پاکستان د سړې او ګرمې جګړې لومړۍ ليکه

عاشق حسین طوري
د تهران راډیو د راپور له مخې د امریکا د پوځ لوی درستیز امیر البحر مایک مولن تر تقاعد کیدو وړاندې په خپل وروستي مطبوعاتي کنفرانس کې وویل د امریکا او پاکستان پوځي اړیکې تر ټولو په سخت پړاو کې دي او د هغه د ښه کیدو هم هیڅ کومه تمه نه شته خو په عین حال کې ېې هیله مندي وښوده چې دواړه هیوادونه به په ښه ډول خپلې اړیکې سمې کړي .
مایک مولن له دې وړاندې د پاکستان پوځ او آي ایس آي د پاکستاني ژورنالیست سلیم شهزاد په وژله تورن کړې ؤ .
وژل شوي کس د پاکستان په مطبوعاتو کې د دغه هیواد د پوځ او آي ایس آی په منځ کې د افراطیونو د شتون په اړه راپورونه خپاره کړې ؤ .
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې مایک مولن ادعا کړې وه چې د پاکستان د پوځ له قوماندان جنرال کیاني سره تر ټولو ښې اړیکې لري .
په هر صورت د پاکستان او امریکا اړیکې لانجمنې او بحراني دي .
امریکا خپلې ۸۰۰ میلیون ډالره مرستې چې ټاکل شوې وه د روان میلادي کال په جون میاشتې کې ېې پاکستان ته ورکړې وځنډولې او حقیقت دا د ئ چې امریکا پر پاکستان باور نه لري .
د همدې مسئلې عکس یا اپوټه هم صدق کوي یعنې پاکستان هم په امریکا بې باوره دئ .
د دواړو هیوادو په منځ کې د بې باورۍ فضاء خپل اوج ته رسیدلې ده که د دواړو هیوادو د اړیکو او دوستۍ تاریخ ته هم لږ وکتل شي نو څرګنده به شي چې دا دوستي او اړیکه د برابرۍ پر اصل ولاړه نه وه بلکې د حاکم او محکومو تر منځ اړیکه وه د ملګرتیا او دوستۍ په بیلابیلو پړاوونو کې امریکا له پاکستان څخه د قوت لا یموت مرستو په بدل کې د یوې وسیلې په توګه کار اخیستئ دئ .
په دې اړه د سیتو او سینتو تړونونو ته چې پاکستان هم پکې غړیتوب لاره او یا د بغداد تړون ته چې په ۸۰ یمه لسیزه کې د شوروي په ضد په جګړه کې پکې د ملګرتیا تړون شوئ ؤ او یا هم د ۲۰۰۱ م کال د سپتمبر ۱۱ مې پيښې وروسته د تش په نامه ترهګرۍ په وړاندې جګړې ته اشاره کولای شو چې پاکستان پکې تر ډیره د لویدیځ والو په تیره امریکا د ګټو ساتلو په موخه عمل کړئ دئ .
اړینه ده چې په دې وروستیو دوو موردونو لږ رڼا واچوو
له لویدیځ او امریکا سره په ۸۰ یمه لسیزه کې د پخواني شوروي په وړاندې د افغانستان په جګړه کې د پاکستان له ملګرتیا څه ډیر وخت نه دئ تیر شوئ .
په دې اړه د جیمي کاتر په وخت کې د امریکا د امنیتي چارو سلاکار زبګینو برژنسکي چې د بوش تر دورې په بیلابیلو پړاوونو کې ېې په مهمو پوستونو کار کړئ دئ وایي لا تر هغه وخته چې شوروي افغانستان اشغال کړئ نه ؤ ، امریکا د افغانستان د دولت له مخالفینو سره مرستې پیل کړې .هغه زیاتوي چې سي آې اې د افغانستان په ګرداب یا تلک کې د شوروي د ګیرولو په موخه د افغانستان د دولت له مخالفینو سره مرستې پیل کړې او د کار پیژاندو او څیړونکو په باور په ۱۹۷۳ م کال کې د محمد ظاهر په وړاندې د محمد داود خان کودتا په سړه جګړه کې د وروستۍ ګرمې جبهې د پرانستو پیل ؤ .
سردار داوود د خپلې واکمنۍ په پړاو کې په پټ ډول له کمونستانو سره په جګړه بوخت ؤ او هڅې ېې کولې چې په نظام ،په تیره په اردو کې د کمونستانو نفوذ کم کړي .
کمونیست وزیران ېې له دولت او افسران ېې له فوځ څخه وایستل چې دغو اقداماتو غبرګونونو هم په ځان پسې درلودل چې تر ټولو مهم ېې په خپله د سردار داوود د واکمنۍ پای وه .
د ۱۳۵۷ ه ل کال د غوايي د میاشتې په اوومه نیټه د جنرال عبدالقادر او نورو کمونستانو له خوا پوځي کودتا وشوه چې په پایله کې ېې سردار داوود د خپلې کورنۍ له ټولو غړو سره ووژل شو .
او بیا مارکسسیت نور محمد ترکئ قدرت ته ورسید او یو کال وروسته د حفیظ الله امین له خوا کودتا وشوه خو څو میاشتې لا نوې تیرې چې روسي پوځیانو د افغان کمونستانو تر پوښښ لاندې پوځي کودتا وکړه او حفیظ الله امین ووژل شو .
د ۱۳۵۹ ه ل کال د جدې په شپږمه ببرک کارمل د شوروي سره پوځ پر ټانګونو سوور واک ته ورسید او همدا ؤؤ چې امریکا د افغانستان ګرداب ته د شوروي په راکښلو کې بریالۍ شوه او د کمونیزم په وړاندې د لویدیځ د پانګه ونې نظام وروستۍ لوبه پیل شوه .
په دې پسې، سړه او ګرمه جګړه علني شوه او پاکستان د پانګوال نظام له لوري د ساړه جنګ د لومړۍ کرښې په توګه ټاکل شوی و.
پاکستان دخپلو غلطو سیاستونو له کبله ځان د ختیځ او لویدیځ په او رکې واچوه، او سبب شو چې جنګ د پانګوال نظآم په ګټه تر سره شي.
لویدیځ په تیره بیا امریکا له شوروي د ویتنام د ماتې دغچ اخستلو جشن جوړ کړ، او پاکستان یې په جنګ کې خوشې کړ، او دغه ا ور د سپتامبر د یولسمې تر سناریو پورې دوام وکړ، چې د امریکا له لوري رامنځته شوه.
د القاعدې مشر اسامه د دې پیښې په اړه تورن شو، چې دغه تور، په ا فغانستان د حملې لپاره زمینه برابره کړه، او امریکا له ساړه جنګ او دشوروي له ماتې وروسته، د نړیوال د نوي نظم د دبرابرولو لپاره په بل پړاو کې وارده شوه.
دلته امریکا یو ځل بیا پاکستان ته اړتیا پیدا کړه، او دا ځل یې په ګواښ سره دغه هیواد له ځانه سره یوځاي کړ.
د کمونیزم له ماتیدا وروسته دا ځل دا مریکا هدف اسلام و، او پانګوال نظام اسلام یې په نښه کړ، او پټه هم نه وه ځکه چې بوش،د سپتامبر له پیښې وروسته په ډاګه د تمدنونودجنګ شعار ورکړ.
پانګوال نظام په اسلام د ګوزار واردولو لپاره د اسلام په داخل کې ګوډاګیانو په پیدا کولو پسې شو، او بریالی شو چې له شوروي سره دجنګ په وخت او القاعده او ورپسې یې طالبان د امریکا ، انګلستان ،پا کستان او عربستان جاسوسي ا دارو له لوري رامنځته کړل، چې هم په سیمې دناټو او امریکا د حملې لپاره زمینه برابره کړي او هم د جهاد په نامه د ترهه ګرو او سپیرو اقداماتو په ترسره کولو سره، د اسلام دبدنامۍ سبب شو او اجازه یې ورکړه چې پانګوال نظام د خپلو رامنځته کړیو په پلمه یې اسلامي ملتونه هدف وګرځول، چې په خواشنۍ سره دپاکستان ستر اسلامي هیواد چې داسلام په نا مه رامنځته شوی و، ددغه هیواد د واکمنانود غلطو سیاستونو په خاطر په ۲۰۰۱ کال کې داسلام په خلاف دجنګ په لومړۍ جبهې بدل شو، او د ۱۰ کلونو په تیریدا سره، اوس په خپله له امریکا سره په ملګرتیا کې داسې ځاي ته رسیدلی چې بې چاره او لالهانده شوی چې څنګ دا مریکا له لومې وتښتیږي.