
ليک رحمت ديوان
دوشنبه (گل) ٢٥ / ٠٧ / ٢٠١١
افغان ادبي بهير خپله اوونيزه غونډه د ١٣٩٠ کال د چنګاښ د مياشتې په ٢٦ نېټه (د جولائي ١٧مه نېټه ٢٠١١م کال) ماښام شپږ نيمې بجې، په بورډ بازار کې د بي بي مريم په لېسه کې ترسره کړه. د غونډې مشر ښاغلى امان الله نصرت وو او د وياندوى چارې عماد الدين دوران ترسره کولې. د غونډې پېل قاري محمد اياز جانباز د قرآن پاک په څو سپېڅلو اياتونو وکړو. د تېرې غونډې ګزارش رحمت ديوان واورولو. ښاغلي محمد اياز جانباز وويل چې ښه ګزارش وو، خو د لهجې مشکل يې دى، داسې ښکاري چې فارسي وايي، ده ويل چې يوه ازاده مشاعره وشوه په ځاى دې ازاده مشاعره وشوه وليکي، د راروانې غونډې په ځاى کې وليکي چې پرېکړه وشوه چې راروانې غونډې له به فلانکى اثر راوړي او تاريخ بايد زمونږ خپل هجري شمسي وليکل شي. فضل قادر انډيوال صاحب وويل چې په نننۍ غونډه کې، په ځاى دې وليکل شي چې تېره غونډه کې. ښاغلي نظير الحق قرېشي وويل چې ښه ګزارش وو خو د ښاغلي ښاغلي تکرار پکې ډېر شوى چې خوند يې خراب کړى، دۀ زياته کړه چې د غونډې رئيس صرف په سر کې ليکل پکار دي، په نور ځاى کې د هغه کس د نوم سره رئيس ليکل نه دي پکار، په يو ځاى کې راغلي چې "داسې شيان ونه ليکي" دا خبره نه څرګندېږي چې کوم شيان ونه ليکي نو بايد چې صيي وليکل شي او مشکلات بايد په ستونزه باندې بدل شي. ښاغلي ګل آغا شهباز وويل چې ګزارش ليکل ډېر سخت کار دى، خو زما او د تحسين صاحب خبرې پوره نه دي راخستل شوي، دۀ وويل چې ما ويلي وو چې علي خېل دې د صبر نه کار واخلي، چې د اوس نه داسې شعرونه ليکي نو بيا به ډېر زر د ډمانو سره يو ځاى شي. ښاغلي عماد الدين دوران وويل چې کومې خبرې د راخستو وې نو هغه راخستل شوي دي، نورې خبرې د راخستو نه وې، د ښاغلو تکرار ډېر شوى دى، د ټولو سره پکار نه ده چې ښاغلى وليکل شي. ښاغلي امان الله نصرت وويل چې ډېر ښکلى ګزارش يې ليکلى.
ورپسې ښاغلي فضل قادر انډيوال خپلې دوه ليکنې وړاندې کړې چې د يوې عنوان "د پښتو د ليکدود ستونزه حل غواړي" او بله يې څه په دې ډول وه:
"د پښتو ناسم ليکدود سم کړه
گرانه!
خبرشوې يم ،چې دپښتو په يوې ورځپاڼې کې مشري درپه غاړه شوې ده ،په دې ډيرخوښ شوىيم خو ورځپاڼه ،چې مې وکتله دپښتو ناسم ليکدود ته مې پام شو. يوه بيلگهيې درته ښايم ولس په اولس نه ليکل کيږي که څه هم اوس په ځينو ورځپاڼواوويبپاڼو کې پر پښتوليکدود تاويلي ماويلي ډيرې شوي، ډاکتر زيار له ښاغليمعصوم هوتک سره ،شپون صاحب له خان زمان کاکړسره اوښتى ،اوډاکترلمر بيا لهمسکوه ليکنې کوي کهڅه همهريو د استادۍ لقب خپل کړى له هغوليکوالوڅخه يېلاره ورکه کړې ،چې ليکوالۍ ته يې نوې مخه کړي وي
څوک په سيمه ايزگړدود ټينگارکوي ،چې داکره ليکدود دى اوڅوک د بيا هغه ويي کارونه غورهبولي ،چې په ډيرو گړدودونو کې کارول کيږي يا ورنيږدې وي اوځينې بيا د باړهگلۍ په ليکدود سرماتوي ځينې داسې ليکوال هم شته ،چې دارواښادگل پاچاالفت(املا او انشا)اودپوهاند رښتين (پښتوگرامر)په ترخ کې گرځوي .ځينې دپښتوپه ليکنه کې دتلويزيون په تلفزيون ليکي .دوحدت ورځپاڼه ټټروهي ،چېزماليکدودکره دىخلک دې ته(دوحدت املا وايي )اودقلندرمومند په مرگ يې ليکدود هممړ شو،ښاغلي حکمتيارهم خپل ځانگړى ليکدود پلي کړې
دا،چې پښتانه سياسي مشرولي نه لري همداسې يې ژبه هم له گډوډۍ سره مخ ده .څوک واييملامحمدعمرمجاهد دپـښتنو مشردى ، څوکحکمتياريادوي اوڅوک کرزى.
همداډول څوک دزيار پلويان دي اونوردنوروپلوي کوي
په دې کې سمه لاره ورکه شوې
فضل قادرانډيوال –پېښور"
د کره کتنې پېل ښاغلي محمد اياز جانباز وکړ، دۀ وويل چې انډيوال ډېر ښه ليکوال دے، پکار ده چې دا ليکنه يې ښه زوته کړې وى، ځکه چې په ډېرو ځايونو کې بند شو، زياته يې کړه چې دۀ په نورو خلکو نيوکه کړې خو خپله املاء يې هم سمه نه ده ليکلې، پکار خو دا وه چې دۀ په نورو ليکوالانو داسې نيوکه کولى نو چې خپله خو يې سمه املاء ليکلى وى کنه. دۀ وويل چې په اخره کې ليکنه د سياست په لور تلې، پکار ده چې د ملا عمر، حکمتيار او کرزي نومونه ترې لرې شي، نو بيا به ليکنه ډېره ښه شي او نيوکه به يې هم په ځاى وي. ډاکټر اسماعيل نيازي صاحب وويل چې اول خو زه دا نظر لرم چې بايد داسې ليکنې دې کره کتنې ته وړاندې نه شي، ځکه چې په دې کې د کره کتنې ځاى نشته، چې مونږ پرې کره کتنه وکړو، که د دې په ځاى ليکوال کومه خپله تخليقي ليکنه راوړې وى نو بيا به ښه وه. دۀ د ليکنې په هکله وويل چې د ليکنې موضوع ښکلې ده، دا ټول ليکوالان په رښتيا هم په بيله بيله لار روان دي، پکار ده چې دا ليکنه دې ټولو استاذانو ته ولېږل شي. ښاغلي امان الله نصرت وويل چې انډيوال ډېره ښه ليکنه کړې ده، زمونږ مشرانو په دې هکله ډېر زيار ويستى دى، که مونږ په هر يو پسې روان شو نو ګټه لري، پکار ده چې په يو پسې روان شو، داسې نه چې د ټولو نه پاتې شو او هيڅ هم رانه جوړ نه شي، دۀ وويل چې د سياسي کسانو نومونه پکې بايد نه وى اخستل شوى. نيازي صاحب وويل چې که څوک مسلمان وي نو هغه به په حکمتيار پسې ځي او که د اسلام نه وتلى وي نو بيا به د کرزي لاره خپلوي. ښاغلي عماد الدين دوران وويل چې يوه خبره د اسلام ده او بله د پښتو ده، کرزى هم د پښتنو د يوې ډلې مشر دى. نصرت صاحب هم ورسره همغږي ښکاره کړه چې دا درېواړه په ليکنې کې ياد شوي دي چې د پښتنو مشران دي. حاجي ګل آغا شهباز صاحب وويل چې انډيوال صاحب ډېرې ښې ليکنې کوي، خو په دې ليکنه کې يې ستونزې شته، پکار وه چې په دې ليکنه کې د کوزې پښتونخوا د ليکوالانو هم يو څو نومونه ذکر شوي وى. دۀ وويل چې ليکوال د هغه کسانو نه چې په پښتو ډېر ښه پوهېږي او تکړه استاذان دي، يوه غوښتنه کړې ده چې بايد د پښتو ليکدود يو کړي، خو پکار ده چې دې ليکنې ته هم يو نوم ورکړل شي. ښاغلي نظير الحق قرېشي وويل چې د دې ليکنې پېغام ډېر په زړه پورې دى، خو پکار ده چې د کره کتنې لپاره يې داسې ليکنه راوړې وى چې کره کتنه پرې شوې وى، د ليکنې په سر کې او بيا په اخر کې يې هم خپل نوم ليکلى، د يې ګانو ستونزه پکې ډېره ده، لکه ځانګړې، په پسته يې ليکل کېږي، ځېنې په څرګنده يې، هسې کړې، کړې هم په څرګنده يې، شوې يم په پسته يې، ورځپاڼه چې مې، دلته پکار ده چې مې اول او بيا ورپسې چې راغلې وى. دۀ وويل چې په يو ځاى کې راغلي "د پوهان رښتين ګرامر په ترخ کې ګرځوي" چې دا جمله ادبي نه ده، پکار ده چې د ترخ په ځاى پلونه وليکل شي، په اخري کې يو ځاى کې وايي چې د قلندر مومند پلي کړى ليکدود هم مړ شو، نو پکار ده چې په همدې ځاى ليکنه پاى ته رسېدلى واى او نور څه پکې نه وى ليکل شوى. نيازي صاحب يې په ځواب کې وويل چې د ترخ په دې خبره د دې ليکنې ښکلا زياته شوې ده، خو دوېمه ليکنه بايد په شاعرانه انداز کې ليکل شوى وى. دوران صاحب وويل چې زه يې د ليکنې ډېره ستاينه کوم، دا د پښتنو يو لوى مشکل دى، موضوع يې ډېره ښکلې ده او هر يو اړخ ته يې اشاره کړې ده، د پښتو ليکدود يوه سياسي کړۍ يې هم راخستې ده. دۀ وويل چې د دوېمې ليکنې ابتدا يې ډېره په شاعرانه انداز کې کړې ده، خو مخکې بيا څېړنې ته تلى دى، اخر کې سياست ته رسېدلى دى، د پښتو ليکدود ستونزه هم سياست خرابه کړې ده، ډېره د ستايلو وړ ليکنه ده. ښاغلي تحسين الله تحسين وويل چې په دې ليکنه کې دومره خبرې نشته او نه په دومره خبرو ارځي، نه څېړنه ده او نه ادبي ليکنه ده، د ادب په يو قالب هم پوره نه ده، طنز نه دى، لنډه کيسه نه ده، بس يو څو مبهم الفاظ دي، خاطره هم نه ده، دا ليکنه ورته کېدى شي بل چا کړي وي. دۀ وويل چې پکار ده چې يوه ليکنه په معيار پوره وي نو بيا يې کره کتنې له راوړي، د ملا عمر، حکمتيار او کرزي خبرو ته پکې هيڅ ضرورت نشته. دوران صاحب وويل چې ليکوال خپله په ليکنه کې د يو استاذ په املاء هم عمل نه دى کړى. نصرت صاحب وويل چې دا ډېر کار غواړي، دې دپاره بايد ډېر محنت وکړي. شهباز صاحب وويل چې ډېره ښکلې موضوع يې وړاندې کړې ده، چې نه يو مشر لرو او نه يو ليکدود لرو. ښاغلي تحسين وويل چې ښکلې موضوع ته يې مخه کړې ده، خو پکار وه چې لږه خواري پرې شوې وى، لاسوهنه پکې پکار ده. دۀ وويل چې د پښتو سم ليکدود لپاره يو عالمي کانفرنس پکار دى، چې د پښتو ژبې عالمان پکې برخه واخلي او ليکدود سم کړي، دې خلکو ته پکار دي چې يوه پښتو منځ ته راوړي، زيار صاحب زيار ايستى دى او داسې نور خلک دې هم راجمع شي، دا ټول ليکدود دې مخې ته کړي او يو ليکدود دې ترې جوړ کړي. په اخره کښې ښاغلي فضل قادر انډيوال وويل چې ما خو دا ټول لوستي دي او د ټولو نظر مې راغونډ کړى دى، ځکه چې په دوى کې يو هم د بل چا املاء نه مني او خپله ليکي. دۀ د ټولو ملګرو مننه وکړه چې په ليکنه يې دومره ګټورې خبرې وکړې.
په دوېمه برخه کې ازاده مشاعره وشوه چې ښاغليو مير عالم نويد، ډاکټر اسماعيل نيازي، تحسين الله تحسين، قاري محمد اياز جانباز، رياض، عماد الدين دوران، نظير الحق قرېشي، فضل قادر انډيوال (د حميد بابا شعرونه)، امان الله نصرت او رحمت ديوان برخه واخسته. په نننۍ غونډه کې شاه آغا شېرزاد هم موجود وو. راروانې غونډې له به ښاغلى رياض خپل غزل د کره کتنې لپاره راوړي. غونډه شل دقيقې دپاسه اته بجې د تحسين صاحب په دعا پاى ته ورسېده.