواړي دافغانستان په راتلونکي سياست کې رول ولري نه ښايي ، چې اوس ګڼډلې خولې سکوت او دخپل ملت دتباهۍ ننداره وکړي دوى بايد په دې پوه شي ، چې بيا به همدغه ولس له دوى نه پوښتنه کوي ، چې پرون دې ننداره کوله او اوس چې دګټو وخت رارسېدلى له هرچا ته مخکې روان يې . په ښه ورځ خو هرڅوک اوهرملت کېداى شي ډېرياران او خواخوږي ولري هغه څوک چې داوطن او دا ولس خپل ګڼي اوپه ريښتيا مينه ورسره لري په دې بده ورځ کې دې دخپل ملت په څنګ کې ودريږي .اوکه په دې سخته ورځ څو ک دې هېواد ته په کار ورنه شي نو بيا به هېڅکله په کار ور نه شي .