دپښتوموسيقي دپياوړي استاد خداى بښلي استاد اولمير ژوندليك

  زوكړه:
استاداولميرپه۱۳۱۲لمريزكال دپېښورپه يوه متوسطه كورنۍ كې وزېږېد پلاريې سيداخان نومېده. زده كړه :
هغه لمړنۍ زده كړې ترڅلورمه اونورې زده كړې يې ترلسمه ټولګى پورې دپېښورپه(فـــــريتر) نومى ښوونځي كې  كړې دي. هنرى ژوند يې:
هغه ماشــــوم ؤ چه مور يې مړه شوه او د ميرې لاس ته كېناست د ګردون له ناخوالو ســره لا له هغه وخته لاس او ګرېوان ؤ بيا به يې دژوند ترخي شېبې دهندي سـندرو په زمزمه كولوتېرولې .
په لس كلنۍ كي يې دموسيقي مينه دبدن په رګ رګ كي وځغلېده ځكه خو استادي ته پكې ورسـېد.
په موسيقي كې يې لمړنى ښوونكى استاد جعفرنومېده.
كله چه دموسيقي نازنين ټال ته ورپورته شو په دي وخت كې يې پلار ومړدژوند څپې يې طوفاني شـوې بيا له خپل تره سره اوسېده څه وخت وروسته ئي تره خپله لور هم ورته كوزده كړه.
تره يې دموسيقي مخالف نه ؤ ځكه خو يي بيا له سبزعلي سره شاګرد كـړخودا يې ورته وېلي ؤچه
په راديو كې به سندرې نه بولې.
سبزعلي ډيرښه وروزه دسندرو مينه وال يې ډېر زيات شول په لاهور كې يې يو ډيـر ښه كنسرت وركړاو دومره غښتلى شو چه استاد يې ورڅخه هيله وكړه چه ورسره جــوړه سـندره وبولي هغه ورسره غبرګه سندره وكړه اونېغ په نېغه دپيښــورله راديوڅخه خلګو دا سندره واوريده دهغـــــې سـندرې مطلع وه (زړګى مې شو ټوتې ټوتې) تره يې خبرشو بيا ئي له كوره څخه وشاړه.
له خپل استاد څخه هم خفه شوخو بيا يې هم له موسيقي څخه لاس وانه اخيست ولاړله ګلستان سره شاګرد اولاپسي پياوړى شو.
په۱۳۲۹كال كي د۱۷كلو په عمـــردكوزې پښـــتونخـــوا له ملــكانو سره زموږداســتقلال دجــشن دلمانځلولپاره كابل ته راغى كنسرت يې وركړاوبيا د قبائيلو رياست ته وروپيژندل شو.
په كابل كې يې له ملنګ جان سره پيژندګلوي وشوه په هغه وخت كې ملنــګ جان په افغــانســتان راډيو كي كار كاوه دى يې هم افغانستان راډيو ته وروپېژاند.
هلته يې په سندرو پيل وكړاو دعمر تر پايه په كابل كې پاته شو.
له ملنګ جان سره يې ملګرتيا لاپخه شوه بيا دوى دواړو ته پښــــتو دوښمنو عناصرو په راډيــــو كي يولړ ستونځې پيدا كړې اوله راډيو څخه يې وشړل.
خو يوڅه وخت وروسته داســـتاد نبــى ګل په مرسته استاداولميربيا هم راډيو ته ور پرېښودل شو.
هلته ئي له ۲۵۰ څخه زياتې سندرې ثبت شوې دي.
هغه لا استادي ته نه ؤ رسېدلى خو خلګو به په ډيره مينه ورته استاد وېلې.
خوپه۱۳۵۰لمريز كال كې دراډيوافغانســـتان درياســت په غوښتنه اوداطلاعات اوكلتوروزارت د مسلكي مجلس په تصويب دپښتوموسيقي داستاد لقب وركړشو.
هغه ډيرخاكساره سړى او په غږ كي يې ځانګړى اثر پروت ؤ.
ګران استاداولميرله بده مرغه په ۱۳۵۹كال كي ديوې ترافيكى پېښې له وجــې  ټپي اود۱۳۶۱كال دغويي دمياشتې په ۱۴ له موږ څخه وكوچېد اود شاه شهيد په حـديره كي خــاورو ته وسپارل شو.  روح دې ښــــــاده وي