
د نړۍ هر هستوګن هغه که د هر هېواد وي، د خپل هېواد او خپلې خاورې سره بې کچه مينه کوي، همېشه د خپل هېواد پرمختګ او آبادۍ لپاره لاس په کار وي، او کوښښ يې هم دا وي چې بايد ډېر زيار وباسي تر څو هم يې هېواد او هم پخپله د يوې ښې آيندې خاوند وسي، خو که چيرې بياء يو داسې ناوړه عمل ګوري د کوم په واسطه چې يې هېواد ته د پرمختګ پرځای زيان متوجه شي، نو خپل آواز د هماغه خای نورو اوسېدونکو سره يوځای د خپل هېواد ملي شوراء (پارلمان) ته چې د ملت او دولت تر منځ د پله حيثيت لري رسوي، ځکه چې د نورې نړۍ د پارلمان غړي هغه څوک دي چې په هېواد ډېر دردېږي او د خپل هېوادوالو د هوساينې لپاره هر هغه څه کولو ته چمتو وي چې د دوی د هېوادوالو ښه پرې کېدلای شي، مګر بدبختانه چې زموږ ملي شوراء بيا د نورو هېوادونو د استازيو په شان په هېواد مين غړي نه لري، که لري هم هغه څوک دي چې د هېواد څخه زيات په خپلو جېبونو او تجارتونو له هر څه ډېر مين وي، زموږ پارلمان ولې په درانه خوب وېده دی؟ ولې د شخصي ګټو څخه ملي ګټې قرباني کوو؟ په پلازمينه کابل کې د ځينو وزارتونو تر منځ ولې همغږي نشته؟ او ولې د يو بحران ښکار کېدونکي يو؟ دا هغه پوښتنې دي، چې زه به د خپلې ليکنې په اوږدو کې پرې خبرې وکړم، د هر څه لومړی غواړم چې د افغانستان د اسلامي جمهوريت جلالتماب جمهور رئيس او د انتقال د پروسې مسول ډاکتر صاحب اشرف غنی احمدزی هغو مهمو ټکو ته متوجه کړم، د کومو د شتون په موجوديت کې به چې د انتقال پروسه د فايدې پرځای ډېر زيات نقصان ورکوونکی وي.
افغانستان چې تر دې دمه چې کوم پرمختګونه کړي، که هغه د امنيت، بيارغاونه، اقتصادي او ټولنيزو برخو کې دي دا کافي نه دي، بايد کوښښ وشي ترڅو ورته يو منظم پلان جوړ، او د عملي کولو لپاره يې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وشي، د ملت زړونه ترلاسه او دې ته يې رواداره کړو تر څو د حکومت تر شاه په کلکه ودرېږي، دا هغه وخت امکان لري، چې د يوه اعتماد فضاء رامنځته شي، موږ شاهد يو چې په مرکز کابل کې د کورنيو چارو او دفاع محترمو وزارتونو او د ملي امنيت لوی رياست تر منځ همغږي نشته، دوی هغه کړنلاره چې د دښمن د ځپلو، د هغو د شومو اهدافو د له منځه وړلو، د جنايت کارانو او د حکومت مخاليفنو د دسيسو د شنډولو لپاره یې درلودلې وای متاسفانه چې د هغه څخه بې برخې دي، دوی په خپل منځ کې فوقدان دي، ملي پوليس، ملي اردو، سرحدي پوليس او ملي امنيت يو بل سره خپل معلومات، لاسته راوړنې، شته ننګونې او د دښمن د شومو اهدافو تر لاسه شوي معلومات یو بل سره نه شريکوي، ملي اردو او سرحدي پوليس وايي چې موږ بايد د هېواد پولي وساتو، ملي امنيت وايي چې موږ په عملياتو کې برخه نه شو اخيستی او پوليس بيا د هر څه مسووليت نه مني او په زړه باندې خپل کارونه مخ ته نه وړوي، موږ شاهد يو چې په پلازمينه کابل، ولايتونو او ولسواليو کې داسې زړه بوګنوونکي پېښې ترسره شوې چې ټول افغانان يې په تشويش کې کړي، مګر وروسته د پېښې کومه دقيقه پلټنه نه ده شوې، هغه معلومات نه دي ترلاسه شوي، چې دا کار د چا وه، کوم امنيتي ګروپ پکې ناغيړي کړې، او چا يې پلان جوړ کړی وه، خو کله چې هم کومه پېښه وشي امنيتي ارګانونه يې پړه په وسلوالو مخالفينو اچوي، ولې په داسې حالاتو کې چې په ميليونونو ډالر په مصرف رسېږي بيا هم د داسې شومو اعمالو مخنيوی نه شي کوی، امنيتي ارګانونه بايد يو بل سره کاري ارتباط ټینګ کړي، خپل معلومات دې سره شريک د تحليل وروسته دې جدي قدمونه واخلي.
له بلې خواء بيا ياد وزارتونه په عدليې او او قضايي ارګانونو باندې بې باوري دي، او وايي چې قضايي ارګانونه قاتلينو او په جرمونو نورو مرتکيبينو ته سزاء نه ورکوي، د يادو ادارو تر منځ نه همغږي د دې لامل شوی چې د بې اعتمادۍ فضاء منځ ته راوړي، دوی بايد يو پر بل باور وکړي، او کاري ارتباطات سره ډېر ټينګ کړي، تر څو شته بې اعتمادي له منځه ولاړه او هېواد مو ښه لور ته روان شي، خو که چيرته بې اعتمادي همداسې وي نو د افغانستان نظم، اصول او ټول مقررات به له منځه لاړ شي، چې په خپله د دې معني ورکوي چې بهرني دښمن ته اړتيا نشته د دوی خپله دښمن د افغانستان د اوسني نظام د ختمولو لپاره کفايت کوي.
له بلې خواء اوسني حالات ته په ليدو سره بايد ووایم، چې زموږ د هېواد په ځينو برخو د ثقيلاء سلاوو مرمۍ لګيږي، د یادو بمباريو په نتیجه کې مو ډېری ولس دې ته اړ شوی چې خپلې پلرنۍ ځمکې، او حویلۍ پرېږدي او یو بل امن ځای ته کډه وکړي، د يادو بمباريو په اړه بايد د دولت لخواء څيړنې ترسره شوی وای، ولايتي ادارې بايد خپل رول لوبولای وای، او هغه څه يې بايد مرکز ته انتقال کړی وای، کوم چې حقیقت وه، ولسمشر باید هغه په امنيت شوراء کې یادونه کړی وای، آخیرې فيصله بايد اعلاءقومندان چې خپله ولسمشر دی نيولی وای، ګاونډيانو او نړيوالو سره اړیکې نيول او هغوی سره ډيپلوماتيکې اړيکې ساتل ولسمشر د خپل خاصې تګلارې په رڼاکې مخ ته وړي، مګر ځیني مغرض شخصيتونو چې له جملې یې د ختيځو ولايتونو د سرحدي قواوو قومندان يادولی شو، چې ځانته يې کاذب شهرت په موندلو احتجاجاً د خپلې دندې څخه استفاه اعلان کړه، چې ولې ماته د افغانستان حکومت اجازه نه راکوي، چې په پاکستان ځوابي بريدونه وکړم د همدې لارې يې غوښتل چې ځان په نړیوالو وپيژني.
پدې کې شک نشته چې افغان غيور ملت باید د خپلې یوې لویشت ځمکې څخه هم دفاع وکړي، ولو که هغه د سر په قیمت ولي نه وي، مګر پدې کې هم شک نشته چې هر کار او هر عمل ځانته يو چوکاټ لري، له بلې خواء مې د روانې میاشتې په ۲۵مه نېټه د پنجشنبې په ورځ له راډيو د فراه ولايت د څارنې د ادارې مسوول خبرې واورېدلې هغه په خپلو خبرو کې د ولايتي ادارې په ضعف خبرې کولې او زیاتوله یې چې ولايتي اداره د کارکولو توان نه لري، محترم مسوول هم غوښتل چې ځانته لکه د قومندان صیب په شان کاذب شهرت ترلاسه کړي، دا واقعيت دی چې د بيان آزادي موجوده ده، ځکه چې اوس په يو ديموکرات هېواد کې ژوند کوو مګر زموږ نوي دیموکراتانو خو د بیان د آزادۍ په معنی هم نه پوهېږي، چې د يادو لارو ځانته کاذب شهرت د پیداکولو او ځان په ټولنه کې د مطرح کولو کوښښ کوي، ولې پر ځای د مطبوعاتو دوی ولايتي ادارې ته مراجعه نه کوي، ولې خپلې ستونزې له هغوی سره نه شرېکوي چې د ټول عالم په مخکې پر خپل سر لمن راکش کوي، دوی خپله د حکومت مامورين دي د حکومت تنخواه او نور امکانات اخلي ولې بيا د يو د داسې حالاتو په ليدلو سره پر ځای د دې چې ولایتي ادارې سره خبره شريکه ولې مطبوعات پر ځان خبروي، د دې ډرامو څخه مخکې د بادغیس والي ، زابل والي او د لغمان پخواني والي ګلاب منګل سره د څارګرې ادارې مشکل منځ ته راغلی وه، که څه هم لمړی وخت کې مشکل پټ وه، خو وروسته بیا اوج ته ورسېد چې بالاخیره د والي د تبديلۍ اوازې پورته شوې.
له بل لوري زموږ پارلمان (مقنينه قوه) په داسې اعمالو لاس پوری کړی چې ټول افغانان یې د خپلې آیندې څخه نااميده کړي دي، په پارلمان کې ډلې ټپلې جوړې کړي، خپلې خپلې تګلارې او لیدلوری يې ځانونو ته ټاکلی او داسې اورېدل کېږي چې ځینو یې خو لا اسلحې راوړي تر څو د کابيني غړي او لوړپوړي چارواکي تهديد کړي، چا د حاجی عبدالظاهر قدير، چا د اﺉتلاف، چا د شمال، چا د قندهار او چا د آزره او ازبک په نوم ګروپونه جوړ کړي، په ژبني او قومي تعصباتو کې تر زنو پټ دي، د هغه قران پرخلاف کارونه کوي کوم چې د پارلمان په شروع کې یې کړی وه چې ټول اعمال به يې د قومي او ژبني تعصباتو څخه پاک وي، مګر اوس برخلاف هر چا خپله خپله ډله جوړه کړې ده، او د کابيني د غړو په تهديداتو په فکر کې دي په کار ده چې دوی د اوتراتيفي کشف لاندې ونیول شي ، یو بل راوغوښتل شي او که بیا هم له خپل اعمال لاس نه اخېسته نو بيا دې تهديد کړای شي، له بل لوري د کابيني ځينو غړو او د مستقل ادارو رﺉیسانو پر يو بل اعتماد د لاسه ورکړی د پارلمان د غړو په شان دوی هم يو بل پسې غیب کوي او کوشش یې هم دا دی چې ځانونه خارجیانو ته په یو او بل نوم نږدې کړي، ځينو خو يې لا د نورو ممالکو د سفير صاحبانو سره هم ګوري او د هغه هېواد رسمي کېدو غوښتنې ترې کوي، ځينو نورو یې بيا خپلې امضاء ګانې د څو خودغرضه وکيلانو په اختيار کې ورکړي، د هغوی چې څه خوښه وي، په وزیرصاحب يې کوي، تاسف دی په داسې حالات، دوی د ولسمشر د کابینې غړي دي ولې د هغه وکيلانو څخه چې په تقلب یې پارلمان ته لاره پیداکړې دومره یې یره کوي؟ که چیرته غواړي د کوم وکيل پرخلاف اواز اوچت کړي دا يې حق دی. کولای يې شي او دا هم کولای شي چې د هغوی په خلاف اکشن واخلي، پداسې حالاتو کې چې مستند اسناد ولري.
د يادو کړونو سره بايد دا هم له هېره و نه باسو چې ځیني محترم وزیرصاحبان له خپلو مامورینو او مديرانو سره لا څه ، چې د خپل وزارت له معينانو سره هم نه ګوري، او د مشاورينو د کارونو څخه سلو په سلو کې نه دي خبر چې څه کوي. کوم حال چې په مرکز کې دی، د یاد مرض وایروس ولاياتو ته هم رسيدلې دي، د محترمو وزیرصاحبانو ، د مستقلو ادارو رﺉیسانو او د پارلمان د غړو په موجوديت کې چې څومره ناخوالې او بدبختۍ په مرکز کې موجودې دي، د دې ناخوالو او بدبختيو څو چنده يې په ولایاتو کې زیاتې دي. ځکه د زیاتره ولایاتو څخه ليدنې نه کېږي، منظوره شوې بودیجه ورته په وخت نه رسېږي، او نه هم ترې جدي نظارت شوی دی، د دې حالاتو د جوړېدو لپاره باید يو طرحه جوړه شي، درې واړه قويې (مقنينه، اجراﺉيه او قضايه) قوې بايد په خپل منځ کې کاري اړيکې ولري، د مشاورينو څخه دې په مناسب ځای کې کار واخيستل شي، نو بیا به د يوه پیاوړي اقتصاد، سياست او ډاډمن امنيت څښتن واوسو. له يوې خواء به مو د هېواد ټول اوسېدونکي له ځانه راضي کړي وي، او له بلې خواء به داسې کړه وړه ترسره شي، چې يو بل ته متقابل احترام ولري او هم به د ښه خدمت کوونکي فکر وکړي.
مطبوعات بايد په دغه برخه کې خپله ونډه په ښه شکل سره مخ ته يوسي، په اوسني حالاتو کې د تېر هر وخت څخه ډېره د بيان آزادي موجوده ده، مطبوعات کولای شي چې د خلکو د اذهانو په روښانولو کې، د اداراتو په اصلاح، د امنيت په راوستلو، او خپل اصلي کلتور په رواجولو کې فعاله ونډه واخلي، دا کارونه هغه وخت امکان لري، کله چې يوه رسنۍ بې پرې، ناپيلې او آزاده وي، مګر په تاسف سره بايد ووايم چې په اوسني وخت کې ډېرې رسنۍ د نورو د کلتور په رواجولو، په قومي ژبني او مذهبي تعصباتو اخته دي، چې دا کار نه یوازې دا چې د مطبوعاتو اصلي پرستيژ له منځه بلکه قومي،ژبني او مذهبي تعصباتو اور ته لمن وهي، زه له ټولو رسنيو څخه په درنښت او د يو با احساسه افغان په حیثت هیله کوم چې خپلې خپرونې او پروګرامونه د افغاني کلتور او فرهنګ سره سم پرمخ بوزي د قومي مشرانو، منتخب ولسمشر، د کابيني غړو، د مستقل ادارو رئيسانو، ملي شوراء غړيو او اساسي قانون ته په احترام قايل، ملي ګټو ته تر هر څه ترجیح ورکړي تر څو د يو باثباته افغانستان په ساتلو کې يې خپله وجيبه ترسره کړي وي.
بايد د کابينې ټول غړي، د مستقل ادارو رﺉیسان او د ملي شوراء استازي ټول نظام، قانون، خپلې خاورې، خپل ملت او منتخب ولسمشر ته وفاداره وسي نو بیا موږ کولای شو چې پیاوړی اقتصاد، ډاډمن امنيت، سوله ېيز ژوند او هم دا ستراتيژي ولرو چې د مېشتو قواوو، ګاونډي هېوادونو او د نړۍ د نورو هېوادونو سره موءثرې ډيپلوماتيکي او اقتصادي اړيکي ولرو.
په اخير کې له ولسمشر کرزي او ډاکټر صاحب احمدزي څخه هیله کوم تر څو د انتقال په پروسه کې ډېر حساس وسي، سالمې مشورې دې واخلي، او هغه سيمو کې چې انتقال صورت نيسي حدود وټاکي تر څو ډاډمنه فضاء موجوده وي، دا ټولې هغه مادې دي چې ولسمشر کولای شي یو قوي ټيم او د قوي افغانستان د جوړېدو بنسټ کېږدي، تر څو وکولای شي روان بحران ته د پای ټکی کېږدي او ډاکټر صاحب اشرف غني احمدزی بايد يوه مسوده جوړه، ولسمشر ته يې وړاندې کړي تر څو يې ولسمشر د يو فرمان په شکل ټولو ولاياتو ته ولېږي چې د بې نظمۍ او خودسرۍ جرړې له منځه ولاړې شي.
جاهده جبارخیله