ماخویواځۍ ټوکې وهلې

د دیارلس سوم کال لومړۍ لسیزه وه ، د انور او دولت دعسکرۍ پچه وخته ، د ولسوالۍ څخه عسکر راغی او د کوزکلي مشر ګلاب شاه ته یې خبر ورکړ، د کلي مشرهم نوموړي دوه نفره دعسکر په لاس ورکړل .
له څېره کېدو او د لومړنیو تعلیماتو څخه وروسته دواړه یې یوې پوځي قطعې ته ورکړل .
شپږ میاشتې تېرې شوې ، د دوی د رخصت وخت راورسېد، قوماندان یې ورته وویل چې \" لاره داسې ده ، تاسو دیوه کلي یاستی  یو له تاسوڅخه رخصتي ځي ، کله چې هغه بېرته خپلې دندې ته حاضرشي بیابه دبل کس واروي \".
 
لنډه داچې انور رخصت واخیست ، اوکلي ته راورسېد ، ټول کلیوال مخې ته ورغلل ، د دولت کورنۍ او همزولو او نورو کلیوالو وروسته  ترښه راغلاست د دولت پوښتنه ترې وکړه ؛ بېله دې چې انور فکر وکړي او د خبرې آخرته نظر واچوي  په دې هوس چې فلاني داسې آوازه راوړې نوپه ځواب کې یې ورته وویل : \"هغه مړشو او ما خاورې پرې واړولې \" ټول کیلوال خواشیني شول ، انورله ځان سره وویل \"کله چې بېرته تلم ورته به ووایم چې ماخو ټوکې کولې\" .
له دریو ورځو وروسته د دولت کورنۍ یولوی غوایی او څلورپسونه دخیرات لپاره واخیستل.
 انورچې پرې خبر شو حیران پاتې شو چې \"اوس که ورته ووایې چې ټوکې مې کولې نو داغویی اوپسونه به راباندې تاوان شي\" .
نو خوله یې پټه ونیوله .
څلور ورځې پس خبرشو چې د دولت ښځه یې دهغه ورور ته ورمبارکه کړه ، انور نورهم غلی شو.
 
رخصت یې پوره اوخپلې دندې ته روان شو کله چې ورسېد د دولت درخصت وخت شو؛ خو چې دولت کلي ته راغی اوحالت یې ولید ، بېرته په پله خپلې قطعې ته وګرځېد او انور ته یې وویل :  دادې څه کړي !!!.
 هغه ورته  وویل ماخو یواځې ټوکې کولې  ، چې داخبره دولت واورېده تور او شین شو خو نوریې هېڅ ورته ونه ویل.
 
شل شپې وروسته د تطبیقاتو وخت شو ، هریوه ته یې اوه اوه دانې مرمۍ د انداخت لپاره ورکړې او پولیګون ته یې بوتلل.
 
د انداخت وخت چې راورسېد  دولت د ټوپک خوله په انور راوګرځوله او ویې ویشت.
 
نورو عسکرو د دولت لاس پرې وتړل  او ورته یې وویل : چې دادې څه وکړل ؟  دولت په معنا داره مسکا ورته  ورته وویل \"ماخو ټوکې وهلې\"